ليکونکی: څېړنوال دوست

د پټي خزانې د زیاتو نږه پښتو لغاتو په جمله کي یوه هم د (آغلی او آغلیه) کلمه ده چي په دې ډول راغلې ده:
د څښتن پار دئ هېر مو نه کړې
آغلیه مخ چي په یانه کړې

پښتونخا ښکلي زلمي چي زغلي هند ته
نو آغلیه پېغلي کاندي اتڼونه (ښکارندوی)

له مړو خاورو ئې آغلی ګل را وویست
وچ بیدیا او غر ئې کړله جنتونه
دلته پر دې موضوع باندي زه څه نه وایم چي د جمع مونث د (آغلي) پر ځای آغلیه د (لوېدیځ) پر ځای «لوېدیځیه» (۲۴مخ) د «ستوري» پر ځای «ستوریه» ولي په مغیره حالت کي راغلی دئ، بلکي غواړم دغه کلمه په لرغوني ادب کي ولټوم:
(آغل) په پښتو کي اوس د مصدر په فورم متروک دئ، خو د لرغونو متنونو او په ژوندۍ محاوره کي هغه په دوو معناوو تشخیصولای شو:
الف: د (تلل) په معنا:
ب: (د ښکلي ایسېدل، ښه ښکارېدل، ایسېدل، ښکارېدل)
په لومړۍ معنا یوازي د سمتي ضمیرونو (را، در، ور) سره استعمالیږي: (راغئ، درغئ، ورغئ، راغلی دئ...) دغه فعل د ځینو هندي ژبو (لکه اردو) سره د (غ، ګه) په بدلون ګډه ریښه لري، لکه: ( پښتو، راغئ، اردو آګیا) په دغه صورت دغه فعل اوس هم معمول دئ او څېړنه نه غواړي.
په دويمه معنا په (ښاغلي، ښه+ آغلي) کي معمول دئ، خو په عامه محاوره کي په مفرد (آغلی) په فورم ما نه دئ اورېدلئ. په دغه معنا د پښتو په پخوانیو اثارو کي په دې ډول استعمال شوی دئ:
د یوسف کجاوه راغله
نهایت ښایسته اغله
چي یوسف به پکښي راغی
لکه نمر هسي به آغی
(دواړه ځایه د عبدالقادر، یوسف او زلیخا)

موسی سوال وکړ له خدایه
زما خدایه! راته وایه
چي د عرش تر سایه لاندي
څوک به وي چي راحت کاندي
د موسی وینا ښه آغله
دا ندا په موسی راغله
(فضل نامه خوشحال)

له حجازه دلې راغلی
په خپل قوم کي ښه آغلی
(مصری خان ګګیاڼی)

حصار د میني په لوی کړنګ یم
اوس را رسېږئ خپلو آغلیو
(پيرمحمد کاکړ)

شیطان بیا موند قامو راغی
نوري مخ د ده بد آغی
( د حمید شرعةالاسلام)
زما په خیال (ښاغلی) هم دغه ریښه لري او د حمید په شرعة الاسلام کي (شاغی ـ شه + آغی ) همدغه شان جوړ دئ. ډورن که څه هم په پښتو خریستوماني کي (شاغي) ته د (خوشحال، خوشحالوونکی) معنا ورکړې، خو زما په عقیده پورتنۍ معنا لري.
حمید په ( شرعة الاسلام ) کي داسي راوړي:
د ډېز مهر په ویلاړ
اووه ځایه پېشکش لاړ
تر اول صحابي شاغی
بیا به بیر ته پېشکش راغی
وایي څو یاران چي شاغله
د یونس په زیارت راغله
شافعي په نیت د لوستو
د مېلمه په عزت درستو
د مالک په خدمت راغی
په مطلب د علم شاغی
زما په خیال د دغي کلمې ریښه آریایي ده، چي (د اوسيتي ژبي د ایتمالوژیک قاموس تاریخ کي ابایف (غو) اخیستی او په آریایي ژبو کي ئې داسي څېړلې ده:
یغنوبي ( غوـ ضروري هغه څه چي اړتیا ورته موجوده وي).
سوغدي( غوـ اړه لرل، هغه څه چي اړه ور ته موجوده وي).
کوشاني یا باختري (غو)، خوارازمي (غو) په همدغه معنا، اوسیتي (غود) په همدغه معنا او داسي نور.


یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) مقالو ټولکه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ