ليکونکی: استاد حبيب الله رفيع
د هوتکي غورځنګ په بریالیتوب او د هوتکي واکمنۍ په پیاوړتیا کي د پښتنو د بېلابیلو ښاخونو دراکو او حساسو کسانو لاس درلو او د دوی په روڼ فکر او روڼه توره چاري پر مختللې. دا کسان که له یوې خوا دجګړې په میدان کي غښتلي ول، له بله پلوه د فکر او قلم په ډګر کي هم تکړه او پياوړي ول. موږ په دې دوره کي ډېر تورکښان او قلم کښان لرو، چي د توري کیسې او د قلم نښي ئې را پاته دي. او ځینو به د دې دورې منظوم او منثور تاریخونه کښلي دي چي د متنونو ترلاسه کېدل او خپرېدل به ئې د دې دورې د پيښو په څېړلو کي نوي لاري پرانیزي.
وروستیو څېړنو موږ ته د هوتکي دورې څلور مهم پښتو تاریخي کتابونه راوښودل چي د ځینو ئې بشپړ متن په لاس کي دئ او د ځینو ئې د متن نمونې لاس ته راغلي او ځیني ئې لا تر اوسه یوازي په نامه پېژنو. په دې کي تر ټولو مهم کتاب پټه خزانه ده، چي د هیواد سترګور مورخ او پیاوړي ادیب محمدهوتک د شاه حسین هوتک د واکمنۍ په وخت کي په (۱۱۴۱ــ۱۱۴۲هـ ق) کلو کي کښلې، چي د پښتو ادب د لرغونو نمونو تر څنګ په زړه پوري تاریخي پيښي هم لري او متن ئې تر اوسه درې ځلي د لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي په زیار، سریزه، ژباړه، لمنو، نښلونو او سپړنو چاپ شوی دئ. (۱)
د رېدي خان مومند محمود نامه د هوتکي دورې هغه منظوم تاریخ دئ، چي د هوتکي غورځنګ له پيله بیا د شاه محمود تر سوبو او بریالیتوبونو پوري پيښي پکښي په خواږه نظم انځور شوي او یوه برخه ئې پټي خزانې تر موږه پوري را رسولې ده.(۲)
درېیم تاریخي اثر د نصرالدین امالي دئ، چي «پلار ویلي» نومیږي او په نثر ئې د هوتکي دورې سیاسي تاریخ کښلی دئ (۳).
څلورم اثر د «جګړه د محمود خان، نیول د اصفهان» نومی اثر دئ، چي په دې مقاله کي پرې غږیږو. همدا راز تر هوتکي دورې را وروسته د سدوزو په واکمنۍ کي هم یو هوتک چي عبدالغفار نومېدئ، د هوتکي دورې منظوم تاریخ کښلئ، چي نسخه ئې په لاس کي ده (۴).
تر دې لنډي یادوني وروسته د یاد شوي اثر معرفۍ ته را رسیږو او مخکي تر دې چي دا اثر در وپېژنو د لیکوال او پتي په باب ئې ږغیږو.
د کتاب لیکوال: د «جګړه محمود افغان، نیول د اصفهان » نومي کتاب لیکوال ملامحمدامین سرپرېکړی دئ، چي په ټبر مراڼی کوچی وو. د دوی کورونه په ژمي «واڼه» تر «ډېرو» او په دوبي کي په مرغه او د غونډانو په شاوخوا کي مېشت ول. دوی هغه وخت چي زموږ د هیواد یوه برخه صفویانو لاندي کړې وه او پر کندهار او شاوخوا سیمو ګرجیان مسلط ول په ناسرو کي مېشت شول او د ناسرو تر څنګ ئې د وطن په دفاع کي مېړنۍ برخه واخیسته او له همدې کبله د تل له پاره په ناسرو کي مېشتي شول(۵).
ملامحمدامین سرپرېکړی شپږدېرش کلن زلمی وو، چي په ۱۱۳۵هـ ق کال د هوتکي شاه محمود له لښکرو سره د ارسلاخان ناسر (۶) تر بیرغ لاندي اصفهان ته ولاړ او څرنګه چي د ده د خپلي وینا له مخي: «د جنګ په فنونو او فتورونو کي ګړندی وو» نو د دې سوبمن ټولواک په لښکر کي ئې مېړنۍ برخه واخیسته او له سوبي وروسته بېرته خپل هیواد ته راستون شو(۷).
له دې چي دی د اصفهان په بریالۍ جګړه کي ۳۶ کلن وو او دا جګړه په ۱۱۳۵هـ ق کال پېښه شوې وه (۸) نو د زېږېدو نېټه ئې ۱۰۹۹هـ ق کال ټاکلای شو او د ده د زوی حافظ نورمحمد د وینا له مخي چي وایي: «او پلار زما په یو زر، یوسل څلور اویا کي رضوان جنت بللی وو» (۹) د پنځه اویا کلنۍ په عمر وفات شوی دئ.
د کتاب پته:
د دې ګټور کتاب نسخې تر اوسه په لاس کي نشته خو د ده زوی حافظ نورمحمد ئې په خپل «قصه د برېښنا یا خدۍ» نومي اثر کي پته راکوي. ده دا اثر په ۱۲۰۴ هـ ق کال کښلی او خطي نسخه ئې ماته میر حیدر صاحبزاده راکړې ده (۱۰). دی د دې اثر لیکلو ته د پلار کتاب هڅولی او ویلي ئې دي: «ما هم قصد وکاوه چي سربېره په پله د ده رهي سم او په دې باب کي کوښښ کوونکی او زیاري سم...» (۱۱)
د کتاب محتویات: حافظ نورمحمد وایي چي زما پلار د اصفهان په جګړه کي په ۳۶کلنۍ کي برخه اخیستې وه او کله چي بیرته راغئ نو: «ده مبارک چي حال د دې جګړې په خپله لیدلی وو نو ئې یو وړوکی کتاب په ژبه خوږه د پښتو کي په حال د دې جګړې کي لیکلی وو او نوم د دې کتاب جګړه د محمود خان، نیول د اصفهان دئ. حق دا دئ چي ډېر ښه او رښتنی بیان دئ او دا کتاب په زڼیو د پښتو له جهته د بدلو د قومو قیمتي دئ او نر و ښځي او کم و لوی ئې خواهشتي دي ...» (۱۲).
موږ وینو چي د حافظ نورمحمد کیسه په خاص او خواږه نثر کښله شوې چي هم رواني، هم سلاست او هم عام فهمي لري نو ښایي چي د پلار کتاب به ئې هم په همداسي نثر وو، ځکه چي دی ځان د خپل پلار پر لاره روان بولي. پر دې سر بېره دې کتاب تاریخي نارې هم درلودې چي اوس خورې ورې موندل کیږي، چي ما دا ډول ۷۸ نارې په ۱۳۴۹کال د «هوتکو نارې» په نامه په یوه رساله کي خپرې کړي او په ۳۸ نوي تر لاسه شوي ناري مي ئې چي میرحیدر صاحبزاده راسپارلي وې د زیري په خاصه ګڼه کي نشر کړې. ښایي د دې نارو لومړی راټولوونکی ملامحمدامین سرپرېکړی وي او د ده د کتاب له لاري خورې شوي وي او یا هم ښايي د ده د کتاب تاریخي نارې بل راز او نوري وې.
د کتاب نمونه:
موږ ته د دې کتاب کومه داسي نمونه نه ده راپاته چي د کتاب په باب معلومات راکړي. یوازي دوې جملې ئې حافظ نورمحمد د خپلي کیسې په سریزه کي را اخیستي او دا دوې جملې دا را ښيي چي د ملامحمد امین سرپرېکړي د کتاب متن په خواږه نثر وو او هغه دوې جملې دا دي: « زه په دې غزا کي ۳۶ کلنی وم، د جنګ په فنو او فتورونو کي ګړندی وم» (۱۳).
د ملامحمدامین نور اثار:
ملامحمدامین سرپرېکړی د دې کتاب پر کښلو سر بېره شعرونه هم ویلي چي نمونې ئې راپاته دي او څو قلمي شعرونه ئې د فاضل استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په ځاني کتابتون کي شته.
پایلیکونه:
۱ـ لوی استاد د دې کتاب نسخه په کوټه کي موندلې وه، چي لومړی ځل په ۱۳۲۳ کال پښتو ټولني، په ۱۳۳۹ کال کي د پوهني وزارت د دارالتالیف ریاست او په ۱۳۵۴ کال کي د پښتو د پر مختیا او پیاوړتیا امریت په عکسي توګه خپره کړه.
۲ـ د دې کتاب د متن تر لاسه شوې نمونه د پټي خزانې د خطي نسخې په ۷۱ تر ۷۸ مخونو کي خوندي ده.
۳ـ د دې کتاب په باب لومړی ځل ګران ملګري ښاغلي زلمي هیوامل د زیري د روان کال د ۳۴ ګڼې په سر مقاله کي خبري وکړې.
۴ـ د دې تاریخ نسخه هغه وخت چي په ۱۳۵۵ کال کي زه او ښاغلی هیوادمل د کلات سیوري ته تللي وو، ښاغلي هیوادمل و مونده او هماغلته ساتله کیږي چي فاضل استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په خپله مقاله کي معرفي کړې ده.
۵ـ د حافظ نورمحمد د برښنا د خطي کیسې سریزه.
۶ـ دا نوم ما د هوتکي دورې په رجالو کي ونه موند، ښکاري چي تاریخونو نه وي ثبت کړی خو یوازي په دې کیسه کي ئې نوم خوندي دئ.
۷ـ د برښنا د کیسې سریزه.
۸ـ هوتکیان، استاد عبدالروف بېنوا، تاریخ ټولنه، ۱۳۴۵ش، ۷۹مخ.
۹ـ د برښنا د کیسې سریزه.
۱۰ـ د دې کیسې د معرفۍ له پاره وګورئ: کابل مجله، ۱۳۵۵کال اوومه ګڼه،« دوه تنه کوچي مؤلفین او پيښ لیکونکي» د لیکونکي مقاله.
۱۱ـ د برښنا د کیسې سریزه.
۱۲ـ د همدې کیسې سریزه.
۱۳ـ د همدې کیسې سریزه.
یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) د مقالو ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال کي د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________