د «عبدالرحيم هوتک ديوان» او د «شمس الدين کاکړ ديوان» په نوم کتابونو لغتنامې پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوې. د يادو دواړو دېوانونو مدون فاضل استاد محمد معصوم هوتک صاحب دی او يادي لغتنامې هم استاد هوتک صاحب ليکلي دي. اوس دغه لغتنامې د قاموسونه ټکی کام په (Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)) نومي هغه آنلاين قاموس کي اضافه کړل سوې، چي تر مخه لا پکښي د پښتو ژبي د پخواني شاعرانو لکه د رحمان بابا، خوشال خان، حاجي جمعه بارکزي، عبدالله محزون پوپلزي او ګل محمد مالګيري د ديوانونو لغتنامې خپرې سوي وې.

د پښتو ژبي د ټولو مينه والو په استازيتوب زه له بااحساسه کندهاري ځوان عبدالنافع (وګورئ انځور) څخه مننه کوم چي د قاموسونه ټکی کام له پاره يې دغه دوې لغتنامې ډيجيټل کړې. د کندهار پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي دغه محصل له دې مخکي د عبدالرحيم هوتک بشپړ ديوان هم د قاموسونه ټکی کام له پاره ډيجيټل کړی ؤ. دغه ديوان تقريبا اته مياشتي تر مخه د قاموسونه ټکی کام د اشعارو په هغه ځېرمه کي ورزيات کړل سو چي پکښي د راټولو سوو پښتو اشعارو د مصرعو شمېر يې تقريبا دوه لکو ته رسيږي. عبدالنافع د يادو لغتنامو او ياد دېوان په ډيجټل کولو سره په عملي ډګر کي علم او بيا يو بې وزله ولس ته زياته مرسته رسولې ده.

قاموسونه ټکی کام غير تجارتي آنلاين پروژه ده چي له شلو کالو څخه زيات وخت راهيسي د پښتو قاموسونو په راټولولو او په ډيجيټل توګه د هغوی په وړاندي کولو کار کوي. دمګړی د دغې پروژې پر آنلاين پاڼه ۵۰ قاموسونه آنلاين دي چي پکښي د لغتونو شمير يې تر دولسو لکو څخه زيات دی. په دغو کي د پښتو اشعارو لويه ځېرمه هم شامله ده.

قاموسونه ټکی کام له هيڅ دولتي يا غير دولتي ادارې څخه مرستي نه ترلاسه کوي او نه هم په آينده کي د دې پلان لري چي له چا مالي مرستي وغواړي. له همدې کبله هر هغه څوک چي په عملي توګه يې د دغې پروژې سره مرسته کړې وي، لکه د کتاب په ډيجټل کولو يا بل اړخ کي، نو له دغې پاڼي او پروژې څخه د مستفيد کېدونکو ټولو کسانو په استازيتوب ورڅخه زه زياته مننه کوم.

احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ