قاموسونه ټکی کام د پښتو ژبي د مهمو ليکوالانو د بيوګرافيو د خپرولو لړۍ د «نوميالي ليکوال» تر عنوان لاندي پېل کړې ده. د دغې لړۍ د ټولو مقالو/بيوګرافيو ليسټ پر لاندني لينک موندلای سئ:
https://bit.ly/3dljF88



ډاکټر محمد اکبر وردګ د هغه په خپل قلم

د زیږېدو دقیقه نېټه مې نه ده را ته معلومه، ځکه چې هغه قرآن کریم چې زما پلار ؛ د کلي په ملا، زما د زيږېدو نېټه پکې لیکلې وه (سترګې مې دې ووزي چې ووایم چې چا پټ کړی ؤ) له جوماته ورک شوی ؤ. خو یو شی چې په دقیقه توګه ویلی شم هغه دا دي چې زښته ډېره موده کېږي چې زیږدلی یم.
یوه ورځ د کلي یوه سپین ږيري را ته وویل چې ته د ملک میر د په دار کولو په ورځ زیږېدلی یې. (ملک میر د وخت د پاچا آسونو او خرو ته د اوربشواو پروړې د ګودام له ورکولو نه غاړه غړولې وه او پاچا هم خپل زلنده قوماندان، نامتو طره بازځان له یوه پلتن عسکرو سره ور ته را ولېږه، ملک میر یې ګیر کړ او د کلي تر مخ یې د توتو په یوه ونه کې غرغره کړ)
نور نو مې د زیږېدو د نېټې خبره اسانه شوه. د کورنیو چارو د اوراقو د یوه زاړه مدیر په مرسته مې، چې غټې زره بیني عینکې یې په سترګو وې او یوه داسې قره قلي یې پر سر وه چې تر نیمو نه یې ډېر وېښتان تویې وو؛دا معلومات لاس ته راغلل : ملک میر د ۱۹۴۰ کال په وروستۍ میاشت اعدام شوی.
دوه کلن وم چې پلار مې مړشوی، روزنه اوپالنه مې مور او مشرانو وروڼو ته ور په غاړه شوې، لومړنۍ زده کړې مې د خپلې سیمې په یوه ښوونځي کې چې اوس د غازي محمدجانخان وردګ لیسه شوې، سر ته رسولې، بکلوریا مې له حربي ښوونځي څخه او د طب ډاکتري مې له کابل پوهنتون نه اخیستې. بیا مې په فرانسه کې د (اورتوپېدي او تروماتولوژ ي په څانکه کې) د فرانسې د پوهنتونونو د(اګرېژې پروفیسرۍ) سند تر لاسه کړی. په طبي برخه کې مې یو شمېر څېړنې کړې چې د فرانسې او د امریکې په مهمو طبي مجلو کې خپرې شوي دي.
په لومړي سر کې مې د کار تر څنګ د پاریس په دؤ طبي پوهنځیو کې د استاد وظیفه تر سره کړې او وروسته مې تر تقاعده پورې په یوه دولتي روغتون کې د مشر جراح په حیث کار کړی.
د پښتو ادبیاتو سره مې له وړوکتوبه مینه لرله. لا ځوان وم چې له کابل مجلې او دزیري له جریدې سره مې قلمي همکاري پیل کړه، د هغې ډلې غړی وم چې د پښتو ټولنې له خوا یئ انګلیسي ـ پښتو ډکشنري لیکله او د پښتو ټولنې افتخاري غړی هم وم، يوه طبي ډکشنري مې هم ولیکله او پښتو ټولنې ته مې د چاپ له پاره وسپارله. خوکله چې مجاهدین کرام په کابل حاکم شول، د نورو کتابونو په څېر يا بخارۍ پرې تودې شوې او یا د نسوارو د پوړیو له پاره استعمال شوه. زه یې دوهم نقل نه لرم..
په فرانسه کې مې په وزګارو وختونو کې ادبې هلو ځلو ته دوام ورکړی.، څلور قاموسونه مې لیکلي او خپاره شوی (دا قاموسونه پښتو ــ فرانسوي او فرانسوي ــ پښتو دي) . له ښاغلي نجیب منلي سره مې په ګډه د فرانسې د معاصرو نومیالو داستان لیکونکو څو داستانونه په پښتو ترجمه کړي او د ادبیاتو د نوبل د جایزې وړونکي (لوکلېزیو) یو لنډ رومان مې په پښتو ترجمه کړی. دا دواړه کتابونه د مجروح فونډېشن له خوا خپاره شوي. د نومیالي افغان لیکوال، عتیق رحیمي د (سنګ صبور) رومان مې په پښتو ترجمه کړی خو لا تر اوسه نه دی خپور شوی.سمدلاسه د یوې طبي اشتقاقي ډکشنري په لیکلو لګیایم.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د محترم اولسمشر له خوا د علامه سید جمال الدین افغان د نښان په را کولو ویاړلی شوی یم.
کله چې د ژوند له واقعیتونو نه په تنګ شم د افغاني شعر او موسیقي رنګینې لمنې ته پنا ور وړم.

محمد اکبر وردګ
د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۰مه نېټه، پاريس

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ