ښایي سبا نه یي !
ووايه مورکي ته:
ته د نړۍ تر ټولو مينه ناکه فرشته يې،
ووايه و خپل پلار ته:
په تا مي سر لوړ دئ او نازېږمه په تا،
ووايه پردېس ورورک ته:
زړه مي در پسي تنګ دئ،
ووايه خورکي ته:
ستا د ژوند ملګری به ښايي پوه سوی وي اوس چي، د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ په ده واده ده،
ووايه خپل ملګري ته:
ستا له زغم او لوی زړه څخه منندوی يم،
ووايه د زړه کترو لوڼو او زامنو ته:
ډېر را باندي ګران ياست، نن مي زړه غواړي ستاسي پر څنګ يو ګړی کښېنم.
او ووايه خپلي مېرمني ته:
موسکا دي ما ته ژوند را بخښي،
او پسي ور غبرګه ئې که:
ته د هوسايۍ او سوکالۍ سرچينه يې،
ښايي سبا نه يي!
نو بخښه وغواړه ! بخښه له هغو ټولو، چي بدي دي ورسره کړې ده.
او وبخښه ! هغه ټوله ، چي ته ئې ځوکلولی يې.
وخانده ! تر څو ګرده زېږنده د نړۍ وګوري چي، انسان هم د ژوند په قدر پوه دئ.
ښايي سبا نه يي!
نو وهڅېږه، چي نن دي له لاسه و نه وځي.
ښايي، ښايي سبا نه يي !
له دباندنيو سرچينو څخه ژباړه
پوهنمل شېرشاه رشاد
کندهار - ۲۰ – چنګاښ – ۱۴۰۰
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________