نوميالی ليکوال:  استاد پوهاند میر حسین شاه (۱۳۰۴-۱۳۹۹ل.)
ديجيتل کوونکي:
خليل الله سروري، شمس الله آرين

کاندید اکاډيمیسن پوهاند میرحسین شاه د میر عبدالجواد زوی، په (۱۳۰۴ل.) کال د جدي پر ۱۶ نېټه (۶ جنوري ۱۹۲۵م.) په کندهار کي زېږېدلی دئ.
پوهاند میرحسین شاه ابتدائي او منځنۍ زده کړي په کندهار کي وکړې او نوري زده کړي ئې د کابل په حبیبیه لېسه کي بشپړي کړې. په (۱۳۲۷ل.) کال ئې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه د لیسانس سند واخیست او د دې پوهنځي د لومړینو محصلانو څخه وو. تر فراغت وروسته له (۱۳۲۸ـ۱۳۳۱ل.) پوري د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کي استاد وو. په (۱۳۳۳ل. / ۱۹۵۴م.) کال ئې د هندوستان د لکنهو پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کي د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. په (۱۳۳۴ل. / ۱۹۵۶م.) کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کادر کي شامل سو.
پوهاند میرحسین شاه په ادبیاتو پوهنځي کي د تدریس تر څنګ له (۱۳۴۰-۱۳۵۰ل.) کال پوری د ادبیاتو پوهنځي مرستیال وو او له (۱۳۵۰-۱۳۵۶ل.) پوري د همدې پوهنځي رئیس وو او د خپل ریاست په وخت کي ئې دا پوهنځی د نړۍ او منطقې د هیوادونو د معتبرو علمي او څېړنیزو موسساتو سیال کړ. وروسته تر (۱۳۶۷ل.) کال پوري د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي د تاریخ د څانګي استاد او ډیپارټمنټ آمر وو.
پوهاند میر حسین شاه د تدریس تر څنګ ډېري علمي څېړني کړي دي، کتابونه ئې تالیف کړي دي، رسالې او زیاتي مقالې ئې لیکلي دي، چي د افغانستان او د نړۍ په مطبوعاتو کي نشر سوي دي.
پوهاند میر حسین شاه د افغانستان د ادب او تاریخ د پروفیسور په حیث په نړۍ والو او په هیواد کي دننه په علمي او څېړنیزو سیمینارونو او کنفرانسونو کي ګډون کړی دئ او خورا بارز نقش ئې پکښي درلود. له ډېرو مؤرخینو او مشهور خارجي ختیځ پېژندونکو سره ئې پېژندګلوي درلوده او په ډېرو نړۍوالو کنفرانسونو او څېړنیزو سیمینارونو کي ئې چي د منځنۍ اسیا او د اسیا د جنوب د تاریخ په اړه په امریکا، اروپا او اسیا کي ګډون کړی دئ او د کابل پوهنتون د اکاډيمیک مقام د لوړتیا له پاره ئې، چي په هغه وخت د منطقې په سطحه یو علمي او څېړنیز نهاد وو، خاص رول درلود. د کابل پوهنتون ټولي ادبي او څېړنیزي خپروني د ده تر نظر لاندي خپرېدلې، چي په افغانستان، ایران، تاجکستان او هند کي ئې لوستونکي درلودل.
پوهاند میرحسین شاه په (۱۹۷۲م.) کال د پروفیسور په حیث د المان په هایدلبرګ پوهنتون کي یو سمستر تدریس کړی دئ او د مختلفو علمي نهادونو غړیتوب ئې درلود، لکه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ ممتاز غړی، د افغانستان د ملي ارشیف غړی، د افغانستان د انجمن تاریخ غړی، د کابل پوهنتون د عالي شورا غړی، د افغانستان د باستان شناسۍ مسلکي غړی، د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت مشاویر، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور او په نوي ډهلي کي د هند د ملي ارشیف غړی.
د پوهاند صاحب میرحسین شاه آشنايي د تاریخي اسنادو او ارشیفونو سره دومره زیاته وه، چي د منطقې په سطحه د چا سره نه وه، چي دا تاریخي اسناد او ارشیفونه د افغانستان او هند د جغرافیايي تاریخ په اړه دي.
د پوهاند میرحسین شاه ځیني آثار په لاندي ډول دي:
1. احوال وآثار قاضی حمیدالدین بلخی ـ اندو ایرانیکا مجله، د کلکتې پوهنتون، هند ۱۹۴۷ م..
2. تاریخ افغانستان در دوران مغول ـ دافغانستان انجمن تاریخ.
3. خلاصةالمریدین د پوهاند صاحب په مقدمه او تحشیه ـ کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه.
4. حدودالعالم د پروفیسور مینورسکی د پوهاند میر حسین شاه د ژباړي او حاشیو سره ـ کابل پوهنتون او دوهم ځل په ایران کي چاپ سوی دئ.
5. امیرعلی شیر نوایی ـ انجمن تاریخ او دوهم ځل د اطلاعاتو کلتور وزارت.
6. احوال و اثار عبدالقادر بیدل ـ کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی.
7. جغرافیه نویسان مسلمان – ترجمه
8. انګلستان و افغانستان ـ ترجمه
9. تاریخ هند در قرون وسطی ـ کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی د تاریخ څانګه.
10. تاریخ علومی عقلی در افغانستان ـ کابل پوهنتون، داجتماعي علومو د پوهنځی د تاریخ د څانګي درسی کتاب.
11. تاریخ نویسی در افغانستان ـ داجتماعي علومو د پوهنځی د تاریخ د څانګي درسی کتاب.
12. جغرافیه نویسان عرب ـ ترجمه ـ کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی.
13. تاریخ از دورهء سدوزایی ها در کتاب تاریخ مدنیت های آسیا میانه ـ د یونسکو له نشراتو څخه.
افغانها در هند ـ انجمن تاریخ ۱۳۴۵ل..



 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ