بسم الله الرحمن الرحيم

د قاموسونه ټکی کام قدرمنو کتونکو،

لکه په تاسو کي چي زیاتره خبر دي چي زموږ پر پاڼه يو شمېر پښتو قاموسونه موجوده دي او په آساني پکښي معناوي لټول کېدلای سي. خو له بده مرغه بيا هم زيات داسي کتونکي سته چي د غلط فهمۍ له کبله داسي فکر کوي چي پدغه پاڼه کي د لغتونو معنی يوازي په فارسي ژبه لټول کېدلای سي. هغه له دې کبله ولي چي دغه قدرمن کتونکي زموږ د وېبپاڼي د کارونې سره ناآشنا دي. کله چي دوی يو انګليسي لغت په لټون باکس کي ورکړي نو په لومړي سر کي ورته د انګليسي فارسي قاموس موندنې يا معناوي ښودل کيږي. بعضي دغه کتونکي فکر کوي چي بس همدا معناوي سته او پښتو معناوي نسته. خو له بده مرغه چي د دوی هغه ليسټ ته نه پام کيږي چي پکښي د نورو قاموسونو د نتايجو لينکونه پراته وي. که تاسو هم دغه ستونزه لرئ چي يوازي درته فارسي معناوي ښودل کيږي نو لطفا هغه ويډيو چي د قاموسونه ټکی کام وېب پاڼي پر لومړۍ پاڼه په ښې اړخ کي پرته ده وګورئ چي د قاموسونه ټکی کام څخه په سمه توګه کار اخيستل زده کړلای سئ. ستاسو د توجه څخه يوه نړۍ مننه.

احمدولي اڅکزی / قاموسونه ټکی کام
د ۲۰۱۳ ميلادي کال د مارچ لومړۍ نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ