ډاکټر محمد اکرم ملکزی او احمدولي اڅکزی
د می مياشتې په ۲۶ نېټه د آلمان په هيورت ښار کې د ښاغلي محمد اکرم ملکزي ستاينغونډه جوړه شوې وه. په قامت او همت جګ دغه ښايسته انسان په پښتو ژبه د نه منلو وړ مهم آثار ليکلي دي. ما په ياده غونډه کې د هغه د تازه چاپ شوي اثر «د جرمني ژبې آسانه زده کړه» باندې خپل تقريظ وړاندي کړ چې لاندې يې لوستلای شئ:
 
قدرمنو درنو او محترمو حاضرينو،
سلام عليکم
موږ تاسو چې په کوم هيواد کې دغه غونډه جوړه کړېده، پکښې تر بل هر وخت د افغانانو شمېر زيات شوی دی. ډېر داسي اټکلونه شته چې وايي په آلمان کې به د افغانانو شمېر نور هم زيات شي. په دغو نوو راغلو او راتلونکو افغانانو کې د پوهنتون استادان او استادانې، ډاکټران او ډاکټرانې، ژورنالستان او ژورنالستانې، ليکوالان او ليکوالانې، اکاډميک شخصيات او زيات مسلکي کسان هم شامل دي. خو د خپلو ټولو وړتياو باوجوده به دغه افغانان دلته له هغو کړاونو او ننګونو سره مخامخ کيږي، چې دلته حاضر بعضو پخوا راغلو دوستانو باندې تېر شوي او يا دوی ورسره تر يوې اندازې عادت شوي دي. په دغه پرديس او مسافرۍ کې ستونزې او ننګونې زښتې زياتې دي چې پکښې يوه لويه ننګونه د دغه ځای د ژبې زده کول دي. که د دغې ژبې زده کول يوه ننګونه ده نو ورسره مل يې زدکړه يو ډېر لوی چانس، د ډېرو تړلو دروازو د خلاصولو وسيله او د ستونزو د هوارۍ پر استقامت د يو مهم قدم اخيستل هم دي.
 
طبعي خبره ده چې په دغه پردي هيواد کې که څوک په اساسي توګه ځان عيارول غواړي، نو به په اساسي او بشپړه توګه آلماني ژبه هم زده کوي. ښايي يو شمېر کسان په دې نظر وي چې د آلماني ژبې زدکړه په دومره اندازه ورته کفايت کوي چې بس هغه بنيادي ضرورتونه په پوره کړلای شي. خو هغه اکاډميک او مسلکي کسان چې غواړي دلته په خپله يا ورته مسلکي او اکاډميکه سطحه کار او ژوند برابر کړي، نو هغوی دا کار بېله د په اساسي او اصولي توګه د آلماني ژبې د زدکړې نشي کولای.
 
و دغه هدف ته په رسېدو کې د افغانانو په خپلو ژبو د آلماني ژبې د زدکړې مواد او کتابونه ډېره مرسته کولای شي. بلکه بايد وويل شي چې دا ډول مواد او کتابونه حتمي دي.
 
که د پښتو خبره وکړو، نو په دغه ژبه کې پخپله د دغې ژبې په تړاو لا په نړيواله سطحه او سويه کتابونه نشته، نو څوک به فکر کوي چې داسي کتابونه خو به طبعا پکښې نه وي چې په پښتو د نورو ژبو ګرامري اصول پکښي په عصري علمي توګه تشريح شوي وي او زدکړه يې آسانه کړې وي. حد اقل د پښتو آلماني په برخه کې دغه فکر شکر نور صدق نه کوي. دا ځکه چې له نېکه مرغه موږ اوس په پښتو ژبه کې د آلماني ژبې د زدکړې او ګرامر يو داسي کتاب لرو چې نه يوازې په پښتو کې يو بېساری کتاب دی، بلکه په فارسي او نورو ګاونډيو ژبو کې يې هم نظير نشته. دا زموږ د پياوړي عالي قدر او فاضل ډاکټر محمد اکرم ملکزي صاحب په زحمت ليکل شوی د «د جرمني ژبې اسانه زدکړه» په نوم کتاب دی چې په لومړي ځل له نن څخه تقريبا دوه کاله تر مخه د آلماني ژبي د بنياد له خوا آلمان له خوا چاپ شو او اوس تازه د افغانيک موسسې لخوا بيا چاپ شوی دی.
 
دغه کتاب نه يوازې د خپل نوعيت يعني آلماني ګرامر په پښتو ژبه کې اولنی معياري کتاب دی، بلکه پکښې له يوې داسې له نوښته ډکې ميتودولوژۍ څخه کار اخيستل شوی دی، چې د ګرامر په شان يو په اصطلاح وچې يا سختې موضوع د آسان فهمه کولو نخښه يې په برياليتوب په منځ کي ويشتلې ده.
 
زما په فکر ډاکټر صاحب په دغه کتاب سره د جرمني ژبې افغان زده کوونکو لپاره د تعارف، ښوونې، بېلګو، تمرين او لارښوونې يو ډېر ښکلی او د افغانانو لپاره غوره ميتود او امتزاج کارولی دی.
دغه ګرامري لارښود ۸۱۹ مخه لري او پاڼې يې هم ۲۱ په ۲۹،۷ سانتي متره کې لويوالی لري. په دغه کتاب کې جدولونه، جملې او د جملو په منځ کې مطرح لغتونه په داسو مختلفو رنګونو او اشکالو اوډل شوي دي، چې نه يوازې د کتاب د هر مينه وال جمالياتي ذوق خړوبوي، بلکه پوښښ شوي موضوعات د لوستلو او پوهېدو لپاره هم ډېر آسانه کوي. البته دا کار د يو ځانګړي ميتود او چوکاټ دننه د کتاب له سر څخه تر پای پورې سوی دی.
 
په دغه کتاب کې په ټوليزه توګه تر ۳۰۰ زيات عنوانونه ګرامري موضوعات تشريح شوي او ورسره مل په پښتو او جرمني ژبه مثالونه راوړل شوي دي. د هرې موضوع د مطالعې وروسته لوستونکو ته آسانتيا برابره کړل شوې ده چې خپله تازه په لاس راوړې زدکړه د تمرين او سوالونو په شکل کې وازمويي. د دغو تمرينونو حلونه هم وړاندې کړل شوي دي چې په دې توګه دا نه يوازې يو ښوونيز بلکه د تمرين او حلونو کتاب هم دی. د دغه کتاب مطالعه کوونکی نه يوازې په ډېره روانه، خوږه، آسانه او عامفهمه پښتو کې مشکل او يا هم نسبتا مشکل ګرامري موضوعات او اصول زده کولای شي، بلکه د بې شمېره مثالي آلماني جملو او د هغوی د پښتو معناوو په مرسته د آلماني ژبې د لغتونو خپله زېرمه هم غني، قوي او تمرينولای شي.
 
کله چې ما د دغه کتاب مطالعه کوله، نو ما داسي احساس کاوه لکه ليکوال چې تر لاس نيولی يم، او له يوې موضوع څخه بلې موضوع ته مې بيايي او راته ډاډ راکوي، چې مه ورته وارخطا کېږه، موضوع تر هغه ډېره آسانه ده لکه عنوان چې يې دی.
 
د مثال په توګه د دغه کتاب په ۱۵۷ پاڼه کې ملکزي صاحب د تشريحي فاعل د فعلونو په هکله داسې ليکلي دي:
 
« Verben mit Prädikatsnominativ
د تشريحي فاعل فعلونه
په عادي حالاتو کې په يوې لنډې جملې کې د يو فعل سره تش يو فاعل وي. دا څرګند دی چې فاعل حالت (Nominativ) دی.
مثال:
(هغه کور ته ځي = Er geht nach Hause)
په دې ځای کې د جملې فعل (gehen) او د جملې فاعل (er) او حالت يې (Nominativ) دی، يعني دا فعل تش يو فاعل لري او بس.
ايا تاسو داسي تصور کولای شئ چې په يوه جمله کې دوه فاعله وي؟ هو، داسي جملې په پښتو کې هم شته چې لاندې به يې وګورو:
هغه يو شيطان دی.
په پورتنۍ جمله کې پوښتنه دا ده چې فاعل کوم يو دی؟ (شيطان) فاعل دی او که (هغه) فاعل دی؟ ځواب دا دی چې (شيطان) او (هغه) دواړه د جملې فاعلان دي. د دې دواړو فاعلانو توپير دا دی چې (شيطان) د (هغه) خواص يا صفت يا څرنګوالی څرګندوي، يعني هغه شيطان دی. داسي جملې چې په يوه جمله کې دوه فاعله وي، په جرمني ژبه کې هم شته چې په لاندې برخه کې به يې وګورو:
Du bist ein Idiot.
ته يو احمق يې.
په دغه ځای کې د جملې فعل تش يو دی چې هغه (bist) دی، خو فاعلان يې دوه دي چې يو يې (du) او بل يې (Idiot) دی چې د دواړو حالت (Nominativ) دی. داسي فعلونه دومره لږ دي چې شمېره يې د ګوتو په شمار ده. په لاندني جدول کې يو څو نور مثالونه وګورئ:»
 
ډاکټر صاحب وروسته د څو جملو مثالونه راوړي او تشريح يې ورکړې ده چې !هغه فعلونه! چې په جمله کې راغلې معنی صرف او صرف هغه وخت ورکوي، کله چې دوه فاعلونه ولري، ورته د تشريحي فاعل فعلونه ويل کيږي.
په دې توګه ډاکټر صاحب د تشريحي فاعل فعلونه چې د نااشنا غوږونو لپاره ښايي يو ډېر مغلق نوم وي لکه (Verben mit Prädikatsnominativ) داسي آسانه تشريح کړي دي. يعني هغه فعلونه چې بايد دوه فاعلونه يا (Nominativ) ولري.
ډاکټر صاحب کوښښ کړی دی چې هغه څه چې د پښتنو لپاره آشنا دي، غوږونه او دماغونه يې ورسره ځان ښه احساسوي، د آلماني ګرامر د تشريح کولو لپاره وکاروي. زه په دې نظر يم چې هغه په دغه هڅه او کوښښ کې په ډېر هنر او ښکلا بريالی سوی دی.
مقصد مې د شعر او شاعرۍ سره د افغانانو مېنه ده. د مثال په توګه ډاکټر صاحب د دغه کتاب په ۳۲۲مه پاڼه کې د آلماني ژبې د (Partizip) تشريح کولو په مقصد ليکلي دي:
 
« Partizip I und Partizip II
له (Partizip) نه په ورځيني ژوند کې کار نه اخيستل کيږي. په عادي خبرو کې هيڅ څوک (Partizip) نه استعمالوي. له (Partizip) جملو نه په ادبي ژبه کې، په پوهنيزو او حقوقي مباحثو کې او په دفتري ليکونو کې کار اخيستل کيږي. (Partizip I) د پښتو په ادبياتو کې هم کارول کيږي، لکه د خوشحال خان خټک د زوی، عبدالقادر خان خټک په دې پښتو شعر کې:
چې يې تللم په خندا خندا ديدار ته
اوس يې درومم په ژړا ژړا مزار ته
په پورتني پښتو شعر کې ليکل شوي چې (په خندا خندا) او (په ژړا ژړا). دا په دې مانا چې يو څوک د (خندلو) او د (ژړلو) په حالت کې دی. د جرمني په ګرامر کې دې حالت ته (Partizip I) وايي. »
 
د کتاب په ۱۷۱مه پاڼه کې يې ليکلي:
 
« Auf ein Adjektiv folgendes substantivisch verwendetes Adjektiv
ځيني صفتونه شته چې له هغوی نه کله کله د يو اسم په توګه کار اخيستل کيږي، څنګه چې د پښتو په دې شعر کې ليدل کيدی شي:
د ښکلو ياري مه کړئ خوله کې اور ګرځوي
په خوله به تاسره وي زړه کې نور ګرځوي
د (ښکلی) کلمه اصلا يو صفت دی چې د يو اسم ښکلا څرګندوي، خو په پورتني شعر کې ورنه د اسم په توګه کار اخيستل شوی دی، يعني:
هغه کسان چې ښايسته دي.
داسي صفتونه په جرمني ژبه کې هم شته چې د اسم په توګه کارول کيږي، لکه (schön) يعني ښکلی او يا ښايسته. مثال
Ein Schönes Haus
يعني يو ښايسته کور. خو له دې صفت نه اسم هم جوړيدی شي، لکه (die Schöne) يعني ښکلې انجلۍ او يا ښکلا. مثال
Sie ist die Schönste der Schönen.
د ښکلو نجونو په ډله کې هغه له ټولو نه ښکلې ده.»
 
يو بل مثال له ۳۳۶ مې پاڼې څخه:
 
« له (historisches Präsens) نه د پښتو په ادبياتو کې د پښتو فلسفي شاعر، غني خان په دې شعر کې کار اخيستی دی:
خو ب وينم عالمه که يې څوک راکړې مانا
پروت يم سر مې ايښی د خپل يار په زنګانه
خوب وينم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی
سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کې جام دی
په پورتني شعر کې سره له دې چې خوب پخوا ليدل شوی، خوب تېر شویدی، غني خان ونه ويل چې (ما خوب وليد)، هغه په اوسنۍ زمانه کې وويل چې (خوب وينم)، چې دې ته (historisches Präsens) يا تاريخي اوسنی وخت وايي. »
 
په ۷۵۷مه پاڼې کې ليکل شوي:
 
« Besonderheiten für die gehobene Sprache
د ادبي ژبې لپاره ځيني مشخصات
Zweiteilige restriktive Konnektoren/Varianten
په جرمني ژبه کې هم لکه د پښتو په شان ځيني ځانګړتياوې شته چې هغه په خاصو الفاظو بيانېدلی شي، د بېلګې په توګه که چېرته سړی د پښتو دا شعر په جرمني ژبې وژباړې، نو ژباړه به يې څنګه وي؟
د منت دارو که مړ شم نه يې غواړم
که علاج لره مې راشي مسيحا هم
څنګه چې په پورتني شعر په دوهمه برخه کې ليدل کيږي (که) او (هم) په سور رنګ ليکل شوي دي. دا په دې مانا چې هغه الفاظ چې مونږ يې لټوو، هغه (که... هم) دي. (که...هم) ته په عربي ژبه کې (ولو) وايي. په دې شعر کې ويل کيږي چې (ولو که مسيحا يا عيسی ع هم زما علاج ته راشي، نو زه د منت درمل نه منم. نو پوښتنه دا ده چې (که...هم) او يا (ولو) ته به په جرمني ژبه کې څه وايي؟
ځواب: په جرمني ژبه کې ورته (selbst wenn) وايي. نو دا شعر په دې ډول ژباړل کيږي:
Eine unehrenhafte Therapie will ich selbst von Messias nicht haben, selbst wenn ich sterbe.»
 
په دې توګه نو ډاکټر صاحب ملکزي نه يوازي د پښتنو په ژبه بلکه د هغوی په طبعه د آلماني ګرامر ورته تشريح کړی دی، چې زما په نظر دا يو بېساری او بريالی نوښت دی.
درنو دوستانو، ماته دغه کتاب څو مياشتې پروت و، او له سره څخه تر پای پورې مې ټولې ۸۱۹ پاڼې پاڼه په پاڼه را اړولي دي. ما پخپله ډاکټر صاحب ته هر ځله دعاوې کړي دي او هر وارې مې په زړه کې راګرځېدلي دي، چې ايا دا خلک به په رشتيا د ډاکټر صاحب او د هغه د دغه کتاب د هرې پاڼې، ورباندې د ډاکټر صاحب د رڼو کړو شپو، بې خوبيو، د اولادونو د حق وخت ورته ورکولو او ستړياو درک وکولای سي که نه. دوستانو دغه کتاب په خپل ځان کې د پښتو ژبې لپاره يو بېساری اثر دی. موږ تاسو هيڅکله او په هيڅ صورت په کافي توګه د ډاکټر صاحب مننه نشو کولای. ډاکټر صاحب په يوازي ځان دا کتاب هم ليکلی، هم يې اوډلی، هم يې ليې آوټ ورته جوړ کړی او هم يې چاپ ته چمتو کړی دی. هغه څوک چې د دغه کتاب د يوې پاڼې د صرف ټايپولو، جدول ورته جوړولو، د پښتو او آلماني متن د يوځای ليکلو تجربه وکړي، نو به ورته معلومه شي چې صرف د يوې پاڼې د لې آوټ جوړولو او ټايپولو کار څومره دروند دی. موږ تاسو کله په پښتو کې داسي قاموسونه يا منابع لرو چې څوک دې وکولای شي د ګرامري لغتونو پښتو معدلونه پکښي پيدا کړي؟ د آلماني ګرامري اصطلاحاتو لپاره د پښتو معادلونه برابرول په خپل ځان کې يو ډېر ډېر لوی کار دی، چې ډاکټر صاحب کړی دی.
 
دا چې د دغه کتاب د ليکو سره د پوهې، تجربې، وړتيا او نه ماتېدونکي هوډ تر څنګ څه ډول ستړياوې، ننګونې او پرابلمونه هم مل ول، بېله د ملکزي صاحب او د هغه د رب، بل هيڅوک يې نسي درک کولای. که يې موږ هر څومره مننه وکړو، حق يې نشو پر ځای کولای.
 
دوستانو په آخره کې به يوه لنډه خو رشتيا کيسه درته وکړم. هغه دا چې کله چې زه وطن ته تللی وم، نو هلته مې د يو شناخته سپينږري لپاره د ملټي ويټامين ګولۍ وړي وې. ما ورته وويل يو واري يې بيا ډاکټر ته هم ورښکاره کړه چې ايا خوړلای يې شې که نه. بل واري چې بيا وطن ته ولاړم نو سپينږري راته وويل ايا د دې واري دي بيا راته هغه ګولۍ راوړي دي که نه. ما ورته وويل، هو راوړي خو مي دي، خو دا راته ووايه چې ډاکټر درته څه ويلي. هغه ويل کله چې مي ډاکټر ته ورښکاره کړې، نو هغه د بوتل سر ورخلاص کړ او موټ يې په ډک کړی او بيا يې جېب ته واچولې. ويل دا خو سره زر دي سره زر.
 
نو دوستانو د ډاکټر صاحب کتاب سره زر دي سره زر. اوس دغه کتاب آن د پي ډي اېف په شکل هم له انټرنټ څخه ډاونلوډ کولای شئ (https://ecampus-afghanistan.org/wp-content/uploads/2022/08/2022-6-2-Lehrbuch-der-deutschen.pdf). خپلې لمنې له دغو سرو زرو ډکې کړئ او بيا ډاکټر صاحب او د هغه ټولې درنې کورنۍ ته دعاوې وکړئ.
 
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د می ۲۶ نېټه

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/m5b0u
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ