نه من بيهوده گردِ کوچه و بازار می گردم
مذاقِ عاشقی دارم پئی ديدار می گردم

نه زه کوڅه نه په بازار کي بې معنی کله ګرځم
طبعه مي عاشقانه ده، د يار ديدار پسي ګرځم

خدايا رحم کن بر من پريشان وار می گردم
خطاکارم گناه گارم به حال زار می گردم

خدايه رحم کړه پر ما، چي ډېر پرېشان غوندي ګرځم
خطارکار يم، ګناه ګار يم، داسي بد حال کي زه ګرځم

شرابِ شوق می نُوشم به گردِ يار می گردم
سخن مستانه می گويم ولی هوشيار می گردم

شراب د عشق چي زه چيښم، زه پر خپل يار راتاوېږم
وينا مجنون غوندي کوم، خو ډېر هوښيار شانته ګرځم

گهی خندم، گهی گريم، گهی افتم، گهی خيزم
مسيحا در دلم پيدا و من بيمار می گردم

کله خاندم، کله ژاړم، کله لوېږم، کله پاڅم
علاج په زړه کي مي موجود، خو زه رنځور ناروغ ګرځم

بيا جانان عنايت کن تو مولانائی رومی را
غلامِ شمس تبريزم، قلندر وار می گردم

ديدن عطا کړه جانانه، پر مولانا رومي باندي
غلام د شمس تبريز زه يم، قلندر شان غوندي ګرځم

 

شعر: مولانا جلالدين رومي بلخي
منظومه پښتو ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۰مه نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ