يادونه: د کاپي کولو په صورت کي د اصلي منبع لينک ورسره اضافه کول حتمي دی.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی، ۲۰۲۱ کال د جون ۹مه نېټه، آلمان

د «ږ» او «ڼ» په حواله انتقاد

کله چي فاضل پوهاند استاد عبدالحي حبيبي په ۱۹۴۴ عيسوي کال (۱۳۲۲ لمريز) پټه خزانه وموندله نو دا د پښتو ژبي د ادب د تاريخ او په مجموع کي د افغانستان له پاره يوه ډېره مهمه موندنه وبلل سوه. خو پر دغه موندنه او پر ريښتونولي يې شکونه هم څرګند کړل سول چي دغه لړۍ تر نن پوري ادامه لري. پر دغه موضوع زيات کتابونه او مقالې ليکل سوي او افغان عالمانو د پټي خزانې په تړاو ټولو انتقادونو ته علمي جوابونه هم ويلي دي. خو د هغه باوجوده چي کله څوک په زياته په غربي علمي مرجعو او رسالو کي د پښتو ادب د تاريخ په هکله لوست کوي، نو پکښي پټه خزانه په بنيادي توګه د ښاغلي ډېويډ نايل ميکنزي د انتقاد او استدلال پر اساس په جعل تورنيږي.

د مثال په توګه د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې او افريقايي علومو څانګه د «منځنۍ آسيا د ژبو ليکدودونه» په نوم جريده کي پټه خزانه د ډېويډ نايل ميکنزي د انتقاد په حواله اختراع سوې [1] يادوي. په رشتيا هم استاد ميکنزي د پټي خزانې د موندل کيدو څخه لږ وخت وروسته دغه نسخه جعلي سند وباله. د ميکنزي مرکزي انتقاد او استدلال دا ؤ چي د پټي خزانې په متن کي د «ږ» او «ڼ» توري يا ګرافيمونه دواړه راغلي دي. د دغه ختيځپوه په وينا دا چي ياد توري اول په ۱۹۳۶ کال د افغان دولت (پښتو ټولنې) له خوا د «عصري پښتو» له پاره «معرفي» کړل سول نو په وينا يې پټه خزانه «جوړه سوې/جعلسازي» سوې ده.

کله چي څوک په عامه انټرنټي منابعو لکه «ويکيپېډيا» کي د پټي خزانې په تړاو لټون وکړي نو هلته هم عموما د ميکنزي انتقاد د پټي خزانې د ارزونې هغه مرکزي ټکی معرفي کيږي. لکه په فارسي ويکيپېډيا کي چي راغلي:

«در مورد تاریخ جعل اثر در میان پژوهشگران اختلاف نظر است. برخی این جعل این کتاب را در اواخر قرن نوزدهم میلادی می‌دانند. در تحقیقات اخیر، به شکل عام بسیاری از پژوهشگران، تاریخ جعل اثر را دهه چهل میلادی و کمی قبل از ادعای کشف اثر می‌دانند. دیوید نیل مکنزی به این امر اشاره می‌کند که در سراسر این کتاب، حروف (ږ) و (ڼ) استفاده شده است. این درحالی است که این حروف پس از سال ۱۹۳۶ هنگامی که دولت افغانستان اصلاحات در شیوه نگارش پشتو انجام داد، وارد الفبای پشتو شدند. او با بررسی خود نشان می‌دهد که این دو حرف قبل از سال ۱۹۳۵ هرگز به طور هم زمان در هیچ نسخه خطی پیدا نشده‌اند. از این رو، دیوید نیل مکنزی تاریخ جعل اثر را در سال ۱۹۴۴ میلادی، یعنی تنها کمی قبل از ادعای کشف آن می‌داند.»[2]

آلماني ويکيپېډيا کي د پښتو ليکدود په تړاو مطلب کي پر پټه خزانه داسي قضاوت سوی دی:
«Besondere negative Berühmtheit erlangte das Pata Chazāna (پټه خزانه – „Der versteckte Schatz“), das der afghanische Literaturwissenschaftler Abdul Hay Habibi 1944 in Kandahar behauptete entdeckt zu haben. Die Schrift enthält eine angeblich im Jahr 1729 verfasste Anthologie der paschtunischen Dichtung, in der Werke bisher unbekannter Dichter zusammengestellt sind, die bis in das achte Jahrhundert zurückgehen. Das gesamte Manuskript sowie die darin kolportierten älteren Schriften werden in der Iranistik meist als Fälschung klassifiziert.» [3]

د پورتني آلماني متن تقريبي پښتو ژباړه:
«په زياته د پټې خزانې کتاب زيات خراب/منفي شهرت ترلاسه کړ، کوم چي د افغان ادبپوه عبدالحی حبيبي لخوا يې په ۱۹۴۴ د موندنې ادعا وسوه. د ادعا له مخي د پښتو انتخاب سوو اشعارو دغه کتاب په ۱۷۲۹ عيسوي کال ليکل سوی او پکښي تر اوسه (د پټي خزانې تر موندنې پوري) نا پېژندل سوو داسو شاعرانو تذکره راغلې چي لړۍ يې ګواکي تر ۸مې عيسوي پېړۍ پوري پخوا ته رسيږي. خو په ختيځپوهنه کي اکثرأ دغه بشپړ کتاب او پکښي افواهي راغلي ټول متون جعلي درجه بندي کيږي.»

زيات زاړه پښتو کتابونه «ږ» او «ڼ» لري

په دغه لنډه مقاله کي به له زيات شمير هغو چاپ سوو پښتو کتابونو او متونو څخه صرف هغه څو دلته ياد کړو چي کتونکي يې آنلاين هم موندلای سي. ټول دغه کتابونه د ښاغلي ميکنزي استدلال ناسم ثابتوي. دغه کتابونه ټول له ۱۹۳۶ عيسوي کال څخه ترمخه ليکل سوي او پکښي «ږ» يا «ڼ» او يا هم دواړه راغلي دي. د مثال په توګه په ۱۸۸۵ عيسوي کال د پښتو عسکري بوليو/اوامرو په کتاب «ميزک توپخانه» کي څو ځايه هم «ږ» او هم «ڼ» راغلی دی (مثال: ږ پاڼه ۱۴ او ڼ پاڼه ۱۶).

خو دلته دا يادونه هم بايد وسي چي په جنوبي پښتونخوا او افغانستان کي عموما د «ڼ» توری د لغت منځ، پای او هم يوازي استعماليږي، لکه په باڼه، مڼه، او کوڼ کي. په خيبر پښتونخوا او يو شمير نورو سيمو کي بيا د دغه له پاره د «نړ» توري هم استعمال لري. دا فرق نه يوازي اوس موجود دی بلکه د پټي خزانې له کشف څخه تر مخه هم موجود ؤ. د دې تر څنګ د هنري جورج راورټي په وينا کله چي د «ڼ» د لغت په سر يا منځ کي راسي نو د «ڼـ» او «ـــڼــــ» شکل خپلوي خو کله چي په آخر کي راسي نو د «نړ» په شکل ليکل کيږي[د پښتو ګرامر په تړاو د ۱۸۵۵ کال چاپ سوي کتاب ۵مه پاڼه].

۱ ـ A Grammar of the Pukhto, Pushto, or Language of the Afgháns، هنري جارج راورټي، بابپتست مشن کلب، کلکته، ۱۸۵۵ عيسوي کال (۱۲۷۱ ه) [4]

۲ ـ کتاب د نوى عهد يعنى د خداوند عيسى مسيح انجيل، د ستيون آستن مطبع، هرتفرد، ۱۸۶۳ عيسوي کال (۱۲۷۹ ه.) [5]

۳ ـ پښتو انګريزي قاموس، هنري جورج راورټي، ويليمس اېنډ نور ګېټ، لندن، ۱۸۶۰ عيسوي کال (۱۲۷۶ ه.) [6]

۴ ـ ميزک توپخانه، مير احمد گرانشنو او مير سيف الدين عزيزى، مطبع دار السلطنه،‏ کابل، ۱۸۸۵ عيسوي کال (‏١٣٠٣ ه.) [7]

۵ ـ Afghan Poetry of the Seventeenth Century، هنري جورج راورټي، ، ۱۸۹۰ عيسوي کال (۱۳۰۷ ه.) [8]

۶ ـ کليدِ افغاني، پادري هيوز صاحب، منشي ګلاب سينګهـ اېنډ سنز مطبع، لاهور، ۱۸۹۳ عيسوي کال (۱۳۱۰ ه.) [9]

۷ ـ خير اللغت، قاضي خيرالله، نور لکشورګيس پرنټنګ ورکس، لاهور، ۱۹۰۶ عيسوي کال (۱۳۲۴ ه.) [10]

۸ ـ اطاعت الامر، عبدالرب خان، مطبع دارالسلطنه، کابل، ۱۹۱۵/۱۹۱۶ عيسوي کال (۱۳۳۴ ه.) [11]

۹ ـ ديوان ميرزا افغاني، مرزا خان انصاري، مطبع اسلاميه، لاهور، ۱۹۱۵ عيسوي کال (۱۳۳۴ ه.) [12]

۱۰ ـ يوازنی پښتو، مولوي عبدالواسع کندهاری، مطبع دارالسلطنه، کابل، ۱۹۲۳ عيسوي کال (۱۳۴۱ ه.) [13]



لکه څنګه چي تر مخه ورته اشاره وسوه لا نور پښتو کتابونه سته چي له ۱۹۳۶ کال څخه زيات کالونو مخکي چاپ سوي دي او پکښي هم «ږ» او «ڼ» د راغلی دی.

د پښتو خطي نسخې

د فاضل استاد محمد معصوم هوتک په وينا په پښتو کي په سلونو [...] داسي زړې خطي نسخې سته چي هم زړې دي او هم پکښي «ڼ» او «ږ» دواړه کارول سوي دي. له دغو څخه د بعضو خطي نسخو بېلګي به د دغې مقالې په دويمه برخه کي د لوستونکو سره شريکي کړل سي.

د لومړۍ برخي پای

ښايي لاندنۍ مقالې هم درته په زړه پوري وي:
د پټي خزانې پر دريم چاپ د علامه حبيبي سريزه
پر دغه پاڼه د پټي خزانې په تړاو خپرو سوو ټولو مقالو ليسټ او لينکونه

ماخذونه:

[1]
David Neil MacKenzie: David N. Mackenzie: The Development of the Pashto Script. In: Shirin Akiner (Editor): Languages and Scripts of Central Asia. School of Oriental and African Studies, Univ. of London, London 1997, ISBN 9780728602724. p. 142

[2]

https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%AA%D9%87_%D8%AE%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%87
د پاڼي د خلاصولو نېټه، ۲۰۲۱ عيسوي کال د جون ۸مه نېټه، د غرمې دولس نيمي بجې

[3]
https://de.wikipedia.org/wiki/Paschtunische_Schrift
د پاڼي د خلاصولو نېټه، ۲۰۲۱ عيسوي کال د جون ۸مه نېټه، د غرمې دولس بجې

[4]
https://www.wdl.org/en/item/17714/

[5]
https://www.loc.gov/item/2013420229/

[6]
https://bit.ly/3cu24wh

[7]
http://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0193/

[8]
https://www.wdl.org/en/item/17691/

[9]
https://www.loc.gov/item/45044056/

[10]
https://archive.org/details/KitabEKhairUl-LughaatHissaEAwwalYaniPashtoUrduLughaat

[11]
https://www.loc.gov/item/2001310184/

[12]
https://www.wdl.org/en/item/17890/

[13]
http://afghanistandl.nyu.edu/afghanistan/books/adl0332/adl0332-fr01.html


د
 پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/3gk9OBs

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ