ليکونکی: پوهاند عبدالحی حبیبي
د محمدهوتک د پټي خزانې یوه په لاس کښلې نسخه تر اوسه پيدا سوې وه. له بده مرغه د بلي نسخې درک نلرو، چي د هغې په مرسته دغه لاس ته راغلې نسخه سمه کو او یو انتقادي، سم کړئ متن ځني جوړ کو.
د داسي کتابو د ترتیب او چاپولو علمي لار دا ده، چي مرتب څو مختلفي خطي نسخې سره پرتله کړي او له ګردو څخه داسي یو متن جوړوي ، چي اصل او واقیعت ته نزدې وي او که له مؤلفه څخه کومه سهوه سوې وي هغه هم ښيي.
(۴۰) کاله پخوا چي ما پټه خزانه ومونده او چاپ مي کړه، زما کار تش پر دغه یوه لاس کښلې نسخه ولاړ وو، چي وروسته ئې عکس کټ مټ په (۱۳۵۴ش) کال په کابل کي چاپ او خپور سو او اصلي خطي نسخه د آرشیف په خطي کتابو کي پرته ده.
هغه وخت ما ددې خطي متن ځني لغوي خواوي وڅېړلې او ځني تاریخي پلوونه مي روښانه کړل، خو وروسته دې کتاب په داخل او د باندي کي داسي یوه هنګامه واچوله، چي د مینانو او ښاغلو په قول د پښتو یو سپېڅلی کتاب او د مخالفانو په نغوته یو «مجعول» اثر وګاڼه سو. زه د مینانو د میني او د شکاکانو د بې ځایو خبرو او تورونو دواړه پر خوا نه یم. ټول شیان باید چي پر علمي محک ووهل سي او هره شخړه چي وي د پوهي او بصیرت په رڼا کي اوارېدای سي.
په دنیا کي داسي کتاب نسته چي څوک اعتراض پر و نه کړای سي او تاريخي کتابونه او تذکرې خو ډېري تېروتني او خطاوي هم لري. مګر د یو څو اشتباهاتو په کږنه څوک ګرده کتاب نه غورځوي او مؤلف ته ئې ښکنځل نه کوي.
دلته به تر خپل اصلي مطلب دمخه زه درې کتابونه د مثال په توګه در وښیم، چي د ډېرو غلطیو سره هم د اعتبار وړ ګڼل کیږي، خو سترګه‌ور څېړونکي ئې تش هغه د اعتراض وړ خبري په خپلو څېړنو کي نه را اخلي او د واقعاتو سره سم اړخ ئې را وړاندي کوي او ګرده کتاب په یو څو املاوي یا د کاتب په خطاوو نه کږي.
۱ــ د فارسي ادب یو خورا منلی فصیح او غوره کتاب د احمد بن علي نظامي عروضي سمرقندي «چهارمقاله» ده چي د شپږم قرن په منځ کي ئې د غوریانو په دربار کي کښلې ده. محمد قزویني یو ایرانی محقق وایي « چي عروضي خو د خپل ګرده فضل او ادبه سره په دغه کتاب کي خورا ډېری غلطۍ کړي دي. د مشهورو خلګو نومونه ئې سره ګډوډ کړي او کلونه ئې هم یا دمخه یا را وروسته کړي او واقعات ئې سره مروړلي دي».
دغه نقاد څېړونکو په یوه ځای کي د نظامي اوولس غلطۍ د مثال په توګه راوړي او بل ځای تش په دوو لیکو کي د ده شپږ تېروتني رابرسېره کوي(ص ۲۲۷).
مثلا نظامي: مشهور طبیب محمد بن زکریا رازي د منصور بن نوح ساماني پاچا معاصر ګڼي حال دا چي دغه طبیب لږ تر لږه دېرش کاله د منصور تر جلوس دمخه وفات سوی وو. (ص ۱۰۴)
د سمرقندي نظامي د دغو ګردو غلطیو سره چي د مجتبی مینوي په قول تر دوو سوو زیاتي دي هم چهارمقاله تر اوسه د دري ادب یو غوره کتاب دئ او هیچا ګرده نه دئ کږلئ خو محققان ئې تش په غلطو روایاتو استناد نه کوي.
۲ــ د دري ژبي تر ټولو پخوانۍ معلومه تذکره خو د محمدعوفي لباب الالباب ده چي په اروپا او ایران کي څو واره چاپ سوې او د دري ادب یوه غوره لرغونې پانګه پکښي خوندي ده، چي ګرده د ادبیاتو د تاریخ لیکوال دغه کتاب ته حواله ورکوي او معتبر ماخذ ئې ګڼي.
مګر په دغه معتبر کتاب کي هم څېړونکو د خدای کوټه غلطۍ میندلي دي مثلا د آل زیار شهزاده امیر کیکاوس د اسکندر زوی او د قابوس لمسی وو، خو عوفي هغه د قابوس زوی ګڼلئ دئ. بل ځای ئې د سامانیانو د نو تنو پاچهانو زمانه ۸۷ کاله ښوولې ده. حال دا چي دوی ګرده یو سل اولس کاله پاچهان ول( له اسماعیله تر دوهم منصوره ۲۶۱ــ ۳۸۹هـ). او که ګرده وشمېرو نو ئې حکمراني تر ۱۳۰ کالو پوري هم رسیږي.
۳ـ تر عوفي وروسته د دري ژبي بله معتبره تذکره د دولت شاه ده، چي ملک الشعرا‍‍‍ٔ بهار په درېیم ټوک سبک شناسي (ص ۱۸۶) کي د ده ډېری غلطۍ شمېري او زه ئې د مثال په توګه دلته یوه، دوې راوړم: ده د ویس ورامین مشهور دري داستان چي فخرالدین اسعد ګرګاني د ۴۴۷هجري په شاوخوا کي نظم کړی وو، کله د نظامي عروضي او کله د نظامي ګنجوي بللی دئ او هم ئې ناصر خسرو چي له خپله قوله قبادیاني بیا بلخي دئ اصفهانی ګڼلی او هغه ئې له یوه بله اصفهاني ناصرخسرو سره ګډ کړی دئ، کوم چي په ۷۳۵هـ مړ او د سعادتنامې خاوند دئ (سبک شناسي ۳ص ۱۸۶).
تاسي وګورئ په دغو معتبرو درو تذکرو کي دغسي تېروتني سته مګر دغه کتابونه تر اوسه لا هم د پوهانو او څېړونکو مرجع دي. خو دوني کوي، چي ځني سهوي او مشتبه اقوال ئې نه اخلي.
پټه خزانه هم د دغسي یوه مؤلف اثر دئ چي هرومرو به خطا لري، تېر وزي به او له تېروتني څخه به پاک او معصوم انسان هم نه وي. نو که د پټي خزانې ځني خبري له عقله یا مستندو روایاتو سره سمي نه وي یا وروسته کاتبانو سره مروړلي او ګربشولي کړي وي، باید چي سترګه‌ور لیکوال ئې په ټینګو او د منلو وړ دلایلو سره را څرګند کړي نه دا چي د یوه کاذب شهرت په هوس یا په خاص تعصب ګرده کتاب مجعول وبولي.
په دې مقاله کي زه د پټي خزانې د دغي اوسنۍ پيدا سوي او عکسي چاپ سوي نسخې یو څو تاریخ ټاکنو ته چي ورځ او د میاشتي نېټه ئې نه سره سمیږي کره کتنه کوم او زما ټینګ ګمان دا دئ، چي دغه ناسمون د کاتبانو د بې باکۍ څخه په دغه نسخه کي پېښ سوی دئ او ښایي چي په خپله به په محمدهوتک اړه نلري، او که د دې کتاب کومه بله خطي نسخه پيداسي، ښایي چي دا غلطي به سمه کړي.
محمدهوتک د خپل کتاب د څلورم مخ په اوومه لیکه کي وايي« په دغه کتاب چي ما په کښلو ابتدا وکا ورځ وه د جمعه ۱۶ د جمادي الثاني سنه ۱۱۴۱هجري».
دلته که موږ ښه ځیر سو په تطبیقي تقویمونو کي چي ووستنفلد اوبیاو، وزیبولسکي (طبع مسکو ۱۹۶۴م) راوړی دئ د ۱۱۴۱هـ کال د اوسترۍ خور لومړۍ ورځ یکشنبې ده چي شپاړسمه ئې په دوشنبې وه، نه جمعه او دا خو ښکاره غلطي ده.
دلته زما دا یقین دئ چي په کتابت کي یو عدد زیات سوی دئ. ځکه چي د دغي میاشتي لومړۍ جمعه د جمادي الاخري شپږمه ده او دغه شپږمه کاتب د یوه هندسي عدد په زیاتولو شپاړس کړې ده(۶+۱؟) چه باید د پوهانو له خوا تصحیح سي ځکه چي په هندسي اعدادو کي کله دغسي غلطۍ پېښيږي، او پخوا به اتیاتي مؤلفانو د کلونو او ورځو اعداد په اصلي نومو کښله او له اشکالو څخه به ئې ځان ژغوره، چي بیا احتمال د دغسي کرغېړنو نه وي.
دا زما حدس به ځکه سم وي چي د کتاب په پای کي ئې د ختم نېټه د جمعې ورځ ۲۴ د شوال سنه ۱۱۴۲هـ (ص۱۱۱) کښلې ده، او که موږ دغه تطبیقي تقویم ته وګورو نو په دغه کال د شوال لومړۍ ورځ شنبې او څلیرویشتمه ئې جمعه ده. (ص۹۷زیبولسکي) چه دغه تاريخ بیا صحیح رانقل سوی او د کاتب له ظالمه قلمه ژغورل سوی دئ.
نو که د کاتب په یوې تېروتني سره سړی په خپله محمدهوتک ګناهګاروي او د ده ګرده کتاب ته په شک ګوري دا خو به هرومرو د یوه خاص نظر او غرض نتېجه وي او داسي کار د کوم عالم او پوه چا سره نه ښایي.
یوه بله نېټه چي په پټه خزانه کي د غور وړ ده او لومړی پلا د پېښور ښاغلي محقق دوست محمدکامل را برسېره کړې ده، د رحمان بابا د وفات کال ۱۱۱۸هـ دئ او هغه دلایل چه ښاغلي کامل ئې پر ناسموالي ویلي دي ټول صحیح او د منلو وړ دي او باید چي په متن کي تصحیح سي او د ادبیاتو تاریخ هم د رحمان بابا وفات دغه ۱۱۱۸هـ ونه ګڼي ځکه چي په دغو اعدادو کي هم د کاتب سهوه ده او دوه ئې د یوه په شکل کښلي دي چي صحیحه نېټه ئې ۱۱۲۸هـ ده او د دغي نېټې د صحت دلایل او سند به ښاغلی پوهاند رشاد تاسي ته وړاندي کړي.


دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ