څو مياشتي مخکي مي د لومړي ځل لپاره په آلمان کي د پښتو ژبي د خطي نسخو په تړاو معلومات پر انټرنټ وموندل. دا هغه وخت کله چي مي پر پټه خزانه د ميکنزي د انتقاد د رد لپاره زما د خپلو دوو مقالو لپاره تحقيق کاوه او زړو پښتو خطي نسخو ته مي اړتيا وه. هغه وخت مي په آلمان کي د پښتو خطي نسخو په تړاو د معلوماتو تر څنګ د خير البيان د هغي خطي نسخې سکېن سوې کاپي وموندله چي په آلمان کي خوندي ده. د دغې کاپي د ډاونلوډ کولو لپاره له لاندني لينک څخه کار اخيستلای سئ.

https://digital.staatsbibliothek-berlin.de/werkansicht/?PPN=PPN859508129

د خيرالبيان ياده کاپي د پرويسيا له ميراث څخه پاته ده او ديجيتل کاپي يې د آلمان د ملي کتابتون په ديجيتل برخه کي پر ياد لينک موندل کيدلای سي.

د هغه وروسته مي پر لاندني لينک په آلمان کي د پښتو خطي نسخو د يو ليسټ سکېن سوې بڼه وليدله.

https://www.digitale-sammlungen.de/de/view/bsb00026276?page=76&fbclid=IwAR2qlKM1t1zPyw1d_hceuvD5d_SuseRwqJRuQ9Bn0CvIOjf1C5Fcctq9Mqs

ما ياد لينک او ورسره مل د ليسټ د دوو مخونو انځورونه پر فيسبوک خپاره کړل. خو بعضي دوستانو هيله وکړه چي دغه ليسټ ورته ټايپ کړم. اوس د دغه ليسټ متن په ټايپ سوې بڼه او ورسره مل لنډه پښتو ژباړه شريکوم. خو دا چي د بېلګي په توګه په دغه ليسټ کي د خيرالبيان ذکر نه دی راغلی، نو ورڅخه انګېرل کيدلای سي چي دغه ليسټ بشپړ نه دی بلکه جزوي دی. دا ممکنه ده چي په آلمان کي د خيرالبيان په څېر د پښتو نوري خطي نسخې هم وي چي په دغه ليسټ کي نه دي راغلي.

که تاسو د ليسټ په ټايپ سوي متن يا ژباړه کي غلطي وموندله نو لطفا راسره په اصلاح کي يې مرسته وکړئ.

له بده مرغه نه زه پخپله دغو خطي نسخو ته لاسرسی لرم او نه يې راسره ديجيتل بڼي سته، او نه هم له دوستانو سره کومه مرسته کولای سم چي هغوی ورته لاسرسی پيدا کړي. البته هر وخت کي مي ورته لاسرسی پيدا سو او قوانينو راته اجازه راکوله نو خامخا به يې پر قاموسونه ټکی کام د ټولو سره شريک کړم. زه شخصا په دې نظر يم چي په زياته پښتو خطي نسخې د ځان سره د ساتلو نه دي بلکه بايد ورته حد اقل په ديجيټل بڼه هر څوک لاسرسی ولري.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۳مه نېټه

د ليسټ متن او پښتو ژباړه يې:

 

Cod. Paschto

1 - Diwan des Abdurrahmān (f. Katal. I,4 p.135 Frühere Signa.)[Cod. or, miset. 46 (or, 347)]

د عبدالرحمن ديوان

2 - (1.2.) - Fabeln des Anvârɪ̂ Suheili übers. von Afzal Khan 2 Bde. (f. Katal. I, 4 p.136 Frühere Sign.: Cod. or miset. 47 ese bibl. Guatremeri)

د انوارِ سهيلي د داستانونو ژباړه، افضل خان، دوه جلده

3 - Afghān. Gramm. Sammlungen, 138 Bll. 40 . Paschto - Dt. Papier von 1850. Ledereinband (Von E. Trumpf.)

افغان ګرامري مجموعې، ۱۳۸ پاڼي، ۴۰، آلماني پښتو، له ۱۸۵۰ عيسوي کال څخه

4 - Glossary of Pasto Verbs, In Tabellenform, engl.-Paschto, 130 Bll. 40, Blaues engl. Papier von 1853. (Von E. Trumpf.)

د پښتو د فعلونو قاموس، په جدول کي، انګريزي پښتو، ۱۳۰ پاڼي، ۴۰، شين انګرېزی کاغذ له ۱۸۵۳ څخه

4a - Paschto Vocabularium, z.T. in Tabellenform. z.T.n. engli. Badeutung. 70 Bll. 40. Pappier von 1852/1853. Ledereinband. (Von E. Trumpf.)

د پښتو لغتونه، په جدول کي، د انګرېزي معنی سره، ۷۰ پاڼي، ۴۰، کاغذ له ۱۸۵۲/۱۸۵۳ کال څخه، د څرمنې وقايه

5 - Makzan-i Pushtō by Darwēzah. 78Bll. 40. Papier von 1856. Rubriziert. (Von E. Trumpf.)

مخزن، پښتو، درويزه، ۷۸ ‌پاڼي، ۴۰، کاغذ، له ۱۸۵۶کال څخه، مرتب سوی

6 - Gulistan, Transl. into Pushto by Abd Ul Kādir Khan the son of Khushāl Khān, Khatak. This translation was made in the year of the Hijra 1024, i.e. 253 years bano in Nou-Shahr, near Peshawar, and intitled by the author: Guldastah. 121 Bll. 40 Bräun. oriental., Papier. Ledereinband mit Rollenstempel. (Vermerk: E. Traummpp. Titel von seiner Hand.)

ګلستان، د عبدالقادر خان ولد خوشال خان خټک پښتو ژباړه، دغه ژباړه په ۱۰۲۴ هجري کي سوې، کاغذ، د څرمني وقايه او څرخي ټاپه

7 - Dɪ̄vān i Arzānɪ̄ . 193 Bll. 40 Bräunl. oriental. Papier, Ledereinband, Blindpressung mit Rollenstempel. (Vermerk: E. Trumpf.)

ديوان ارزاني، ۱۹۳ پاڼي، ۴۰، شرقي کاغذ، د څرمني وقايه، کنده کاري، څرخي ټاپه

8 - Dɪ̄vān i Fath Ali Khān, 137 Bll. 40, Papier von 1850, Rubriziert (Von E. Trumpf.)

ديوان فتح علي خان، ۱۳۷ پاڼي، کاغذ، له ۱۸۵۰ کال څخه، مرتب سوی

9 - Dɪ̄vān i Fath Ali Khān, 271 Bll, Braunes Papier, Viele Verbesserungen un. Erzänzungen [ist es original?] (Von E. Trumpf.)

ديوان فتح علي خان، ۲۷۱پاڼي، نسواري کاغذ، زيات اصلاحات او زياتونې، (ايا اصلي به وي؟)

10 - Shāh Bahrām by Fayyāz and Dɪ̄vān-i Kāsim Khān, Katak surnamed Shaidā, 116 Bl. 40, Papier von 1856. (Eintrag: Ernert Trumpf ??Kuwaibn?? July 1857.)

شاه بهرام، له فياض او ديوان قاسم خان څخه، خټک تخلص شيدا، ۱۱۶ پاڼي، ۴۰، کاغذ، له ۱۸۵۶ کال څخه

11 - Shāh Bahrām, 25 Bll. Papier von 1857. (Eintrag: E. Trumpf.)

شاه بهرام، ۲۵ پاڼي، کاغذ، له ۱۸۵۷ کال څخه

12 - Bahrām. 53 S. Schriftkolumnen in rotem Rand, Braunes oriental. Papier.

بهرام، خطي کالمونه په سور چوکاټ کي، نسواري شرقي کاغذ

13 - Rashɪ̄d ul - Bayān by Abd-ur-Rashɪ̄d. 53 Bll. Braunes or. Papier, Schrift in rotem Rahmen (Eintrag.: E. Rumpf. Pashawar 1859.)

رشيد البيان، عبدالرشيد، ۵۳ پاڼي، نسواري شرقي کاغذ، خط په سور چوکاټ کي

14 - Rashɪ̄d ul - Bayān. 37 Bll. Braunes or. Papier. (Eintr. E. Trumpf.)

رشيد البيان، ۳۷ پاڼي، نسواري شرقي کاغذ

15 - Tars - Nāmah, 94 Bll. Altes braunes Papiert. (Eintr.: E. Trumpf Peshawar 1859.)

ترس نامه، ۹۴ پاڼي، زوړ نسواري کاغذ

16 - Mirāj nāmāh by Ahmad Ullah. 67 Bll., Braunes or. Papier, Roter Ledereinband m. Blindpressung.(Eintr.: E. Trumpf Peshawar 1859.)

مراج نامه، احمدلله، ۶۷ پاڼي، نسواري شرقي کاغذ، د څرمني سره وقايه، کنده کاري سوی

17 - Paschto- Übers. Waduha (Sura of the Koran) by Na'ɪ̂m Gul, Akhwand, 56 Bll. or. Pepier. (von E. Trumpf.)

د قرآني سورې وضحی پښتو ژباړه، نعيم ګل اخوند، ۵۶ پاڼي، شرقي کاغذ

18 - Mahɪ̂n. 134 Bll. or. Papier (Eintr.: E. Trumpf.)

مهين، ۱۳۴ پاڼي، شرقي کاغذ

19 - Dakāik - ul - Akhbār, 294 Bll, Braunes or. Papier, Schrift in gelb-rotem Rahmen, am Anfang Verzierungen. (von E. Trumpf.)

دقايق الاخبار، ۲۹۴ پاڼي، نسواري شرقي کاغذ، ژړ او سور چوکاټ، په آغاز کي ګلکاري سوی

20 - Korantütze aus Holz. Beschnitzt, 19x 42,5 cm , 1976 (76/2186. DTZ 55,-)

له لرګي څخه جوړه سوې د قرآن پاک د ايښودلو وسيله (رهيل)، ۱۹ سانتي ميتره په ۴۲،۵ سانتي متره کي، ۱۹۷۶

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ