زما په خپل شخصي ژوند کي ښايي ما په تيرو شلو کالونو کي نه پر زدکړو، نه پر تحصيل، نه په ساعت تېري، نه پر حصول رزق او نه هم په بل کوم کار دومره زيات وخت او نور شخصي امکانات مصرف کړی وي، لکه د پښتو سره او د پښتو ژبي لپاره چي مي مصرف کړي دي. په ژوند کي په زياته د خپل ځان سره حساب او کتاب کول مهم بولم. زه نن غواړم چي د دغه لنډ ليک په مرسته په عامه محضر کي د خپل ځان سره حساب او کتاب وکړم. خو ذهن ته مي څو پوښتني راځي: لکه، زه ولي په خلوت کي د خپل ځان سره دغه حساب او کتاب نه کوم؟ د دغه متن د ليکلو مقصد خو به مي خدای مکړه د خپل ځان ښودل، خودنمايي، د شاباسي ترلاسه کولو شوق او يا هم د ځان مطرح کول نه وي؟ د دغه حساب او کتاب کولو مقصد خو به مي خدای مکړه پر يو چا د احسان اچولو نه وي؟ په عامه توګه د خپل ځان سره د دغه حساب او کتاب کولو مقصد خو به مي دا نه وي چي زه د ژوند په نورو شخصي برخو کي په کافي او پرتليزه توګه له کمو لاسته راوړنو لرلو احساس لرم او اوس ورته عذر او معذرت لټوم؟ دغه او ورته زیاتي نوري پوښتني مي په ذهن کي ګرځي راګرځي، خو جوابول يې راته آسانه کار نه دی.


د ټولو يادو او نورو پوښتنو لپاره د ډاډه جوابونو نه لرلو باوجوده بيا هم يو ډېر قوي دليل وينم چي د خپل ځان سره د حساب او کتاب دغه ليک په عامه توګه شريک کړم. هغه دليل دا دی چي زه په خپل ځان، په خپل شاوخوا او خپل ټول ولس کي د نه منلو وړ د بې وسۍ او نااميدۍ يو مشترک احساس وينم. داسي يو مشترک احساس چي د اور په شان په ما او زما د ولس په دننه کي بل دی. موږ اکثره د دغه دنني مشترک اور او ناهيلۍ د احساس له کبله نه د خپل شخصي ژوند په نعمتونو او برياؤ خوند اخيستلای سو او نه هم راته د خلاصون کومه لاره تر سترګو کيږي.
که زه خپل د ژوند تيرو شلو کالو ته وګورم چي د ژڼکوالي او شباب له عمر څخه نېولې بيا اوس په ږيره کي د لومړيو سپينو ورېښتانو تر راڅرګندېدلو وخت شامل دی، نو له ځان څخه ډاډه او خوشاله نه يم. خو که خپلې بې سوادۍ، بې علمۍ، بې وسۍ، بې کسۍ، د امکاناتو او ملاتړو نشتون او نورو کمبودونو ته وګورم نو بيا د راتلونکي په هکله راپکښي هيلي راټوکيږي. زه غواړم چي دغه هيلي په زیاته و خپلو ځوانو او ناهيلو لوستونکو سره شريکي او ورته انتقال کړم.


غواړم د دغه ليک د لوستونکو سره د خپل ژوند د تيرو شلو کالو هغه کارونه شريک کړم، چي ما وکولای سول چي تر سره يې کړم. دا د هغه باوجوده چي په تيرو شکلو کالو کي نه الحمدلله ما له چا څخه د خپلو پروژو د پر مخ بيولو لپاره د پيسو غوښتنه کړېده، او نه مي الحمدلله تر اوسه پوري له دغو کارونو څخه کوم تجارت يا د پيسو ګټلو منبع جوړه کړېده. هغه وخت چي زما همزولو به په مېلمستياو او مېلو کي تفريح استراحت او ساعت تېری کاوه، يا به يې پيسې او اکاډميکي يا مسلکي رتبې ګټلې، ما خپله شپه او ورځ پښتو ته وقف کړېوه. زما سره په دغه کار کي د عملي کارکوونکو نه يوازي دا چي هيڅ کاروان نه ؤ ملګری، بلکه بالکل پکښي يک تنها وم. بېله خدای څخه راسره اکثره وختونه بل څوک نه ؤ ملګری چي بار مي راسپک کړي. په مؤقتي توګه راسره يو شمير دوستانو په عملي ډګر کي راته په پراخ زړه د مرستي لاس هم راکړی دی، خو تر ۹۵ فيصدو پوري کار ته زه تل يوازي پاته وم. خو زه په دې نه يم شرمېدلی چي مستعمله جامې واغوندم يا په شخصي ژوند کي نور محدوديتونه پر ځان وضع کړم. ښايي همدا وجه وي چي الله راته په شلو کالو کي دا مواقع راکړې چي حد اقل شل ځله خپل کړېدلي او د بدو خبرونو سره عادي ولس ته ښه او د زړه د پورته کېدلو او هيلو ډک زيري وړاندي کړم.


شل کالونه او شل ابتکارونه
(1) - 2001 - لومړي مفت آنلاين پښتو قاموسونه وړاندي کول، د قاموسونه ټکی کام پاڼي تاسيس، دمګړی پکښي پنځوس پښتو قاموسونه او په مليونو پښتو لغتونه انلاين دي
(2) - 2005 - لومړی د ټولو پخوانيو او نوو کمپيوتري پښتو ليکونکو پروګرامونو پر کيبورډي لې آوټ ولاړ د واحد کمپيوتري پروګرام جوړول
(3) - 2006 - لومړی د کمپيوتري اصطلاحاتو آلماني پښتو قاموس بشپړه کول
(4) - 2007 - په لومړي ځل په هسپانوي، ايټالوي، يوناني، جاپاني، اندونيزيايي، سوېډني او نورو ژبو د پښتو قاموسونه انلاين کول
(5) - 2009 - لومړی پښتو آلماني قاموس ليکل او چاپ ته ورکول
(6) - 2009 - په پښتو لومړی داسي قاموس ليکل چي پکښي د راغلي هر لغت منبع او ريفرنس ورکول سوی وي، چي ښيي دغه لغت په دغه املا او معنی په بل کوم کوم قاموس کي راغلی دی
(7) - 2009 - د پښتو لومړی داسي قاموس ليکل چي پکښي د هر لغت سره د پښتو شعر يوه جوړه بيتونه راغلي وي او ورسره د شعر د کتاب نوم، د پاڼي شمېره او د کرښي شمېره درج سوې وي
( 8 ) - 2010 - تر څلوېښتو زرو څخه زياتو پښتو لغتونو لومړۍ داسي فريکونسي چمتو کول چي پکښي د راغلي هر پښتو لغت د استعمال او کارول کېدنې اندازه او د نورو لغتونو سره پرتليز استعمال او فريکونسي ښودل سوېده.
(9) - 2012 - په پښتو ژبه لومړۍ د قرآن پاک د ترجمې او تفسير د لټون وړ انټرنټپاڼه جوړول، اسلام لکم ټکی کام
(10) - 2015 - د ژبپوهنې پر موضوع په پښتو ژبه د ليکل سوو علمي مقالو لپاره ځانګړې پاڼه جوړول، پر قاموسونه ټکی کام د ژبپوهنې تخصصي څانګه
(11) - 2015 - د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو لومړی قاموس ليکل او چاپ ته ورکول
(12) - 2015 - د ماشومانو لپاره د پښتو نکلونو او مطالبو لومړۍ تخصصي پاڼه جوړول، کوچنی ټکی کام
(13) - 2016 - لومړی د قافيو پښتو قاموس ليکل
(14) - 2017 - لومړی د هالنډي فلامي پښتو قاموس شريک ليکوال کېدل
(15) - 2018 - لومړی د سانسکريت پښتو قاموس ليکل
(16) - 2019 - په لومړي ځل په پښتو ژبه په منظومه توګه د انبيا ع نکلونه ليکل او د کتاب په شکل چاپ ته سپارل
(17) - 2019 - په لومړۍ توګه د سانسکريت زر مهمي جملې پښتو ته ژباړل
(18) - 2020 - په لومړي ځل په پښتو ژبه د سانسکريت ژبي د تعارف کتاب ليکل
(19) - 2021 - په لومړي ځل د پښتو اشعارو لويه ځېرمه جوړول او انلاين کول، دمګړی تقريبا دوه سوه زره پښتو مصرعې شعرونه لري
(20) - 2021 - د پښتو تر ټولو لويه ويپانګه راغونډول چي تقريبا يو لک او شل زره پښتو لغتونه لري، تر دې بله لويه پانګه په ټوله نړۍ کي نسته


په شلو کالو کي الله ماته دا وياړ بخښلی دی چي زه د پښتو ژبي لپاره بعضي داسي پروژې تکميل کړم، چي زما څخه تر مخه په پښتو کي هيڅ چا ورباندي کار نه ؤ کړی. په ياد ليسټ کي د پښتو لپاره هغه پروژې نه دي شاملي چي ما ورباندي کار کړی دی، خو ابتکار يې نسو بللای. په شلو کالو کي د شلو ابتکارونو پورتنی ليسټ په زياته خپلو ځوانو لوستونکو ته ډالۍ کوم، چي هغوی ناهيلي نسي. که زما په شان يو غير منظم، لټ، په پرتليزه توګه بې سواده او بې علمه کس دومره کار کولای سي، نو دا په دې معنی چي که وغواړئ نو تاسو هم دا کار کولای سئ.


له خپل ځان څخه ناهيلۍ ليري کړئ او نن او سبا ته خپل پلانونه جوړ او له اوس څخه يې عملي کول پېل کړئ. په زياته که موږ تاسو خپل نيت پاک کړو او پوهې ته مخه وکړو نو د نړۍ هيڅ قدرت راڅخه يو بريالی راتلونکی نسي اخيستلای. مه ناهيلي کېږئ!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه نېټه

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/8ccur
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ