زلمی هیوادمل

د تذکرو او شاعرانو د شرح حال لیکنه په شرقي ژبو کي لرغونی دود دئ او په زیاته شمېره دغه ډول کتابونه په دې ژبو کي کښل شوي دي، خو له بدمرغه چي د دغه ډول کتابونو یوه کافي برخه د زمانې سړو سیلیو ورسره وړې ده او د ځینو ئې پرته له نامه بله پته په لاس کي نشته(۱) پښتو د افغانستان د لرغوني او تاریخي ژبي په توګه له پخوا څخه د غني لیکنیو او شفاهي ادبیاتو څښتنه ده. په زیات تعداد شاعران او لیکوال پکښي تېر شوي دي.

زموږ پخوانو ادیبانو او مورخینو هم د خپلو شاعرانو د شرح حال او وینا له خوندي کولو سره مینه درلوده په همدې اساس ځینو مورخینو هم په خپلو اثارو کي د شعراو احوال او ویناوي راوړي دي(۲) مګر له بده مرغه چي له دغو آثارو اوس څه نه دي پاته او زیاته برخه ئې له منځه تللې ده او د ځینو ئې هم یوازي نومونه تر موږ را رسېدلي، چي هغه هم د پټي خزانې زرینو پاڼو تر موږه را رسولي دي.

د پښتو له لرغونو تذکرو څخه یوه هم د تذکرةالاولیاء څو پاڼي دي(۳) چي نوره برخه ئې محوه شوې ده.

زموږ بله په زړه پوري او باارزښته تذکره «پټه خزانه» ده چي له نېکه مرغه د زمانې له ناخوالو او چپاوونو خوندي پاته ده، او یوه خطي نسخه ئې ترموږ پوري رسېدلې ده.

په دې لیکنه کي زه پر همدې تذکره خبري کوم او پېژندنه ئې دلې لیکم او په دې لیکنه کي به تر دغو لاندي سرلیکونو لاندي پر دغه کتاب بحث وشي:

۱ــ د پټي خزانې مؤلف او لیکلو وخت.

۲ــ د پټي خزانې اهمیت.

۳ــ د پټي خزانې مطالب.

۴ــ د پټي خزانې اشعار.

۵ــ د پټي خزانې نثر.

۶ــ  پټه خزانه چیري وه؟

۷ــ د پټي خزانې خطي نسخې.

۸ــ د پټي خزانې موجوده نسخه د متنپوهني له نظره.

۹ــ د پټي خزانې چاپي نسخې.

۱۰ــ د پټي خزانې ترجمې.

۱ــ د پټي خزانې مؤلف او د لیکلو وخت:

پټه خزانه د هیواد د فاضل او پوه مورخ محمد(۱۰۸۴هـ.ق. زوکړی) بن داود هوتک (۱۱۳۶هـ.ق. مړ) تالیف دئ (۴) چي دغه تذکره ئې د وخت د باچا اعلیحضرت شاه حسین هوتک (۱۱۱۴ــ۱۱۵۲هـ.ق.) د علم پرورۍ پر اساس هم د ده په غوښتنه کښلې ده، او په کښلو ئې د ۱۱۴۱ هـ.ق. کال د جمادالثاني په ۱۶ نېټه د جمعې په ورځ پیل شوی دئ او د ۱۱۴۲هـ.ق. کال د شوال المکرم په ۲۴ نېټه پای ته رسېدلې ده(۵).

محمدهوتک په پټه خزانه کي د دې کتاب د لیکلو سبب داسي ښيي: «... هغه وخت چي زما له ارادې خبر سو. د پښتنخا د سترګو تور امام المسلمین شاه حسین ادام الله ... الی یوم الدین ... نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته او ما ته ئې تشویق وکا او الطاف ئې ښکاره کا، چي دا خپله اراده پوره کاندم او د پښتنو شاعرانو حال سره راټول کاندم. ځکه زموږ پاجا او د ښالم خيلو د زړه سر شاه حسین خلدالله ملکه و سلطنه پخپله هم د ښې وینا خاوند او د پښتو شعر شوقمن دئ، نو ما وغوښته چي ژر ژر دا کتاب وکښلی سي او د پښتنو شاعرانو احوال راټول کړ سي...» (۶).

محمدهوتک د پټي خزانې په مقدمه کي زیاتوي چي له دېرشو کالو راهیسي ئې د پښتنو شاعرانو احوال سره را ټول کړي ول او بیا ئې په دې خزانه کي د پاچا په امر سره منظم او وکښل.

محمدهوتک د شرقي ژبو د لرغونو تذکره کښنو له اصولو سره سم خپل تذکره په معمولو روشونو برابره کښلې او هر ځای چي ئې کومه واقعه یا د چا شرح حال له کومه کتابه را اخیستی، نو ماخذ ئې ور سره ښوولی دئ. د سیده ماخذ د ښوولو تر څنګ ئې خپل غیرمستقیم ماخذ هم ښوولی دئ. د راوي نوم ئې ضبط کړی دئ او خپل د سترګو لیدلي حالونه ئې هم راوړي دي. د ده د تذکره کښني روشونه د نورو ژبو، لکه پارسي، عربي او تورکي ژبو د تذکره‌کښني له قدیمو اصولو سره برابر دئ. او په همدې وجه موږ ده ته یو مفق لرغونی تذکره نګار ویلی شو.

۲ــ د پټي خزانې اهمیت:

پټه خزانه د پښتو لرغونې ادبي تذکره ده، چي پلوشو ئې زموږ د ژبي او ادب او تاریخ ډېر تیاره ګوټونه رڼا کړي دي، د دې لرغوني مهمي تذکرې ارزښتونه ډېر دي خو څو مهم ئې زه لاندي ښیم:

لومړی ارزښت ئې دا دئ، چي په دغه کتاب کي د امیرکروړ سوري (۱۵۴هـ.ق. مړ) راغلی شعر د پښتو شعر تاریخ دوهمي هجري پېړۍ ته رسوي، چي د دغي تذکرې تر پيداکېدو دمخه د پښتو شعر تاریخ تر (۳هـ) دمخه نه و (۷).

دوهم دا چي د دغه کتاب په وسیله موږ ته د تاریخ ځیني مجهول وقائع را څرګند شول، د ساري په توګه د همدې کتاب په وسیله د غوري شاهانو د تاریخ یوه تیاره برخه د (سلم هـ.ق) حدود کي موږ ته روښانه شوه.

درېیم: دا چي دغه کتاب ځیني نور تاریخي او اتنوګرافیک مواد له جغرافيوي معلوماتو سره یو ځای وړاندي کوي، چي زموږ له جغرافيوي او تاریخي او اتنوګرافیکو څېړنو سره ښه مرسته کولای شي.

څلورم: د شعري اوزانو او د پښتو ژبي د قدیمو عروضي او شعري سیستمونو په باب دغه کتاب ډېر په زړه پوري مواد څېړونکو ته برابروي.

پنځم: د لغوي څېړنو او د پښتو ژبي د تاریخي  ګړدود پوهني او د تاریخي ژبپوهني په تحلیلونو کي هم د دغه محتویات بې پدله نه دي. ډېر داسي لغات د دغه کتاب په محتویاتو کي موندل کیږي، چي اوس مړه دي او په ژبه کي له استعماله لوېدلي دي دغه مړه لغات په ایتمولوجیکو څېړنو او له زړو ګاونډیو ژبو سره پښتو د پرتلني لپاره د ريښه پوهني له پلوه په زړه پوري مواد وړاندي کولای شي.

همدارنګه په دې کتاب کي ځیني داسي ګرامري خصایص شته چي د ژبپوهانو او ګرامر څېړونکو سره د دوی په څېړنو کي مرسته کوي. دغه راز د تاریخي ګړدود پوهني څېړونکي ئې هم له محتویاتو ښه ګټه اوچتولای شي.

اووم: د دغه کتاب نظم او نثر خاص ادبي مزایا او ښېګڼي لري، چي پر خپل ځای به بحث ورباندي وشي.

۳ــ د پټي خزانې مطالب:

پټه خزانه د شاعرانو یوه تذکره ده، چي د نورو مفیدو مطالبو تر څنګه د پښتو ژبي ۵۱ تنه شاعران هم په موږ را پېژني. د دغه کتاب کومه خطي نسخه چي زموږ په واک کي ده ټول ۱۱۲ مخه لري. په لومړیو څلورو مخونو کي ئې د مؤلف له خوا یوه جامع مقدمه کښل شوې بیا د کتاب اصلي محتویات پيل کیږي، چي په دریو خزانو کي سره پېودل شوي دي.

لومړۍ خزانه له ۴ مخه څخه تر ۵۲ مخه پوري رسېدلې ده، په دې خزانه کي داسي شاعران راغلي چي د مؤلف تر زمانې د مخه ول، هغه شاعران او ویناوال دا دي:

بابا هوتک، شیخ ملکیار، اسماعیل، خرښبون، شیخ متي، امیرکروړ، شیخ اسعد سوري، ښکارندوی، ابو محمدهاشم سرواني، شیخ تیمن، شیخ بستان بړېڅ، شیخ رضي لودي، نصرلودي، شیخ عیسی مشواڼی، سلطان بهلول لودي، خلیل خان نیازی، خوشحال خان خټک، زرغون خان نورزی، دوست محمد کاکړ، رحمان بابا، شیخ محمد صالح او علی سرور لودي.

‌دوهمه خزانه: چي له ۵۲ مخه څخه شروع شوې ده تر ۹۳ مخ پوري رسي. د دغي خزانې شاعران د مؤلف هم مهالي دي، او دغه لاندي شاعران پکښي معرفي شوي دي:

ملاباز توخي، شاه حسین هوتک، ملا زعفران، محمد یونس خان، محمد ګل مسعود، عبدالقادر خټک، بهادر خان، ملامحمد صدیق پوپلزی، ملا پیرمحمد میاجی، الله‌یار اپریدی، بابوجان بابی، رېدی خان مومند، ملامحمد عادل بړېڅ، محمد طاهر جمیریاڼی، محمدعمر، ملامحمدایاز نیازی، ملامحمدحافظ بارکزی، نصرالدین خان اندړ، ملانورمحمد غلجی، عبدالطیف اڅکزی، او سیدالخان ناصر.

درېیمه خزانه: چي د خطي نسخې له ۹۳ مخ څخه شروع او تر ۱۰۷ مخ پوري رسېدلې ده، په دې خزانه کي د ښځمنو شاعرانو، لکه: «نازو توخي، حلیمه، بي بي نېکبخته، بي بي زینب، زرغونې او رابعې» پېژندني او ویناوي راوړل شوي دي. تر دغو دریو خزانو وروسته د کتاب خاتمه ده، چي د خطي نسخې په ۱۰۷مخ کي پیل او تر ۱۱۲ مخ پوري رسېدلې ده، په خاتمه کي مؤلف د خپل ځان او خپل پلار داود خان هوتک پېژندنه راوړې ده.

۴ـ د پټي خزانې اشعار:

په پټه خزانه کي چي د پښتو ژبي د ۵۱ تنو پخوانیو شاعرانو د کلام کومي نمونې راغلي دي، زموږ د معلوم شعر د دوولس سوه پنځوس کلن اوږد پير په څېړنه کي د ډېر ارزښت وړ دي. ځکه هغه شعري نمونې چي محمدهوتک ضبط کړي د شعري تحول د ګړندي یون په معلومولو او د پښتو ژبي د لرغونو وزمونو او شعري اشکالو په څرګندولو کي له څېړونکو او د پښتو شعر له لېوالانو سره زیاته مرسته کوي.

په دغه کتاب د شکل په لحاظ په کافي اندزه لرغوني پاړکي (۸) خوندي دي، چي زموږ له اولسي شعرونو او د آریایي دورې له پاړکو او شعرونو سره د اتصال د کړۍ حیثیت لرلای شي. دغه لرغوني پاړکي هم بیا په خپلو منځو کي خاص شکلي جوړښتونه لري چي زموږ د ژبي د شعري اوزانو او اشکالو د وسعت ښکارندوی کوي. له دغو لرغونو پاړکو سربېره په دغه کتاب د پښتو د اولسي شعرونو ډېری لرغوني بولګي خوندي دي، چي د اوسنیو پښتو عوامي اشعارو د زړو تر لاسه شویو نمونو په توګه د څېړونکو لپاره د څېړني پراخ میدان جوړوي.

همدارنګه په شکلي لحاظ د دغه کتاب شعرونه د شرقي شاعرۍ د نورو متداولو فورمونو ځیني انواع لکه قصیده، غزل، مثنوي، رباعي، او ټوټې هم لري او د پښتو شعر په څېړنو کي دا خبره سپينوي، چي د شرقي شاعرۍ دغو فورمونو کله او څه وخت زموږ د ژبي ادبیاتو ته لاره موندلې ده.

دغسي چي د پټي خزانې اشعار شکلي تنوع لري د موضوع او مضمون په لحاظ هم دغه شعرونه متنوع او رنګېز دي. دغه اشعار ملي، اجتماعي، حماسي، وېرني، تصوفي، اخلاقي، عشقي، او نور داسي مضامین را نغاړي، چي په عمومي توګه د شرقي شاعرۍ شمزۍ جوړوي. د پټي خزانې اشعار د ښکلاپوهني او منظر نګارۍ له لحاظه هم ښکلي او خورا طبیعي رنګ لري، د پښتو د عوامي اشعارو په څېر زیاتره د پښتنو له اجتماعي ژوند او اجتماعي چاپيریاله څخه رنګ اخلي او زموږ د لرغوني ادب فکري مسیر او زموږ د فرهنګیانو طرز فکر خورا ښه او روښانه ترې ځلیږي. په دغو اشعارو کي ځیني له عربي او پارسي اشعارو څخه ترجمه شوي اشعار هم شته، چي دغه ترجمې هم د پښتو ژبي د اداوو او شاعرۍ له خصوصیاتو سره سمون لري. دغه اشعار که د سبک او مکتب په لحاظ صنف بندي شي، په دې برخه کي هم د څېړني ورونه زموږ څېړونکو ته پرانیزي. دغه اشعار که د سبکونو په لحاظ ډلبندي شي د اشعارو زیات سبکونه هم پکي موندل کیږي.

 د پټي خزانې نثر:

پټه خزانه چي په کوم نثر کښل شوې ده، هغه نثر ته موږ ښه او روان نثر ویلای شو دغه نثر د پښتو په لرغونو نثرونو کي دروانۍ او سلاست له پلوه له ډېرو ښو نثرونو څخه ګاڼه شي.

که څه هم په یوولسم قرن کي د لوی خان خوشحال خان خټک(۱۰۲۲ــ۱۱۰۰هـ.ق.) په ابتکار پښتو نثر د روښان پير(۹۳۱ــ۹۸۰هـ.ق.) او اخند دروېزه ننګرهاري(۹۴۸ـ ۱۰۲۸هـ.ق.) د نثر کښلو له شېوې څخه د ساده‌ګۍ او روانۍ خوا ته میلان پیدا کړ او د نثر کښلو دغه سبک بیا د خان په کورنۍ کي ښه پسي و پالل شو، مګر د خان او د ده د کورنۍ نثرونه تر یوې اندزې د نورو ژبو د نثر نګارۍ اثرات مني او د نورو ژبو د لغاتو استعمال هم پکي زیات دئ، مګر د محمد ابتکار دا دئ، چي دی په دوولسم قرن کي پښتو نثر تر ډېره حده د خلګو محاورې ته نږدې کوي او دا هم بايد هېره نه کړو چي د نورو ژبو لغوي اثرات د ده پر نثر هم ښکاره دي، مګر بیا هم دغه نثر د خپلو ځینو ناوړو سره سره داسي نثر دئ، چي روان او ساده نثر ورته ویلای شو.

دغه نثر د خپل جغرافيوي محیط تر اغېز لاندي ځیني خاص اصطلاحات، محاورې او لغات لري، چي زموږ د لوېدیځي پښتونخوا د اوسېدونکو پښتنو په ژبه کي معمول دي. دغه ډول اصطلاحات او محاورې له قدیمه د کندهار د شاوخوا سیمو په محاوره کي معمول ول او ځیني ئې لا اوس هم په دغو پښتنو کي شته. دغه ډول اصطلاحات، لغات او محاورې چي خاص سیمه‌ییز ارزښت او جوړښت لري، لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د پټي خزانې د متن په لمنو کي په پارسي ژبه تشریح کړي دي. دغه ډول ژبني توکونه بیا خاص د غربي سیمو د پښتنو په کښنو کي لیدل کیږي د شرقي سیمو او ليري پښتونخوا د لیکوالو په آثارو کي نه موندل کیږي د مثال په ډول د شرقي سیمو د پښتنو په لرغونو متونو کی : خپسر، ترو، وبله، ځبله، پسو او نور موندل کیږي، چي دغه ډول توکونه بیا د غربي سیمو د پښتنو په آثارو کي نه شته.

 ۶ـ پټه خزانه چیري وه؟

د پټي خزانې دغه موجوده نسخه چي د افغانستان په ملي آرشیف کي ساتله کیږي او تر اوسه د همدې نسخې له مخي څلور ځله چاپ شوې ده. دغه نسخه د مرحوم علامه عبدالعلي کاکړ په شخصي کتابخانه کي وه(۹). او کله چي لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي د غه نسخه له نوموړي علامه څخه تر لاسه کړه، نو بیا ئې له پاړسي ترجمې او لازمو شرحو او تعلیقاتو سره خپره کړه.

۷ــ  دپټي خزانې خطي نسخې:

د پټي خزانې نوري خطي نسخې سملاسي په لاس کي نشته او یوازي همدا وروستۍ خطي نسخه یې تر موږه رسېدلې ده. د همدې خطي نسخې له پاییزي څرګندیږي، چي پټه خزانه درې ځله خطاطي شوې ده: لومړی پلا په ۱۱۴۲هـ.ق کال مؤلف (محمدهوتک) په خط، دوهمه پلا په ۱۲۶۵هـ.ق. کال د سردار مهردل خان مشرقي لپاره د نورمحمد خروټي په خط، درېیمه پلا د حاجي محمداکبر هوتک لپاره په ۱۳۰۳هـ.ق. کال د محمدعباس کاسي په خط.

۸ــ د پټي خزانې خطي نسخه د متنپوهني له پلوه:

متن پوهان د خطي نسخو د ازمیښت او د نسخو د سموالي او کره‌توب او جعلیت د معلومولو لپاره لاندي موارد ټاکي:

۱ـ د نسخې کاغذ باید تر ازمیښت لاندي ونیول شي، ترڅو محقق د کاغذ پر عمر د پوهېدو له لاري وکړای شي د نسخې د کښلو د تاریخ پر جعلیت او کره والي ویسا وکړي، دلته دا خبره هم د هېرولو نه ده، چي د ځینو نسخو کاغذونه په شکلي او ظاهري لحاظ ډېر زاړه وي، اوبه ور رسېدلي وي، چینجو او وینو خوړلي وي، پر دغسي کاغذونو باید ونه غولېږو ځکه ډېر ځله لیدل شوي، چي دلوړو خصوصیاتو لرونکي کاغذونه تر پنځوسو کالو زیات عمر نه لري، بالمقابل په ظاهري ډول صفا او روغ رمټ کاغذونه د قدامت په لحاظ ډېر زاړه وي، نو د کاغذ په باب په تحقیق کي د کاغذ ظاهري بڼه کوم خاص ارزښت نه لري.

۲ـ هغه سیاهي چي نسخه پرې کښل شوې ده، باید و ازمویل شي او د نسخې د عمر اوږدوالی او لنډوالی ترې زباد شي. دغه ډول ازمیښت پر مرکبو سیاهیو، جوهر او نورو رنګونو هم کېدلای شي.

۳ـ د نسخې خط باید تر ژوري کتني لاندي ونیول شي، ځکه هر عصر ځانته د خط خاص روشونه او خصوصیات لري، او پر دغه چار پوهېدنه له محقق سره د نسخې د جعلیت او کره توب په توضیح کي ښه مرسته کولای شي.    

۴ـ د خط نظام او روشونه باید په نسخه کي تر دقیقي څېړني لاندي وي، ځکه ځیني نسخې د ارزښت په لوړولو او یا له پامه غورځولو کي د توجه وړ دي.

۵ـ د کتاب خاتمه باید ولیدل شي، ښایي په خاتمه کي د ناسخ نوم او د استنساخ تاریخ او د نسخې سلسله ضبط شوې وي(۱۰).

اوس چي لوړو پرنسیپونو ته په پاملرنه موږ د پټي خزانې خطي نسخه تر کره کتني لاندي ونیسو نو دا په زغرده ویلای شو، چي موجوده خطي نسخه د خپل کتابت د تاریخ (۱۳۰۳هـ.ق) د زمانې له متني خصوصیاتو سره د هر متن پوه د کره کتني او پښتنو لپاره غوره ځوابونه ویلای شي.

د کاغذ، خط او سیاهي د تجربې لپاره ئې موږ د نسخې هر ډول ازمیښت، او د معاصر ساينس تجربو ته حاضر یو او په واز کومي او ډېر جرئت سره دا ویلای شو، چي د پټي خزانې نسخه د څورلسمي هجري پېړۍ د اوایلو له ټولو موجودو خطي نسخو سره د پرتلني، کره کتني او نقد لپاره حاضره ده.

البته داهم باید هېره نه کړو، چي د پټي خزانې موجوده خطي نسخه د کاتب محمد عباس کاسي د خپلو کښنو له مخي په ډېره بېړه کښل شوې، نو هرومرو به تېروتني او حتی لوېدني ولري. له دغسي واحدي او یوې حتی غلطي خطي نسخې څخه د یوه کره متن ترتیبول او چاپ ته تیارول ګران کار وي، نو ځکه د متن پوهانو د دغسي نسخو د چاپ د ستونزو په باب ډېر اسرار کوي، د متن ترتیبوونکي پاملرنه موضوع ته ور اړوي، لکه زموږ محترم لیکوال ښاغلی (ع ر) چي کښلي دي:« اګر اصل سند مفقود و از آن فقط یک نسخه موجود باشد در این حال وظیفه مصحیح دشوار است، یعني دانش و اهلیت بیشتر در کار است، زیرا واضح است که امکان دارد نسخه دارای اغلاط فراوان باشد.نمونه ای آن نوع تصحیح تاریخ سیستان است که ملک الشعرا بهار طبع کرد و نیز حدود العالم که بار تولد به چاپ رساند و هم از پټه خزانه توان برد که اقای حبیبي به معیار انتقادي با ترجمه و تحشیه و تعلیق طبع کرد»(۱۱).

۹ــ د پټي خزانې چاپي نسخې:

د پټي خزانې خطي نسخې تر لاسه کېدو وروسته دغه مهم کتاب تر اوسه څلور ځله زموږ د هیواد د بېلابیلو فرهنګي موسسو له خوا په دې ډول چاپ شوي دي:

لومړی چاپ:

پټه خزانه لومړنی پلا په ۱۳۲۳ هـ ش کال د لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي له سریزي، تحشیې، تعلیق، شروحو او څرګندونو سره د پښتو ټولني له خوا چاپ شوې ده. د دغه کتاب چاپ د پښتو ادبیاتو په تاریخ کي یو لوی تحول را دمخه کړ، او زموږ ادبي تاریخونه تر دې وروسته د همدغه کتاب پر سټه ولیکل شول. په هیواد کي دننه او دباندي ئې یوه هنګامه را تولید کړه، دوستانو د پښتو ادبیاتو نفیس کتاب وګاڼه او ځینو پرې پوري ناحقه تهمتونه وتړل. مګر بیا هم حق خپل ځای نیسي، د پټي خزانې د ادبي پلوشو ځلاوو زموږ د لرغونو ادبیاتو ناپایه دنیا رڼا کړې ده، موږ پرې ویاړو.

تر لومړي چاپ دیارلس کاله وروسته زموږ علمي او ادبي محافلو د دغه کتاب چاپ تنده محسوس کړه او هماغه وو، چي دوهم ځل ئې د چاپ تکل وشو.

دوهم چاپ:

پټه خزانه دوهم ځل په ۱۳۳۹هـ ش کال د وخت د پوهني وزارت د تالیف او ترجمې د ریاست له خوا په تهران کي چاپ او په کابل کي نشر شوه. د محتویاتو په احاظ په دوهم او لومړي چاپ کي کوم توپير نشته، یوازي په پيل کي ئې د «مقدمه طبع دوم» تر سر لیک لاندي څه کښلي راغلي دي.

تر دغو دوو چاپونو وروسته ځینو شک لرونکو په داخل او خارج کي څه بې بنیاده او غیر علمي خبري زموږ د دغي ادبي شهپارۍ په باب ولیکلې، که څه هم زموږ د ادبیاتو د مشرانو استادانو له خوا وخت پر وخت دغسي چټیاتو ته ځوابونه ورکړل شوي ول، خو د اذهانو د روښانولو په منظور دې ته اړه لیدل کېده چي د دغو مغرضینو او مفتنانو خبري دي سره یو ځای کړل شي، او د دغه کتاب د یوه بل چاپ په مقدمه کي دي له جوابونو سره یو ځای د علم او ادب دوستانو ته وړاندي شي، تر دې چي آینده‌ګان پر دغسي غیر علمي نوشتو ونه غولېږي او په تیاره کي پاتي نه شي. له بلي خوا دغه خبره هم محسوسه وه، چي د کتاب خطي نسخه دي هم د څېړونکو د تحقیق لپاره په افیستي ډول وړاندي کړل شي، نو هماغه وو، چي په ۱۳۵۴هـ ش کال د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز د پرانیستلو د بین المللي سیمینار د جوړېدو په ویاړ دغه کتاب دریم ځل چاپ شو.

دریم چاپ:

پټه خزانه دریم ځل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا د امریت له خوا د اصلي متن له وړاندي کولو سره په آفیستي او حروفي دواړو ډولو دکابل په دولتي مطبعه کي چاپ شوه. په دې چاپ کي لومړی د لوی استاد پوهاند حبیبي له خوا یوه اوږده علمي څېړنه خپره شوې چي په دې څېړنه کي په منسجم او منظم ډول د دغه کتاب په باب د مشکوکو او مجعولو نظریو ځواب په مستند او علمي ډول ویل شوی دئ. تر دې علمي مقدمې وروسته اصل متن په آفسیټي توګه وړاندي شوی او بیا ئې ترجمه، شروح او تعلیقات په حروفي ډول پرې پسي چاپ شوي دي.

څلورم چاپ:

د دریم چاپ نسخې ډېري ژر ختمي شوي او دې ته اړه ولیدل شوه چي پټه خزانه دي څلورم ځل هم چاپ شي. هماغه وو، چي د محمدهوتک د ملي سیمسنار علمي کمېټې د نورو آثارو د خپرېدنګ (۱۲) تر څنګه د پټي خزانې د بیا چاپ سپارښتنه هم وکړه، او دا خبره ئې په پرېکړه کي زیاته کړه، چي د لوی استاد دریم چاپ مقدمه دي په پښتو وژباړل شي او د پټي خزانې له متن سره یو ځای دي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا چاپ شي.

د علمي کمېټې په سپارښتنه زلمي هیوادمل دغه وظیفه پرغاړه واخیسته، متن ئې د دوهم چاپ له مخي ترتیب کړ. د دریم چاپ مقدمه ئې پښتو کړه او یوه لنډکۍ سریزه ئې هم پر وکښله او پټه خزانه په ښه قطع او مناسب صحافت په ۱۳۵۷ش کال د کابل پوهنتون په مطبعه کي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا څلورم ځل چاپ او خپره شوه. په دې چاپ کي پارسي ترجمه او د لوی استاد تعلیقات نه دي راغلي.

۱۰ــ د پټي خزانې ترجمې:

پټه خزانه تر نشر وروسته په دې کابو څلوېښتو کالو کي زموږ د وطني پارسي په شمول په ډیرو نورو ژبو هم ترجمه شوې ده. په دغو ترجمو کي ځیني د کتاب بشپړي ترجمې دي او ځیني هم منتخبي ترجمې. زه به په دې لیکنه کي لومړی بشپړي ترجمې او بیا به ئې د منتخباتو ترجمې در معرفي کړم:

الف بشپړي ترجمې:

د پټي خزانې لومړني بشپړه ترجمه په پارسي ژبه لوی استاد پوهاند حبیبي کړې ده، چي د پټي خزانې په لومړي، دوهم او دريم چاپ کي مله ورسره چاپ شوې ده. دهمدغي چاپ نسخې منتخبات بیا په نورو پارسي اثارو کي هم را اخستل شوي دي(۱۳).

دوهمه بشپړه ترجمه ئې په انګرېزي ژبه ده. په دغه ترجمه کي د پټي خزانې متن په بشپړ ډول په انګرېزي ژبه ښاغلي غلام حضرت کوشان ترجمه کړی دئ. او په ۱۳۵۸هـ ش کال په کتابي شکل د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز له خوا خپور شوی دئ. په اروپایي ژبو د پټي خزانې دوهمه بشپړه ترجمه په روسي ژبه ده. دغه ترجمه سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین د تمارا میوندۍ په مشوره سر ته رسولې او په ۱۳۶۱هـ ش کال د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز له خوا په کتابي شکل چاپ شوې ده. دغه ترجمه نوملیک او په مربوطو ځایونو کي تصاویر هم لري.

د پټي خزانې د روسي ترجمې چاپ د امیرکروړ سوري د دولس سوه پنځوسم تلین د بین المللي سیمینار په مناسبت تر سره شوی دئ.

د پټي خزانې درېيمه بشپړه ترجمه په الماني ژبه ده، دغه ترجمه محقق نظام الدین سلېمانخېل بشپړه کړې ده او اوس د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز له خوا چاپ ته سپارل کیږي.

ب ـ منتخبي ترجمې:

د پټي خزانې له متن څخه منتخبات هم په نورو ژبو ترجمه شوي دي؛ لکه:

۱ــ اردو ترجمې:

د پټي خزانې منتخبات تر هري بلي ژبي زیات په اردو ژبه ترجمه شوي دي او په لاندي اردو آثارو کي موږ د پټي خزانې د منتخباتو اردو ترجمه پیدا کولای شو.

اجکل مجله (۱۴) اټک کي اسیار (۱۵) د خوشحال خټک په نامه د مرحوم استاد دوست محمد خان کامل مومند(۱۳۵۹هـ ش کال مړ) اثر (۱۶) ادبیات سرحد(۱۷) پښتو شاعري (۱۸) پښتو زبان اور ادب پر یک نظر (۱۹) پښتو زبان اور ادب کي تاریخ (۲۰).

سر بېره پر دې په اردو ژبه چي کومي مقالې د پښتو د لرغونو ادبیاتو په باب لیکل شوي دي، په هغو ټولو یا زیاترو کي د پټي خزانې منتخبات له اردو ترجمو سره راوړل شوي دي.

دغه ډول د مرحوم نصرالله خان نصر(۱۹۱۹ـ ۱۹۶۵ع) په غوښتنه عنایت الله سنجري له پټي خزانې څخه د امیرکروړ برخه له ویاړني سره یو ځای په اردو ژبه ترجمه کړې او په ۱۹۵۴ع کال د ځانګړي رسالې په ډول د سرحد د ادبي ټولۍ له خوا چاپ شوې ده. په تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند(۲۱) او همدا راز په انسایکلو پيډیا اردو ایډېشن کي هم د (پښتو) تر سره لیک لاندي د پټي خزانې متون په اردو ترجمه او چاپ شوي دي.(ج ه د ۱۹۷۱ع کال د لاهور چاپ).

۲ـ عربي ترجمې:

په عربي ژبه کي هم د پټي خزانې منتخبات ترجمه شوي دي، چي ما ته ئې سملاسي دوې ترجمې څرګندي دي: لغة البشتو(۲۲) دغه کتاب کي د پټي خزانې ډېره برخه په اختصاري ډول په عربي ژبه ژباړل شوې ده. المراة الافغانیه(۲۳) بله عربي رساله ده، چي د پټي خزانې د درېيمي خزانې ځیني برخي پکي په عربي را ژباړل شوي او خوندي شوي دي.

۳ـ الماني ترجمې:

د پټي خزانې لومړۍ خزانه پوهاند دوکتور زیار په الماني ژباړلې او شارل کیفر فرانسوي ته ئې سپارلې ده، چي پخپلو څېړنو کي ترې ګټه واخلي.

۴ـ روسي ترجمې:

په روسي ژبه چي مقاله د پښتو غزل په نامه کښل شوې، دغه مقاله د علي سرور لودي پرغزل تکیه کوي، او اصلي ماخذ ئې د پټي خزانې متون دي(۲۴).

انګليسي ترجمه:

د پټي خزانې منتخبات استاد عبدالروف بېنوا په خپل مغتنم اثر د پښتو ادبیاتو په انتخاب کي هم له نورو ادبي انتخاباتو سره یو ځای راوړي دي، چي دغه منتخب د محترم رحیمي صاحب له خوا په انګرېزي مسلسل ژباړل کیږي او د پښتو  څېړنو د بین المللي مرکز پښتو مجله ئې پرله پسې خپروي(۲۵).

د امیرکروړ ویاړنه منوهرسنګه بترا هم په انګرېزي ژباړلې او په هندي مطبوعاتو کي خپره شوې ده، سربېره پر دې د پټي خزانې څه برخي ښاغلي معتمدي په فرانسوي ژبه ژباړلي او په ۱۳۶۲ هـ ش کال کي د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز پښتو مجلې نشر کړي دي.

دا وې د پټي خزانې بشپړي او منتخبي ترجمې چي ما وښوولې پټه دي نه وي چي دغه ترجمې ما په ډېر اختصار او لنډیز یادي کړي دي، که نه له پټي خزانې څخه زیات اقتباسات په شرق او غرب کي د نړۍ په ډېرو مهمو او ژوندیو ژبو کي ترجمه او چاپ شوي دي. د پټي خزانې موجودیت او اهمیت لکه لمر څرګند دئ، هیڅوک په علمي لحاظ څه نه شي پرې ویلای البته ځیني کسان به خبري پرې کوي موږ د هر چا اعتراض اروو او علمي ځواب ورکوو.

ماخذونه او توضیحات:

۱ ـ د پښتو پخوانۍ تذکرې، ښاغلي بریښ تالیف د لوی استاد پوهاند حبیبي سریزه، الف مخ، د ۱۳۵ ش چاپ، کابل.

۲ـ  له هغو زړو کتابونو څخه چي د پښتنو شاعرانو حال او اشعار پکي راغلي، دا دي: تایخ سوري، اعلام الوذوعي في اخبار تاریخ اللودي، لرغوني پښتانه، غرغښت نامه، بستان الاولیا تذکره اولیای افغان، تحفه صالح، کلیدکامراني او نور... چي دغه کتابونه په تفصیل سره ښاغلي بريښ د پښتو پخواني تذکرې کي معرفي کړي دي.

۳- د تذکرة الاولیا څو پاڼي چي زموږ په واک کي دي، خطي نسخه ئې د لوی استاد پوهاند حبیبي په کتابتون کي ساتل کیږي، د دغو پاڼو عکس او مطالب لومړی ځل د کابل کالنۍ د ۱۳۱۹ کال په ګڼه کي خپاره شول (د ۱۷۴ـ۱۷۵مخونو تر منځ عکسونه خپاره شوي دي)، بیاپه ۱۳۲۰ هـ ش کال په پښتانه شعرا لومړي ټوک کي د دغو پاڼو مطالب راغلل او عکسونه ئې د ۶۴ـ ۶۵ مخونو تر منځ چاپ شول. وروسته بیا نوموړي لوی استاد د پښتو ادبیاتو د تاریخ په لومړي ټوک کي پر دغو پاڼو مفصل بحث وکړ او تر دغو ټولو لیکنو وروسته په ۱۳۶۱ ش کال کي د امیر کروړ سوري د بین المللي سیمینار د علمي کمېسیون په پرېکړه دا وپتېیل شوه، چي د تذکرة الااولیا دغه پاڼي دي په کتابي شکل پښتو ټولنه چاپ کړي د تذکرةالااولیا موجود متن له لازمو شروحو سره اوس جلا هم چاپ شوی دئ.

۴ـ  محمدهوتک له پټي خزانې سره بېره دغه لاندي نور اثار هم موږ ته معلوم دي: خلاصة الطب، خلاصة الفصاحت او د اشعارو دېوان.

۵ـ د پټي خزانې د پیل کېدو او بشپړېدو ورځ له تاریخي تقویمونو سره سر نه خوري، لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي دغه معضله په خپله مقاله کي حل کړې ده. د تاریخونو دغسي تفاوت په ډیرو نورو خطي نسخو کي هم لیدل کیږي، چي ما دغسي متفاوتي نسخې د محمدهوتک ژوند او مزار نومي رساله کي ډېري ښوولي دي.

۶ـ پټه خزانه آفسیتي خطي متن ۳ـ۴ مخونه د ۱۳۵۴ش کال د کابل چاپ د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا امریت.

۷ـ پښتانه شعرا ج اص ۴۴ د لوی استاد پوهاند حبیبي تالیف د ۱۳۲۰ هـ ش کال چاپ کابل ـ پښتو ټولنه.

۸ـ دغه لرغونی پاړکی محترم بریښ په زریني څانګي ۷ـ ۱۵ مخونه د ۱۳۶۰ ش کال په چاپ کي سره ښوولي او بېل کړي دي.

۹ـ وندر، د ښاغلي جعفر اڅکزي تالیف، ۵۶مخ ، ۱۹۵۸ع کال د کوټي چاپ د پټي خزانې د پيداکېدو په باب لوی استاد علامه پوهاند حبیبي په تاریخي پلټني، ۱ـ ۵ مخونه، د ۱۳۵۷ ش کال چاپ کي په زړه پوري معلومات وړاندي کړي دي.

۱۰ـ متون اصلي د محترم ع ، ر دري ترجمه، اریانا مجله ۲۴ کال ۳ـ۴ ګڼه ۲۱۰ـ ۲۱۱مخونه.

۱۱ـ درباره تصحیح، د ښاغلي ع، ر دري مقاله اریانا مجله ۲۳ کال ۷ـ۸ ګڼه ۴۵۶ـ۴۵۷ مخونه.

۱۲ـ دمحمدهوتک د ملي سیمینار په ویاړ دغه لاندي اثار خپاره شوي دي: (۱) نظري به ادبیات پښتو، پښتو روزنه، ګړنی ادب، فلکلوري سندري، د خلګو تجربې، د پښتو ادب په تاریخ کي قصیده، تاریخي پلټني، د سره غره ګلونه او نور...

۱۳ـ لکه په نظري به ادبیات پښتو (د ۱۳۵۷ ش کال د کابل پوهنتون چاپ) آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه (دري برخه، د خراسان د مجلې چاپ ۱۳۶۱ش) امیرکروړ و دود مان او (د ۱۳۶۱ش کال کي د خراسان د مجلې چاپ) کي.

۱۴ـ آجکل مجله، د ۱۹۴۶م کال د جولایی ګڼه ،۴۴ـ۴۵ مخونه.

۱۵ـ اټک کي اسپار، ۹۶ـ ۱۳۵ مخونه، بېلابېلي برخي د لاهور چاپ.

۱۶ـ خوشحال خان خټک، د مرحوم استاد کامل،۲۳۶ مخ ، د ۱۹۵۳ع کال د پېښو چاپ، اداره اشاعت سرحد.

۱۷ـ ادبیات سرحد ، درضاهمداني ، ۱ـ۱۶۳ مخونه بېلابېلي برخي ، ۱۴۴ مخ ، د ۱۹۵۳ ع کال د انشا پریس لاهور چاپ

۱۸ـ پښتو شاعري ، ۹۳ـ۱۱۱ مخونه، بېلابېلي برخي ۱۱۷ـ ۱۲۶ مخونه ۱۷۰ مخ د ۱۹۶۶ ع کال د کراچي چاپ.

۱۹ـ پښتو زبان و ادب پر یک نظر، ۲۴مخ، ۱۰۵ـ ۱۱۱ مخونه ، د ۱۹۶۵ ع کال د پېښور چاپ.

۲۰ـ پښتو زبان اور ادب کي تاریخ ۳۲ـ ۴۵ مخونه، بېلابېلي برخي ۵۴ مخ ، ۱۹۶۹ع کال د پېښور چاپ.

۲۱ـ تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان وهند ج۱۳ ۴۵ـ۴۸ مخونه، د ۱۹۷۱ ع کال د لاهور چاپ، پنجاب یونورسټي.

۲۲ـ لغة البشتو ۱۳ـ ۳۳ مخونه، د قاهري چاپ.

۲۳ـ المراة الافغانیة ، ۴۶مخ، ۵۴ـ ۵۷ مخونه، د ۱۹۶۴ع کال د قاهري چاپ.

۲۴ـ دغه مقاله څېړندوی محمداکبر معتمد له روسي متن څخه بیرته پښتو ترجمه کړې ده، چي آریانا او کابل مجلې دواړو خپره کړې ده.

۲۵ـ دغه ډول د شیخ بستان بړېڅ  نومي کتاب په وروستۍ برخه کي په انګلېسي ژبه محترم رحیمي صاحب د پټي خزانې ځيني متون (د شیخ بستان بدله) ترجمه کړي دي. ځیني فرانسوي یاداښتونه هم د پټي خزانې متعلق په همدې کتاب کي خپاره شوي دي. یوه مقاله په بلوڅي ژبه او بله په ازبکي ژبه هم په دې مجموعه کي شته چي د پټي خزانې د ځینو متونو ترجمه وړاندي کوي.

دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.

ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)