سانسکريت ژبه او په مليونونو لغتونه يې

د سانسکريت ژبه په تيوريتيکي توګه په مليونونو لغتونه، په زرهاؤ ګرامري اصول او په سلونو شمېر ريښه يي ږغونه لري. کله چي يو شاګرد د سانسکريت ژبه نوې پېلوي نو ښايي ياد حقايق ورته يو ډول لويه ننګونه وبرېښي. په زياته بيا هغه وخت ښايي د بعضو نوو شاګردانو وار د دغې ژبي زدکړي ته خطا سي، کله چي ډېر مغلق معلومېدونکي د دغې ژبي د لغتونو اصولي جدولونه وويني.
که له يو اړخ څخه د سانسکريت ژبي زدکړه په رشتيا هم يوه لويه ننګونه کېدلای سي، نو له بل اړخه دغه ژبه ډېر آسانه هم کېدلای سي. دا ځکه چي د دغې ژبي اصول خورا روښان او څرګند دي.

د سانسکريت د هر لغت درې برخي

د سانسکريت ژبي هر لغت ته د يو مرکب په توګه کتل کيدلای سي. د بېلګي په توګه د سانسکرتم/سامسکرتم (संस्कृतम्) لغت له درو برخو جوړ سوی دی:
۱ ـ سام (ښه) ۲ ـ کرتَ (کول) ۳ ـ م (د کولو څرنګوالی)
لومړۍ برخه «سام» د لغت مختاړی يا اوپاسرګا (उपसर्ग) دی چي د منځنۍ برخي يا زڼي معنی ته تغير ورکوي.
د منځ يا دويمه برخه «کرتَ» يې هغه حصه ده چي پکښي د لغت زڼه يا ريښه ياد دهاتو (धातु) پټه ده.
دريمه يا وروستۍ برخه «م» يې وروستاړی يا پرتيايا(प्रत्यय) دی چي د زڼي يا ريښې د استعمال په هکله نور معلومات ورکوي.
په دې توګه نو د سانسکريت هر لغت له لاندنيو درو برخو څخه جوړ وي:
اوپاسرګا(مختاړی)+دهاتو (زڼه/تُخم)+ پرتيايا (وروستاړی)
उपसर्ग +धातु+प्रत्यय

د سانسکريت لغتونو دوې څانګې

د سانسکريت ژبي ټول لغتونه چي په تيوريتيکي توګه شمېر يې زښت زيات دی، پر دوو برخو يا څانګو وېشل کيدلای سي. لومړۍ څانګه د نومونو سره تړلي لغتونه او دويمه څانګه د فعلونو سره تړلي لغتونه دي.

لومړۍ څانګه: د نومونو سره تړلي لغتونه

الف ـ جنسيت (लिङ्ग/liṅga/لينګا)
ـ ـ نرينه (पुंलिङ्ग/puṃliṅga/پوملينګا)
ـ ـ ښځينه (स्त्रीलिङ्ग/strīliṅga/ستريلينګا)
ـ ـ مخنث (नपुंसकलिङ्ग/napuṃsakaliṅga/ناپومساکالينګا)
ب ـ عدد (वचन/vacana/وَچَنا)
ـ ـ مفرد (एकवचन/ekavacana/اېکا وچنا)
ـ ـ غبرګ/دوه ګوني (द्विवचन/dvivacana/دوي وچنا)
ـ ـ جمع (बहुवचन/bahuvacana/باهو وچنا)
ج ـ نحوي حالتونه (विभक्ति/vibhakti/ويبهکتي)
ـ ـ فاعلي حالت (प्रथमा/prathamā/پراتهَما)
ـ ـ بېواسطه مفعولي حالت (द्वितीया/dvitīyā/دويتييا)
ـ ـ اسبابي حالت (तृतीया/tṛtīyā / تريتييا)
ـ ـ باواسطه مفعولي حالت (चतुर्थी/caturthī/ چاتورتهي)
ـ ـ د وتنې/ليري کېدنې حالت (पञ्चमी/pañcamī / پنچامي)
ـ ـ د څښتنوالي/اضافي حالت (षष्ठी/ṣaṣṭhī / ششټَهي)
ـ ـ مکاني حالت (सप्तमी/saptamī / سپتامي)
ـ ـ ندائي حالت (सम्बोधन/sambodhana / سمبودهنا)

دويمه څانګه: د فعلونو سره تړلي لغتونه


الف ـ زماني حالتونه (लकार/lakāra/لاکارا)
ب ـ عدد (वचन/vacana/وَچَنا)
ـ ـ مفرد (एकवचन/ekavacana/اېکا وچنا)
ـ ـ غبرګ/دوه ګوني (द्विवचन/dvivacana/دوي وچنا)
ـ ـ جمع (बहुवचन/bahuvacana/باهو وچنا)
ج ـ شخص (पुरुष/puruṣa/پُورُوشا)
ـ ـ لومړی شخص (زه، موږ) (उत्तम पुरुषः/uttama puruṣaḥ/اُتتَما پُورُوشَهّـ)
ـ ـ دويم شخص (ته، تاسو) (द्विवचन/dvivacana/دوي وچنا)
ـ ـ دريم شخص (دی، دا، دوی) (बहुवचन/bahuvacana/باهو وچنا)

د شپږمي برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه


که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ