د موضوع لنډه بڼه:
د مصنوعي ځيرکتيا راتګ به د انساني ژوند په ټولو برخو کې بې ساري لوی تغيرات او انقلابونه راولي. لکه څنګه چې په بخار چلېدونکي لومړي ماشين نړۍ ته تغير ورکړ، مصنوعي ځيرکتيا به انساني ژوند کې تر هغه په څو چنده زيات تغيرات رامنځته کړي. د دې لپاره چې پښتو د انساني تاريخ په دغه مهم پړاو کې د هميشه لپاره ګونګه نشي، ورته په انفرادي او ډليزه توګه کار کول پکار دی.
د موضوع مفصله بڼه
دمګړی انسانيت د دا ډول يو تخنيکي نوښت او اوښتون پر لور په چټکۍ روان دی، چې د انسان د پيدايښت راهيسي يې ښايي بل ساری نه وي ليدل شوی. لکه څنګه چې د کرهڼې پېل، د اربې اختراع او د لومړي په بخار چلېدونکي ماشين اختراع د انسان ژوند ته تغير ورکړ، همداسي اوس مصنوعي ځيرکتيا د انسان او انسانيت و وضعيت ته د يو بېساري بدلون ورکولو په درشل کې ده.
کله چې انسان ماشين جوړ کړ نو يې يو نه ستړي کېدونکی او تقريبا نه ختمېدونکی قوت په لاس راوړ چې په مرسته يې هغه کارونه وکړي چې تر مخه يې آن تصور لا هم ممکن نه و. انسان د ماشين په جوړولو وتوانېد چې له اوسپنې او فولاد څخه ځان ته داسي «جن يا پيری» جوړ کړي چې چون او چرا نه لري او نه ستړيا پېژني. انسان په ماشين سره خپل مټي او لاسونه په بېساري توګه پراخ او قوي کړلای شوای چې دا پروسه پسله سلونو کالونو لا ادامه لري.
اوس انسان په دې توانېدلی دی چې د خپل عقل او دماغ د پراختيا په مقصد مصنوعي ځرکتيا رامنځته کړي او هغه وروزي او لا يې پراخه او چټکه کړي. د دغه نوښت اثرات به په لوی احتمال د انساني ژوند پر طرز او د مځکې په کوره کې پر شته ټولو موجوداتو تر هغه زيات او پراخ وي، لکه چې اوس يې انسانان فکر کوي.
مصنوعي ځرکتيا څه شی ده؟
د ماشينونو او کمپيوترونو له لارې د دا ډول وظايفو اجرا کول چې په اصل کې ورته انساني ځيرکتيا ته اړتيا وي، ورته مصنوعي ځرکتيا ويل کيږي. د مثال په توګه لکه زده کړه کول، ستونزي هوارول او د شته معلوماتو پر اساس نوې پرېکړي کول د انساني ځيرکتيا يو صفت دی. خو کله چې کمپيوتر يا ماشين د زدکړې توان پيدا کړي، نو ورته مصنوعي ځيرکتيا ويل کيږي.
د مصنوعي ځيرکتيا يوه بېلګه د انساني څهرو پېژندنه او ترسيم دی. د څو مودې راهيسي پروګرامونه شته چې زاړه خراب شوي انځورونه رغوي او له سره يې ترسيم کوي. دغه پروګرامونه د مليونونو انسانانو د انځورونو په مرسته روزل شوي او زدکړه يې کړېده او د لسونو يا آن سلونو مليونو انځورونو په تجربه او زدکړه سره کولای شي چې د يو ماشوم انځور درته داسي تغير کړي چې په لوی احتمال به د بالغ، پوخ او زوړ انسان په حيث څنګه معلوميږي.
انساني ژبه او مصنوعي ځيرکتيا
د مصنوعي ځيرکتيا د کارونې لپاره مخ په وړاندي د انساني ژبې سره د ماشين وصل کول او تر منځ يې د اړيکو نيولو لارې آسانه کول يوه مهمه موضوع ده. د جي پي ټي په شان مصنوعي ځيرک ماشينونه د انسانانو سره د هغوی په انساني ژبه تماس نيسي او اوامر يې پر ځای کوي. هغه معلومات چې دغه ځيرک ماشينونه يې و انسانانو ته د هغوی د سوالونو يا اوامرو په بدل کي وړاندي کوي، هغه هم اکثره له ليکل شوي انساني ژبي او منابعو څخه اخيستل شوي دي. دا چې دغه ځيرک ماشين ستاسو يوې پوښتنې ته دومره دقيق جواب درکولای شي، وجه يې دا ده چې دغه سيسټم ته مخکې په مليونونو کتابونه معلومات د ډيجيټل شوي موادو په توګه سپارل شوي دي.
لکه څنګه چې زيات تعليم لرونکي او د زياتو کتابونو لوستونکي انسانان په ځانګړو برخو کې تر نورو زيات معلومات لري او په اړونده ساحو کې جوابونه ورکولای شي، په همدې شان بلکه تر هغه څو مليونه چنده زيات او دقيق معلومات اوسني د مصنوعي ځيرکتيا ماشينونه ورکولای شي. دغه وړتيا به يې د وخت په تېرېدو سره ښايي زموږ تر تصور څخه آخوا ډېره پراخه شي.
طب، زراعت، سياست او آن دين
د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته به د انسانانو درملنه، جراحي عمليات، د نوو درملو جوړول او د مصنوعي غړو توليد ښايي له سره تغير وخوري. د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته کرهڼې پر وخت ننګونو کمول لکه د ناروغيو پېژندل، مخنيوی يې کول، د بوټو مراقبت، په لږو اوبو د زياتو بوټو خړوبول او داسې نورې آسانتياوې به هم ښايي په زراعت او کرهڼه کې انقلاب راولي او د مخ په زياتېدونکي انساني نفوس لپاره د خوراکي امنيت د زیاتېدو لامل شي. دا چې په ټاکنو، بحرانونو او جنګونو پر وخت به بېلا بېل اړخونه څه ډول فيصلې او حرکت کوي، دا به د مصنوعي ځيرکتيا له خوا په لا دقيقه توګه د اټکل وړ وګرځي او ښايي په يادو ساحو کې د انقلابي تغيراتو لامل شي.
په لوی احتمال به په راتلونکي کې مصنوعي ځيرکتيا د شته اديانو، د اديانو د منابعو، د اديانو په تړاو تر اوسه ليکل شوو تشريحاتو، مسلکونو، فتاوا، مذاهبو او نورو برخو په تړاو معلومات په بېسارې توګه پروسس کړلای شي. د دغو سيسټمونو سره په لوی احتمال بيا هيڅ انساني ملا، راهب يا پادری په ټاکل شوې ديني موضوع کې مناقشه يا مشاجره ونکړلای شي.
پښتو او پښتانه د مصنوعي ځيرکتيا په پېر کې
د دې لپاره چې مصنوعي ځيرکتيا د دغې د استعمالېدونکې سره په ژبه وپوهيږي، نو بايد چې يوه مشترکه ژبه يې تر منځ موجوده واوسي. دمګړی له مصنوعي ځيرکتيا سره د کار کولو لپاره تر ټولو مهمه ژبه انګرېزي ده. خو نورې ژبې هم د دغې ځيرکتيا څخه د کار اخيستلو لپاره کارول کيدلای شي. البته دا په دې پوري اړه لري چې مخکې په کوم مقدار د اړونده ژبې مواد لکه کتابونه ډيجيټل شوي او د مصنوعي ځيرکتيا و حافظې ته سپارل شوي دي. پر انټرنټ او خواله رسنيو شته معلومات د بېلګې په توګه د دغو سيسټمونو لپاره په ډېره آسانه د کار اخيستلو وړ دي.
مصنوعي ځيرکتيا صرف له ډيجيټل معلوماتو څخه معلومات اخلي او هغه پروسه کوي. البته د تخنيکي آسانتياو او پخپله د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته انالوګ معلومات لکه چاپ شوي کتابونه په ډيجيټل معلومات اوښتل کېدلای او په دې توګه د مصنوعي ځيرکتيا په معلوماتي ځېرمو ته سپارل کېدلای شي.
که له يو اړخه د مصنوعي ځيرکتيا سره د تماس نيولو لپاره د مشترکې ژبې د شتون خبره مهمه ده، نو له بل اړخه د يوې ژبې د پرمختګ او و نوو سيسټمونو ته داخل کولو لپاره له مصنوعي ځيرکتيا څخه کار اخيستل او د پروسو چټکول هم ډېر مهم دي.
د خوښۍ خبره دا ده چې په هغو سيمو کې د اوږدو او دوام لرونکو بحرانونو باوجوده، چېرې چې پښتانه ژوند کوي، د هغوی ژبه تر يوې اندازې په نوې ډيجيټالي نړۍ کې حضور لري. که څه چې دغه حضور ډېر ابتدايي، محدود او له ستونزو او نيمګړتياو سره مل دی، خو بيا هم شته دی. بده خبره دا ده چې په لوی احتمال به دغه کم حضور په راروانو انقلابي تغيراتو او توفانونو کې د خپلو ريښو ساتلو او سيالي کولو لپاره کفايت ونکړي.
څه کول پکار دي؟
دا چې د پښتنو او پښتو لپاره لا د ډيجيټل کېدو په لاره کې څومره اوږد مزل لا پاته دی، له دې يې اټکل کولای شئ چې تاسو چې کومه مقاله لولئ، هغه د يو داسي کس لخوا لیکل شوې ده چې نه ژبپوه دی، نه پروګرامر دی او نه د مصنوعي ځيرکتيا يا حد اقل د ډيجيټلايزېشن د پروسو کوم کارپوه دی. دغه مو حال دی...
د دې لپاره چې پښتو په روان او راتلونکي انقلاب کې د ژوند او سيالۍ چانس ولري، په لوړه اندازه د دغې ژبې د شته توکو ډيجيټلايز کول پکار دي. په دغه پروسه کې د کارونو د آسانه کولو لپاره پخپله له مصنوعي ځيرکتيا او تخنيکي آسانتياو څخه کار اخيستل مهم دي. دا ټول هغه کارونه دي چې که دولت او حکومت ورته ژمنتيا، اړتيا او وسايل ونه لري، نو بيا هم ممکن دي. انټرنټ تر مخه لا د نړۍ د واټن تناونه رالنډ کړي دي او هر څوک هر وخت چې وغواړې په هر ځای کې په مجازي توګه راغونډېلای او منسجم کېدلای شي.
زما د حقيرې او ادنی پوهې او ډېرو کمو معلوماتو پر اساس د پښتو ژبې د ليکدود داسي معياري کول چې په تخنيکي او ډيجيټالي پرمختګ کې مانع نشي، د وخت يوه له تر ټولو مهمو اړتياو څخه ده.
خو حقيقت دا هم دی چې کابل په ياده موضوع کې يو شانته ډول ډبوي، پېښور يې بل شانته، کندهار يې بل شانته او کوټه يې بل شانته. پښتانه له بده مرغه لا تر اوسه د سيميزتوب او قبيلوي افکارو په جال کې داسي بند پاته دي چې خپلې پرېکړي د پوهې، حق، عدل او منطق پر اساس نه بلکه د زور بالا زور پر منطق کوي. د املا په برخه کې هم چې څوک د شته املايي واريانتونو او «معيارونو» رامنځته کېدنې ته وګوري نو د علمي استدلال پر اساس کمې خو د غير مسلکي کسانو لخوا د «لاس پورته کولو» يا «لاس نه پورته کولو» پر کمزورو اصولو رامنځته شوي او له بده مرغه لا هم لانجمنې دي.
د دې لپاره چې پښتو او پښتانه د راروان ډيجيټالي انقلاب تر پښو لاندي نشي، پکښي د هميشه لپاره غرق نشي، نو بېله ځنډ څخه پر دغه موضوع د علمي سيمينارونو جوړول، د نوو مسلکي کسانو روزل، دولتي او غير دولتي پروژې رامنځته کول او د روانو پروژو تقويه کول، او په انفرادي او اجتماعي توګه په دغه ساحه کې له روانو حالاتو او تغيراتو څخه د ځان خبرول او ورته غبرګون ښودل پکار دي.
احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۴ نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/l6r6v
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________