د يو ملا نه مې تپوس وکړو
ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟
هغه په ګيډه لاس واهه ويل يې
تازه ميوې او د شودو رودونه
خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو
ما وې چې ته به په کې څه ووايي؟
د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو
وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه
شيخ د تسپو اميل په لاس ولاړ وو
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
ده پرې را ودانګل نه داسې نه ده
ښکلې غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅيدو
ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟
خپله شمله يې سموه ويل يې
د سرو او سپينو عنبرې کورونه
خوا کې يو ستړى سيليدو ولاړ وو
ما وې مزدوره ته جنت پيژندنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وې چې ماړه ګيډه خواږه خوبونه
يو ليوانۍ غوندې په لاره تيريدو
ما وې چې يه فلسفي ته څه وايي؟
خپل ببر سر يې ګروو ويل يې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دى شين اسمان ته غوريدو ويل يې
ما اوريدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د له مکان خاونده
په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى
ګنې د دغه ليوانتوب په نامه
که نار وې نار،که دار وي دار،جنت دى


اجمل خټک

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/7tems
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ