ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
پوهندوی نور احمد شاکر د داد محمد زوی، د (۱۳۰۳ل.) کال د لیندۍ د میاشتي پر ۴ نېټه (۲۴ اکتوبر ۱۹۲۴م.) په کندهار کي زېږېدلی دئ.
لومړنۍ زده‌کړي ئې له(۱۳۱۴-۱۳۲۰ل.) کال پوري د ارګ په ابتدائيه مکتب کي وکړې. د متوسطې او لېسې زده کړي ئې له (۱۳۲۰-۱۳۲۶ل.) پوري د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کي وکړې.
په (۱۳۲۶ل.) کال ئې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي شروع کړه او په (۱۳۳۰ل.) له همدې پوهنځي څخه فارغ سو.
تر فراغت وروسته کندهار ته راغئ او د کندهار په مکاتبو کي ئې د معلم په صفت وظیفه اجرا کړه او وروسته په حربي ښوونځي کي د پښتو د استاد په حيث مقرر سو.
په (۱۳۳۵م.) کال د پښتو ټولني د قواعدو او لغاتو د مديرت کفيل سو او له (۱۳۳۶-۱۳۳۹ل.) کال پوري د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي استاد او د همدې پوهنځي مرستيال وو. په (۱۳۳۹ل.) کال د لوړو زده کړو له پاره امريکا ته ولاړ او په (۱۳۴۱ل.) کي ئې د امریکا د مشيګن له پوهنتون څخه د عمومي ژبپوهني په برخه کي د ماسټري سند تر لاسه کړ.
افغانستان ته تر راتګ وروسته د افغانستان د ژبپوهني د موسسې رئیس وټاکل سو. د (۱۳۴۱-۱۳۵۳ل.) کال پوري د همدې موسسې رئیس وو. د دې موسسې کار د افغانستان د ژبو اطلس جوړول وو، چي د افغانستان په ۲۶۸ سیمو کي ئې د ۲۳ ژبو، ۲۵ لهجې سره راټولي او خوندي کړې.
د (۱۳۵۳-۱۳۵۷ل.) کال پوري ئې د ایران په فردوسي پوهنتون (دانشګاه فردوسی) کي د پښتو ژبي تدريس کاوه.
له (۱۳۵۷-۱۳۶۹ل.) کال پوري ئې د کابل پوهنتون په ژبو او ادبياتو پوهنځي کي تدريس کاوه. په همدې جریان کي له (۱۳۵۹-۱۳۶۵ل.) کال پوري د پښتو څانګي آمر وو. تر څنګ ئې له (۱۳۶۳-۱۳۶۴ل.) کال پوري د پښتو څېړونو د نړۍ وال مرکز د اجرائيوي کیميسون غړی هم وو.
په (۱۳۷۰ل.) کال هندوستان ته مهاجر سو. هلته تر اووه کاله مهاجرت وروسته کاناډا ته ولاړ او د ژوند تر پای پوري په کاناډا کي و اوسېد.
پوهندوی نور احمد شاکر په امريکا، فرانسه، سويس، ډينمارک، يوګوسلاويا، ايران او پاکستان کي په ډېرو سيمينارو کي برخه اخيستې ده.
د کابل پوهنتون د تدريسي نصاب په جوړولو کي ئې هم پوره ونډه درلوده او د افغانانو لپاره ئې د انګرېزي ژبي د زده‌کړي شپږ ټوکه درسي کتابونه هم ليکلي دي. د ده مهم اثر (ژبنۍ څېړني) دئ. په (۱۳۵۰ل.) کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا چاپ سوی دئ. دا اثر د پښتو په معاصره ژبپوهنه کي له لومړيو کتابونو څخه ګڼلی سو.
بل اثر ئې (بديع او بيان) دئ، چي د مکتب د لسمو او يوولسمو ټولګیو لپاره ئې لیکلی دئ او په (۱۳۵۵ل.) کال د پوهني وزارت د تالیف او ترجمې ریاست چاپ کړی دئ. د دې اثارو تر څنګ د پوهندوی نور احمد شاکر ډېري مقالې د ژبپوهني او ادبیاتو اړوند په کابل مجله، وږمه مجله او نورو افغاني رسنیو کي چاپ سوي دي.
پوهندوی نور احمد شاکر پر مطالعه او زده‌کړه دونه مئين سړی وو، چي کاناډا ته تر مهاجرت وروسته ئې، په ډېر زاړه عمر کي په يو کورس کي د کمپيوټر زده‌کړه پيل کړه او د لوړي درجې سند ئې پکښي تر لاسه کړ.
پوهندوی نور احمد شاکر په (۲۰۰۳م.) کال د مغزي سکتې له امله پر بستر پرېوت، درې کاله ئې پر له پسې په ټورنټو کي په هسپتال کي تېر کړل. د (۲۰۰۶م.) کال د جنوري پر دوولسمه هلته وفات سو او د جنوري پر څورلسمه د کاناډا د افغانانو په هديره کي ښخ سو.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ