ليک: سيدالامين احسن خويشګي

په پښتو كښې اساطيري ادب متعارف كونكے، د شېكسپئر او جان كيټس پښتو مترجم، د متصوفانه رومانيت بې بدله شاعر، د خوږ، ژور نظم او روماني غزل خالق عبدالرحيم مجذوب، د يو ادبي دور، سبك او يو انداز سرخېل، قديمي خيالات په نوي شاعرانه شكل كښې وړاندے كؤلو كښې لوے كمال لري، د دوي شعر ته مېلان د دوي د موروثي رجحان نه علاوه، د كور ماحول، د فارسي او انګريزي ادب رسمي او غېر رسمي زده كړو او د پېښور ادبي او علمي محفلونو نور ځلنده او سپين سپېځلے كړو، 
د مروتو په نار صاحب دا د ميدادخېلو كښې د جنورئ په څوارلسمه په كال نولس سوه پينځهٴ دېرشم (١٩٣٥ع) كښې يو ماشوم وزېږېدو چې خپل پلار عبدالكريم خان پرې د عبدالرحيم نامه كېخوده، چې وروستو ئې په ادبي دنيا كښې ځان د عبدالرحيم مجذوب په نامه امر كړو، دا خوش بخته او نازؤلے ماشوم چې ستر شو نو زيرك او مهربان والد صاحب ځان سره هند ته د اجمير شريف زيارت له هم بوتلو، په وركوټوالي كښې ئې ورله، د ډاكټر فضل الرحيم مروت د وېنا ترمخه، لكه د ناوېشلي هند د نورو سترو او مخوريزو كورنيو د خپل كلي يو هندو استاد هم نيولے وهٴ چې كور كښې ورته هندي وروښائي، دغه رنګ مولانا عالم شاه لنګرخېل ورته د قران او فقهې نه علاوه د سعدي د مشهورو كتابونو 'ګلستان'، 'بوستان'، او د نورالدين عبدالرحمان جامي د' يوسف او زليخا' سره سره د نظامي ګنجوي 'سكندرنامه' هم ورلؤلوله، چې د مجذوب صاحب په خيال دغه 'نظمي' ملا به دغه شعرونه په 'لے' كښې وئېل' چې دے ئې وروستو شعر ليكلو ته وهڅؤلو او په كور كښې د خپلې ترور د قران د تلاوت او مطالعې سره مينې، او د 'انيا' قصو ئې په شعر كښې سلاست او رواني راپېدا كړه'، د سكول د استاد خان بادشاه، چې ترقي پسندو تحريكونو سره د تعلق لرلونه علاوه د خاكسار تحريك سره هم تړلے وهٴ، په رنګ هم رنګ شوے وهٴ، په وركوټوالي كښې فارسۍ سره د شناسائئ په بنياد د دولسم جومات د طالب علمئ دوران كښې مجذوب صاحب د خپلو سبقونو نه پس نورو زده كؤنكيو ته فارسي هم ورزده كؤله، 
دے حساس الطبع عبدالرحيم اولنئ رسمي زده كړې دن ورنګ په لوے سركاري سكول كښې په كال نولس سوه پنځوسم (١٩٥٠ع ) كښې تر لسمه وكړې او بيائې د ډېره اسماعيل خان په ګورنمنټ ډګري كالج كښې د يولسم جومات دپاره داخله اخستلو نه پس هم په دغه كال خپله دغه داخله د بنو لوے سركاري كالج ته منتقل كړه. دلته د دوي ليدل كتل د پښتو د ياد غزلګو شاعر پروفېسر رحمت الله درد او عالم او فاضل محقق سيد تقويم الحق كاكاخېل سره وشول چې هغوي دا زلمے پښتو شعر ليكلو ته وهڅؤلو، او دوي شاعري شايد په كال نولس سوه پنځوسم (١٩٥٠ع) كښې شروع كړه، د بنو كالج نه ئې په كال نولس سوه درے پنځوسم (١٩٥٣ع ) كښې دولسم پاس كؤلو نه وروستو د اسلاميه كالج پېښور نه څوارلسم ( بي اې) په كال نولس سوه شپږ پنځوسم (١٩٥٦ع ) كښې وكړو، او دكال نولس سوه شپږ پنځوسم نه تر اتهٴ پنځوسم ( ١٩٥٦-١٩٥٨ع ) پورې ئې د قانون (اېل اېل بي) ډګري تر لاسه كړه، د فارسۍ او انګريزۍ نه علاوه د اردو او فارسۍ استاد شاعر د مرزا اسدالله خان غالب او ډاكټر محمد اقبال مطالعه ئې هم لرله. د دوي په خيال 'غالب هر وخت نوے نوے ظهور لري، ډېر بلند خياله دے، '
د پيښور د زده كړو دوران كښې دوي د دغه دور د قداورو اديبانو صاحبزاده ادريس (١٩٠٧ع-١٩٩٤ع)، قلندر مومند، پروفېسر ډاكټر محمد اعظم اعظم (٢١دسمبر ١٩٤١ع-١٥، نومبر٢٠١٢ع) ، مهدي شاه باچا، دوست محمد خان كامل مومند (١٧ ستمبر ١٩١٥ع-٢٢ فروري ١٩٨١ع)، امير حمزه حمزه خان شنواري (١٩٠٧ع-١٨ فروري ١٩٨٢ع)، حافظ ادريس، يوسف خان (اوركزي)، اجمل خټك (١٩١٩ع-٧فروري ٢٠١٠ع)، ډاكټر اسرار او سيد اختر سره ليدل كتل وشوه. د اولسي ادبي جرګې ( ١٩٥٧ع-١٩٥٠ع) په ادبي او علمي نشستونو كښې د دوي ګډون دوي د ادب او فن نوي خيالونو، رجحاناتو او معياراتو سره اشنا كړو، د تاريخي علي ګړھ يونيورسټۍ فارغ التحصيل نكته رس محقق او نابغه دوست محمد خان كامل په نګرانئ كښې تر يو وخته د قانون د معاملاتو په تربيت او تحصيل كښې هم پاتے شو او د پښتو اكېډيمۍ د هغه وخت ډائركټر مرحوم مولانا عبدالقادر (١٧ جون ١٩٠٥ع-٢٢ اكتوبر ١٩٦٩ع) ورته د پښتو د ليكچرر د پوسټ وړاندېز په دې شرط وكړو 'چې په ادب كښې يوه ډګري واخلي'، خو مجذوب صاحب 'د پلار محترم د خواهش تر مخه د وكيل جوړيدو په اساس رد كړو'، 
په كال نولس سوه اووهٴ پنځوسم (١٩٥٧ع) كښې په هاسټل كښې هم د دوي په كمره كښې د'زلمي ليكوال ادبي ټولنه' په نوم يو تنظيم جوړ كړے شو، په بنو كښې د اوسېدو دوران كښې دوي د'اولسي تنقيدي ادبي ټولنه' په نوم يو ادبي تنظيم هم متحرك ساتلے وهٴ چې په كال نولس سوه درې شپېتم (١٩٦٣ع) كښې لكي مروت ته د دوي د منتقل كېدو او مستقل وسېدو په وجه دوي د هغه تنظيم حصه پاتے نهٴ شو او هغه وروستو د'ادبي تنقيدي ټولنه' په نوم ياد شو. 
زيړ ګلونه ( ١٩٧٧ع)، لال اوكوتي لال (١٩٧٥ع)، د مينې تنده ( له انګرېزئ منظومه ترجمه كال ١٩٥٨-٥٩ع) (اشاعت١٩٧٩ع)، دارالاوهام (١٩٨٠ع)، د مجذوب نوې چاپ شعري (١٩٩٩ع)، دواتشه- د جان كيټس د' ليميا، او د كَيتھ اېف-بي د 'د بادر مرګ' منظومې ترجمې) ( ٢٠٠٥ع)، د مجذوب كليات دوه برخې (٢٠١٣ع) (د پروفېسر ډاكټر محمد زبېر حسرت او (ډاكټر) محب وزير په اهتمام) ، د نور مظهرونه ( ٢٠١٦ع) ، بالترتيب د دوي منظوم، مترجم او منثور اثار دي، 
له دې علاوه دامیرنواز مروت د تحقيق مطابق دوي په ادبي مجلو 'قند' او'ننګيالے' كښې په دې عنوانونو افسانې هم ليكلي دي، 'مشين چلوي (؟) ، حاجي ولدِ حاجي، مسمات كِلي، ككي (كاكي؟) ، سپوږمۍ، ستر كاكا، او 'د ګلو ښاپېرۍ'، د ورځپاڼې شهباز، او 'رهبر (رساله) ' دپاره مضونونه، فيچرونه او كالمونه او مجلو 'پښتو، 'قند'، 'نورنګ' 'ننګيالے' او 'جرس'، دپاره ئې تحقيقي مقالې هم ليكلې دي. پروفېسر ډاكټر محمد همايون هما صاحب په 'قند' د خپل تحقيق متعلق ماسره خبرو كښې ووئېل چې، 'مجذوب د قند مستقل ليكوالو كښې وهٴ او په ليكونو كښې ئې علميت، ندرت او جدت وهٴ'
د دوي په شاعرئ ډاكټر محب وزير 'د مجذوب د شاعرئ تنقيدي مطالعه' په نوم كتاب ليكلے دے او نادرخان عليل د دغه كتاب په تنقيدي جائزه يوه مقاله ليكلې ده، كراچۍ نه ابوالفتح پښتون، پلوشه- مجذوب نمبر' شائع كړے، احمد جان مروت صاحب د 'درد او مجذوب' په نوم كتاب ليكلے، او نادم خټك، ګل محمد بېتاب او پروفېسر قاسم محمود صاحبانو ورسره مركې كړي دي، چې مائې ناچاپه مواد لوستي دي، د مرحوم ډاكټر شېرزمان طائزي پرې انګرېزۍ كښې اوږده علمي مقاله ده، د ډاكټر فضل الرحيم د قول ترمخه، د ډيپارټمنټ اف پاكستان سټډيز، پوسټ ګريجوېټ كالج، مانسهره، نه پرې كال نولس سوه څلور نوي- شپږ نوي (٩٦-١٩٩٤ع) كښې امير نواز مروت د ايم اے تهيسز ليكلي دي. اسلم مير صاحب د دوي د نظمونو غوره انګريزي ترجمه او زلمے زاهد امين د سماجي رابطو په نِټ ورك فېس بك د'مجذوب'په نوم يوه پاڼه متحركه ساتي. 
مجذوب د خپل فكر او مېلان، انداز او تطور، موضوع، هئېت، لفظياتي نظام او خيال په بنياد منفرد او ځانګړے دے، د دوي د يوناني او هندي د يو مالائي او اساطيري مطالعې، او د انګريزي او فارسي ادب ژورې مطالعې دوي له يو جدا مقام وركړے دے،، د 'دشينت اوشكنتلا' په نوم نظم، او د شېكسپئر د 'وينس اواېډونس' د جان كيټس د يوناني اساطيري كردار د 'ليميا' او كېتھ اېف-بي د 'د بادر مرګ 'پښتو منظومې ترجمې د دوي د دغه علمي تكامل، فني ژورتيا او فراخه فكر ډېر كامل، ګڼ اړخيزاو متنوع تصوير ساز وي، 
د موضوع له رويه د مجذوب په شاعرئ كښې پرېمانه متصوفانه خيالات په يو غېر متصوفانه انداز كښې نظم شوي په نظر راځي، لكه 'لعل او كتى لعل' كښې د دوي نظم 'وحدت او كثرت'، او د ماديت عناصر هم لري لكه 'د هالي ووډ اېكټرې' او ګويا د دواړو د امتزاج يوه شعوري هڅه هم لري، په دې باب ډاكټر اقبال نسيم خټك خپل كتاب 'دردانې' كښې ليكي، 'د مجذوب تصوفي افكار و انداز او اظهار د روايتي تصوف نه بيخي جدا رنګ لري د هغهٴ په هر يو نظم كښې مركزي خيال په شاعرانه انداز كښې د توحيد د عقيدې تفسير بيانوي، دغه قسم تمثيلي او تجريدي ارټ اګر كهٴ څهٴ نوې تجربه نهٴ ده خو په پښتو نظم كښې يوه اضافه ضرور ده په دے لړ كښې هم مجذوب د جدا طرز خاوند دے'
د مجذوب د غزل د مطالعې دوران كښې د دوي په غزل خوارهٴماورائي، روماني او روحاني كيفيتونه لوستونكے په خپله ولقه كښې واخلي او مجذوب د هغهٴ په ذهن كښې د دغه كيفيتونو د مجسم كؤلو كمال لري، مرحوم ډاكټر اقبال نسيم خټك د مجذوب د غزل په باب ليكي'د مجذوب په غزل كښې ښكلي او رنګ رنګ تشبيهات هم شته او لفظي او معنوي صنعتونه هم-دغه تشبهات دومره برمحل او ښكلي دي چې لوستونكي داسې محسوسوي چې ګني دغه تشبيهات هم د دغه موقعو دپاره جوړ وي'، د دوي نظم او غزل د تجربې او نوښت په بنياد يوه نوې تجربه او د قديم او جديد امتزاج دے، ورو ورو په زړهٴ كښې لارې جوړوي، قديمه د يومالائي يا اساطيري تجربه په يو مقامي شكل كښې نظم كؤل او دغه كردارونه سر دوباره را پېدا كؤل د دوي خاصه ده، دوي دعلامتونو برمحل استعمال كوي او كله كله دغه كوشش كښې ډېرې زړهٴ راښكونكې تجربې وكړې لكه د دوي نظم 'درمې شپونكيه څهٴ شوې'؟ او 'ځه چې ځو تيارې دي' او نور، مقاميت كښې 'د شېخ بدين غرهٴ ته خطاب ' كوي' خو مزاحمتي ادب كښې'عوام دي پاڅېدلي' او  'وېتنام ته مې سلام دے' هم ليكي، 'زهٴ به له پښې لاندې كومه زړګے' كښې ياسيت او خود سپردګي مجسمه كوي، د دوي نظم 'مجمع البحرين' كښې د ماديت او روحانيت مكالمه په نظر راځي چې دوي پكښې خضر سره ملاقات او دعلامتونو په ذريعه د راپيښو حالاتو منظر كشي كوي، دا اوږد نظم د روانو چارو د نقش كؤلو او ثبت كؤلو سره سره ګويا د طلسماتي حقيقت پسندئ هم يوه غوره نمونه ده، 
ډاكټر سيد چراغ حسېن شاه په 'دارالاوهام 'كښې د دوي شعري تجربې ته 'روماني تصوف' وائي، او مجذوب ورته' د ټېګور د تصوف نه هم متاثره' ښكاري، د دوي په شاعرئ كښې يو لټون، يو جستجو، يو بې قراري، د مينې الهامي تصور او ماضي پرستي په نظر راځي، مرحوم پروفېسر رحمت الله درد ته په 'زيړ ګلونه' كښې مجذوب د 'پښتو كيټس' ښكاري، هاشم بابر هم دوي په دغه نوم بللے دے، او اجمل خټك مرحوم ئې د 'پسرلي زېرے' ګڼي، 
د امير نواز مروت مطابق امير حمزه خان شنواري وائي چې،. . . . . د نن د مجذوب شاعرانه انداز د پښتو ادب د يو ستر شاعر دے چې د هغهٴ تخليقات د بلې ژبې د تخليقاتو سره د تقابل جوګه دي'. 
د كلياتو دوېمه برخه كښې يوه (مرثيه خود ګفته) 'مړي خبرې كوي' نېټه ستمبر ٢٠٠٥ع لري، او بله مرثيه 'صدام په سولۍ كيږي' ليكي، چې د دسمبر په دېرشمه كال دوه زره شپږم ( ٢٠٠٦ع) ورته پانسي وركړې شوې وه چونكې نوره 'ناچاپه شاعري' د دغې نه پس نېټه نهٴ لري نو ګويا تخميناَ په دستاويزي توګه دې ته مونږ د دوي د اخري دور شاعري وئېلے شو، د دوي سره د صدام حسېن د بدو كارونو دغندلو، د هغه د شجاعت ستائنه كؤل او د 'په ننګ د مسلمان به مسلمان يدِ مولا شي' خبره كول، مونږ ته د دوي سياسي مؤقف راپه ګوته كوي. 
مجذوب په حقيقي معنو كښې لږ لوستلے او څېړلے، او ډېر ستائلے شوے دے، په هغوي تر اوسه شوے كار هم ناكافي دے، د مجذوب د افكارو د نفسياتو د اصولو په رڼا كښې ژوره مطالعه او نفسي تحليل به د دوي د فكر پټ او سربسته رازونه نور هم په ډاګه كړي. 

منبع: د ليکونکي فيسبوکپاڼه (د 2022 کال د اګست 31مه نېټه) 

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/0lfys
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ