قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com د پښتو شاعرانو د دېوانونو بيلي لغتنامې سره يوځای کړي دي او ورڅخه يو قاموس يې جوړ کړی دی. دغه قاموس اوس پر ياده پاڼه د «
Glossaries of Pashto Books (د پښتو لغتنامو قاموس)» تر عنوان لاندي پر انټرنټپاڼه او په اندرويد اېپ کي خپور سوی دی. دغه لغتنامې زيارکښ او د ښايستو اخلاقو څښتن شمس الله آرين ټايپ کړي دي. دغه اتلس کلن ځوان چي دمګړی په کندهار کي د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د دويمي ټولګۍ محصل دی، د دغو لغتنامو په ټايپ کي يې په پوره توګه له امانتدارۍ څخه کار اخيستی دی. د لغتنامو د دغه قاموس مفکوره د يادې پوهنځي د ښاغلي او محترم استاد خليل الله سروري صاحب ده، چي د لغتنامو د ټايپ په پروسه کي يې د شمس الله آرين د لارښوونې تر څنګ د قاموسونو سره د دغې پروژې په تخنيکي مسايلو کي هم ګټوري مشورې او مرستي کړي دي.
د لغتنامو په دغه قاموس کي د هر لغت سره د هغه منبع او د هغه کتاب بشپړ معلومات راغلي دي، د کوم له لغتنامې څخه چي هغه رااخيستل سوی دی.
دمګړی د لغتنامو په دغه آنلاين قاموس کي د ۷ دېوانونو لغتنامې راټولي سوي دي چي بشپړه معلومات يې د دغه ليکنې په پای کي موندلای سئ. په دغه آنلاين قاموس له پاره د نورو لغتنامو د ديجيتل کېدو کار ادامه لري او انشالله د وخت په تېرېدو سره به نورې لغتنامې هم ور اضافه کړل سي.
قاموسونه آنلاين پروژه دمګړی ۴۴ پښتو قاموسونه پر www.Qamosona.com انټرنټ پاڼه او د دغې پروژې پر ځانګړي اندرويد موبايل اېپ د وړيا استعمال له پاره وړاندي کوي. دغه پروژه چي هيڅ تجارتي مقاصد نه لري له نژدې ۲۰ کالو راهيسي يې يوازنی مقصد د علم خدمت او عالمانو ته پر انټرنټ داسي آسانتياوي برابرول دي چي د پښتو د ژباړي، کره کتنې او نورو تحقيقي کارونو پر وخت په آسانۍ سره پښتو قاموسونو ته لاسرسی ولري. د قاموسونه ټکی کام پروژه د هيڅ دولتي يا غير دولتي بنسټ يا سازمان سره هيڅ ډول تړاو نه لري او نه له کوم شخص يا بنسټ څخه کومي مالي مرستي ترلاسه کوي.
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د می ۲۶مه

په آنلاين سوي قاموس کي له لاندنيو ۷ لغتنامو څخه تر ۳۰۰۰ زيات لغتونه ځای سوي دي:

۱ ـ کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل.
۲ ـ کتاب: اسماء الحسنیْ د ميا فقير الله جلال آبادي؛ ليکونکی: علامه اکاډيمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۸۲ ل.؛ خپرندوی: د فلالوژی پوهنځی؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان.
۳ ـ کتاب: د حاجي جمعه بارکزي ديوان؛ ليکونکی: پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۶۰ ل.؛ خپرندوی: د افغانستان د علومو اکاډمي؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان.
۴ ـ کتاب: د رحمان بابا ديوان؛ ليکونکی: شاعر: رحمان بابا، مرتب او مهتمم: څېړنيار محمد عارف غروال؛ د چاپ کال: ۱۳۷۸ ل.؛ خپرندوی: پښتو ټولنه، دريم چاپ: ۱۳۹۸ ل.، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، د مخونو شمېر: ۲۸۰ مخه؛ د چاپ ځای: کندهار.
۵ ـ کتاب: د عبدالله محزون پوپلزي دېوان؛ ليکونکی: شاعر: عبدالله محزون پوپلزی، سريزه او لمنليکونه: د محمد معصوم هوتک، نقل، تصحيح او لغتنامه: د مطيع الله روهيال؛ د چاپ کال: ۱۴۳۹ ل. – ۲۰۱۳ ع؛ خپرندوی: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، چاپ شمېر: زر ټوکه، د مخونو شمېر: ۲۰۶؛ د چاپ ځای: کندهار.
۶ ـ کتاب: د ګل محمد مالګيري دېوان؛ ليکونکی: شاعر: ګل محمد مالګيري، سريزه، سمون او لغتنامه: مطيع الله روهيال؛ د چاپ کال: ۱۴۸۴ ل.؛ خپرندوی: علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، د مخونو شمېر: ۱۶۰ مخه؛ د چاپ ځای: کندهار.
۷ ـ کتاب: د ملا امير د ديوان لغتنامه؛ ليکونکی: شاعر: ملا امير، سريزه ترتيب لمنليکونه او لغتنامه: محمد معصوم هوتک، مهتمم: اسدالله ارماني؛ د چاپ کال: ۱۵۱۱ ل. ۲۰۱۷ ع.؛ خپرندوی: عرفان خپرندويه ټولنه، د چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه؛ د چاپ ځای: کندهار.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ