زه محمد سرو وکيلي يم

زه محمد سرور وکیلي د عبدالوکیل زوی يم او د فراه د بکوا په ولسوالۍ کي د ۱۹۳۸ عيسوي کال د سپټمبر په دويمه نېټه زېږېدلی یم.

ما خپله لومړنۍ زده کړه تر شپږم ټولګي پوري د ګریشک په ولسوالۍ کي پای ته رسولې. وروسته تر هغه مي د اووم ټولګي نه بیا تر دوولسم ټولګي پوري یعني باکلوریا مي د کابل په میخانیکي لېسې کي په کال ۱۹۶۳ کال اخستې ده. د لوړو زدکړو لپاره جرمني ته راغلم یاني (بورس) مي واخست. د جرمني په رېګنزبورګ ښار کي له درې کالو زده کړي نه وروسته د اینجنرۍ له ساختماني ماشین پوهنځۍ څخه بریالی سوم او د  Dipl.-Ing (FH) حقوق مي تر لاسه کړل. وروسته بېرته هيواد ته ستون سوم. په ۱۹۷۴ م کال کي د کندهار د میخانیکي لېسې مدیر سوم او تر۱۹۷۷ م کال پوري پر دغه دنده پاته سوم. په کال ۱۹۸۰ کي له وطنه دکورنۍ سره پاکستان ته کډوال سوم او په ۱۹۸۲ م کال کي جرمني ته راغلو. په جرمني کي مي په پېداګوګي يا روزنپوهني کي ماستري واخستل.

زما لیکل سوي کتابونه ټولټال ۲۳ دي، چي ځیني ئې چاپ سوي او ځیني ئې لانه دي چاپ سوي:

۱) د (الپ بې) کتاب نه دی چاپ سوی.

۲) د بدیع او بیان کتاب چاپ سوی.

۳) deutsch-afghanisch نه دی چاپ سوی.

۴) پښتوګرامر (پښتو ژبښود) چاپ سوی.

۵) پښتو کړنلار نه دی چاپ سوی.

۶) لمونځ الماني نه دی چاپ سوی.

۷) لمونځ پښتو نه دی چاپ سوی.

۸) زما مقالې (۱) ټولګه ئې نه ده چاپه سوې.

۹) زما مقالې (۲) ټولګه ئې نه ده چاپ سوې.

۱۰) متلونه پښتو نه دی چاپ سوی.

۱۱) ریاضي د ښوونځیو او مسلک لپاره چاپ سوی.

۱۲) پښتو ګړښود (غیاث الغت) چاپ سوی.

۱۳) زما د شعرو ټولګه نه دی چاپ سوی.

۱۴) الماني ګرامر په پښتو نه دی چاپ سوی.

۱۵) د برودر ګریم کیسې د الماني څخه په پښتو نه دی چاپ سوی.

۱۶) د پښتو د لیکدود مقالې چي د مختلفو لیکوالانو له خوا لیکل سوي او زما لیکدود هم پکښې دی نه دی چاپ سوی.

۱۷) د تخنیکي رسم بنسټ او آساس نه دی چاپ سوی.

۱۸) د خواجه عبدالله انصار مناجات په پښتو ژباړه سوی، چاپ سوی.

۱۹) د مثلث هندسه نه دی چاپ سوی.

۲۰) د محمد رسول لله لنډه ژوند پېژندنه نه دی چاپ سوی.

۲۱) روزنپوهنه یا پېداګوګي نه دی چاپ سوی.

۲۲) شمېر زده کړه آزموینه ورکړه کتاپ چاپ سوی.

۲۳) فزیک د تخنیکي ښوونځیو لپاره چاپ سوی.

د دغو چاپ سوو کتابو څخه څلور یا پنځه ډوله کتابونه زما څخه د ناروې په اسلو کي یوې کتاب خانې پلوریلي، چي زما ئې اوس نومان نه راځي ځکه چي ډېر وخت تېر سوی دی.

محمد سرور وکيلي، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۷مه نېټه، باوناټال آلمان

خپروونکی: احمدولي اڅکزی

قاموسونه ټکی کام د پښتو ژبي د مهمو ليکوالانو د بيوګرافيو د خپرولو لړۍ د «نوميالي ليکوال» تر عنوان لاندي پېل کړې ده. د دغې لړۍ د ټولو مقالو/بيوګرافيو ليسټ پر لاندني لينک موندلای سئ:
https://bit.ly/3dljF88

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ