نوميالی ليکوال: ډاکټر عبدالحميد بهيج عثماني 

ډاکټر عبدالحميد بهيج (په انگرېزي: Abdul Hamid Bahij) يو افغان طبيب، ليکوال، ژباړونکی او قاموس ليکونکی دی.
مخينه
عبدالحميد بهيج عثماني د غلام حبيب ځوی او د خوشدل لمسی دی. نوموړی د ۱۳۵۷ ل. کال د کب په ۱۵مه نېټه د وردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ په بېدمشک کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې
نوموړي خپلې لومړنۍ او منځوۍ زده کړې د پاکستان په هېواد، پېښور کې سر ته رسولي. بيا لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د طب په فاکولته کې سر ته رسوي او له همدغه پوهنځي نه په ۱۳۸۵ ل. کال کې بری راوتلی. دم مهال د گوېته په انستيتيوت کې د آلماني ژبې زدکړيال دی.

چاپ شوي آثار
تر اوسه ۱۴ کتابونه ليکلي چې له هغه ډلې څخه يواځې د چاپ شو نومونه په دې توگه دي:

بهيج طبي سيند ( Bahij’s Medical Dictionary) :په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی طبی قاموس دی چې متن یې څه د پاسه ۱۲۰۰ مخونه لري .
بهيج سياسي قاموس ( Bahij’s Political Dictionary) : په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی قاموس دي چې ۴۱۱ مخونه لري او د افغانستان د کولتور وزارت له اړخه د هیواد د خپلواکې د ۸۷ مې کليزې په وياړ په ترسره شوی کانکور کې د ادبي او فرهنگي څیړنو په برخه کې لومړۍ جایزه ترلاسه کړه .
انگلیسی ـ پښتو فلسفي قاموس ( English - Pashto Philosophical Dictionary ) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی سیند دی چې ۳۲۲ مخونه لري او په ۱۳۸۴ لمریز کال کې دهیواد د خپلواکۍ د ۸۶ مې کلیزې په ویاړ دفرهنگ او کلتور دوزارت له اړخه په جوړ شوي ادبي کانکور کې د څېړنې په برخه کې لومړۍ جایزه وگټله .
طبي ترمنیولوژي ( Medical Terminology) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوې طبي نومونپوهنه ده چې۳۶۰ مخونه لري .
د باران په ژبه : د جبران خلیل جبران د غوره ویناو غورچاڼ دی چې په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی دی .
د دولسم ټولگي له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
د یولسم ټولگي له پاره د مثلثات دتمرینونو حل
د یولسم ټولگی له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
بهیج پښتوـ انگليسي قاموس (Bahij’s Pashto-English Dictionary)
بهیج انگلیسي ـ پښتو سیند
د باران په ژبه ــ دجبران خلیل جبران دغوره ویناوو غورچاڼ ــ
د کابل طبي پوهنتون د ۱۳۸۶ل کال دفارغانو یادښتی
نبوي خویونه ، ژباړه

ناچاپه آثار
د تذکرة الاولیا ، پښتو ژباړه ، د شیخ فریدالدین عطار لیکنه ، (۱۴۰۰)مخه
د حیأ العلوم ، پښتو ژباړه ، د امام محمدغزالي لیکنه ، ۴ ټوکه ، شاوخوا(۵۰۰۰) مخه
د کیمای سعادت ، پښتو ژباړه ، دامام محمدغزالي لیکنه ، شاوخوا (۱۸۰۰ ) مخه
د جبران خلیل جبران کلیات ، پښتو ژباړه ، شاوخوا (۱۶۰۰ )مخه
طبي فزیولوژي ، پښتو ژباړه ، دویلیام اف گانونگ لیکنه ، ( ۱۹۰۰ ) مخه
مینه ناک لیکونه ، ژباړه او خپل (۲۰۰ ) مخه
د هغه تر سیوري لاندې ، پښتو ژباړه ، د جې پې واسواني لیکنه ، ( ۱۸۰) مخونه
د «بهیج پارسي ـ پښتو سیند» لیکنه چې شاوخوا ۴ ټوکه دی او (۱۰۰۰۰۰ ) ويي به ولري.


د بيوګرافۍ منبع/ليکونکی: پښتو ويکيپېډيا ۲۰۱۳

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ