ليکونکی: ډاکټر يوسف جذاب1
د پښتو اکاډمۍ کوټه له مجلې «ليکني» څخه په مننه


د کلاسيکي دورې نه مراد د پښتو ادب دريمه دوره ده چې د خوشحال بابا يعني د خټکو کورنۍ سره تعلق لري مګر دلته په دې مقاله کښې د دې دورې سره نيږدې وخت هم شامل دی او په دې دوره کښې يواځې د خټکو ادب نۀ دی بلکه د يادې شوې کورنۍ سيمو سره نيږدې سيمې هم شاملې دي د مثال په توګه د مهمندو منطقه، په نورو ټکيو کښې د دې مورفيم جغرافيايي حدبندي د کرلاڼيو علاقو او ورسره د لګېدليو بريدونو احاطه کوي2–
دا مورفيم3 په اوسنۍ کره پښتو کښې /ۍ/ يعني /-ǝi/ يا /-ǝy/ دی چې خلق يې نن د اسمي تانيثي مورفيم4 په حېث پېژني او اوسمهال په کوزه پښتونخوا کښې بنو يا ورسره نيږدې د دې دوه الومورفونه (Allomorphs) هم شته چې يو د بنوڅۍ لهجې /ييې/ دی او بل د وزيرۍ د مامنخېلو چې په غټه کښې احمدزي دي /يې/ يعني /-ye/ دی، په پاسه ياده شوې دوره کښې دا د بنوڅيو چې کرلاڼ دي /ييې/ يعني د /-iye/ ريکارډ شوی دی –
دا مورفيم زياتره د خوشحال بابا په ديوان کښې راغلی دی مګر دا د بابا تر ديوانه محدود نۀ دی بلکه د دې کورنۍ د نورو شاعرانو په شعري غورچاڼونو کښې هم راغلی دی او لکه چې پاس يادونه وشوه چې دا د کرلاڼيو منطقو سره د نيږدې سيمو شاعرانو هم په دغه انداز راوړی دی ولې مسئله دا ده چې دغه ديوانونه هغه محققينو او عالمانو ايډټ کړي او مرتب کړي دي چې د دې مورفيم د لهجوي تغيراتو (variations) نه خبر نۀ وو نو د نتيجې په طور يې د دې مورفيم سره داسې لوبه وکړه چې بالکل يې څېره مسخ شوه او چې د کوم ټکي به دا مورفيم آخرنۍ برخه وه د هغې لغت پېژندل مشکل شول –
د /ۍ/ مورفيم چې د تانيثيت استازی هم دی او چې د کرلاڼۍ او ملحقه سيمو په کلاسيکي ديوانونو کښې د کره ګړدودونو په املايي بڼه نۀ دی بلکه د ناکره لهجو چې ورته بره اشاره هم وشوه ترجمانه دی د ټولو نه زيات مثالونه د خوشحال بابا په کلام کښې موږ ته مخې ته راځي او پيا د دې کورنۍ د نورو غړيو په کلام کښې او بيا د کرلاڼيو منطقو سره متصله او لګېدليو يو نيم شاعر په کلام کښې يعني د دې غېرمعياري مورفيم د فريکونسي تناسب د بابا په کلام کښې تر نورو هرچا زيات دی د دې څه علت دی نو په دې وروسته خبره کوو، د مزيد تفهيم او وضاحت لپاره په سر کښې د بابا د کلام د غزلونو برخې نه شپږ شعرونه راخلو چې د دې مورفيم استعمال پکښې شوی وي:
په اولني شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /بې غمۍ/ ټکی راغلی دی:
څو مې زړۀ په بې غمۍ پسې درومي
هومره نور تازه غمونه راوصول کا(1)

په دويم شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /يارۍ/ ټکی راغلی دی:
ړړ
د يارۍ لائق نۀ دے رنګ يې ورک شه
چې يې نۀ وي په يارۍ کښې وفا(2)

په دريم شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /دلګيرۍ/ ټکی راغلی دی:
چې يې ډول واهۀ زما په دلګيرۍ
اوس دې ترپه نڅا هم په دغه ډول کا (3)

په څلورم شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /کټارۍ/ ټکی راغلی دی:
د چړې د کټارۍ حاجت نشته
د بڼو په غشيو تا بېچاره ماريا (4)

په پنځم شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /ځوانۍ/ ټکی راغلی دی:
په ځوانۍ کښې اودۀ وۀ، په زوړوالي
د خوشحال سترګې بيدارې شوې لۀ خوابه(5)

په شپږم شعر کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /بدګويۍ/ ټکی راغلی دی:
چې د پلار په بدګويۍ سر شي پوت
صد رحمت د دۀ د مور په ګنده چوت(6)

دلته بايد دا وضاحت وکړو چې دا شعرونه د ارواښاد دوست محمد خان کامل صاحب ايډت کړي کلياتِ خوشحال خان خټک نه د حوالو سره راخستي شوي دي چې هلته د دې لفظونو د پاس ذکر شوی مورفيم د حمزه سره دی يعني /-ئ/ په نورو ټکيو کښې ويلی شو چې کامل صاحب زړه املاء کارولې ده ولې که موږ د دې شعرونو په هييت او شکل غور وکړو نو صفا معلومېږي چې په دغو شعرونو کښې څه پاتې دي ځکه چې په داسې ليکلو لکه څنګه چې کامل صاحب ليکلي دي د دغو شعرونو وزن نۀ برابرېږي چې د خوشحال بابا نه يې توقع نشي کېدلی، نو داسې هم نشو فرض کولی چې ارواښاد کامل ته د دومره غټې غلطۍ احساس نۀ وي شوی اګرکه پاس ورکړي شوي شعرونه کامل صاحب هم دغسې ليکلي دي ولې په مجموعي توګه ارواښاد کامل صاحب په داسې صورتونو کښې درې رويې خپلوي:
اول: ډېرو ځايونو کښې يې همدغسې ليکي
دويم: ځينو ځايونو کښې د دې مورفيم لاندې /زېر/ لګوي
دريم: يو ځاي داسې هم دی چې چرته /زور/ يا د دې متبادل د لغت په آخر کښې راتلونکی ګرافيم /ه/ راځي –
اوس بره ورکړي شوي شپږ شعرونه د کامل صاحب د اولنۍ رويې عکاسي کوي يعني په دغه شعرونو کښې کامل صاحب په دغه مورفيم /زېر/ نۀ لګوي البته هم په دغه کلياتو کښې داسې ځايونه شته چې هغه د ذکر شوي څېړنکار د دويمې رويې ترجماني کوي په تورو ټکيو کښې دوي دلته د دې مورفيم لاندې زېر راوړي لکه واخلئ په لاندينيو پنځو شعرونو کښې، چې همدغه مورفيم لري، د /ګولۍ/، /سختۍ/، /مرغاويۍ/، /بدۍ/، او /اشنايۍ/ ټکي راغلي دي، کامل صاحب د ذکر شوي مورفيم لاندې /زېر/ لګولی دی:
خپل بيمار مې حواله کړ په نصيب
ورته زهر شوې ګولۍِ د طبيب (7)

د دنيا سختۍِ تل نۀ وي غم مه کړه
په حلوه ګوندې بدل شي دا اتوب (8)


چې کښته پورته زاڼې مرغاوۍِ تلۀ راتلۀ کا
خوشحال خټک خوښ کړي په جهان کښې دي دوه وخته (9)

که ځوانمرد يې ځوانمردي به دې هاله وي
سل بدۍِ آواره کړه د خپل ورور (10)
تۀ چې ډېرې اشنايۍِ کړې خوشحاله
په هر لوري دې د غم اجارې وکړې (11)

او کله داسې هم کوي چې هم د يو داسې ټکي چې همدغه مورفيم لري يو ځاي بغېر د /زېر/ نه او بل ځاي د /زېر/ سره راوړي يعني اولنۍ او دويمه رويه سره جمع کوي لکه وګورئ د لاندينی شعر چې چرته د /يارۍ/ لغت د هر دواړو رويو غمازي کوي:
د عرض يارۍِ هيڅ يارۍ نۀ دي
که ياران دي خو اخوان دي د صفا(12)

د دريمې رويې د عکاسۍ لپاره لاندينی شعر وځيرئ چرته چې /هوسۍ/ سره /زور/ لګېدلی دی او /هوسيه/ ورڅخه جوړ شوي دي:
سترګو ته يې وګوره څه څڼې تورې زلفې
څر په سنبل زار کښې دوه هوسيه5 د ختن کا(13)

دلته دا کتل ضروري دي چې په دې حواله د نورو محققانو تعامل او رويه هم په نظر کښې وساتو نو د ارواښاد کامل صاحب نه علاوه د ارمغانِ خوشحال د څښتن رويه هم د ستاينې جوګه ده هغه داسې چې دوي هم لکه د کامل صاحب يا خو ډېرو ځايونو کښې هيڅ هم نۀ لګوي او کله کله البته /زېر/ راوړي لکه بره راوړل شويو نمونو کښې چې هلته کامل صاحب /زېر/ راوړی دوي هم درېوو ځايونو کښې د دې مورفيم لاندې /زېر/ راوړي او هغه يې داسې ليکلي دي:
د عرض يارۍِ هيڅ يارۍ نۀ دي
که ياران دي خو اخوان دي د صفا(14)

د دنيا سختۍِ تل نۀ وي غم مه کړه
په حلوه ګوندې بدل شي دا اتوب (15)


او
چې کښته پورته زاڼې مرغاوۍِ تلۀ راتلۀ کا
خوشحال خټک خوښ کړي په جهان کښې دي دوه وخته (16)

موږ چې په دې حواله د کامل صاحب او د رسا صاحب په طرزِعمل غور وکړو نو داسې ځايونو کښې د /زېر/ لګولو شرح کامل صاحب سره زياته ده ولې بيا هم پاس ورکړيو شويو ځايونو کښې يوشانتيا لپاره به معقول جواز دا وي چې شايد دوي دواړو لۀ يوې قلمي نسخې نه استفاده کړې وي –
بل عالم عبدالحی حبيبي صاحب دی چې د خوشال ملغلرې په نوم يې د بابا دېوان راټول کړی دی او کامل صاحب ترې استفاده هم کړې ده نو موږ چې په دې سلسله کښې د دوي عمل ګورو نو لکه د کامل صاحب دوي سره هم پورته ذکر شوې درې سره رويې موجودې دي ولې په هر دواړو کښې دومره فرق شته چې د غزلونو په برخه کښې حبيبي صاحب د کامل صاحب په مقابله کښې ډېرو ځايونو کښې /زېر/ راوړي البته ځينې ځايونو کښې چې چرته کامل صاحب نۀ /زور/ او نۀ /زېر/ راوړي دوي /زور/ لګوي لکه:
څو مې زړۀ په بې غمۍَ پسې درومي
هونبره نور تازه غمونه راوصول کا (17)

د يارۍَ لائق نۀ دے رنګ يې ورک شه
چې يې نۀ وي په يارۍَ کښې وفا (18)
په دا دوه سوارۀ د مخ يعني ستا سترګې
تا مې درست د پارسايۍَ6 لښکر مات کړ (19)

اوس راځو د دې مورفيم د /زېر/ والا بڼې مثالونو ته چې حبيبي صاحب يې د کامل صاحب او رسا صاحب په نسبت زيات استعمال کړی دی ولې دا ياد ساتل پکار دي چې نوموړی محقق اکثر هغه ځايونو کښې د /زېر/ استعمال کوي چرته چې يې نور نۀ کوي:
د يارۍِ د دوستۍ لائق هغه دی
چې آزار ورځنې نۀ وي پلار و مور7

که ځوانمرد يې ځوانمردي به دې هاله وي
سل بدۍِ آواره کړه د خپل ورور (20)
په ناحق مې آزادۍِ ته تلاش کړ
په زندان د اورنګزېب ښۀ وم تړلی (21)
ډېر د سرورۍِ دعوٌی کاندي په جهان کښې
يو سړی په زرو کښې په بخت سره سرور شي (22)
غم آخر شو د ښادۍِ روزګار راغی
چې موسم شو د ګلونو ګلزار راغی (23)
که هر څو يې په دا خپل حسن کښې لويه
د يارۍِ حق هم پېژندلی بويه (24)
که تازه يارۍِ ښې نۀ دي خوشحاله
څوک به نۀ خوښوي غوښې د ورغومي (25)
غټ غټ تي لکه انار په ملا نرۍِ
سر تر پايه د اومو ورېښمو سازې (26)
ږغ يې ولاړ په درست جهان د بدکارۍِ
سور بېرغ په چټګي پورې په لګړې (27)
هومره رسوايۍِ دم وهل د پارسايۍ
راشه که يې ګورې چې دا څه دغا دغل شي
کار د عاشقۍِ څه آسان او سهل نۀ دی
اوس چې پښېماني کړې دِله دا فکر اول شي (28)
په پېغام يې د وصال هسې تازه شم
لکه باد د ګل غوټۍِ غوړوي (29)
ساقي نن د سرشارۍِ شراب راکړه
محتسب چې حاضر نۀ دی څه هِداد شي (30)

لکه چې مخکښې هم وليکل شول چې د حبيبي صاحب "د خوشحال ملغلرې" د کامل صاحب مخکښې وۀ او هغوي ورنه ډېره استفاده هم کړې ده ځکه په اصل کښې د دې مورفيم هر درې صورتونه يعني د زېر سره، د زور سره او بې د زوره او زېره د حبيبي صاحب سره ول8 ولې خبره د ترجيح وه ، جوته خبره ده چې د دې مورفيم هر درې سره صورتونه راوړل په دې حواله د دغو محققانو د ذهني کنفيوژن غمازي کوي ځکه چې چا د يو او چا د بل صورت مثالونه ډېر راوړي دي [او د /زېر/ يا /زور/ نه بغېره يې ليکل خو بېخي ناسم دي]-
که موږ دلته زماني ترتيب په نظر کښې وساتو نو په ذکر شويو درې واړو څېړنکارانو کښې اول وار د ښاغلي حبيبي صاحب راځي ځکه نو د دې مورفيم د درې سره شکلونو د اوليت څېره د ارواښاد حبيبي صاحب په سر ښکلا مومي او ظاهره خبره ده چې د ذهني کنفيوژن روّيه لکه چې مخکښې هم مذکور دي د دوي سره هم شته ولې په دويم نمبر د دوي ترجيح د /زېر/ ده چې بره راوړي شوي مثالونه هم په دغه خبره دلالت کوي، په دويم نمبر کامل صاحب دی9 نو د دوي دويم غالب رجحان هم د /زېر/ دی، پاتې شوه د رسا صاحب خبره نو داسې معلومېږي چې کم نه کم په دې حواله دوي يا خو د کامل صاحب او يا د حبيبي صاحب پېروي کړې ده او يا د دوي مخکښې داسې قلمي نسخه وه چې هر درېواړو لۀ هغې استفاده کړې ده اګرچه دا ماته د ډېره غېراغلبه ښکاري –
د ښاغلي حبيبي صاحب، کامل صاحب او د رسا صاحب سره د دې مورفيم اولنۍ بڼه عامه ده ولې لکه چې مخکښې عرض وشو چې دا ډېرې شخړې زېږوي او د شعر وزن پکښې په هيڅ صورت نۀ پوره کېږي چې د بابا نه يې توقع نشي کېدلی نو ځکه د دې مورفيم دا شکل بېخي د غور وړ نۀ دی، پاتې شوه د دويم او دريم صورت خبره نو په دې غور او فکر پکار دی چې کوم يو سم دی او ولې سم دی؟ خو د دې مخکښې چې په دغو دوو شکلونو کښې يو سم او بل ناسم وبولو دلته موږ د متاخرينو10 تعامل هم وګورو:
پاس ليکل شوي دي چې د دې مورفيم دا حالتونه يواځې د بابا تر ديوانه محدود نۀ دي بلکه د خټکو د کورنۍ د نورو شاعرانو په ديوانونو کښې هم شته او ورسره د مومندو په سيمه کښې هم دا لساني خاصيت وۀ دلته د هر دواړو نه يو څو مثالونه راوړل شي چې يو خو به د دې مورفيم د جغرافيايي يونټ نوره توضيح وشي او بل به په دې حقله د څېړنکارانو د رويّو اضافي تفهيم هم وشي، نو اول د کامګار خټک دا شعر او ورسره د ديوان د ايډټ کوونکي عمل وځيرئ چې په دې مورفيم د هيڅ لګولو ضرورت نۀ محسوسوي:
چې په تېغ د عاشقۍ څوک شهيد شي
درست عالم يې لۀ مزاره مومي حظ (31)

او اوس د عبدالحميد بابا په يو څو شعرونو کښې دا خاصيت وګورئ چې مرتب په دې مورفيم د هيڅ لګولو ضرورت نۀ محسوسوي او د ۱۹۹۰ء نه پس هم زړه املاء کاروي او ذکر شوی مورفيم په همزه يعني /ئ/ ليکي (چې ما بدله کړه):
بې راستۍ دم قدم مناسب نۀ دي
په آغاز ده د هر کار بسمله خوښه (32)
تور زحمت راته راحت کړو عاشقۍ
سُمندر غوندې ګلګشت کوم په اور کښې (33)
د ريا په حق پرستو پورې خاندي
دم قدم د برهمن بت پرستۍ (34)

ارواښاد قلندر مومند صاحب په کوزه پښتونخوا کښې وړومبی څېړنکار دی چې د دې مورفيم په حواله يې د موجود کنفيوژن کمولو يا ختمولو هڅه کړې ده او د دې مورفيم د /زور/ بڼه يې خپل غالب رجحان ګرځولی دی البته کله کله د /زېر/ والا صورت هم راوړي مګر د هغې تناسب به پنځۀ سلن هم نۀ وي، د رحمان بابا د کلياتو په سمونه، څېړنه او مرتّب کولو کښې اګرکه دوي سره مرحوم کامل صاحب هم برخه لري ولې په دوو وجو موږ د دې مورفيم نسبت دوي ته کوو يوه دا چې د خوشحال بابا د کلياتو په سمونه، څېړنه او مرتّب کولو کښې موږ د دوي د دې مورفيم ترجيحي صورت وکتلو چې دا نۀ دی او دا چې په دغه کلياتو کښې قلندر صاحب د کامل صاحب د مرګ نه پس تغيّر و تبدل کړی دی لکه چې دوي پخپله ليکي:
"--- او دغه نيمګړی کار11 مرحوم دوست محمد کامل مومند دَ ا، ب، ج، د او ه نسخو په مدد په ۱۹۷۴ء کښې مکمل کړو ديوان يې د حروفِ تهجي په بنياد مرتّب کړو، په دغه کال دا مرتّب شوې نسخه ماته په دې غرض حواله شوه چې چې پريس ته د لېږلو نه مخکښې يې زۀ وګورم، ما دا ترتيب شوې نسخه يو ځل بيا د ا، ب، ج، او د نسخو سره مقابله کړه په دې دوران کښې د و او ز نسخې هم راپيدا شوې او دا کار نور هم اوږد شو او د مرحوم کامل صاحب په اجازت دا غوره وګڼله چې دا مسوّده ټولو هغه نسخو سره مقابله کړم چې موږ ته معلومې شوې وې، دا کار په ۱۰۷۵ء (دسمبر) کښې سر ته ورسېدواو د جنورۍ ۱۹۷۶ء په شلمه نېټه موږ مسوّده کاتب ته د ورکولو د پاره تياره کړه، د مسوّدې کتابت او دوباره کتلو ډېر وخت واخست او د کامل صاحب د شديد خواهش باوجود دا ديوان د هغوي په ژوند کښې چاپ نۀ شو-" (35)

ځکه موږ د ارواښاد کامل مومند په هر دواړو کلياتو کښې په دې سلسله کښې واقع شوی تضاد داسې رفع کولی شو چې د رحمان بابا په کلياتو کښې په دې حقله صادر شوي تجاوز نسبت قلندر صاحب ته وکړو –
دلته د قلندر صاحب مرتّب کړيو کلياتو نه اول د /زېر/ والا صورت يو څو مثالونه وړاندې کول شي چې فريکونسي يې ډېره کمه ده:
فراموش کاندي همه نورې مستۍِ
هرچې نوش کاندي باده په جام د ستا(36)

او
د مستۍ د هوښيارۍِ يون څرګند دی
په هرچا کښې چې څه وي هغه رفتار کا (37)

اوس يې د غالب رجحان ترجمانۍ لپاره د رحمان بابا له ديوان څخه يو څو شعرونه راخلو ولې يو ځل بيا به دا يادونه بې ځايه نۀ وي چې ارواښاد قلندر صاحب /زور/ نۀ استعمالوي بلکه د نوې املاء د اصولو په رڼا کښې د دې متبادل ګرافيم >ه< راوړي چې د ټکي په آخر کښې رواج لري:
د جاهل تر همدميه به بهتر وي
که لۀ چا سره همدم وي اژدها (38)
هر څوک چې دعوْی په دا دنيا کا د خپلويه
واړه باطل وايي دنيا نۀ ده د هيچا (39)
خوب خندا لۀ بې غميه شي رحمانه!
څوک چې ستا په څېر غمژن وي څه به خوب کا (40)
په پيرۍ کښې د ځوانيه خيال دی هسې
لکه څوک چې د باغ سَير په خزان کا (41)
که جلوه يې د جمال شي معيّنه
په شعله به نمر سپوږميه سوی نان کا (42)

دا لۀ خپلې کم فهميه موږه وايو
چې فلانی سړی تالاش و تدبير نۀ کا (43)

او هم د قلندر صاحب په تتبع کښې ډاکټر حنيف خليل صاحب بغېر د څه تردّد نه دغه رويّه خپله کړې ده د کاظم خان شيدا په ديوان کښې چې دوي ايډټ کړی دی دا مورفيم همهغه د قلندري بڼې بازګشت دی، لکه دا مثالونه يې وګورئ:
ورک په شان کړم د مهتاب سيه روزيه
آئينه مې زنګ اخلي لۀ پردازه (44)
ما تهي کړ خپل پِهلو لۀ شادمانيه
شيدا درست په شان د نی آه و ناله يم (45)

د دې مورفيم په هر دريوو شکلونو او د مختلفو ديوانونو نه سره د مثالونو د دې اوږد مبحث نه پس راځو دې پلو ته چې د دې مورفيم کومه بڼه سمه او کره ده؟ نو زما خيال دی چې د دې فتحه يي حالت ناسم او کسره يي يا د /زېر/ والا شکل يې سم او کره دی12، په دې سلسله کښې زما دلائل په لاندې ډول دي:
اول: داخلي شهادت
دويم: خارجي شهادت
ترڅو چې د داخلي ثبوت تعلق دی نو د دې نه مراد دی چې ايا په دغو ذکر شويو کلياتو او ديوانونو کښې داسې څه شته چې هغه زما اساسي او بنسټيزه مقدمه چې د دې مورفيم د /زېر/ يا د کسرې والا شکل د کره توب په تله پوره پرېوځي تائيد او تصويب کړي نو د دې ځواب په هو کښې دی هغه داسې چې د خوشحال بابا په ديوان کښې د رباعياتو په برخه کښې داسې شعرونه شته چې دا مورفيم په قافيه کښې راغلی دی او دا متعلقه قافيه د /زور/ سره نۀ برابرېږي بلکه د /زېر/ سره سمه راځي د ساري په توګه په داسې ځايونو کښې د خان بابا په قافيايي نظام کښې کمزوری ضمير /يې/ راځي او دا جوته خبره ده چې د /يې/ خپلواکه ږغ (vowel) مخامخ نيم بند /e/ دی چې زړه املاء کښې او هم د خان بابا په املاء کښې به /زېر/ اخلي او نوې املايي بڼه يې /ې/ ده لکه د خان بابا دا لاندينۍ رباعي وګورئ:
جهان کمر دی د څڅلۍِ13
فعل دې ږغ دی ږغ کړونی تۀ يې
لکه چې ږغ کړې هغه به واورې
راشه خبر شه که خبر نۀ يې (46)

دلته د دې رباعۍ قافيايي نظام جوتوي چې دا مورفيم بغېر د څه شکه د /زېر/ يا د /ې/ سره دی او د /زور/ لپاره هيڅ ګنجايش نۀ پرېږدي، چې خبره نوره صفا شي دلته هم د خان بابا يوه بله رباعي راوړو چې هلته هم د دې مورفيم د زوَري شکل لپاره هيڅ ځاي ځايګی نشته او موږ تړلي يو چې دا مورفيم د /زېر/ سره راوړو:
جهان درست ډک شو د ناحقۍِ14
لکه پيمدلی اوږی په مۍِ
چې ځاي پرې نۀ نيسي ښوري خوَيېږي
د سر دانه يې خوشحاله تۀ يې (47)

د /تۀ يې/15 او /نۀ يې/ استعمال تاسو وليدو اوس په لاندينۍ رباعي کښې د داسې قسم مورفيمونو والا قافيايي نظام کښې د /څه يې/ اضافه هم وګورئ:
داد د آسمان دی داد د مزکۍِ
چې د څو شپې لرې دنيا څه يې
څو دې په پورته آسمان ته بوتل
بيا دې يې خاورې کړې کپرۍِ (48)

هم په داسې نهج د قافيو التزام کول د خان بابا د کورنۍ د نورو شاعرانو په ديوانونو کښې هم شته ولې دلته لۀ نورو صرفِ نظر کوو چې خبره ډېره اوږدېږي، البته دلته د خواجه محمد بنګښ ديوان نه يو مثال ځکه راخلو چې هغه د کرلاڼيو د يوې بلې پښې بنګښو سره تعلق لري او بل دا چې په دې سلسله کښې د قافيايي نظام په پېژندنه کښې راسره مرسته کوي:
چې را په ياد شي د زړۀ بدۍِ16
راباندې غم شي د زړۀ ښادۍِ
ګاړيال ږغېږي کاروان چلېږي
خواجه محمده ولې اودۀ يې (49)

د بره راوړل شويو مثالونو په رڼا کښې (د خان بابا او د خواجه محمد بنګښ) موږ په ډاګه ويلی شو چې دا داخلي شهادت دومره مظبوط دی چې موږ ته د بل اپشن ځاي نۀ راکوي –
ترڅو چې د خارجي ګواهۍ خبره ده نو د هغې نوعيت د داخلي شهادت نه پياوړی داسې دی چې اړيکې يې د اوسمهالې ژبپوهنې سره دي او په اصل کښې همدغه خارجي شهادت دی چې داخلي شهادت ته يې بنياد ايښی دی د دې اجمال تفصيل دا دی چې د پښتو ګړدودي روايت ډېر غوښتلی دی او اوس وخت کښې هم دا ژبه زښتې ډېرې لهجې لري چې يوه مهمه پکښې کرلاڼۍ لهجه ده چې په خپل وار په دغه کښې نور ډېر واړۀ ګړدودونه دي اوس چې په دغه لهجه کښې کښې موږ د بحث لاندې مورفيم ځيروو چې هم په کړ (فعل) کښې او هم په نوم کښې راځي نو ډېر متنوعه شناختونه رامخته کوي ولې هرکله چې دلته کړ (verb) زيرِبحث نۀ دی نو د دې مورفيم په تغيّراتو کښې څه خو کموالی يقيني دی –
تاسو په لانديني شکل کښې د دې مورفيم (نومي يا اسمي) په مختلفو کرلاڼيو لهجو کښې ويري انټونه (veriants) وګورئ چې يو نيم ځاي کښې لکه په وزيرو کښې د واول ږغ خپلوي ولې اکثرو ځايونو کښې يې ډفتانګي بڼې خپلې کړې دي

په دې شکل کښې لفظ /څپلۍ/ د دې مورفيم د نمايندګۍ لپاره غوره کړی شوی دی نو د داسې قسم ټکيو والا آخري برخه به په بنګښو، وزيرو، بنوڅيو او خټکو (تختِ نصرتي) کښې هر وخت داسې وي يعني د مثال په توګه اخستي شوي معياري ټکي /څپلۍ/ تلفظ به په بنګښو (50) کښې /څپلۍِ/ يا په نوې املاء کښې /څپليې/ وي چې رومن به يې /tsaplǝye/ وي، په وزيرو کښې به /څپلۍ/ يا /څپلې/ وي چې رومن به يې /tsaplǝy/ يا /tsaple/ وي، په بنوڅيو کښې به /څپليې/ وي چې رومن به يې /tsapliye/ وي او په خټکو کښې به /څپلۍ/ وي چې رومن به يې /tsaplǝy/ وي (51) پر دې سربېره د کرمې اېجنسۍ د علي شېرزيو سره د دې مورفيم اداييګي لکه د مامن خېل وزيرو واولي يعني /-i/ دی (52) –
په پاسني پېراګراف کښې د دې مورفيم په حقله لساني دلالتونه چې که په واولي بڼه کښې دي نو يا خو نيم او لا پوره بند (closed/ half closed vowels) دي او که ډفتانګي بڼې لري نو هغه هم وازې خولې (open) ته هيڅکله نۀ راکوزېږي موږ مجبوروي چې د/-ǝya/ بڼه لۀ سنَده غورځېدلې وبولو همدغه علت دی چې موږ د قلندر صاحب او ښاغلي ډاکټر حنيف خليل صاحب په دې حواله اختلاف لرو او د دوي تعامل بې بنياده او بې اساسه ګڼو –
د قلندر مومند صاحب او ښاغلي ډاکټر حنيف خليل صاحب د دې مورفيم مجوّزه فارم چې هر دواړه يې د تانيثي نوم (واحد) د بدل/مغيره حالت (oblique case-2) لپاره کاروي ځکه هم د غور وړ نۀ دی چې دا په عمومي توګه او په اتفاق سره په بېلا بېلو پښتوګانو کښې د مذکر نوم (يو) د بدل/مغيره حالت ښکارندوي هم دی، دلته يې موږ د اوسمهالې پښتو په ځاي چې ګوندې د وخت تېرېدلو لۀ عمله به پکښې تغيّر راغلی وي هم لۀ کلاسيکي شعري ذخيرې څخه په يو څو مثالونو بسنه کوو –
اول: که يو مذکر لفظ (يو) په ډفتانګ /-ai/ سر ته رسېدلی وي نو د هغې مغيره حالت چې اکثر د ندايي حالت سره يو شان وي په آخري خپلواکه ږغ /-ه/ سر ته رسي:
که نماښام تر ستوني کښته کړې حلوا
سبا خواست کوې لۀ خدايه د ښوروا (53)

دويم: که يو مذکر لفظ (يو) په بېواکه ږغ سر ته رسېدلی وي نو د هغې مغيره حالت چې اکثر د ندايي حالت سره يو شان وي په آخري خپلواکه ږغ /-ه/ سر ته رسي:
تبسم مې د وګړي په روزګار شي
چې يې نۀ لۀ مرګه وېره نۀ يې ډار شي (54)

په دغه پاسنيو راوړل شويو شعرونو کښې دوه د تذکيري بڼې ټکي يعني /خداي/ او /مرګ/ راغلي دي چې د نوم د کږون (declension)لۀ علته ورڅخه /خدايه/ او /مرګه/ جوړ شوي دي او همدغسې د زياتره مونثو لغتونو لاره ده17نو غرض مې دا وۀ چې هم په وينايي او هم په ليکنۍ پښتو کښې د مذکرو او مونثو نومونو د کږون طريقه بدله ده ولې د مرحوم قلندر صاحب او د ښاغلي حنيف خليل صاحب پاس ذکر شوې مجوّزه مورفيمي بڼه د هر دواړه قسمه اسمونو د کږون طريقه يو شان کول دي چې نظير يې په وينايي او ليکنۍ پښتو کښې نۀ موندېږي ځکه بايد په هغه کلاسيکي ديوانونو کښې چې دا مورفيم لري په راتلونکيو ايډيشنونو کښې دا غلطي اصلاح شي –
په آخره کښې به دا سپيناوی بې ځايه نۀ وي چې په پاسنيو محققانو کښې سوا د ښاغلي ډاکټر حنيف خليل صاحب نه نورو ټولو د دې مورفيم زېري شکل د غېرغالب رجحان په توګه قبول کړی دی چې موږ يې بره يادونه هم کړې ده البته د معاصرې دورې يو لوي عالم يعني ښاغلی همېش خليل صاحب په يو ځاي کښې په ډېر واضح انداز کښې د دې مورفيم درست شکل داسې راوړی دی:
منصور ځکه د سولۍ يې په سر وخوت
چې ريبار لۀ لوريه شوی پرې پيغام دی (55)

او د ډاکټر يارمحمد مغموم صاحب نه روايت دی چې دوي د قلندر صاحب په ژوند په دې سلسله کښې د قلندر صاحب مخالفت کړی وۀ د دوي په خيال د بحث لاندې مورفيم زوريه حالت د لفظ شکل مسخ کوي56 البته دومره ده چې دوي پخپله هم د خان بابا کليات مرتّب کړي دي ولې دا مورفيم يې يواځې په نوې املاء کښې اړولی دی او هيڅ زور يا زېر ېې ورسره نۀ دي لګولي –
زما اميد دی چئ د خپلې اساسي مقدمې په تاييد کښې به همدومره دلايل کافي و شافي وي البته کومه يوه څېړنه هم په ځاني توګه د اکمليت او تکميليت تر بريدونو نۀ رسېږي چې انساني ځيرکتيا لکه د سوارۀ دی او سور د پرېوتو دی بيا هم دا دعوْی لرم چې دا خارجي او داخلي ثبوتونه اقرب الی الصواب دي او دومره په اسانه يې لۀ نظره نشو غورځولی –

لمن ليکونه:
1 اسسټنټ پروفېسرګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ کالج بنو
2 چې دا تحقيقي ليکنه تقريباً مکمله وه ډاکټر بنارس خان خټک صاحب د کلاسيکي دورې د شاعرانو نمونې راولېږلې چې د هغې په رڼا کښې د دې مورفيم په حقله دا جغرافيه نوره هم وسعت مومي البته دومره ده چې په بنسټيزه توګه دا ژبنيزه خوبي، زۀ اوس هم په دې عقيده يم، د کرلاڼيو ژبنی وصف دی چې نورو سيمو ته يې سرايت کړی دی، دا نوموړي ډاکټر چې څومره شکريه ادا کړم کمه ده –
3 مورفيم يا صرفي واحد د صرف اکايي ده چې په معنی دلالت کوي او يا د ګرامري کېټګورۍ غمازي کوي –
4 زما ذاتي خيال دی چې ليکنخښو (Graphemes) ته داسې قسما نومونه نۀ دي ورکول پکار چې وروسته دا د ګډوډۍ پلمه جوړېدلی شي او بل داسې نومونه د دنيا په شهرت لرونکيو ژبو کښې دود نۀ لري –
5 د ارمغان خاوند او عبدالحۍ حبيبي صاحب هم دلته دا مورفيم په /زور/ [په نوې املاء ګښې به په >ه< ليکل کېږي چې هم د دې ږغ لپاره د ټکي په آخر کښې راتلونکی متبادل مورفيم دی] يعني /دوه هوسيه/ ليکي، وګورئ په ترتيب سره د متعلقه کتابونو ص: ۳۱۷ او ص: ۶۳ –
6 دا لغت دلته د /ب/ سره يعني بارسيۍَ ليکل شوی دی چې په يقيني توګه به د کمپوزنګ غلطي وي ولې دا کتاب په شعوري توګه په کندهار ګړدود کښې اړول شوی دی، د ساري په توګه هم په دغه شعر کښې /سوارۀ/ په /سپارۀ/ او د /سترګې/ ويي د آخري ناخجنې څپې خپلواکه ږغ /e/ په /i/ اړول شوی دی، دا خبره سمه ده چې بابا پخپل کلام کښې د کندهار د ګړدود رعايت کړی دی مګر خټکواله يا په ستره کښې کرلاڼۍ لهجه په ډېرو ځايونو کښې ورسره اختلاف لري ځکه نو دا کتاب د املايي لاسوهنو يو غوره مثال دی چې موږ ورته په ښۀ نظر نۀ ګورو –
7 دا مصرع حبيبي صاحب داسې غلطه ليکلې ده: چې آزاد ورځي نۀ وي پلار و مور
ما د کامل صاحب واله سمه وليکله:-
8 او شايد د دوي مخکښې په قلمي نسخو کښې ول او ښکاري هم داسې ځکه چې د ‌ذکر شويو درېوو محققانو په ايکا سره يو ځاي د "دوه هوسيه" ترکيب راوړل هم په دې خبره په حفيفه توګه دلالت کوي –
9 اګرکه ميا سيدرسول رسا صاحب د دې ذکر نۀ کوي چې د ارمغان د اشاعت کال کوم دی؟ او د دوي په کتابياتو کښې د کامل صاحب د کلياتو د ذکر عدم موجودګي او ورسره د "خوشحال بابا" (اردو) ذکر دا جوتوي چې هغه وخت کم نه کم دا د ارمغان د څښتن مخې ته دا کليات نۀ ول، په ۳۰ مارچ په سوشل ميډيا په خپل ديوال د يو پوسټ په نتيجه کښې راته ښکاره شوه چې د ارمغان د چاپ کال لۀ ۱۹۶۱ء او د ۱۹۶۷ء ترمينځ دی په دې سلسله کښې د ښاغليو مهر رحمان خليل، ډاکټر ميا سهيل انشاء، محمد پروېش شاهين، محمد رمضان نورړ، عبدالسلام تابش، سجاد ژوندون، محمد مهران او د رحيم الله د منت بار مې په اوږه پروت دی –
10 دلته د متاخرينو نه مراد ارواښاد قلندر مومند صاحب او ښاغلی ډاکټر حنيف خليل صاحب دي اګرکه د قلندر صاحب زمانه متقدمينو ته نيږدې وه ولې د دوي ايډټ شوي ديوانونه يو خو د دوو يا زياتو لسيزو په زماني بُعد سره موږ ته رارسېدلي دي او بل په دې حقله د دوي رويّه هم لۀ متقدمينو بدله ده–
11 دا کار اول ارواښاد صنوبر حسېن کاکاجې شروع کړی وۀ –
12 دې طرفته زما توجه اول اول پروفېسر شبيرحسن صاحب مروت (اردو) راواړوله او هم د دوي په نشاندهۍ مې د ښاغلي کليوال خټک سره رابطه وکړه د هغوي مطابق د هغوي مشر ورور ارواښاد مجروح صاحب هم په دې اند وۀ چې د دې مورفيم درست تلفّظ د /زېر/ سره دی، کليوال خټک صاحب په دې سلسله کښې ما سره ډېره مرسته وکړه او د کوهاټ په جنوبي سيمه کښې د بنګښو په علاقه کښې يې داسې خلق راته په ګوته کړل چې اوس هم دا لساني ښېګړه لري، دلته زۀ د هر دواړو منندوي يم –
13 د دومره واضحې اشارې باوجود هم کامل صاحب /څڅلۍ/ سره /زېر/ نۀ دی لګولی –
14 دلته کامل صاحب د /ناحقۍ/ او د /مۍ/ دواړو سره /زېر/ لګولی دی –
15 د خان بابا د قطعاتو په برخه کښې هم د داسې مورفيم سره د /تۀ يې/ قافيه شته -
16 خيال بخاري صاحب دلته د دې مورفيم لاندې او ورسره د بلې مصرعې د قافيې لاندې /زېر/ نۀ لګوي –
17 البته د خپلوۍ د کېټګورۍ نومونو ته اسنثنْی حاصله ده –

حواله جات
1 خوشحال خان خټک، کلياتٍ خوشحال خان خټک، مرتّبه) دوست محمد خان کامل، ادارۀ اشاعتٍ سرحد، پېښور، ۱۹۶۰، ص: ۵
2 ايضًا، ص:۶
3 ايضًا، ص: ۱۴
4 ايضًا، ص: ۲۲
5 ايضًا، ص: ۳۱
6 ايضًا، ص: ۴۱
7 ايضًا، ص: ۳۱
8 ايضًا، ص: ۳۴
9 ايضاً، ص: ۴۲
10 ايضًا، ص:۸۳
11 ايضًا، ص: ۱۱۱
12 ايضًا، ص: ۱۰
13 ايضاً، ص: ۱۲
14 خوشحال خان خټک،ارمغانِ خوشحال، (مرتّبه) ميا سيد رسول رسا، يونيورسټي بک ايجنسي، پېښور، د اشاعت کال نۀ لري، ص: ۳۱۶
15 ايضًا، ص: ۳۳۵
16 ايضاً، ص: ۳۴۱
17 خوشحال خان خټک، د خوشحال خان خټک ملغلرې، (مرتّبه): عبدالحۍ حبيبي، کندهار، ۱۳۱۷ غويی، ص: ۵۷
18 ايضاً، ص: ۵۸
19 ايضاً، ص: ۱۰۵
20 ايضاً، ص: ۹۴
21 ايضاً، ص: ۳۰۲
22 ايضاً، ص: ۳۰۳
23 ايضاً، ص: ۳۰۷
24 ايضاً، ص: ۳۱۷
25 ايضاً، ص: ۳۱۸
26 ايضاً، ص: ۳۲۱
27 ايضاً، ص: ۳۲۵
28 ايضاً، ص: ۳۲۶
29 ايضاً، ص: ۳۲۸
30 ايضاً، ص: ۳۳۸
31 کامګار خټک، د کامګار خټک ديوان، (مرتّب او څېړونکی): عبدالمتين متين، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۵۸ه قوس، ص: ۴۹
32 عبدالحميد، ديوانِ عبدالحميد ماشووال درومرجان، (ادبي خدمت): قاسم بنوي، پښتو ادبي مرکز سرايې نورنګ، ۱۹۹۱ء، ص: ۸۸
33 ايضاً، ص: ۱۲۴
34 ايضاً، ص: ۱۲۸
35 د رحمان بابا کليات، (مرتّبه/تحقيق، ترتيب او سمونه):دوست محمد خان کامل مومند او قلندر مومند، د چاپزی پرنټرز، پبلشرز، بک سېلرز، پېښور، ۱۹۸۴ء، ص: ا
36 عبدالرحمان، د رحمان بابا کليات، (مرتّبه/تحقيق، ترتيب او سمونه):دوست محمد خان کامل مومند او قلندر مومند، ص: ۲۳
37 ايضاً، ص: ۳۴
38 ايضاً، ص: ۹
39 ايضاً، ص: ۱۱
40 ايضاً، ص: ۳۲
41 ايضاً، ص: ۳۶
42 ايضاً، ص: ۳۷
43 ايضاً، ص: ۴۱
44 کاظم خان شيدا، د کاظم خان شيدا ديوان، (تدوين، سريزه، يادښتونه او وييپانګه):حنيف خليل، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ۲۰۰۵ء، ص: ۱۹۲
45 ايضاً، ص:۱۴۸
46 خوشحال خان خټک، کلياتٍ خوشحال خان خټک، ص: ۷۴۵
47 ايضاً
48 ايضاً، ص: ۷۶۹
49 خواجه محمد بنګښ، ديوانِ خواجه محمد بنګښ، (ترتيب و تدوين): خيال بخاري، پښتو اکيډمي پښور يونيورسټي، پېښور، دسمبر ۱۹۶۵ء، ص:۱۴۵
50 د کليوال خټک صاحب په ۴ مه فرورۍ ۲۰۲۱ء سره مرکه –
51 Jazab, Yousaf Khan, Dr., An Ethnolinguistic Study of the Karlanri Varieties of Pashto, Pashto Academy University of Peshawar, Peshawar, April 2017, P: 150
52 نورغلام نوري، د پښتو د طوري لهجې لساني جايزه، (نګران: ډاکټر يوسف جذاب)، د پاکستانيو ژبو څانګه (علامه اقبال اوپن يونيورسټي اسلام آباد)، ۲۰۱۸ء، ناچاپه
53 عبدالرحمان، د رحمان بابا کليات، (مرتّبه/تحقيق، ترتيب او سمونه):دوست محمد خان کامل مومند او قلندر مومند، ص:۱۹
54 ايضاً، ص: ۲۷۰
55 پير مطيع الله بخاري، د پير مطيع الله ديوان، (حاشيه او سمونه: همېش خليل، ترتيب او تدوين: ډاکټر اقبال فنا، منظورِ عام پرېس پېښور، دسمبر ۱۹۸۶ء، ص: ۲۰۹
56 د ډاکټر يارمحمد مغموم صاحب سره په ۲ مه فرورۍ ۲۰۲۱ په ټيلي فون خبرې –

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ