د پښتو ژبې پۀ ټولو ليکل شويو ګرامرونو( پښتو پښويه، پښتو معاصر ګرامر، پښتو ژبدود... ) کې « دا » پۀ ځانګړو نومځرو کې د درېيم ښځينه کس لۀ پاره کارول شوی دی او ليکل شوي دي، چې دا نومځری د جنس لۀ مخې د ښځينه لۀ پاره کارول کيږي. ليکوالو د ياد نومځري پۀ هکله د همدومره معلوماتو پۀ ليکلو بسنه کړې ده.

د ليکوالو پورته سپړنه نيمګړې او د کره کتنې وړ بريښي.
غواړم د « دا » د کارونې ځایونۀ تاسو تۀدر وپېژنم، پۀدې کار سره به هم د پورتۀسپړنې ستونزې او نيمګړتياوې پۀګوتۀشي، لۀ بلې خوا به ېې پۀسمې کارونې هم پوه شئ.

لومړی: د « دا » نومځری د درېيم ښځينه کس لۀ پاره کارول کيږي. لکه: دا تخته سپينه ده. دا جلۍ لایقه ده. دا اوږۍ ده.
دويم: « دا » نومځری د اشاري نومځري او ټاکندوی پۀ توګه هم کارول کيږي او « دغه » نومځري ته ورته دنده ترسره کوي. لکه:

دا کور ښکلی دی. دا هلک زما ورور دی. دا شفيق مې ملګری دی.
دغه کور ښکلی دی. دا هلک زما ورور دی. دا شفيق مې ملګری دی.

پۀ پورته جملو کې « دا » د اشاري نومځري پۀ توګه کارول شوی او تر څنګ يې د ټاکندوی دنده هم ترسره کوي. تاسو دغه جملې« دا شفیق مې ملګری دی » ته ځير شئ. لۀ يادې جملې دوه ډوله مطلب اخيستل کيږي. لومړی: دا د اشاري نومځري پۀ توګه، یعنې چې د لنډ واټن کور تۀ اشاره کوي. دويم: کېداشي ډېر شفيق نومي کسان وي، خو « دا شفيق » نه موخه پۀ دوی کې یو شفيق دی او هغه شفیق د « دا » نومځري پۀ واسطه کره کوم. نو ځکه دلته د ټاکندوی دنده ترسره کوي.

درېيم: ياد نومځری پۀجملو کې دنغوتې، ټاکندوی ترڅنګ د ټينګار پۀ موخه هم کارول کيږي. لکه: دا ولې ژاړې ته؟ دا ولې خاندې؟ دا تۀ څنګه نۀ ځې؟ دا تۀ ولې پۀ غوصه يې؟
پورته جملو ته کۀ لږ ژور فکر وکړو، نو « دا » د نغوتې ترڅنګ، تاکيد او ټيګار هم کوي.

څلورم: کله چې« دا » لۀ نوم يا نومځري سره وکارول شي، نو د قيد دنده ځانته غوره کوي. لکه: دا کورته څه وخت ځې؟ دا ناوخته ولې راځې ؟ دا هغۀ ته دې څنګه غوضه کړې وه؟

پورته جملو کې د ټينګار تر څنګ د قيد دنده هم تر سره کوي. د قيدونو يو فورمول همدا دی چې کله نومځری + نومځری يا نوم + نوم ... وکارول شي، قيد ترې را منځته کيږي. پۀ پورته جملو کې د مکان او زمان قيد په توګه کارول شوی دی.

پادونه : د « دغه » او « دا » ترمنځ یو بل توپير پۀ رسمي او غير رسيمتوب کې دی. دغه د اشاري نومځري په توګه ډېره رسمي بڼه لري، خو برعکس دا تر ډېره د محاروې له مخې کارول کيږي.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ