انځور د محمد هوتک
د مقالې ليکونکی: پروفيسور سيال کاکړ
په پښتنو ټولواکانو کي د کندهاري شاه حسين هوتکي دوره د پښتو د ادبياتو په تاريخ کي د يوه طلايي باب (Golden chapter) حيثيت لري. د هوتکو په اولسي دوره کي ګراني پښتو په دربار کي ځای ونيو او پښتانه اديبان د باچا له خوا تشويق سول. ارواښاد محمد هوتک په همدغه زمانه کي روزل سوی او ګراني پښتو ته ئې تاريخي خدمتونه تر سره کړي دي.
هسي خو په پښتو کي د (سالو وږمه)، (تذکرة الاولياء)، (تاريخ سوري)، (اعلام اللو ذوعي في الاخبار اللودي)، لرغوني پښتانه)، (غرغښت نامه)، (بستان الاولياء)، (تذکره اوليای افغان)، (تحفة صالح)، (کليد کامراني)، (اوليای افغان) او د (بياض) په نامه ادبي تذکرې ليکل سوي، خو پټه خزانه هغه تاريخي تذکره ده، چي د پښتو په کلاسيک ادب کي د ځان ساری نه لري.
محمد هوتک هغه فاضل، پښتون، پياوړی شاعر او منلی ليکوال دئ، چي د شاه حسين هوتکي په امر ئې د پښتنو دانشمندانو، پوهانو، وليانو او اديبانو تذکره وکښله او د پټي خزانې نوم ئې پر کښېښوو.
پټه خزانه زموږ نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک په يو داسي وخت کي وليکله، چي پلار ئې ژوندی او يو شمېر تاريخي ماخذونه ئې په لاس کي درلودل. نوموړي له پښتني رواياتو څخه هم استفاده کړې، چي په نتېجه کي ئې پټه خزانه غوندي ارزښتناکه تاليف ادبوالو وليد.
له ابو محمد هاشم سرواني څخه بيا تر خوشحال خان خټک پوري، پښتو په نثري ډګر کي يو زيات شمېر ليکوال پيدا کړي دي، خو رښتيا خبره دا ده، چي د کندهار په شاه حسيني دوره کي فاضل پوهاند محمد هوتک د پښتو نثر (Prose) خپل معراج ته ورساوه. ده نه خو د روښانيانو سبک (Style) ومانه او نه د خټکو له مکتبي فکر (School of thought) څخه متاثره سو. بلکي موږ ويلای سو، چي زموږ دغه نوميالی اديب په پښتو نثر کي د يو نوي اسلوب (New style موسس دئ.
د محمد هوتک په ادبي اسلوب پسي، نه خو روښاني ليکوال رسېدلی سي او نه د خټکو نوميالي فرزندان د نوموړي د خواږه نثر پېښې کولای سي. د افغانانو دغه فاضل ليکوال په پښتو کي د (فني نثر) پر ځای ډېر روان، ساده (Simple)، خوږ، چڼلی او په زړه پوري نثر پيل کئ، چي هيڅ راز ولونه (Compcication) نه لري. په خپل بېساري نثر کي ارواښاد محمد هوتک دا حق لري، چي د پښتو د ادبياتو په تاريخ کي د يوه پياوړي ادبي مکتب د تښتن په صفت معرفي سي.
پټه خزانه د محمد هوتک په آثارو کي يو سنګين او لاجوابه تاليف دئ. د همدې په زړه پوري اثر په وسيله (د پښتو يو شمېر تذکرې) معلومي سوې او يو ګڼ شمېر شاعران ادبوالو پېژندلي دي. د پښتو همدغه بشپړه تذکره په موږ د خپلي ژبي د ليکني ادب (Written literature) سېل په لومړۍ هجري پېړۍ کي کوي.
موږ د پټي خزانې په برکت دا هم ليدلای سو، چي پښتو سوريانو، غوريانو، لوديانو او هوتکو په خپل، خپل وار سره روزلې او په دربارو کي ئې ځای ور کړی دئ.
د پټي خزانې د محتوياتو په باب افغاني ليکوالانو ډېر څه ليکلي دي او دا چي اوس د بادردو پښتنو ليکوالو په همت د محمد هوتک د هر اړخيزي پېژندني په لړ کي يو ه ملي څېړنغونډه (National Seminar) جوړه سوه، نو هيله ده چي د افغاني پوهانو له خوا به د نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک او د هغه د تاليفاتو په باب به ډېري خبري سپيني سي.
پښتانه ليکوال ول پټ تر خاورو لاندي - «محمد» کو معرفي واړه افغان ته
ملغري ئې را ټولي کې له خلکو - بيا ئې وړاندي کې په مينه و جهان ته
«محمد» ټپرېدلی په لمرو کي - پيدا کړي ئې ليکوال هم په رغو کي
ډېري ستونزي ده ګاللي په دې لار کي - ګرځېدلی شاوخوا په هر ديار کي
له هر چا سره ده کړي دي کتني - وخت تېر کړی دئ «هوتک» په کندهار کي
پېژندلي ده په موږ خپل اديبان دي - را ښوولي ده نومورکي شاعران دي
تذکره ئې د پښتو وکښه په مينه - په ساده تورو پسوللې ښه شيرينه
اخځونه ده راوړي په کتاب کي - مغرضين به اوس انکار ولي کوينه
که څوک نه دريږي جوړ دي دا کتاب کي - بيا د پټي خزانې دي دوی جواب کي
(لمر په ګوتو نه پټيږي) دا متل دئ - په تاريخ کي د پښتو (هوتک) اتل دئ
په کلو کلو ده کښلې لو خواري ده - هر بدخواه د پښتنو په زړه کي غل دئ
څوک له پټي خزانې چي انکار کينه - مغرضين دي يا بدخواه د افغان دينه
بيدار سوي اوس ليکوال د پښتنو دي - بدخواهان ئې پېژندلي، چي يو څو دي
دوی نه غواړي چي پښتو دي سياله سينه - څه چي کاږي هغه وړ نه د منو دي
تنقيد ښه دئ، خو چي نيت د چا سپا وي - په اپلاتو څه ده جوړه که هم زما وي
په پښتو کي داسي ډېري خزانې سته - په ځاني کتابخانو کي داسي ډېري دُردانې سته
چي پلو ئې لا تر اوسه پر مخ پروت دئ - پښتونخوا کي په زراوو ښې نسخې سته
يوه له دغو څخه «پټه خزانه» ده - چي ليکلې «محمد» ښه جانانه ده
«محمد» يو ځلاند ستوری د پښتو دئ - را ختلی پر آسمان د پښتنو دئ
و پښتو ته ئې کالي ور بدل کړي - ځکه ناست اوس «محمد» زموږ پر لېمو دئ
احسانات ئې خورا زيات پر موږ دي کړي - پخواني ليکوال په موږ ده پېژندلي
افغانان اوس ملتفت و ادبا ته - معرفي به خپل سړي کي و دنيا ته
څېړنغوندي به جوړيږي که ژوندي وو - ملتفت به نړيوال کو پښتونخوا ته
«محمد» غوندي زامن به تل ژوندي وي - اديبان د پښتنو که ګړندي وي
«محمد» پياوړی زوی د داوود خان دئ - اوسېدونکی د کندهار د «کوکران» دئ
لوی فاضل د پښتنو به تل ياديږي - په تاريخ کي د پښتو يو قهرمان دئ
په پښتو کي ئې ګټلی ځان ته باب دئ - پکي کښلی ئې يو ښکلی ښه کتاب دئ
«خلاصة الفصاحت» د ده اثر دئ - مشهور په پښتنو کي لر و بر دئ
ده ليکلي په پښتو کي ګڼ آثار دي - پکي «پټه خزانه» يو ښه دفتر دئ
معرفي ئې کو و موږ ته شاعران - د پښتو د ښکلي بڼ واړه توتيان
«محمد» په پښتو کړی ښه ګفتار دئ - په پښتو کي ده پيل کړی نوبهار دئ
«روښاني ادب» ئې لاندي کئ تر پښو ده - دا بلبل هزار داستان د کندهار دئ
دی تښتن د نوي سبک دئ په پښتو کي - دئ راغلی دغه ګای په تذکرو کي
لوی احسان د «محمد» پر افغانانو - بيا په تېره د ادب پر مينانو
ملغلري ئې په يوه لاړ وپېيلې - اور بل کړی ده پر کور د غليمانو
څو چي موږ وايو پښتو په دې دنيا کي - محمد هوتک به څوک چيري تر شا کي
چي دا پټه خزانه استاد(۱) پيدا که - معطره ئې فضا د پښتونخوا که
بيا په ښه شان نښلوني دي پر کښلي - په (محمد)، استاد خبره اروپا که
سيال کاکړ پر «محمد هوتک» مفتون دئ - په خدمت کي د پښتو اوس ځيګرخون دئ
هو، محمد هوتک د ښه قلم تښتن وو. په خپل ژوندانه کي ئې د پښتو له لاري څخه ګران افغان اولس ته داسي په زړه پوري علمي خدمتونه تر سره کو، چي تل به د پښتو د ادبياتو پر آسمان باندي د ځلاندو ستورو په څېر ښکاره وي.
څرګنده دي وي، چي د (۱۹۷۷ع.) کال په اواخرو کي د پښتو نومياليو ليکوالو کندهار ته يو علمي سفر وکئ. په دغه وار د پښتنو دغو پتنګانو په ښکارپر بازار کي د محمد هوتک له خپلوانو، چي مشر ئې دا وخت نامتو عالم جناب احمد علي اخندزاده دئ، سره مفصل وليدل. بيا وروسته دغه دوه پتنګان له کندهار څخه د کلات سيوري ته ولاړل. پر لاري خورا ستړي او ستومانه سول. د پښو مزل وو، پښې ئې تڼاکي سوې، خو له ښه مرغه، بالاخره ئې په سيوري کي، چي د هوتکو اصلي ټاټوبی دئ، د ممو نومي کلي په مړستون کي د نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک قبر پيدا کئ.(۲)
په پای کي زه پښتو ټولني او د افغانستان ملي ليکوالو، په تېره بيا جناب محمد صديق روهي او زلمي هيوادمل ته د زړه له کومي تبريک وايم، چي د پښتو ادبياتو په تاريخ کي لومړی وار د دوی په همت او پښتني مينه د هوتکي دورې د پياوړي اديب، نوميالي مورخ، وتلي شاعر او خواخوږي پښتون ارواښاد محمد هوتک د پېژندني په لړ کي يوه درنه څېړنغونډه جوړه سوه. ما چي څه ليکلي دي، په دې نيت چي: (پياز دي وي په نياز دي وي).
تل دي وي پښتو او پښتونواله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) ستر افغاني محقق لوی استاد جناب پوهاند حبيبي.
(۲) په دغه برخه کي ما د دوه سره مينو وروڼو او د پښتو د پتنګانو له ياداښتونو څخه استفاده کړې ده.
(دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.)
د مقالې ديجيتل کوونکی: شمس الله آرين
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________