ليکونکې: پروین ملال
خپرونکی: احمدولي اڅکزي، قاموسونه ټکی کام

اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه

 زموږ د هېواد بډای فرهنګ ډیرې داسې ځانګړنې لري چې ښایي د نړۍ د ډیرو ملتونو په فرهنګ کښې نه وي. د بېلګې په ډول د کورنيو یا قومونو شجره لیکنه چې زموږ د لرغوني فرهنګ له هغو اصالتونو څخه ده، چې پخوا یې ډیر رواج درلود هغه قومونو او کورنېو چې په ټولنه کښې به یې نفوذ درلود حتمآ یې خپله کورنۍ شجره لیکله او یا به د هغې مینې له مخې چې د ټولنې د نورو کسانو په زړونو کې به دوی ته موجوده وه دغه چاره کیده.
اسرارالافغان یا اسرارلافاغنه هم د روحانیت او تصوف په غیږ کښې د شجره لیکنې پر اسلوب د یوې زړې قلمي نسخې کاپي ده چې ماته په سند ه – کراچې کې د ژوب فرهنګې شخصیت عبدالعلي غورغوشتي په ډیر اخلاص او امانتداري په دې هیله وسپارله چې زه یې په رسمې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې علومو اکاډمۍ ته ورسوم. د عبدالعلي غورغوشتي د خولې، چې هغه دغه کاپي د کراچۍ ښار په یوه بازار کې د لیلامي زړو کتابونو په ریړۍ کې میندلې، باید روښانه سي، چې د کراچۍ د ښار دغه د ريړېو خاوندان له کورونو څخه زاړه کتابونه او کاغذونه د ترازو د تول په بیه اخلي او بیا یې په بازار کې په یو څه ګرانه بیه پلوري. دغه نسخه په دري ژبه ده. لومړۍ پاڼه یې نسته، دویمه پاڼه یې په شیخ متي (رح) د یوه روایت څخه پیل کیږي او په وروستیو دوو پاڼو کې یې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او ټولو نبیانو له درود او سلام لیږولو وروسته لیکل سوي: « تمت هذه الکتاب المسمی باسرارالافغان». کله چې دعا نوره اوږده او وروستیو کرښوته رسېدلې، بیا دکتاب لیکنې نېټه په دې ټکو کې ښودل سوې:« تمت هذه الکتاب بروز دوشنبه پنجم ماه ذی الحجه ۱۰۳۳ کتب ابوفتح الله ساکن بلده ملتان»

د دې کتاب د لاس ته راوړولو وروسته ما د علامه حبیبي اثارو ته مراجعه وکړه او د پټې خزانې په تعلیقاتو کې مې د خانواده واحناف شیخ متي (رح)، د شیخ قاسم افغان د زوی شیخ کبیر المشهور به بالا پیر تر پیژندګلوۍ وروسته د هغه د زوی شیخ امام الدین د یوه کتاب په پیژندګلوۍ کې د دې کتاب ذکر پیدا کړ، چې لیکل سوي :
«شیخ امام الدین کتابی را بنام تاریخ افغانی نوشته، ودرآن احوال تاریخی افغان رانوشته، واز کتب مهمهُ تاریخی دیګری اقتباس واستفاده فرموده، که در دیباچه ُ کتاب مذکور ذکر استَ مثلآ روضتهُ الاحباب، مجمع الانساب، اضاف المخلوقات، تواریخ ابراهیم شاهی مولانا مشتاقی، کتاب خواجه احمد نظامی، احوال شیر شاه، اسرارالافغانی ( ۳ )»
د استاد علامه حبیبي نور آثار او متفرقه مقالې مې په غور تر نظر تېرې کړې. د «نوم ورکي موُرخین» اثر په ۷۴ پاڼه کې مې د دې کتاب ذکر داسې وموند:
«اسرارلافاغنه :
دا کتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوی کښلی و، چې دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مورید و، مسټر سټارټ د ایشیا ټک ریسرچز د دویم ټوک په ۷۰ مخ کې لیکي، چې دغه کتاب بیا له پښتو څخه خیرالدین نومي لیکوال په فارسي ژبه خلاصه کی.
(تاریخ افاغنه، ۲ / ۸۹ )»
په لوړ بیان کې خضر د شاه قاسم مورید و، لکه چې د دغې رسالې په درېیم عنوان کې ویل سوي دي دغه شیخ قاسم سلېماني د شیخ قدم زوی او د شیخ متي له علمي او روحاني کورنۍ څخه و، چې په ۹۵۶ ق کې زیږیدلی او په ۱۰۱۶ ق د هند په چنار ګړه (چنارکلی) کې مړ دی، نو که د اسرارلافاغنه مؤ لف خضر د ده معاصر او مورید وي ؛ نو د کتاب د تالیف وخت د ۱۰۰۰ ق کال شاوخوا اټکل کولای سو ؛ خو د دغه کتاب پښتو یا فارسي نسخه ما ته نه ده معلومه ( ۲).
۲
د ارواښاد استاد علامه حبیبي په «نوم ورکي مؤرخین» کې هم د شیخ امام الدین د تاریخ افغاني لیکونکي تر سرلیک لاندې د ده تر لنډ ژوند لیک وروسته لولو : «دې شیخ یو تاریخي کتاب ( تاریخ افغاني ) د پښتنو پر احوال او تاریخ په پاړسو ولیکه، چې قلمي نسخه یې د کابل په ارګ کې وه، د کتاب د مقدمې څخه ښکاري، چې شیخ امام الدین سترګور مؤرخ دی او د خپل کتاب تر لیکنې دمخه یې د پښتو ډېر مهم تاریخي کتب لوستلي او د خپل کتاب دماخذ په ډول یې استعمال کړي دي هغه کتب، چې د شیخ امام الدین ماخذ دي او د خپل « تاریخ افغاني » په مقدمه کې یې راوړي دي : «روضهّ الاحباب، مجمع الانساب، اضاف المخلوقا ت، تواریخ ابراهیم شاهي د مولانا مشتاقي، د خواجه احمد نظامي تاریخ، د شېر شاه احوال، چې شیخ عباس سرواڼي کښلې دي، اسرارالافغاني له دغو کتابونو څخه ځینې ماته معلوم اوځینې ورک دي. د کاپي د ټولو پاڼو پورتنۍ برخه سمه نه ښکاري، داسې برېښي ؛ لکه آر نسخه، چې دغه پاڼې ورڅخه کاپي سوې اوبو وهلې وې. تر یوڅه حده چې ښکار ي او ما ولوستلي سوه په شیخ متي باندې له څو روایتونو وروسته د هغه دکورنۍ دغړیو او اولادي په باب ؛ لکه شیخ حسن، بي بي پیاري، بي بي خاتون، بي بي دوي، شیخ یوسف ظاهر بین یا زهربین، شیخ قاسم افغان یا سلیمان، شیخ میرداد، شیخ میرداد، شیخ کبیر، او بیا د دوی څخه د ځینو اړیکې د وخت له نورو پښتنو متصویفونو سره بیانیږي، چې کله، کله ناپښتانه هم پکښې را ځي.
ښاغلي غورغوشتي د دې کاپي د راسپارولو په وخت کې ماته د اسرالافاغنه په نوم د یوې رسالې یادونه هم وکړه، چې په لاهور کې چا پ سوې او په اردو ژبه ده. د دي کاپۍ په لیدو او کتلو سره ما له هغه څخه هیله وکړه، چې هغه هم د کتلو د پاره ماته موقتي راکړي. هغه څو ورځې وروسته هغه رساله هم ماته وسپارله. ښایي هغه به داسي فکر کړی و، چې زه په اردو ژبه نه پوهیږم، په دي خاطر یې لومړی نه وه را ته راوړې. د اسرارالافاغنه رساله له همدې فارسي نسخې څخه په لنډیز سره انګریزي ته هنري ونسیټارټ اړولی مضمون دی، چې د چاپ کال یې ۱۷۸۴زیږدیز دی. د دې انګریزې لیکنې څخه په ۲۰۰۷ زیږدیز کي سعودالحسن خان روهیله په اردو ژبه له تعلیقاتو سره ژباړلې او لیکلې ده. د رسالې په لیدو سره مالاهور ته د سعود الحسن خان روهیله په پته یو لیک واستاوه اوله هغه څخه مې د دې کتاب په برخه کې د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه. سعودالحسن خان په قام یوسفزی دی. هغه د لاهور د هایکورټ یا سترې محکمې وکیل دی او په اردو ژبه کې یې د چاپ سوو او ناچاپو آثارو شمیر اوو ټوکو ته رسیږي. دغه آثار د نومونو په لنډیز سره په لاندي ډول دي:
د سردار حافظ رحمت خان خلاصته الانساب، قیس پټان، اسرارلافاغنه، سفرنامهٔ بن ګړه له افغانستان څخه هند ته د تللیو افغانانو د ۱۷۵۱زیږدیز کال نښتې او حکومتونه، تاریخ بړیچ د افغانانو د مشهور قوم بړېڅانو په باب څیړنیز اثر، رام پور تاریخ و ادب په ۱۹ پیړۍ کې په هند کې د افغانانو دریاستونو د سیاسي، ټولنېز او ادبي تاریخ په باب، انسائیکلو پیډیا، جنګ آزادی ۱۸۵۷ز کې شخصیات، په دې کې د ۱۸۷۵ زیږدیز کال د هند د خپلواکۍ اخیستلو د جګړې د ۱۵۰۰ مجاهدینو ذکر دی چې له دوی څخه ۶۰۰ تنه یې پښتانه دي، د اردو ژبې په ادب کې د پښتنو برخه، سلطان بهلول لودي، سلطان سکندر لودي، سلطان ابراهیم لودي، شېرشاه سوري.

سعودالحسن د لیک ځواب د خپلو چاپ سوو اثارو په ملتیا راواستاوه. کله چې را ته څرګنده سوه، چې له هغه سره غیر له دغې رسالې څخه د اسرارالافغان په باب بل څه نسته ؛ نو د همدې رسالې هغه برخې مې چې د کتاب په باب مهمې څرګندونې لري له اردو څخه پښتو ژباړې ته خوښې کړي. د رسالې نوم « اسرارلافاغنه » دی، د کتابت کال یې (د اصلي نسخې) ۱۵۸۰ زیږدیز ښودل سوی، لیکوال یې حسین ابن صابر ابن خضر دی، اردو ژباړه او پیژندنه یې سعودالحسن خان روهیله کړې، د کتاب په لومړۍ پاڼه کې د پیژندنې تر سرلیک لاندې لیکل سوي:

ژباړه ؛ «په منځنۍ پیړۍ کې دپښتنو پر نژاد او نسب باندي ډیر کتابونه لیکل سوي، چې مشهور کتاب یې مخزن افغاني دی، چې په ۱۶۱۲زیږدیز کې کتابت سوی او په هغه کې په پوره تفصیل د پښتنو پر شجرې او قبایلي وېش باندې خبرې سوې، تر مخزن افغاني تقریبآ ۱۶۰ کلونه وروسته په ۱۷۶۱ زیږدیز کال کې دحافظ رحمت خان خلا صته الانساب کتابت سوی. پر مخزن باندي اکثره دا اعتراض کیږي، چې یوه دربارې مؤرخ لیکلی او دمغولو د طنز څخه یې د خلاصیدو په خاطر پښتانه د یهودو له نسل څخه ګڼلي. په دغه وخت نور کتابونه ؛ لکه تاریخ شیر شاهي، مشتاقي واقعات یا تاریخ داودي، د دي ذکر نه لري، چې پښتانه د یهودو له نسل څخه دي. له مخزن څخه وړاندي تواریخ دولت شاهي زیږدیز۱۵۴۸ چې د شیرشاه یوه امیر ته منسوب دی هم د دې ذکر کوي چې پښتانه یهود دي. د «اسرارالافاغنه» تصنیف هم د همدغه عصر دی ؛ خو داسې ګومان کېږي چې دا اثر به تر تواریخ دولت شېرشاهي وروسته په لنډیز سره لیکل سوی وي. په دې اثر کې هم پښتانه له بني اسرائیلو سره تړل سوي. د دي اثر لیکوال د افغان یا مغول د دربار څخه نه ښکاري ؛ بلکې هغه د یوه صوفي مورید دی. پر دې اساس موږ ویلای سو، چې دغه تصنیف د عوامو د یوې ټولۍ په مینځ کې لیکل سوی او د دوی په مینځ کې پر روایتونو باندي بنا خبرې پکښې سوې. د « اسرارالافاغنه » د مصنف نوم حسین دی او د ده پوره پیژندنه داسې ده: حسین ابن صابر ابن خضر، ده د اکتاب په پښتو ژبه لیکلی او په پوره باور سره ویلای سو، چې دا به ډېر ضخیم ؤ. لنډه برخه یې ستاسو د وړاندې ده. د کتاب له متن څخه ښکاري چې دی پوه او د فضیلت خاوند ؤ، په پښتو ژبه یې پوره تسلط لاره او د افغانستان، هندوستان او یهودو له تاریخونو سره يې پوره پیژندګلوي درلوده. د حسین ابن صابر ابن خضر د زیږیدو اومړینې نېټه نه ده څرګنده او نه د ده د ژوند نور حالات څرګندیږي. یوازې د ده له دې اثر څخه دا په ډاګه کیږي، چې دی د شاه قاسم سلیماني مورید ؤ چې د قادریه سلسلي ستر صوفي او په چنار کلي یا د هندوستان په چنار ګړکې یې زیارت ؤ. له مخزن افغاني څخه ښکاري، چې هغه ډیر نیک سړی او اصل نوم یې میاقاسم ؤ. په ځینو نسخو کې د هغه نوم قاسم متې زی هم لیکل سوی چې د خلیلو یوه څانګه ده او په مخزن کې د هغه شجره یو ځای داسې راغلې ده ؛ « شیخ قاسم، بن شیخ قدم سلېماني قادري، بن خواجه محمد زاهد، بن شیخ میرداد، بن شیخ سلطان، بن شیخ کټه، بن شیخ یوسف ظاهربین، بن شیخ متي، بن شیخ عباس، بن شیخ عمر، بن شیخ خلیل، بن شیخ غوري». داسې ښکاري چې د شیخ قاسم د پلار شیخ قدم تربور شیخ اکا بن شیخ طاهر د مخزن په یوه نسخه کې د همایون هم عصر دی او شیخ قاسم د اکبر د عصر، د مخزن په یوه نسخه کې د شیخ قاسم زېږېدنه ۹۵۶ هجرې، ۱۵۴۹زیږدیز او د وفات کال ۱۰۱۶ هجرې، ۱۶۰۴ زیږدیز (؟) ثبت دی. پر شیخ قاسم باندې زما له دې اوږد بحث څخه مقصد دا دی چې د حسین ابن صابر د عصر اټکل وکولای سو. په دې ډول دې ته نتیجې ته رسیږو چې ابن صابر به د ۱۵۵۰ او ۱۶۰۰زیږدیز کلونو په مینځ کې ژوند کاوه او نوموړی کتاب به یې په دغه وخت کې لیکلی وي. دا چې حسین کله وفات سوی د دې اټکل موږ نسوکولای؛ خو دا ویلای سو چې د ده ټول ژوند په هندوستان کې تېر سوی. حسین دا کتاب په پښتو ژبه لیکلی او د مولوي خیرالدین په نامه چا په لنډیز سره فارسي ته ژباړلی چې ټول هندوستانیان یې مطالعه کړای سي. د مولوي خیرالدین په باب هم څه خاص معلومات نسته. دومره څرګندیږي چې هغه په پښتو او فارسي ژپو پوهېده او د هغه له نامه سره د مولوي اضافه دا په ډاګه کوي چې دیانتداره انسان ؤ. ښایې چې هغه به هم د کتاب د لیکوال حسین ابن صابر په شان پښتون ؤ...
هنري ونسیټارټ HENRY VANSITTART، چې دا کتاب له فارسی څخه په لنډیز سره انګلیسي ته اړولی، په ۱۷۳۲زیږدیز کال د جون د میاشتې پر درېیمه نېټه په لندن کې زیږیدلی. هغه خپل تعلیم په ریډینګ ونچسټر لېسه کې پای ته ورساوه. بیا یې په میډ مینهم کې د فرانسکنز ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، په ۱۷۴۵زیږدیز کال کې، چې په عمر یوازې ۱۳کلن و په EAST INDIA COMPANY کې په ماموریت وګومارل سو. په ۱۷۶۰ زیږدیزکال دفورټ ویلیم د والي او د COUNCIL INDIA د رئيس په توګه په بنګال (انډیا) کې د صوبېدار په حیث وټاکه. کله چې د میرقاسم او کمپنۍ تر منځ ناخوالې ډېرې سوې نو هنري استعفی وکړه او په ۱۷۶۴زیږدیز کال کې بیرته انګلېنډ ته ولاړ. په ۱۷۶۷زیږدیز کال کې دهمدغې کمپنۍ د ډایریکټر په حیث انډیا ته واستول سو. تر دې وروسته د هغه د ژوند حالات سم نه څرګندېږي. د ځینو په ګومان کله چې دی په ۱۷۷۰زیږدیز یا ۱۷۷۱ کال کې هندوستان ته تلی او د بیړۍ د ډوبیدو له امله مړ سو (له( P-978 (1968) VOL. 22 ) ENCYCLOPEDIA BRITANNICA) نو ورڅخه دا په ډاګه کېږي، چې هغه تر ۱۷۸۴زیږدیز کاله پورې ژوندی و او په کلکته کې و؛ خو په ۱۷۸۷ کال کې، چې د ده لیکنه ASLATIC- RESEARCHES خپرېدله هغه مړ سوی و؛ ځکه چې په دغه لیکنه کې د ده له نامه سره ویلیم جانزد ( ارواښاد ) لفظ لیکلی. په ۱۷۷۰ز یا ۱۷۷۱ کلونو کې د ده مړینه په دې لحاظ هم غیر یقیني ده. چې ده پخپل اثر کې له حافظ رحمت خان سره د مرحوم، زیاتونه کړې، چې هغه په ۱۷۷۴ زیږدیز کال کې شهید کړای سوی و.
د اثر د لنډیز او ژباړې وخت :
هنري ونیسټارټ د متن لنډیز او ژباړه د ۱۷۸۴زیږدیز کال د مارچ په درېیمه نېټه له کلکتې څخه لندن ته واستوله. له دې څخه څرګندیږي چې د دې اثر له فارسي څخه انګلیسي ته ژباړه به د ۱۷۸۴زیږدیز کال په پیل کې په کلکته کې سوی وي. دا چې فارسي لنډیز او ژباړه څه وخت سوې، څرګنده نه ده. هنري وایې، چې ده څه موده وړاندې د دې اثر فارسي ژباړه میندلې، یعنې که ده ته وختي په لاس ورغلې وای؛ نو هغه وخت به یې دا کار کړی وای. د دې څخه داسي ښکاری چي د دې اثر د لنډیز او ژباړې وړاندیز ده ته یو چا کړی و. په دغه وخت ډیرو انګلیسي لوړرتبه مامورینو په اردو ژبه ژباړې کولې.
کېدای سي، چې مولوی خیرالدین به بیا د دغه اثر لنډیز او ژباړه دروهیلکنډ د حکمران حافظ رحمت خان په وخت کې کړې وي. دا ځکه، چې هغه دغه ډول لیکنو ته خلګ هڅول. په پښتو ژبه دا کتاب څه وخت لیکل سو ی؟ په دې برخه کې څه نه سو ویلای ؛ خو د عادل شاه سور د حکمرانۍ له یادونې سره په د ې اثر کې دا اټکل کولای سو، چې دا به د هغه تر وفات (۱۵۵۰زیږدیز) راوروسته سوې وي څنګه، چې د دې اثر لیکوال حسین د شیخ قاسم موریدو، چې د هغه د زوکړې کال ۹۵۶ق دی؛ نو باید موږ د هغه تر ځوانۍ پورې صبر وکړو، چې هغه دې سن ته ورسیږي، چې یو څوک په موریدۍ ونیسي. زما په اټکل، چې دا نېټه به ۱۵۸۰م یا ۱۵۸۵زیږدیز وي.
نسخه :
زما له معلوماتو سره سم د دې پښتو نسخه تر اوسه نه ده میندل سوې. د فارسي لنډیز او ژباړې نسخه په یقین سره د EAST INDIA COMPANY له لوړرتبه مامورینو سره وه؛ خو اوس څرګنده نه ده، چې چیرې به وي ؟ انګلیسي ژباړه، چې په ۱۷۸۴زیږدیز کال کې سوی وه، په ۱۷۸۷ کال کې د EAST INDIA COMPANY له لوړرتبه مامورینو سره وه ؛ خو اوس څرګنده نه ده، چې چېرې به وي ؟. انګلیسي ژباړه چې په ۱۷۸۴زیږدیز کال کې سوې وه په ۱۷۸۷ز، کال کې په ASIATIC RESERCHES خپره سوه او په ۱۸۰۱زیږدیز کال کې د ASIATIC RESEARCHES په دویم ټوک کې چې ۶۷- ۷۶ پاڼې پکښې بیا چاپ سوې وې، دویم ځل خپره سوه، له همدغه ماخذ څخه ما اردو ژباړه کړې او انګلیسي متن مې هم ورسره یو ځای کړی دی. »
دا وه د سعودالحسن خان روهیله د «اسرارلافا غنه » هغه برخه، چې د«پیژندنې» تر سرلیک لاندې ده او ما د اردو څخه پښتو وژباړله. سعودالحسن خان روهیله د اسرالافاغنه یا اسرارالافغان پښتو یا فارسي نسخه نه ده لیدلې، هغه خپله یو ځای نظر څرګندوي او وایې، چې دا به یقینآ ضخیم کتاب وي او موږ په دې باور یو؛ ځکه چې د دغې فارسي نسخې کاپي، چې زموږ په لاس کې ده، د پاڼو شمیر چې د سرپاڼه یې نسته ۳۲۷ ته رسیږې او انګریز لیکوال هنري ونسیټارټ هم خپل مشر ویلیم جونز ته دفارسي کتاب په هکله وایې، چې دا د حسین بن صابر بن خضر د هغه پښتو کتاب لنډیز او ژباړه ده، چې مولوي خیرالدین کړې ده.
د نسخې تر پیژندنې وروسته د کتاب د اهمیت او ځینو ځانګړنو په باب د شمیر د عدد په شمیر په څو پاراګرافونو خبرې دي، چې په دریو پاڼو کې راغلې دي. بیا د هنري ونسیټارټ لیک ویلیم جونز ته، چې د دې نسخې په باب دی، ورپسې د اسرارالافغان یواځې هغه برخه، چې د افغانانو پر نسل باندې خبرې کوي او د هغو سلسله خالد بن ولید، ته اوله هغه څخه ملک طالوت او بیا د برکیا ( برخیا) زوی افغان ته رسوي،( چې دا ټوله پر افسانو ولاړې خبرې او تاریخې ریښې نه لري. ارواښاد دوکتور حبیب الله تږی پخپل اثر پښتانه کې په دې هکله ژورې څیړنې لري.) د پښتو ژبې یوه نمونه د هنري ونسیټارټ دلیکنې وروستۍ برخه ده، چې د رحمان بابا او میرزاخان انصاري د شعرونو بیتونه دي او په پای کې د صدر یا ویلیم جونز تبصره ده او، وروسته، وروسته هغه متن دی، چې سعودالحسن خان روهیله د اسیایې څیړونوله دویم ټوک څخه را اخیستې دي.
د پلټنو په وخت کښې مې د دې نسخې یادونه د ارواښاد استاد دوکتور حبیب الله تږې په « پښتانه » نومې اثر کښې د پښتنو اصل او نسب مقاله کښې د ارواښاد استاد ماخذ هم Asiatic Researches دی داسې ومونده:
«په ۱۸۸۴ز، کال کښې یوه انګریز لیکوال هنري ونسیټارټ، سر ویلیم جونز ته یو لیک واستاوه او په هغه کې يې ورته ولیکل ؛ څه موده دمخه ماته د اسرارالافاغنه په نامه یو کتاب لاس ته راغلی، چې مولوي خیرالدین تصنیف کړی او په اصل کښې د هغه یو اثر لنډ شکل دی، چې حسین ولد صابر ولد خضر د حضرت شاه قاسم سلېمانې مورید... په پښتو لیکلی دی. ..
که څه هم، چې دا لیکنه د پښتنو دقومي اصالت په باره کښې د واقعي تاریخ په شان نه سي منل کېدای ؛ خو سره له دې یې هم «انګریزي» ترجمه یې در استوم او ښایې، چې ستاسې ټولنې ته به په زړه پورې وي.»

اوس به راسو د کتاب محتویاتو ته، البته د مولوي خیرالدین فارسي ژباړې او لنډیز (۶) ته :
لکه وړاندې، چې مو وویل، کتاب پر شیخ متي علیه الرحمه باندې له یوه روایت څخه پیل کېږي، د دې روایت پیل به په لومړۍ پاڼه کې – چې اوس نسته – موجود وي دویمه پاڼه یې داسې پیلیږي :
«وداع کرد پس آن دختر را بیعوض در نکاح حضرت شیخ متی در آورد ورسم عروسی آنچه در قبیله مهیار (مایار) بود باتمام رسانید باعزاز تمام بخدمت قدو هّ الانام شیخ الاسلام حضرت شیخ متی روان ساخت چون حضرت شیخ از قبیله مهیار بجانب دیار میمنه خود روان شد ناګاه د راثنا راه مردی سترګی نام افغان که ویرا هر کی دیوانه می ګفتند ویکی ازاولیا خدای بود، بحضرت شیخ متی ملاقی شد وګفت اسلام علیک یاشیخ حسن وخود بعد ازسلام بی کلام ګام در راه نهاد واز چشم مردم غایب شد جماعتی معتقدان که در صحبت حضرت شیخ بودند بخدمت شیخ عرض کردند که این مرد سلام بر شیخ حسن ګفت و حال آنکه درمیان ما هیچ یکی نیست مګر آن مرد از دیوانګی غلط کرد حضرت شیخ متی جواب فرمود که خطابر مردمان مګیر ید که کلام مردان را مردان د ا نندو زبان مرغان را مرغان فهم کنند هر ګوش سزاوار استماع این نیست از بطن مبارک این دختر یک فرزند عظیم الشان و رفیع المکان متولد خواهد شد نام آن پسر شیخ حسن بود ویکی از اولیا زمانه ګردد.»

په دې لوړو کرښو کې یوه برخه د روایت ما ونسوای لوستلای، په کتاب کې د ځینو پښتنو پاچاهانو ذکر هم سته، له سلطان بهلول افغان لودي، سلطان سکندر غوث بن سلطان بهلول لودي، سلطان ابراهیم شهید بن سلطان سکندر لودي، شېرشاه بن حسن افغان لودی سور، سلطان اسلام شاه بن شېرشاه سور، عادل شاه سور
کله چې د کتاب په وروستیو پاڼو کې د افغان متصویفینو نومونه ذکر کیږي د هغه وروسته ویل کیږي چې افغانانو په هندوستان باندې پاچاهي هم کړې چې د بېلګې په ډول پورتني نومونه راوړل سوي دي. پوهاند علامه حبیبي (د پښتو ژبې او ادب موقف د مرکزي اسیا د خلقو په تمدنونو کې) مقاله کې وایی، په اریايي قدیمو کتابو ویدا، اوستا، مهابهارت او پرانو او پهلوي کتابو کې داسې کلمات او اثار مومو چې د پښتو د زاړه ادب اصالت په خورا پخوانو زمانو کې راښیي. تر دې ځایه چې د زړې پاړسو په ډېر لیکونو کې چې د ایران د هخا منشي پاچا لوی داریوش ۵۲۲ـــــ۴۸۶ ق زیږدیز څخه د بغسان بسیتون په غره کیندنې پاته دي، یوه سندره داسې ده چې په ډېر لږ اوښتنه کټ مټ پښتو ده، د اریوش هخا منشي کلمدار په خپل یوه ډبر لیک وایي:

نی اریکه اهم نه یې اړیکي وم
ني دروجنه اهم نه یې دوره جن وم
ني زوره که زه اهم نه یې زوره لړوني وم
ني ادم ني زمي توما نه زه نه مې تومنه
اوپاري ارشتام او پري یام د رښتیا له پاره یم وپری یم

په اسرارالافغان کې هم د یوه روایت سره د پښتو د یوه شعر بېت راوړل سوی چې پورتنیو بېتونو ته نېژدې دی چې د شیخ حسن د شیخ متي زوی په هکله په یوه روایت کې راغلي چې ده به حلال سوي پسونه را ژوندي کول. باید یادونه وکړو چې د روایت په پیل کې د یوه محرم خبره کیږي یعني د هغه چا چې په دې راز خبر دی. همدغه محرم چې پام یې نه وي د پسه د الوی کولو په وخت د هغه سر هم په اور کې اچوي. خو کله چي يې فکر کیږي نو بېرته یی ژر د اور څخه راباسي او د پوستکي دننه یې ایږدي. کله چې سهار سي نو هغه پسه په رمه کې په داسې حالت کې څریږي چې نیم سر یې سوی وي، زما په ډېره کمه پوهه چې په دې بیت کې پسه، د (مي)، شپه، (شبه)، (کتی) یعني پرې کوي او( سرا ولوي) یعني سر یې په سوي حالت کې (لغپلو) یعني د خپلو او (ملی) یعنی د خپلو چې مراد یې نور پسونه دي سره مل وي، والله علم

په اسرارالافغان کې د ډیرو ښځینه و ذکر هم راغلی چې ډیری یا اکثره یې د حضرت شیخ متی د کورنۍ دي. په ۲۳۸ پاڼه کې د شیخ قاسم په هکله یو روایت د یوې پښتنې صوفيی یا عارفې ښځې ذکر لري.

همدا ډول په بېلو بېلو روایتونو کې بي بي رقیه چې د شیخ قاسم خور ده، بي بي بسۍ، بي بي نېکبخته د شیخ قاسم مور، بي بي توتیا چې د شیخ قاسم مېرمن ده، بي بي حاکمه، بي بي مرجانه، بي بي هاجره، بي بي خدیجه او داسې نور نومونه راغلي، چې ما د بېلګې په ډول دا نومونه راواخیستل. په اسرار الافغان کې لکه څنګه چې هنري ونستارټ وایي چې دا مولوي خیرالدین به لنډیز سره ژباړلی د ژباړونکي نوم نسته، امکان لري چې د هغه کاپي لومړی مخ چي زموږ سره نسته په هغه کي وي ـ د اسرارالافغان رسالې لیکوال سعودالحسن خان روهیله چې د دغه اثر د فارسي ژباړې وخت ټاکي نو وایي چې دا به د حافظ رحمت خان په عصر کې د هغه په تشویق سوی وي. خو داسې نه ده ځکه چې په خلاصه الانساب کې د حافظ رحمت خان د زیږیدو نېټه ۱۱۲۲ هـ او ۱۷۱۰ زیږدیز او د وفات نېټه یې ۱۱۸۶هـ ۱۷۷۴زیږدیز ده. خو د کتاب د ژباړې او لنډیز د پای ته رسیدو نېټه ۱۰۳۲ ق ده چې د اسرارالافغان په وروستۍ پاڼه درج ده ـ کیدای سي چې دا نسخه په ملتان کې د لودي افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز د خپریدو کلونه وي ـ
(د اوراښاد استاد علامه حبیبي په وینا چې په اسلامي عصر کې د دریمې هجري پیړۍ وروسته لودي افغانانو په ملتان کې د اسلامي ثقافت مرکز درلود) او بیا د نسخې د ځای په باب په نظر څرګندولو کې وایې چې د ایسټ انډیا کمپنۍ له لوړ پوړیو چارواکو سره وه اوس څرګنده نه ده چې چېرته به وي ؟ زه په اغلب ګومان ویلای سم چې فارسي نسخه اوس په کراچۍ کې ده. ځکه د کاپی هغه پاڼې چې محترم غورغشتي ماته د کاپي لپاره سپارلې او ما بېرته تر کاپي کیدو د هغه په غوښتنه وروسپارلې، په رنګ سپېنې او پاکې پاڼې وې، چې هیڅ داسې اثار ترې نه ښکاریدل چې پر دې پاڼو دې وخت تېر سوی وي ـ د دې ادعا د ثبوت دپاره به دا دلیل پوخ او پوره وي چې ووایم د کراچۍ هوا دومره مرطوبه یا نمجنه ده چې کاغذ په ډېره لږه موده کې خپل رنګ پکښې د لاسه ورکوي ـ د پښتو نسخې په باب چې ښاغلي سعودالحسن نظر څرګندوي چې دا کتاب به په کلکته با برټیش موزیم لندن او یا بل ځایې کي وي ؟
په برټیش موزیم کې خو ځکه نشته چې علامه حبیبي مرحوم هلته تللی و، په کلکته او یا بل ځایې کې؟...
حسین د صابر زوی چې د دې نسخې اصل لیکوال دی بې له شکه، چې د شیخ قاسم مرید دی، ځکه چې نسخه کې یو ځای په یوه روایت کې خپله کیسه بیانوي چې څنګه د هغه مرید سو، چې دا روایت په دوو پاڼو کې راغلی. په اسرارالافغان کې د شیخ قاسم افغان عمر د کتاب د لیکو په وخت کې په یوه فارسي شعر کې داسې ښودل شوی، چې دا به د حسین وي که د بل چا ؟
بوقت که تحریر شد این کتاب
ګرفتم ازسال عمرش حساب
سه افزده برسال پنجاه بود
زسال سیوم مانده یک ماه بود
الهی بود سال عمرش هزار
هزاری که بشمار سن جاربار
د شیخ قاسم افغان د زیږیدو او وفات نېټه په پټه خزانه کې د پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک او د سعودالحسن خان روهیله په اسرارالافاغنه کې د مخزن افغاني په حواله ۹۵۶ هـ ۱۵۴۹ زیږدیز ــ ۱۱۰۶هـ ۱۶۰۷ ښودل سوې، د دې پر بنسټ شیخ قاسم ۶۰ کاله ژوند کړی ـ
په دې وخت کې زما پام یوې بلې موضوع ته واوښت چې د اسرارالافغان د فارسي ژباړې او لنډیز په پای کې د هغه نېټه ده چې په دې ډول لیکل سوې:
«تمت هذا لکتاب بروز دوشنبه پنجم ماه ذی لحجه ۱۰۳۲ هـ»
که چېرې د شیخ قاسم د زیږیدو نېټه له ۹۵۶ هـ هجري څخه قمري ته واړو و نو ۹۹۸ ق او بیا ۵۳ کلونه په دواړو اضافه کړو نو هجري شمسي ۱۰۰۹ هـ او قمري ۱۰۵۱ کال دی، چې اصلي نسخه لا لیکل سوې نه ده. نو ۲۹ کلونه وړاندې د هغه ژباړه څنګه سوې ده؟ زما په فکر دا هم هجري شمسي نېټه ده چې سمه هم راځي، یعنې په ۱۰۰۹ هـ کې د مولوي خېرالدین پښتو ژباړه او لنډیزـ
یوه بله خبره هم باید روښانه سي هغه دا چې د ارواښاد علامه حبیبي په نوم ورکي مورخین کې د اسرارالافاغنه د پېژندنې په برخه کې د شیخ قاسم زیږدنه ۹۵۶ ق او مړینه ۱۰۱۶ ق ښودل سوې.کله چې ما په پټه خزانه دوهم او د پښتو ادبیاتو په دویم ټوک، دویم چاپ کال ۱۳۴۲ هـ وکتل، په دې څلور واړو اثارو کې دا نېټه ۹۵۶ هـ ۱۰۱۶هـ ثبت سوې ده. کیدای سي طباعتي تېروتنه وي، ځکه چې همدغه متن کې د اسرارالافغان لیکوال صابر د حضر زوي ښودل سوی، په داسې حال کې چې هغه حسین د صابر زوی او صابر د حضر زوی دی.
د کتاب ډېره برخه په روایتونو بنا ده چې دغه روایتونه په تاریخې لحاظ بې له شکه ارزښتمن دي. ما د دې کتاب په هغو برخو چې ما لوستلای سوای دغه ډېره لنډه لیکنه چې یو څه د کتاب د پیژندلو په لومړۍ برخه کې مرستندویه ثابته سي وکړه. ما غوښته چي د دې اثر او پټي خزانې سره یې د اړېکو په هکله یوه بله لیکنه وکړم. خو د دروند ورور زرین انځور، هیله وه؛ چي کومه کاپي چې زما سره ده هغه استاد رفیع صاحب ته وسپارم او ما هغه وخت دا کار وکړ.
لمن لیکونه :
۱ ـ پټه خزانه ـ محمد هوتک بن داود ۲۱۷ مخ دویم چاپ ۱۳۳۶ هـ
۲ ـ نوم ورکي مورخین ـ علامه حبیبي،۲۴ مخ
۳ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۴ مخ
۴ ـ اسرارالافاغنه، اردو رساله، سعودالحسن روهیله، ۴-۸ مخونه
۵ ـ پښتانه ـ دکتور حبیب الله تږې، ۵ مخ، دچاپ کال ۱۳۷۷ لمریز
۶ ـ اسرارالافغان، ژباړه او لنډیز مولوي خېرالدین، ۲ مخ
۷ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۳۸ مخ
۸ ـ د استاد حبیبی شل مقالې، لومړۍ برخه، ۲۹ مخ
۹ ـ اسرا رالافغان، ژباړه او لنډیز دمولوي خیرالدین، ۱۴ مخ
۱۰ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۳۸ مخ
۱۱ ـ د استاد علامه حبیبي شل مقالې، څلورمه برخه، ۱۳۷ مخ
۱۲ ـ اسرارالافغان، ژباړه او لنډیز د مولوي خیرالدین، ۱۹۱-۱۹۲ مخونه
۱۳ ـ همدغه پورته اخځ، ۸۳ مخ
۱۴ ـ همدغه پورته اخځ، ۳۲۷ مخونه


يادونه :
د اسرارالافغان سره یوځای د تحفَه قاسمي (په هکله يې زما ليکنه پر دغه لينک لوستلای سئ: https://bit.ly/34wOxA3) په نوم یوه بله زړه نسخه هم مل ده چې ما هغه د اسرارالافغان وروسته ولوستل او بیا مې لیکنه باندي وکړه. په دې مقاله کي د اسرارلافغان د لیکني ډیري غوټې پرانیستل سوي دي. دا غبرګې مقالې د(چنګاښ – زمری)ګڼه، ۱۳۷۸لمریزکال د کابل چاپ دوه میاشتنۍ (الفت)کي چاپ سوې دي.
بله خبره دا چې عبدالعلی غورغشتي دوه کاله وړاندي په کراچي کې وفات سو. دا مقالې ما هغه وخت لیکلي چي ارواښاد ماته د اسرارلافغان کاپي او ورسره ضمیمه تحفه قاسمي سپارلې وه.
د بریښنایې رسنیو د لاری خبره سوم چي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پټي خزانې د تالیف د ۳۰۰ کالیزي په ویاړ د فرهنګي اوونۍ په لړ کې په کندهار کي د پروفيسور سیال کاکړ په سیمینار کي چي د روان کال د لیندۍ د میاشتي په ۱۸ نیټه داير سوی و، استاد حبيب الله رفيع صاحب په خپلو خبرو کي د اسرارالافغان یادونه هم کړې او ویلي يې چي په نیژدي وختونو کي به چاپ سي چي دا ښه زیری دی.
کله چي ما دا نسخه لوستله نو په يوه روايت کي د شیخ قاسم افغان واده دی، ما د دغه روايت تر تأثر لاندي يو شعر ووايه چي زما په وروستني شعري غونډ ( وخته راستون سه، دوه یم چاپ ۲۰۱۱ زیږدیز، کوټه ) کي چاپ سوی.

د اتڼ د سر سړی

دریه زنو ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
ته وا مور یې لمر له ورځو را غلا کړی
ته وا ستوری د سبا غیږ ته ختلی
لوړه ونه یې چنار او جنتونه
تورو سترګو یې څېړلي ماښامونه
د شملې څوکو یې خوب وړی له زاڼو
د جامو ښکالو یې شور کړي د وراباڼو
په چغار یې د پڼو زړونه مستېږي
تر قدم لاندي یې مځکه هوسېږي
سباوون یې د پټو د کښهاره
وږمې راوړي د سپرلي د ډکه ښاره
د ادم او د درخو د مست کاله دی
چنډنی رباب یې پروت په زنګانه دی
رمبهار تې د رمو ګهیځ مهار دی
دکرکنډو، وریځو بار وړي سپین سهار دی
د خېمو مراندې منګول ښخ په د ښتونو
د نغرو د ودا ن یې هسک تر اسمانونو
شپو یې شپې دي د رڼا پر بورجل کړي
لاټینونه یې د سپوږمۍ په لاس بل کړي
د زري اوښو کاروان یې جرس باره
د عربو له دښتونو دي له اره
په رزمونو یې د« کروړ» خاورې « اوباړي »
د ننګونو یې مغل خوشحال « اوجاړي »
سړبنی دی غوریاخېل د « غر » غرزی دی
خربدل نه دی له اصله کوچیانی دی
تیره شپه چې ستورو یو بل ته مسله
د سپوږمۍ لمن یې ورو، ورو، را نیوله
لیکي، لیکي پلوشه یې تری څنډله
د ریه زنو ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
دا ښاغلي دا آغلی شهیلی دی
دا لاڅه چي د اتڼ د سر سړی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوباړ – شوق، ارمان
اوجاړ – وران، خراب
پټو- څادر
غر- دکسې یاسلیمان غر
خربدل – جټ
شهیلی – د شها مذکر

حقوقي يادونه: د دغه مطلب له پاره په کارول سوي انځور کي د ډاکټر صاحب داؤد اعظمی له فيسبوک وال څخه اخيستل سوی د اسرارالافغان د يو قلمي نسخې عکس هم کارول سوی دی. ورڅخه ځانګړې مننه کيږي.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ