ستۍ

(ستۍ په کندهار کې هغې نجلۍ ته ویل کیږي چې د پلار په کور کې جبرا زړه شي او هیڅ واده نشي (پروین))

موسم د مېنې او ودونو راغلی
وږمې سندرې سرکړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لېمو لار جوړوي
د اوږده ژمي د تلنګ اوریځ یې څېرې کړله
نریو وړانګو د لمر د بودۍ ټال کې د رنګونو
ټالۍ ووهلې

زموږ د کور د برنډې په چت
چوغکو کور جوړ کړی
شور د چیچانو یې د ژوند ترانه وېښه کړله
د کلي ټولې رمې لنګې سولې
سپینو شیدو یې د کوچۍ د نغري
څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مې
اوس په مسحد کې د الف د قد صراط لولي
لویې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تېره شپه یې د نکریزو شپه وه
زما همزولې «غوټۍ» سږ کال د مېړه سره
و حج ته درومي
زموږ د بزګر دریمه لور«تورپېکۍ»
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې
د ښارمېلو ته ولاړه
د دیوال هغې خوا ته زما د تره کور دی
د الماسي ویالې په خوا کې د شاه توت د زړې ونې لاندې
زما د ترله «شېرینو»
د زوي دپاره د شاتوت څانګو کې ښکلې ځانګو جوړوي
پرون د پلار کره په شپو راغلی
زه د دالان په تیاره کونج کې ناسته
زما نجلیتوب زما پیغلتوب
د دې دالان تر درشل
د دې دالان په حد کې
نه مې سینګار نه ائینه
نه د پاولو کنهار
نه د بنګرو شرنګهار
زما د ورځو په مهراب کې زما د خال ملا امام
سجده کړې نه ده
زما د باړخو په ګلابي پاڼه کې
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ویښتانو شپې شوې
د سپینو تورو ډکې
زما د کوڅو کهکشانو تر شمار وتلې
سنت او فرض مې دي د نه په حد کې
د تهجد د سجدو اجر مې په باج کې
لکه زما د ځوانۍ فوج د وخت تللي تاراج کې تللی
زه یم  ستۍ ستۍ
زه د بابا زه دنیکه د غور نیکه د ستر نیکه
آن تر آدمه پورې
د مځکې زر او پېسو
د بدل پور وړمه
زه د بابا په کاله سپین اوربل
خپور وړمه
زه یم ستۍ ستۍ
د ژوند په باب کې
یوه سپینه پاڼه

 پروین ملال، کراچي
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/0f9y3
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ