ليکونکې: پروین ملال

تحفه ٔ قاسمي د دري ژبې په نظمونو مشتمله رساله ده، چي له درې پاڼې سریزې وروسته په ۸۱ پاڼو کې پای ته رسېدلې ده. د رسالې په اختتامي جملو کې د هغې د کتابت یا لیکلو کال نه دی درج سوی. خو کله چي مې د رسالې پاڼې اړولې او د هغې نظمونه مې لوستل په ۱۹ پاڼه کې له داسې یوه بیت سره مخامخ سوم :
«جو میکردم این داستانکار
پسنه بود کامل نه ویکهزار (۱)»
څنګه چې دا یوه زړه قلمي نسخه ده او د دري ژبې ځینې توري يې د نن ورځې له توریو سره ډېر توپیر لري، نو لازمه ګڼم چې یو څه یې توضیح کړم. د بېلګې په ډول دا توري:

په رساله کې ـــ اوسني
جون ـــ چون
پس ـــ س
ک ـــ ګ
پري ـــ پیروي
پردین ـــ پیردین
چین ـــ حسین

له پورتني بیت څخه راته څرګنده سوه، چي د رسالې د کتابت یا تالیف کال ۱۰۰۹هـ دی. د رسالې لومړۍ پاڼه نسته چي د هغه څخه موږ ته د لیکوال نوم څرګند سي، خو کله چي ما د هغه نظمونه په غور ولوستل، نو د هر نظم په وروستیو بیتونو کي شاعر د خپل نوم حسین یادونه کړې، لکه دا بیتونه:
«طفیل همه عاصیان عظیم
کناه حسینی بخوا ازکریم (۲)
حسین که دارد سرسود خویش
زیانش رسد از همین بود خویش (۳)
حسین سیه کار بد کرده را
بیامرز و آزاد کن بنده (۴)»
د رسالې د نظم پیل د حمد شریف څخه سوی، ورپسي نعت شریف، بیا دقدر یامعراج د شپي په هکله اودحضرت شیخ عبدالقادر جیلاني په شان کي د نظمونو وروسته دشیخ قاسم افغان مدح اوستاینه وروسته درسالې مؤ لف د خپل ژوند پیښې اوحال په یوه نظم کي بیانوي چي ددغه نظم په رڼا کښې موږ ته دلیکونکي د عصر، زیږیدنې اوددې رسالې د تالیف کال ټاکل کیږي .
«زتاریخ فوتش ګرفتم شمار
نهصد فزون هشتاد وچار
چوزین رختکه رخت خودرا نهفت
درآن هفته ازسال من بود هفت
زعمرم کنون سی وپنج سال است
ندانم که آخر چه ... شد کمال (۵)»
حسین په دې بیتونو کي د خپل پلار د مړینې نیټه ښيي او وایې، چي په ۹۸۴ هـ کي د ده پلار مړ سوی، چي دی د اوو کلونو په عمر یا اوه کلن و. اوه کاله چي د څلور اتیا ۸۴ څخه منفي کړو؛ نو۷۷ پاته کیږي، چي په دې ډول د حسین د زیږیدو کال ۹۷۷ هـ څرګندیږي. دا چي حسین وایي ( زعمرم کنون سی وپنج سال است ) سمه نه ده ځکه چي حسین د تحفه ٔ قاسمي د تالیف کال چي موږ وړاندي ورته اشاره وکړه ۱۰۰۹هـ ښودلی او د پلار د مړیني کال یي ۹۸۴هـ ښودلی او د ده د زیږیدو کال ۹۷۷هـ څرګندسو که چیری ۳۵ د ۷۷ سره جمع کړو؛ نو۱۱۲ کیږي. په دې حساب د تحفهٔ قاسمي کال باید ۱۰۰۹هـ نه بلکه ۱۰۱۲ هـ وي. کله چي مې داسرارالافغان د تالیف په کال پسې پلټنه کول نو د شېخ قاسم د عمر څخه چي حسین یي په یوه شعر کي وضاحت کوي چي دا کتاب لیکم نو شېخ قاسم ۵۳ کلن دی (۶ ) د هغه د تالیف کال ۱۰۰۹ هـ ثابت سوی و او دا دواړې کاپي یو ځای میندل سوي. داسي ښکاري چي بیلي، بیلي نسخې دي خو یو د بل ضمیمه دي. د دې بحث پایله دا وځي، چي حسین د تحفه ٔ قاسمي د تالیف پر وخت ۳۵ کلن نه بلکه ۲۳ کلن دی .
«پدر داشتم عالم معتبر
که جون عابدان بود نیکوسر
بجز درس وتعلیم کارش نبود
بجزذکر وتسبیح یارش نبود
ـــــــــــــــــــــــــــ
برنج وبلا بود صابر قوی
که درصبر ویرا کند پروری
خدا جون درصبر بروی ګشاد
ازان مادرش نام صابر نهاد»
د ټول نظم په لوستلو څرګندیږي چي د حسین د پلار نوم صابر دی، پرهیزګاره، عالم او صبرناکی انسان و ځکه یي مور صابر نوم ورته غوره کړی و. سعودالحسن روهیله په اسرارالافاغنه رساله کي د حسین د ژوند په باب دا سي څرګندونې لري:
ژباړه: «په دې ډول موږ ته څرګندیږي چي د حسین ابن صابر عصر به ۱۵۵۰ او۱۶۰۰ زیږدیز کلونو په مینځ کي وي. حسین د صابر زوی دغه کتاب په دغه وخت کي لیکلی. د ده د مړیني په باب زموږ سره هیڅ معلومات نسته، البته دومره ویلای سو چي دی یوازي په هند کي استوګن و.(۷)»
موږ ته اوس څرګنده سوه چي حسین په کوم عصر کي ژوند کاوه. اوس د هغه د اوسیدولو ځای ته راځو او د حسین هغه نظم ته رجوع کوو چي دی خپله هغه کیسه پکښي بیانوي چي څنګه د شېخ قاسم حضور ته ورغلی چي هغه یي په موریدانو کښي ونیسي، حسین وایي:
«زدیهی میانی بعزم لهور
زدریایي راوی نمودم عبور
درآن چین که منزل به لاهور داشت
چو پیشور درملک ماشور داشت (۸)»
حسین له میانې کلي څخه روانیږی، د راوي دریاب یا سیند څخه تیریږي او لاهورته ورځي.
میاڼه د ډیره غازي خان او ملتان په مینځ کي پروت یو کلی دی چي له ډیره غازي خان څخه ۵۰ـ ۶۰ کیلومتره اوله ملتان څخه۱۵۰ کیلومتره فاصله لري. باید ووایو چي د میاڼي په نوم د سړبن د ښاخه یو قوم هم سته او دا څرګنده ده چي په فارسي ژبه کښي د پښتو، ڼ په ن اوړي نو کیدای شي د دې کلی نوم به هغه وخت میاڼي و.
رساله ټوله په ۸۲ نظمونو پای ته رسیدلې، یوولس حکایتونه د نظم په ژبه د شېخ میرداد د عارفانه شخصیت په باب دي، چي د شېخ قدم نیکه او د شېخ قاسم افغان غورنیکه دی. د همدې رسالې او اسرارالافغان په حواله د کندهار د امیر ذوالنون ارغون په عصر کي ژوند کاوه، په هندو راج نومي ځنګل کي د یوسفزو په جګړه کي په آس باندي ولاړ و چي د جګړه مارو په مینځ کي سوله وکړي، په سر باندې د غشي د لګیدو په اثر شهید سو او د باجوړ د لاشورې د رود په غاړه ښخ کړای سو.
یو نظم د شېخ محمد زاهد د میرداد زوی په هکله دی چي د پیښور په توفه نومي ځای کي ښخ دی.
درې نظمونه د شېخ حسن د شېخ متي د زوی په باب دي، چي حسین د دغو حکایتونو د اخیستلو حواله په اسرارالافغان او تحفّه قاسمي دواړو کي د حضرت شېخ نظام الدین اولیا په فوائدالفواد ورکوي، چي کله ما په دې اثر کي پلټنه وکړه، نو په هغه کي مې دغه درې واړه روایتونه وموندل، له هغه دریو روایتونو یو داسې دی:

ژباړه : « ... له دې وروسته یي وفرمایل، دشېخ الاسلام بها ٔالدین زکریا رحمَه الله علیه په دربارکي یو تن د حسن په نامه یادیده، ډیرلوی سړی واودولایت خاوند و، دومره لوی، چي شېخ بها ٔالدین زکریا به ویل، چي که زماڅخه پوښتنه وسوه، چي زما درګاه ته دې څه ( ډالۍ) راوړي زه به ورته ووایم، چي حسن افغان مي راوړی... (۹) »
د اسرارا لافغان په دویمه پاڼه کي، چي د شېخ متي په هکله د یوه روایت ادامه ده، د شېخ متي د نکاح ذکر دی چي د مهیار (مایار) قبیلې د یوي نجلۍ سره تړل کیږي. د حسن افغان د متي د زوی د عارفانه شخصیت د اوچتوالي اندازه چي د شېخ متي د دغه نکاح ثمره ده پخپله د شېخ متي علیه الرحمه له خولې څخه ثبت ده (۱۰) او د پټي خزانې په تعلیقاتو کښي د ارواښاد علامه حبیبي هم د دغې نکاح او حسن افغان ذکر کوي او وایې، چي د حضرت شېخ متي درې میرمنې وې کله چي په دریمه میرمن راځي نو وایې :
«دریمه د مهیار سړبني د قبیلي درییس لور وه چي د حسن په نوم یې یو زوی درلود» او بیا ادامه ورکوي :
حسن په افغاني عارفانو کي مشهور دی چي نعمت الله د افغاني مشهورو عارفانو په ډله کي د هغه نوم یادوي او وایې، چي شېخ حسن د متي زوی د بندګۍ خاوند قایم الیل اوصایم الدهرو(۱۱) دوه روایتونه په نظم کي د شېخ جوګي په هکله دي چي د شېخ میرداد او یو نظم د شېخ الهداد، د متي دزوی په باب دی.
رساله په دې جملو پای ته رسیدلې :
«تمته هذه الرسالهّ الشریفهَ في مناقب اباواجداد ... زبدهَ العارفین حضرت شېخ قاسم ابن شېخ قدم .»
د رسـالې په نظمونو کښي ځیـني بیتـونه دومره اوچت دي چي حسیـن د ډیرو لوړو شاعرانو په کتار کي دروي .
دبیلګې په ډول :
«حسینی که چشمش کهربار شد
بلعل لب توګرفتار شد
دا :
زنثر سخن ساز نرم دری
که بانظم پروین کند همبری
نوشتم بکلک سخن پروری
زپسحر فن (؟) کرده جادوګری
دا :
حسینی که دارد پسر وصل دوست
دوهي درمیانه همین بود اوست
دا :
حسیني که دارد سر سود خویش
زیانش رسد ازهمین بود خویش»

موږ ته اوس څرګنده سوه چي د تحفه قاسمي د تالیف کال ۱۰۰۹هـ دی، لیکوال یې حسین دصابر زوی دی چي د میانې کلی اوسیدونکی او د زیږیدو کال يې ۹۷۷ هـ دی.

هغه پوښتنه چي ماته د اسرارالافغان مقالې د لیکلو پر وخت پیدا سوې وه چي حسین به شاعر وکه نه ؟ هم د دې رسالې دلوستلو او بیا پر دې د دغه لیکني د لیکلو پر وخت حل سوه چي حسین د دري ژبې شاعر او د پښتو ژبې نثر لیکونکی دی، ځکه نو انګریزلیکوال هنري ونسیټارټ HENRY VANSITTART سرویلیم جونز WILLIAM JOHNS ته په یوه لیک کي وایې، «څه موده دمخه ماته د اسرارالافاغنه په نوم یواثر لاس ته راغی چي مولوی خیرالدین تصنیف کړی او په اصل کي د هغه اثر لنډ شکل دی چي حسین بن صابر بن خضر د شاه قاسم سلېمانې مورید ... په پښتو لیکلی دي ... (۱۲)» خو اوس د دري او پښتو نسخو پته څرګنده نه ده چي چیری به وي ماته یو چا دومره وویل، چي فارسي نسخه د بلوچستان ایالت په مستونګ نومې ځای کي د کوم بلوڅ سردار په کورني کتابتون کي او چا راته وویل، چي په مستونګ کي د یوه ملا سره پرته ده .والله اعلم .
لمنلیک
۱ ـ تحفه ٔ قاسمي، حسین دصابر زوی، ۱۹ پاڼه
۲ ـ همدغه اثر، ۳-۴پاڼه
۳ ـ همدغه اثر، ۴-۵پاڼه
۴ ـ همدغه اثر، ۱۵پاڼه
۵ ـ وګورئ اسرارالافاغنه مقاله (https://bit.ly/3p7CHUN)
۶ ـ تحفه ٔ قاسمي، حسین د صابر زوی،۱۷ پاڼه
۷-اسرارلافاغنه، سعودالحسن خان روهیله، چاپ لاهور۲۰۰۷،زیږدیز،۶ پاڼه
۸ ـ فوائدوالفواد، دحضرت خواجه نظام الدین اولیا دملفوظاتو مجموعه ټولوونکي حضرت ځواجه امیرحسن علا سجزي دهلوي، ۱۶۶ پاڼه.
۹ ـ فوائدوالفواد، دحضرت خواجه نظام الدین اولیا دملفوظاتو مجموعه ټولوونکي حضرت ځواجه امیرحسن علا سجزي دهلوي.
۱۰ ـ اسرالافاغنه،سعودالحسن،چاپ لاهور، ۲۰۰۷زیږدیز
۱۱ ـ پټه خزانه، محمد هوتک بن داود، ۲۱۴ پا ڼه
۱۲ ـ اسرالافاغنه،سعودالحسن،چاپ لاهور، ۲۰۰۷زیږدیز
یادونه :
د دې مقالې لومړی نشر، اووم کال، پرله پسې ګڼه (چنګاښ– زمری )۱۳۸۷ لمریزکال، الفت دوه میاشتنۍ مجله، چاپځی کابل .

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ