ليک: سيدالامين احسن خوېشګي

لوړ دنګ، اوس لږ راټيټ، خشخشي ږيره، ځلنده سترګې، د خطابت اوږده پوزه، په څټ پراتهٴ اوږده وېښتهٴ لرونكے، ناخوښې خبرې عربي اصطلاحاتو كښې كوونكے، د جلال او جمال د امتزاج غوره نمونه -محقق، شاعر، مترجم، اديب، تذكره نګار، نقاد، او سبكدوش بيوروكرېټ عبدالكريم بريالے د مارچ په دوېمه كال نولس سوه پنځوسم 1950ع كښې د قومي شاعر او مبارز ملاظريف اخوند كاكړ کره وزېږيدو. اولنئ زده كړې ئې د خپلې علاقې په سكول كښې ترلاسه كؤلو سره سره سحر او ماښام د درس نظامي او عربي ادب تحصيل د كال نولس سوه اتهٴ شپېتم 1968ع نه تر كال نولس سوه څلور اويايم 1974 پورې جاري وه. كال نولس سوه دوه څلوېښتم 1942ع کښې جوړ كوېټه انټر كالج كښې وروستو دوي خپلو رسمي زده كړو له دوام وركړو. د عملي ژوند ابتدا ئې څلور كاله د سينئر انګلش مدرس، بيا د اطلاعاتو محكمه كښې افسر او بيا ايډيټر 'پشتو' ژوب نه وشوه. وروستو، كال نوس سوه پينځهٴ اويايم 1975 ع كښې نوشكي، چاغي او بيا پشين كښې د ليكچرر په حېث د تدريس نه پس ئې په كال نولس سوه اتهٴ اويايم 1978ع كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو د مقابلې امتحانونه سي اېس اېس او پي سي اېس دواړه په يو كال پاس كړهٴ. اوَله حكمنامه د پي سي اېس ترلاسه كؤلو نه پس د لاهور په ځاے پېښور ته تربيت دپاره لاړلو. اردو، اسلاميات او پښتو كښې داېم اې، انګلستان نه په انتظامي او بېن الاقوامي معاملاتو كښې ډګري، له قاهرې نه د قراٴت درے سندونه لرونكے، بريالي د سعيدګوهر او سرور سودائي ملګرتيا كښې اردو شاعري هم كړې ده. د اې سي، ډي سي، كمشنر، او تر سېكرټري انتظامي عهدو خپلې فريضې ترسره كؤلو نه پس د مارچ په دوېمه كال دوه زره لسم 2010ع د خپلو ذمه داريو نه سبكدوش شو. 
'دكال نولس سوه اويايم 1970ع نه د ليك باقاعده شروع كؤنكے او په پښتو، اردو، انګريزي او بلوچئ كښې په تحقيق، تنقيد، تاريخ، سفرنامې، شاعرئ قريبا د درېو سوو نه زياتې مقالې ليكونكے، بريالي صاحب د بلوچستان سختو علاقو كښې د تعيناتئ دوران كښې بلوچي زده كړه. او د ادبي هلو ځلو په دوام كښې ئې د عمرګل عسكر، سرور سودائي او خېرمحمد عارف په ملګرتيا كښې ادبي تنظيم 'پښتو ادبي ملګري' هم جوړ كړو. دوي د 'خداے بخښلي سعيد ګوهر او سرور سودائي په ملګرتيا كښې پېښور سره ادبي رابطه كونكي وړومبي اديبان وهٴ چې طنزا په پشاوري وبللے شو'. ابتدا كښې د صاحبزاده حميدالله صاحب د 'د پشتو د وَدې ټولنه' نه دے اثر اخستونكي، د 'اردو او پښتو لسانياتي تقابل' پي ايچ ډي تهيسس مكمل شو خو د لرے تعيناتئ او نتيجتاَ په وخت د نهٴ جمع كېدو په وجه دغه عمل نيمګړے پاتے شو. شرقي علومو كښې د مولانا عبدالودود اخونزاده كاكړ نه د عربۍ او فارسۍ د تحصيل د تلمذ او اثر افتخار لري. د غربي علومو د تحصيل ضمن كښې لندن او مانچسټر كښې د مطالعې تېر وختونه او د څلورو پينځو يورپي ملكونو د سېل خوندونه اوس هم يادوي. د ترقي پسندانه خيالاتو لرلو په بنا زورلے شوے هم دے. اديب د نقاد شاعر او صحافي سليم راز ترقي پسند كانفرنس كښې د جعفر خان اچكزي او بلوچو دانشوارانو ملګرتيا كښې ګډون وكړو. نههٴ ماشومانو كښې ئې څلور ډاكټران، يو انجنئير او نور پي ايچ ډي كوي'. 
په مجوعی توګه پينځلسو نه زياتو شائع شوو كتابونو كښې ئې وړومبے كتاب'جامع القواعد' بيا ' ليك دود'، 'پټه خزانه د حقيقت په ائينه كښې' ( 2003ع)، 'دپښتو ادب حال وقال (2014ع)'، 'په مونږ كښې زنديق نشته (2017ع)'، 'ختم نبوت اور انګرېزون كے سياسي متنبي(2018ع)'، د بايزيد روښان خېرالبيان او د محققينو د څېړنو جاج (مارچ 2011ع)' د تاريخ مقدمه يو تنقيدي جاج له مشرق څخه تر مغرب پورې - د ارنلډ ټائن بي ترجمه'، 'رحمت الله درد -د پښتو غزل د نوي روايت او اسلوب باني (2019ع)'، 'روښاني تحريك (په شال كوټه اوقندهار كښې)'، 'د امين الله داؤدزي ازاد نظمونه'، 'اشرف غمګين، شخصيت او د رسم الخط مقاله'، 'ليكنځي 1984ع' كښې مرحوم سعيد ګوهر او نورو سره مرسته، او د شاعرئ ئې'موسمونه خاندي(2015ع)'، 'د علامه حبيبي د اروا ترسېوري لاندې'، 'د ايندارو تر بازاره'، 'د سراب په مخ حباب'، 'د پښتونخوا نغمې'، مجموعې شائع دي. 
زيرِ طبع كتابونو كښې ئې 'ریگء مزل' د زېتون بانو د افسانو بلوچی ترجمه، سفرنامې او د نامورو شاعرانو عبدالعلي اخونزاده، ملا عبدالسلام، سيد علي محمد بزګر او پير محمد كاكړ د ديوانونو د قلمي نسخو د ديوانونو ترتيب، تدوين او د ژوند حالاتو باندې كتاب، دهِروډوټس د تاريخ پښتو ترجمه او ژوره مقدمه، د پښتنو د تاريخ جاج، د رحمان بابا د كلياتو جامعه څېړنه او د الحاقي شعرونو جاج، د پښتو ورومبۍ افسانه باندې څېړنه او نوے كار، پټه خزانه باندې د خپل شوي كار نوره څېړنه، شائع شوې علمي مقالې- د نهونه زيات كتابونه ئې د خپل جوړ كړي، ملا ظريف اخون كاكړ فاؤنډېشن، كوټې، له خوا شائع دي. 
' دبايزيد خېرالبيان او د محققينو د څېړنو جاج' كښې د خېرالبيان په متعلقاتو، صراط التوحيد، مقصود المؤمنين، د علامه حبيبي صاحب د مؤقف په دفاع، او ميرزا خان انصاري نه علاوه په پينځهٴ دېرشو نورو متعلقه علمي موضوعاتو تنقيدي، تحقيقي اوتقابلي بحث نوي بحثونو له وجود وركوي اګر كهٴ چرته چرته موضوعاتي تكرار هم ښكاري. 
د كال نولس سوه پينځهٴ اويايم 1975ع نه تر 2009ع پورې د ورباندې محيطه د 'موسمونه خاندي' شاعري د دوي د فكر ارتقائي سفر د غزل انفرادي تجربه او په شخصياتو نظمونه د دوي د تخيل، تغزل او تفكر د كېنوسونو وسعت ښائي. سيد خېر محمد عارف صاحب ئې 'شاعري د جمالياتو د هغه رباب ترنګ بولي چې په زړونو كښې د مستئ او سوچ ولوله راپاروي'
'ختم نبوت اور انگريزون كې سياسي متنبي 2018ع 'كښې د قاديانيت او بهائيت فراخه تنقيدي مطالعه او د هغوي د خود ساخته دلائلو رد كوي، د ډېر علمي او ذهني و مشقت متقاضي دې موضوع سره د دوي مينه او د دوي علمي علويت په نظر راځي. دے ضمن كښې دلته د موضوع متعلق د خارجي ليكونكيو نه علاوه د مقامي پښتنو محققينو مؤرخينو او منورينو ښاغليو سعدالله جان برق او عبدالرحيم مجذوب د افكارو او اقوالو تنقيدي جاج هم اخلي او استدراك ئې كوي. دا كتاب په ملكي سطح خوښ كړے شوے دے. 
'رحمت الله درد د پښتو غزل د نوي روايت او اسلوب باني مئ 2019ع' د خداے بخښلي پروفېسر رحمت الله درد د غزل په سلاست، اسلوب، انفراديت، مقصديت، او سادګئ بحث كوي. د احمدجان احمد مروت د 'درد او مجذوب' (اكتوبر 2006ع) او ځنو مقالو نه پس د خپلو خلقو نظر انداز د منفردې لهجې په دے شاعر دا اهم تصنيف دے، چې د درد د غزل تجزياتي مطالعه د تنقيد د جديدو اصولو په رڼا كښې كوي. 
'په مونږ كښې زنديق نشته 2017ع 'په سماع، تصوف، تعقل او علم كلام، د عباسيانو د دور فقهي او تصوفي تاريخ، د ناويشلي هند د تصوفي بحثونو او بيا د خپلو پښتنو متصوفينو ميا فقيرالله وغېر هم د افكارو ذكر او احاطه كوي، په نولسمه او شلمه پېړئ كښې جديد علم الكلام او تصوف لنډ تاريخ بيانؤلو سره سره دا كتاب د پښتو د سنجيده ادب ډېر ژور افكارلري، او د بحثونو او شاملو افكارو په اساس د خپل نوعيت ځانګړے كتاب دے. دا كتاب ئې په حكومتي سطح په (دوه لاكهه روپئ) انعام ونمانځلے شو. له بريالي صاحب څخه په داسې موضوعاتو له نورو علمي ليكنو طمع اوتوقع كېدے شي چې د يو كښې زيات تبحر او استناد لري. 
'حال او قال2014ع ' د شپاړسو ادبي شخصياتو د فكر او فن جائزه او ځنې نورو موضوعاتو باندې مضامين لري، بين السطور كښې د يو دور ادبي تاريخ هم قلم ته سپاري او د څو ادبي تقريبونو رودادونه هم بيانوي. وړومبو خبرو كښې ئې رومان شا ه رومان 'نوم او كار دواړه بريالي ګڼي'. 
'روښاني تحريك (په شال(كوټه) او كندهار كښې)'2018ع- په دوه نيمو سوونه زياتو مخونومشتمل دا كتاب، د جناب اكبر كرګر د 'بايزيد روښان او اشراقي معرفت' ( 2019ع) او د خداے بخښلي روښان شناس پروفېسر ډاكټر پروېز مهجور خېشكي د 'روښاني تصوف' (2016ع)، د محمد معصوم ھوتک د 'خېرالبيان او صراط التوحيد' (2017ع) د زيارونو په تسلسل او موضوعاتي اشتراك كښې، مستندو او ثقه منابعو ته رسائي كوي ځكه چې دا كتاب جديد تر او مختص تر دے. او د پخوانيو او اوسنيو ځائي او مستشرقينو اقوال او اراء وار په وار نقل كوي او پرې علمي او منطقي جرح كوي، خپل دلائل وړاندے كوي، او د فكر، خبر او نظر نوې لارې په ګوته كوي. د محقق او اديب فرهاد محمد غالب ترين په خيال ' د بريالي صاحب دا كتاب د روښاني تحريك په تعبير، تشريح او تفهيم كښې زيات واضح او اهم دے '، زما په خيال د دے كتاب ژبه، منابع، مصادر، زيات قوي ښكاري او د بيان انداز ئې ډېر زړهٴ راښكونكے دے. د بايزيد روښان د تصوفي مقاماتو تشريح كښې د 'سكونت' په باب د بايزيد له دواړو كتابونو د 'الترمذي وابن ماجه' په حواله د 'اللهم احييتني مسكينا و اميتني مسكينا و احشرني في زمرة المساكين' عبارت راؤړي، او ګويا د مذكور'مسكين' او بايزيد د 'سكونت' د مقام تطبيق كوي، خو سوال دا دے چې ايا دغه تطبيق عقلِ سليم مني؟دا استنباط انشراحِ صدر نهٴ كوي. البته د شريعت او طريقت په مروجه تړون او مطابقت كښې يوه هڅه ګڼلې كېدې شي. دوي د ډاكټر پروېز مهجور خوېشكي علمي كتاب'روښاني تصوف' باندې د 'تصوف په مسلك كښې د روښاني تصوف څرك' ليكلې جامعه او مانعه مقدمه كښې هم په خپل دغه موقف تفريع كوي، ليكي '... خو د كمال خبره دا ده چې د بايزيد مسكنت يو داسې افاقي منصب دے چې د رومي او شمس تبرېز د خداے د مينې سره يوځاے كېدل هغه مقام دے چې ډاكټر مهجور ورته د'بقاباالله' منصب وائي.... ' 
مونږ د مرحوم سعيد ګوهر په تذكره كښې ليكلي وهٴ چې له بلوچستان نه د'پټې خزانې ' په باب په متضادو نتائجو ولاړ دوه غوره تحقيقي زيارونه راغلي دي يو د ښاغلي سعيد ګوهر 'پټه خزانه في الحقيقيت'- او بل د بريالي صاحب 'پټه خزانه د حقيقت په ائينه كښې' –پهٴ څهٴ كم پينځه سوو مخونو مشتمل دا كتاب محقق د خپل موقف او مدعا په اثبات كښې د' پټه خزانه يو ناقابلِ ترديد حقيقت' نه شروع كوي. نورو مشمولاتو كښې دوي د قلندر مومند 'پټه خزانه في الميزان' د شك لړلي هغه مضمون تفسير' ګڼي چې په كال 1976ع كښې' پښتو' مجله كښې شائع وهٴ، او وروستو كامل كتاب شو. او 'دوي هم په 17 اپرېل 1977ع كښې لورالائي كښې د 'پښتو ادبي ملګرو' له لوري راجوړ سيمينار كښې وراندے كړے شوے د دغه مضمون جواب دا كتابي شكل وموندو. دا كتاب وړاندے'په پټه خزانه د جديديت الزام او د هغهٴ تحليل'، د 'مخالفينو' ښاغليو مشتاق مجروح يوسفزي، سعيد ګوهر او سيد محمود ظفر ترديد، د موافقينو د اقوالو تائيد، او دعزيز لوني د تېروتنو ذكر كوي، په ظاهره د بريالي صاحب دا كتاب د قلندر مومند د كړو شوو پوښتنو او اعتراضونو ځوابونه ښكاري خو د خپل مؤقف په تائيد كښې د دوي دلائېل هم نظر انداز كېدے نهٴ شي. پښتو ادب كښې تر څلور څلوېښتو كلونو روان د پټې خزانې دا مباحث او د جواب الجواب سلسله بنده ته د امام ابو حامد محمد بن محمد الطوسي الغزالي او ابولوليد محمد ابن احمد ابن رشد تر مينځه شوي علمي اختلاف او د جوابي تصنيفاتو سلسله راياده كړي. او د خپلو موقفونو په تائيد كښې بحث لا مختتمه پاتے شي. او اوس خو د جمعه خان صوفي صاحب ''پټه خزانه د تاريخ په تلا؟(تله)كښې، هم وليكلے شو چې زما له نظره نهٴ دے تېر خو په سرورق د كتاب په نوم كښې د فاش غلطئ نه ئې علمي او تحقيقي حيثيت ښكاره كيږي. د بريالي صاحب دا كتاب هم په 'پټه خزانه' ليكلي نورو كتابونو غوندې كله كله د اظهار د افراط او تفريط او موضوع او موقف سره د جذباتي وابستګئ عناصرلري. كله كله جزئيات نګاري او طوالت هم ښهٴ نهٴ برېښي. 
په شخصياتي توګه بريالے صاحب د خداے بخښليو مولناعبدالمجيد افغاني، مير احمد شاه رضواني، قاضي عبدالسلام، عبدالقدوس قاسمي، مولنا محمد اسرائېل او حافظ محمد ادريس، مولانا عنايت الرحمان د طورو، مولانا امير محمد ترخوي، مولانا عبدالقادر، تقويم الحق كاكاخېل، پروفېسر افضل رضا او ځنو نورو اكابرو رحمهم الله غوندې هغه ډلې سره تعلق لري چې خپلې سيني ئې په ابتدا كښې د حقاني علومو په رڼا رڼې كړي، او اصلي متونو، حقيقي منابعو او عربي او فارسي ادب ته ئې رسائي ممكنه كړې وه، او د شرقي علومو دغه ځلا ئې د فن او فكرپه زيارونو كښې برېښي. بل اړخ ته دوي د هغه اديبانو په قبيله كښې هم شمېرلے كېږي چې نهٴ د پښتو استاذان پاتے دي او نهٴ ئې رسمي وظيفه وه خو د اِدارو هومره كارئې كړے دے لكه قاضي عطاءالله، دوست محمد خان كامل، قلندرمومند، اجمل خټك، ډاكټر محمدهمايون هما، ډاكټر سيد وقار علي شا كاكاخېل، ډاكټر لياقت تابان، رشيد احمد صاحب و غېر هم... چې د منصبونو تقاضې ئې نورې وې خو پښتو ئې د خپل زيار او كار په رنګ رنګينه كړې ده. بريالے صاحب په شرقي او غربي دواړه علومو منور دے او متنوع ادبي او علمي اثار ئې د دغه دعوې ښكاره ثبوت دے. 
د مترجم په حيث د دوي د انګريزۍ او پښتو نه ترجمې، او د تاريخ نويسئ ضمن كښې د مشهور مورخ ارنلډ جوسف ټائن بي د تاريخ پښتو ترجمه، چې شايد هم د دوي دغه اوليت لري، د دے كهنه مشق اديب د جهان بينئ، سياسي زيركتيا، تاريخ ليكنې ته مېلان، سماجي تبحر او هر اړخيزه شخصيت عكاسي كوي. 
د دوي همعصر اديب ملګري عمرګل عسكر ماسره خبرو كښې اووئېل چې 'بريالے زمونږ د 'پشتو ادبي ملګري' تنظيم ډېر اهم او ډېر ښهٴ غړے، او مونږ ټولو سره كمكونه كؤنكے ملګرے دے. د ملګريو او علاقې په غم ښادئ كښې ګډون لري. علم دوست برېالے د تحقيق د طالب علمانو مدد او رهنمائي كوي'
سرور سودائي صاحب وائي، 'بريالے ښهٴ دوست، دروند پښتون، خوږ سړے، مېلمه پال، مددګار او د ډېر ژوندي طبيعت څښتن دے، په حساسو علمي موضوعاتو د كار كؤلو هنر لري'
د خپل فكر په څېر متحرك او متنوع بريالے، د خپلې خاؤرې نه علاوه د ملك په نورو برخو كښې عموما او د خېبر پښتونخوا په هر ښار او هر كلي كښې خصوصا د دمې، علمي او ادبي صحبتونو او علم دوست او علم پروره خلقو سره د پخې ناستې پاستې ځايونه لري، او هر ځاے ئې وجود غنيمت ګڼلے كيږي په كشرانو زيات مهربان او د مشرانو زيات قدردان عبدالكريم بريالي صاحب د پاره لاس په دعا يو چې د ژوند په هر ګام كښې دے كامرانه اوبريالے وي او علم او عمل كښې دې ئې نهٴ ختمېدونكي بركتونه وي. 

منبع: د «پښتو ادب pukhto adab» له فيسبوک پاڼي څخه (د کاپي کولو نېټه: د ۲۰۲۲ کال د نوامبر دريمه)
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/luek8

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba