پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
پر پټي خزانې د ګوتنیونکو یوه ګوتنیونه داده چي ئې د امیرکروړ د ویاړني او داسي نورو زړو شعري بیلګو ژبه کورټه اوسمهالې(موډرنه) بریښي (بوستاني: لی لیترا توری د بل پاکستان له لیترا توره افګانه اکادیمه میلانوــ ایټال ۱۹۶۸م).
هغه هم په دې لاسوند چي دوی د پښتو ژبي اوښتوني پړاوونه د اروپایي ژبو غوندي انګېرلي او پرتله کړي دي. په دې مانا چي ګوندي د پښتو لرغوني پير، منځني پير او اوسني پير سره هماغومره واټنونه لري لکه اروپایي هغه ئې چي سره لري. بې له دې چي سوچ او سول په کار واچوي چي ژبه خو یوه ټولنیزه ښکارنده (پدیده) ده او د نورو ټولنیزو ښکارندو غوندي د خپلي اړوندي (مربوطي) ټولني له اوښتون او بشپړتیا سره سم د اوښتوني او بشپړتیایي پيرونه او پړاوونه له اروپایي هغومره هیڅ د پرتلې وړ نه دي نو څنګه کېدای شي ژبني دایي ورسره په یوه تله کي وتللای شي.
تر رنسانس را وروسته اروپايي ټولنه له یو واریزي فهنګي ویښتیا ورپسې د ښکېلاکي پراختیا او په تېره بیا د یو واریزي صنعتي پرمختیا سره تربل هرمهال زیات ونجون اوښتون او بشپړتیا موندلی د چا خبره د مرییوالي، ځمکوالي (فیوډالي) او پانګوالي پړاوونه ئې ډېر ګړندي یو په بل پسي وهلي او دا دئ د دغه وروستي پړاو په هماغه لوړه پوړۍ (امپریالیزم) کي ناقراره قرار لري. حال دا چي زموږ د لا د ځمکوالۍ هغې ته سمه نه ده رسېدلې. له پوندګلۍ نه بزګرۍ ژوند او له بزګرۍ ژوند څخه ښاري ژوند ته د همدې له مخي څومره چي اروپایي ژبو ګړندی استعمال او استملاک موندلی او له دې سره زموږ دايي ورسره پرتله کول یوه بې‌سوله او بې سروبوله خبره ده.
د ساري په ډول دا کومه د نه باور خبره نه ده، چي انګلیسي، الماني یا فرانسوي ژبو تاریخي ګړدودونو دي خپل بریدونه له لومړنیو، منځنیو، او اوسنیو پیرو سره سم پیل کړي وي او له دې سره ئې د ادب تاریخي پیرونه هم همداسي اوږه پر اوږه تر سره شوي اوسي، مګر په ختیځ او بیا زموږ په ځانګړې سیمه کي د داسي ګړندیو ژبنیو او ادبي اوښتنو تر سره کېدنه په هیڅ راز د منني نه ده په ځانګړې توګه د پښتنو بشپړتیایي بیاله خپلي نژدې ګاونډۍ او خپلواني ژبي (دري) سره هم د پرتلې وړ نه ده کوم ښاري، کلتوري ژوند چي دغي خورنۍ ئې تېر کړی، دې نه دئ تېر کړی او سره له دې ئې د امیرکروړ مهال پير ته نژدې ادبي بېلګي له ننني ادبي فورم او جولې سره دومره توپير نه لري ( ددغي وَیَني زیاته څرګندتیا د لیکونکي په یوه بله لیکنه کي شوېده: ( د پلوشې د ۵۶پنځمه ګڼه).
په هر ډول پښتو د یوې ځان ساتي او ناکارېدلي (بکري) ژبي په توګه له ټولنیز او ژبني بشپړتیايي دودودوی سره سم یو ځنډنی اوښتون پير لري او له دې کبله کوم هیښنده خبره نه ده، چي د هماغه کروړ د زمانو نښي نښانې ئې په اوسني ادبي فلکلوري او ګړدودي (لهجوي) جولو کي څه نا څه خوندي پاتي دي، خو دا خبره چي د ویاړني ژبه «کورټه» اوسمهالې بریښي یوه ښینده (مبالغه) غوندي ده، ځکه هغه پښتو بیا هم له یو پرتلیز برید او پوله لري. (پرتلیز) په دې مانا چي تر دا منځ مټي یو ګړدودي توپیر لیدل کیږي، نه ژبنی. که موږ نن د ویاړني په پښتو یو مخیز نه پوهېدای، بیا ئې نو له توپیر نه بلکي یو ژبنی توپير بلل کېده هغه ژبنی توپير چي له آره د یوې یوازنۍ ژبي پښتو سره د نیا، مور، او لور په نومونو جلا کوي، لکه زړه پارسي چي د منځنۍ پارسي «پهلوي» مور او اوسنۍ پارسي یا دري نیا بلل کیږي او یوه له بلي سره همدومره توپير لري لکه د یوې کورنۍ بېلابیلي ژبي، نو موږ د امیرکروړ د مهال پښتو د «اوسنۍ پښتو » یو تاریخي ګړدود ګڼو نه ئې مور او نه ئې « انا» چي هر ګوره د امیرکروړ له مهاله تر اوسه ئې د را پاتي ادبي متنو له مخي څو بېلابېل تاریخي ګړدودونه سره توپیرولای شو، که څه هم دغه توپیرونه یا وېشنه ډېری څېړني پلټني او کړاوونه غواړي، آن د ادبي پيرونو «دورو» تر هغې هم زیاته ستونزمنه بریښي؛ ځکه د پښتو غوندي پښتو ژبپوهنه لادومره پر مخ نه ده تللې چي نه یوازي د اوسنیو جغرافیایي ګړدودونو تر منځ بریدلیکي (ایزو کلاسونه) سم نه دي کښل شوي، پاتي ئې لا د تاریخي هغو تر منځ او بیا په داسي ترڅ کي چي را پاتي متنونه ئې د ډېرو نیمګړتیاوو له کبله ډېری تشي « خالیګاوي » لري او تر هر څه لومړی په کار دي دغه نیمګړتیاوي او تشي ئې له منځه یووړل شي یا ئې د لیکنیو متنو په رابرسېرونه او یا ئې د ګړنیو هغو په راټولونه او څېړنه.
سمدلاسه له دې پرته چي د تذکرة الاولیا د څو پاڼو او د پټي خزانې غوندي همدغه لاس ته راغلي متنونه غنیمت وبولو او د تاریخي پلوه پرې خپلي ګړدودي څېړني را ونښلوو بله لاره او چاره نه لرو، که د پښتو د تاریخي ګړدودونو ريښتنی برید ټاکنه او وېشنه ده. موږ د دې له پاره چي دغه لیکنه مو ددغي خپروني له ججوري څخه ډېره کړې نه وي د یوې بېلګي په توګه د امیرکروړ د ویاړني هماغه اخاییکي ( لرغوني) ټوټې تر شنني او سپړني لاندي نیسو، چي تر هر څه مخکي سره د وینا پوهي ـ لیکلاري «سټایل» اوغونډله پوهي «نحوي» له پلوه په تاریخي ګړدود څېړنه کي مرسته کولای شي او په ترڅ کي ئې بیا پر نورو ژبپوهنیزو «لینګویستیکي» او پښتو ییزو (ګرامري) خواوو لکه لیکزیکولوژیکي «ویي پوهیزو»، مورفولوژیکي «ګړپوهیزو» او څه ناڅه فونولوژیکي «ږغپوهیزو» هغو هم رڼا اچول کیږي.
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
غشی د من مي ځي برېښنا پر میرڅمنو باندي
په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدنو باندي
په ماتېدنو باندي
زما دبریو پر خول تاویږي هسک په نمځ و په ویاړ
د آس له سوو مي مځکه ریږدي غرونه کاندي لتاړ
کړم ایوادونه اوجاړ
غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم ...
په مرو زما غشی لوڼي ډاري دښن را څخه
د هریوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه
رپي زړن را څخه
د زرنج سوبه مي د توري په مخسور وکړه
په باداري مي لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مي تربور وکړه
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم
دوی په ډاډینه ښه بامم ښه ئې روزنه کوم
تل ئې ودنه کوم
نړۍ زما ده نوم مي بولي پر دریځ ستایوال
د وینا پوهي له پلوه په د غو ټوټو کي هماغه ضروري وینايیز یا په بله وینا ژبني ارونه (پرنسیپونه) ښه‌ترا سمبال شوي، هم د لنډون او سپما هم د ګډون او توپیر او هم د رواني او خوږلني آرونه او همدارنګه ئې سبک او سټایل د یوې ادبي پښتو ښکارندویي کوي او لکه څرنګه چي د دغو اړخونو له پلوه له اوسنۍ ادبي پښتو سره دومره ګړدودي برید او توپير نه لري، همداسي پکښي د غونډله‌پوهي له مخي هم کوم جوت توپير نه لیدل کیږي. کوم توکونه چي د نننۍ پښتو په جمله رغاونه کي دود لري دلته هم له اړتیا سره سم راغلي. په آروتوکونو کي نومونه لکه: ۱ــ ( زه، زمری، نړۍ، اتل، غشی، من، مي، میرڅمن، ژوبله، تښتېدني، ماتېدني، زما، راڅخه ، خپل، بری، خول، هسک، نمځ، ویاړ...) په بله وینا له نومیزي ډلي ئې له شمېر نومونو پرته ستاینومونه او نومځري درې واړه ډوله لږ و ډېر را اخیستي. کړونه لکه ۲ــ (یم، نسته، ځي، یونم، یرغالم تاو، یږي، رېږدي، کاندم، کړم، بولي، لوني، ډاري، ځم، رپي...).
کړولونه یا قیدونه لکه: ( په نمځ، په ویاړ، برېښنا، په مخسور، په باداري، په ډاډینه، پر دریځ...).
په مرستیالو توکونو کي (۳) سربلونه یا پيشينې (پر، په، تر )اوستربلونه یا پسینې لکه :(باندي لاندي، لره) تولوییکي یا اضافت نښه (د) او داسي نور.
د ویي اوډون یا لغوي ترتیب له مخي پکي هماغومره سرغړاوی لیدل کیږي لکه په نننیو شعرونو کي د تول و تال او آهنګ له مخي کله ( غشی د من مي ځي برېښنا پر میرڅمنو باندي). په عادي اوډون لکه: (د آس له سوو مي مځکه ریږدي) یا (د زرنج سوبه مي د توري په مخسور وکړه). له دې څخه پوره جوتیږي، چي د امیرکروړ د وخت پښتو غونډله رغاوني له نننۍ دې سره سمون درلود او تر منځ ئې د توپير نومیرنه (تشخیص) نه شي کېدای. د ویي پوهني (لغت پوهني ) له پلوه زموږ امرلي (انتخابي) ټوټې پوره په زړه پوري ده هغه دا چي پکښي راغلي وییونه په اوسني ګړنۍ پښتو کي ژوندي نه دي پاتي او لیکني پښتو ته تازه راګډ شوي دي لکه نړۍ، هیواد، یون، من ویاړ، اتل، سوبه....
له امیرکروړ څخه را وروسته پخوانو شاعرانو په همدغومره کچه کارولي او یو نیم ئې لکه (نړۍ) او میرڅي د خوشحال خان تر پيره پوري څه جولیز پښویز توپير سره لیدل کیږي لکه دښنه چي په منګلو کي هم د یوګړي (مفرد) او هم ډېرګړي (جمع) په توګه لاتر اوسه کارول کیږي د ویي رغاوني له مخي (مخسور) یو په زړه پوري تړنګ (ترکیب) دئ، چي د اوسني پښتو ویي رغاوني له مخي ئې (مخسوري) انډول کېدای شي.
د دې تر څنګه هریوا لرود یو په زړه پوري تړنګ دئ چي د هریرود لرغونی پښتو انډول راجوتوي همدا راز ئې ځيني بیلنګونه (مشتقات) در واخله لکه تښتېدني، ماتېدني، پلن، زړن، ډاډینه، ستایوال....
له پور وییونو (مستعارو لغتونو) څخه ئې یرغال د مورګن ستیرني له وینا سره سم یو تورکی مغولی ویی دئ. جروم د پوهاند حبیبي استاد له څرګندوني سره سم دګرم (سیر) معربي بڼې ته (جرم) جمع ده. ( د پټي خزانې پر درېیم چاپ د پوهاند حبیبي د تعلیقاتو ۱۴۰مخ).
په دې لړ کي کورني او بهرني ځای نومونه ځان ته جلا څېړنه غواړي. ایواد یا هیواد ځني تورک مغولی ویی بولي خو په اټکلي ډول له انګرېزي هوم الماني هایم او هیمات (وطن) سره هم آري برېښي او په دې توګه هندو اروپایي آره لري د غلام حبیب نوابي په وینا د بلخ خوا ته د یوه کلي نوم هم دئ.
د ګړپوهني (مورفولوژي) له پلوه په دې برخه کي تر هر څه لومړی د دوو وییکو (اداتو) (په او پر) کارونه د اوسني ګړني پښتو غوندي یو راز نه بریښي یو ځل (پر) له خپلي باندیني (استعلایي) مانا سره کاروي لکه: پر دې نړۍ، پر تخار، پر کابل، پر میرڅمنو، پر تښتېدنو، پر خول، پرڅنډو، پر لویو غرو، پر دریځ. مګر په نورو ویغونډونو (لغوي ګروپونو) کي ځای (په) ته پرېږدي لکه (په هند وسند، په زابل په ماتېدنو باندي، په روم، په ورځو) او که دغه ګډوډي د رالېږدوونکي (نقلوونکي) تېروتنه یا ئې د خپل وخت مورفولوژیکي یا فونولوژیکي اوښتنه وګڼو نو بیا ویلای شو چي د امیرکروړ په زمانه کي د وییکو کاروني له ژبني آر (توپير او نه ګډون) سره سمون درلود او په اوسني لیکني معیاري پښتو کي ترې کار اخیستلای شو، د ساري په ډول (پر) یوازي د باندي ستربل (استعلایي پېشینی) او (په) والي او ارتباطي سربل په توګه لکه په ژوبله، په نمنځ، په ویاړ، په اودوم او داسي نورو کي. له دغو دوو سربلونو پرته د نورو وییکو سمه کارونه هم موږ ته دا لاسوند په لاس راکوي چي امیرکروړ به پخپله له آره (پر) او (په) سره نه وي ګډ کړي که نه ولي ئې د اضافت (د) پر سر بل (له) نه دئ اړولی. لکه څنګه چي نن سبا له ګړني عادت سره سم په نامعیاري ډول په لیکنۍ پښتو کي اړول کیږي یواځي په (لما اتل نسته) کي (له) په نسبتي مانا کارول شوی دئ، چي په اوسنۍ معیاري لیکنۍ پښتو کي هم دود لري خو (تر) ترې زیات معیاري راځي.
په فعلي برخه کي د یون او یرغل یا یرغال ګردان هم په زړه پوري بریښي چي له امیرکروړ را وروسته ئې نور څرک نه لګي او یواځي د څیز نومونو په توګه پاتي شوی دئ. د لومړي وګړي لپاره (کړ) انډول (کاند) ګردانول هم د یادوني وړ بریښي، چي د امیرکروړ را وروسته تر ځینو اوسنیو ګړدودو پوري یوازي د دویم او درېیم ګړي لپاره کارول شوی دئ (ستر مي تربور وکړه). له اوسني فعلي مورفولوژي او نحوي سره سمون نه لري او نه ئې د کروړ له نورو بېلګو سره ښایي د (ستر مي تربور وکړه) پر ځای ئې د شعري اړتیا له کبله په لوی لاس پر دغه ناسمه بڼه را اړولی وي. د غږپوهي (فونولوژي) په برخه کي که هر څه وویل شي بیا به هم یو اټکل وي. (سته) (ښه) خو هیڅ شک نشته چي له اوسنیو لوېدیزو ګړدودو سره سم دي (س او ښ) ..... ځکه زیات اتمولوژیکي لرغونوالی ښيي په کول او ایواد کي (هـ) غورځونه په زړه پوري پېښه ده، چي هندو اروپایي ژبو کي د یوناني پسیدس ته ورته (هـ غورځېدنه) یا په بله وینا پر خپلواک (واول ) باندي د هغه اوښتنه یوه اوسنۍ اوښتنه ده، حال دا چي تر امیرکروړ را وروسته متنو لومړی ویی د کهول په بڼه راخیستی او دویم یواځي یو ځل او هغه هم د ښکارندوی په بولله کي همداسي ایواد راغلی دئ او ځینو ګړدودو لا تر اوسه همداسي خوندي ساتلی دئ.
اوجاړ خو کېدای شي د اوسني ویجاړ پخوانۍ بڼه وي، ځکه واولي اوښتني ترکنسوننټي هغه اساني ترسره کیږي او د اوسني (اوده) د پخواني بڼې په توګه د پښتو او نورو خپلوانو ژبو د تاریخي فونولوژي او دیالکتولوژي له پلوه یوه خورا په زړه پوري بېلګه ده، کټ‌مټ لکه د پارسي ادم او د اوستا ازم په وړاندي د پښتو (زه) (څخه) په دوه څپیز ډول کارول دا را جوتوي، امیرکروړ په خپله سیمه کي اوس یو څپیز یا بیخي (څه) ویل کیږي آن د زرغون خان (د ۹۲۱لېږدي کال مړ) په ساقي نامه کي هم یو څپیز کارېدلی دئ؛ لکه چي وایي: زاهد وځي صومعې څخه شراب پیري میخانې څخه ( دپټي خزانې د افست چاپ ۳۸مخ).
پایله: د ویاړني ژبه د اوسنۍ پښتو په یو تاریخي ګړدود ویل شوې او له دې سره په اتمه زېږدي (میلادي) پېړۍ کي د دغي ژبي ادبي جوله راښيي، له اوسنیو ژوندیو په تېره له لوېدیزو ګړدودو سره ئې غږیز، پښوییز یا مانیز توپیر دومره لیدل کیږي چي د یوه ځانګړي تاریخي پښتو ګړدود څرګندویه ئې وبللای شو. همدارنګه د هاشم سرواني، شیخ اسعد سوري او نور ور پسې شعرونه د خپل مهال د بېلابیلو ګړدودونو د بیلګو په توګه د شنني او سپړني وړ دي او په دې ډول د پټي خزانې ټول شعرونه د پښتو د ژبني او ادبي تاریخ د څېړني او روښانوني لپاره ګټور توکونه او اخځونه برابروي او بیا د سلېمان ماکو د تذکرة الاولیا د څو پاڼو او داسي نورو لرغونو لیکنو او ګړنیو ادبي زيرمو په ملګرتیا د دغي غرنۍ او شتمني ژبي د هر‌اړخیزو څیزونو لپاره یوه ستره کیلي پلاس راکوي. بیا هم د ارواښاد استاد مورګن ستیرني خبره، پټي خزانې بې اړنګه د پښتو ژبي او ادب خورا ګرانبیه، نادري او لرغوني مرغلري د زمانې له لوټمارۍ څخه ژغورلي او خوندي کړي دي.

دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.

ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ