د قاموسونه ټکی کام پښتو وېبپاڼه تر ۴۵ څخه زيات پښتو قاموسونه په آنلاين بڼه کارونې ته وړاندي کوي. دغه قاموسونه د مفت اندرويد ځانګړي اېپ په مرسته هم کارول کيدلای سي.

د قاموسونو تر څنګ پر دغه پاڼه د ژبپوهنې، متن پوهنې او په مجموع کي د پښتو ژبي په تړاو علمي مقالې هم خپريږي. د قاموسونه ټکی کام پاڼي د مقالو دغې برخي ته څوک په مينو/لوړه پټۍ کي د «کورپاڼه» يا «Home» پر تڼۍ په کليک کولو سره تللای سي. تر اوسه پوري دغه مقالې صرف په پښتو ژبه خپرېدلې او صرف هغو کسانو ته د لوستلو وړ وې چي پښتو ژبه او د دغې ژبي لوست يې زده ؤ. اوس په دغه پاڼه کي يوه داسي تخنيکي آسانتيا ورزياته کړل سوه چي ټول دغه مطالب د پښتو تر څنګ په ګڼ شمير نورو ژبو لوستل کيدلای سي.

که څوک غواړي چي د قاموسونه ټکی کام کومه پرانستل سوې مقاله په بله ژبه وژباړي نو د مقالې سره مل د انځور اړخ ته د «مقاله وژباړه Translate this Article» او ورڅخه لاندي د ژبو ډراپ ډاون مينو موندلای سي. هلته هغه ژبه انتخابېدلای سي په کومه چي دغه مقاله ژباړل غواړي. د دغه اعلان سره مل انځور کي په سور رنګ دايره کي راوستل سوې برخه د ژبو ليسټ ښيي چي ورباندي د متونو ژباړه ممکنه ده.

!!يوه مهمه خبره دا ده چي کله چي غواړئ پاڼه او مطالب يې بېرته په پښتو سي نو بايد چي د «مقاله وژباړه Translate this Article» له لاري بېرته پښتو «Pashto» وټاکئ. که داسي ونکړئ نو ښايي تر زیاته وخته ټول مطالب او ټوله پاڼه صرف په هغه ژبه درته وښودل سي لکه تاسو چي ټاکلې وه.!!

د متن د ژباړي دغه برخه صرف هغه پښتو مقالې ژباړي چي پر قاموسونه ټکی کام خپرې سوي وي. له بده مرغه کتونکي لا تر اوسه نسي کولای چي خپل متون په دغه آسانتيا وژباړي.

د مطالبو يا مقالو د ژباړي نوې تخنيکي آسانتيا په لومړي سر کي په عربي، دنمارکي، هالندي، انګريزي، فرانسوي، جرمني، هندي، ايتالوي، لاتيني، فارسي، پنجابي، روسي، هسپانوي، سوېدني، ترکي او اردو ژبو مطالب ژباړي. خو دا چي دغه ژباړه د ځيرک ماشين په مرسته ترسره کيږي، نو ژباړه په بشپړه توګه دقيقه نه ده البته ښايي تر يوې اندازې د متن د څرنګوالي په هکله لوستونکي ته يو څه معلومات ورکړي.

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۴مه نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ