ليکونکی: هارون صميم
ډرامه د يوناني ژبي له (ډراو) کلمې څخه اخيستل سوې ده چې د عمل کولو په مانا ده. د ډرامې تاريخ هم د يونان له اتن ښاره څخه تقريباً تر ميلاد پنځه پېړۍ مخکي را شرو سوی دئ. په وروسته کي ئې مختلفي مرحلې تېري کړي دي چي تر اوسني نړۍ وال معياري حالته را رسېدلې ده. که موږ د داستاني ادبياتو جوړښتي توکو ته وګورو نو دا خبره به د دقيقي څېړني وروسته څه ناڅه واضح سي چي د داستاني اثارو تقريباً ټول شکلونه له اروپا څخه مخکي په لرغوني اريانا کي هم رواج ول. د پښتو ژبې لنډۍ، د پښتو ژبي نکلونه، د پښتو ژبي اولسي کيسې د نننيو ډرامو په څېر ډايلاګونه، منظرکشۍ، پيغامونه او کرکټرونه لري.
پښتو ژبي ته ډرامه هم د لومړي ځل له پاره د اروپايانو په تقليد نه ده راغلې بلکي د پښتو د لرغونو او کلاسيکو داستاني کيسو په تقليد ليکل سوې ده چي وروسته ئې نړۍ وال معيار تعقيب کړ.
ځيني ډرامې د سټېج پر سر، ځيني راډيويي او ځيني بيا تلوېزوني ډرامې دي چي په دې ټولو کي د سټېج ډرامه لرغونې سابقه لري. پښتو ژبي ته هم لومړۍ راغلې ډرامه د سټېج ډرامه ده چي په (۱۹۲۷م.) د پېښور د اتمانزو په مکتب کي اجراء سوې ده. د دې ډرامې نوم (تربور) وو چي په (درې يتيمان) ډېره مشهوره سوه. دا ډرامه عبدالاکبر خان اکبر ليکلې ده چي ليکلی متن (سکريپټ) ئې نه سته او يا به وي خو ما پيدا نه کړ تر څو د متن په کتلو سره مو ئې پر جوړښتي توکو بحث کړی وای.
تر دې وروسته په افغانستان کي د پښتو ژبي د لومړۍ ډرامې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. زموږ د ادب تيوري په ليکنو کي د لوی استاد پوهاند حبيبي (توريالۍ پښتنه) چي په (۱۳۱۵ل.) کال په طلوع افغان کي خپره سوه، د استاد محمد اعظم ايازي (آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه) چي په همدغه کال په پښتو مجله کي خپره سوه او ځيني بيا نوري ډرامې په هيواد کي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامې بلل سوي دي خو نوري ډرامې ئې تر دغه پورته لوړو دوو ليکل سوو ډرامو وروسته ليکل سوي دي نو ځکه لازمه ده چي پر پورته دوو ليکنو څه نا څه بحث وکړو.
د ډرامې ليکني اوسني معلوم جوړښتي توکي چي په هره ډرامه کي راتللای سي په لومړيو وختونو کي او يا که ووايو د پښتو ژبي په لومړۍ ډرامه کي د نننيو په څېر مشخص او پوره نه ول. يو خو د ابتدائي مرحلې معلومه او طبيعي خبره ده او بل د ډرامې ليکني د تيوري تطبيقولو په اړه په اولو وختونو کي لازمي سپارښتني نه وې.
د ډرامې په ليکلو کي يو معلوم توکی چي ډرامه د نورو داستاني ادبياتو (ناول، لنډه کيسه...) سره جلا کوي، هغه ډايلاګ دئ. که موږ وګورو د پوهاند حبيبي (توريالۍ پښتنه) يوه حماسي کيسه ده چي د لنډي کيسې په چوکاټ کي راتللای سي خو ډرامه ځکه نه سو ورته ويلای چي ډايلاګ نه لري. که څه هم زموږ ځينو ليکوالو دا لنډه کيسه د ډرامې په چوکاټ کي راوستلې ده خو د لومړۍ لنډي کيسې په نوم ئې شهرت او دلايل ډېر دي.
د استاد محمد اعظم ايازي (د آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه) ډرامه لومړی ځل په (۱۳۱۵ل.) کال د پښتو مجلې د مرغومي يا جدي په ګڼه کي خپره سوه چي د عبدالواحد ايازي د ليکني له مخي دا ډرامه د کندهار د رشديې په مکتب کي د سټېج پر سر اجراء سوې هم ده.(ايازي،۱۳۹۸ل.)
دغه ډرامه ځينو د (آزاد افغانستان او د سپين ږيري خبري) ځينو بيا (آزاد افغان او سپين ږيری) په نومونو په خپلو ليکنو کي راوړې ده. دا ډرامه د پښتو مجلې په کلکيسونونو کي خوندي ده چي د څېړنوال حبيب الله رفيع په شخصي کتابتون کي دغه کليکسونونه سته. دا چي د پښتو مجلې يوازنی معلوم کليکسون له استاد رفيع سره دئ او اکثره ليکوالو کتلی نه دئ نو ځکه د دې ډرامې په عنوان کي مختلف شکلونه زموږ د ادب تيوري په کتابونو کي ليدل کيږي. دغه تېروتنه ما هم تکرار کړه. د (منوره کورنۍ) کتاب ليکلو پر وخت مي د محمد اعظم ايازي په پېژندنه کي د دې ډرامې عنوان (آزاد افغانستان او د سپين ږيري خبري) په بڼه ليکلی دئ چي اصلاً داسي نه دئ.
دا ډرامه هم لکه مخکي چي مي وويل د ډرامې ليکني ټول جوړښتي توکي نه لري خو د ډايلاګ په درلودلو سره ئې د پښتو ژبي لومړۍ معلومه ډرامه بللای سو. په دې ډرامه کي پېښه چي د ډرامې او داستاني ادبياتو له پاره د ملا د تېر حيثيت لري، نه ليدل کيږي.
که د دې ډرامې لنډ ډايلاګ وګورو او بيا دا په نظر کي ونيسو چي په رشديه مکتب کي د سټېج پر سر اجراء سوې ده نو به زموږ دا خبره چي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامه ئې بولو، غيرمنطقي نه وي. دا ډرامه د هغه چا له پاره چي پښتون وي خو په پښتو ژبه نه پوهيږي ښه پېغام لري ځکه دغه وخت په هيواد کي د مکتبونو پر جوړولو او د تعليم پر رواجولو اساسي کارونه روان ول. نو په داسي يوه زمانه او حالت کي پښتو ژبي ته د پام را اړولو له پاره دا ډرامه د پيغام او ذهنيت سازۍ ښه طرحه وه. په دې ډرامه کي د مکالمې کولو مخلصي او نرمي طريقې او د منظرکشۍ ښه تصوير ليدل کيږي چي د هغه وخت ابتدايي مرحلو ته په کتو بااغېزه او ښه پيغام رسوونکی دئ.
په افغانستان کي ډرامه په دېرشمو او څلوېښتمو کلو کي اوج ته ورسېده چي د راډيو افغانستان د څپو له لاري او د سټېج پر سر به اجراء کېدلې په دغه زمانه کي موږ د پښتو ډرامو ډېري ښې نمونې او ليکوال لرو.
دلته به لومړی د محمد اعظم ايازي د پښتو ژبي دغه لومړنۍ معلومه ډرامه چي د پښتو مجلې په څلورم کال اوله ګڼه کي خپره سوې ده، او وروسته د پوهاند حبيبي لومړۍ لنډه کيسه (توريالۍ پښتنه) د ويلو او ښه خوندي کولو په پار وګورو:
د آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه
ليکوال: محمد اعظم ايازي
دوه هلکان د يو سيند پر غاړه ناست وه او يو د بل سره ئې ټوکي ټکالي کولې د يوه نوم آزاد او د بل نوم افغان وو.
آزاد: افغان وروره! ته څوک يې او کوم ملک يې؟
افغان: وروره! زه پښتون يم ملک او وطن مي افغانستان دئ.
آزاد: افغان وروره خپله ملي ژبه پښتو دي زده ده، ليک او لوست په کولای سې؟
افغان: سر ئې کښته واچاوه په زړه کي ډېر وشرمېدی چي څه ووايي. آخير ئې وويل وروه! لوستل او ليکل خو لا څه، پښتو ويل مي هم نه زده.
آزاد: افغان وروره! ډېر افسوس دئ چي خپل ځان پښتون بولې او پښتو دي نه ده زده. دا ډېر شرم دئ خلګ به څه وايي زما په خيال ته به پښتون نه يې بل څوک به يې.
افغان: آزاد وروره! دا څه ټوکي ټکالي دي چي ته ئې زما سره کوې. زه پښتون پلار مي پښتون مور مي پښتنه او وطن مي افغانستان دئ. يا خوا وايې چي ته به پښتون نه يې ستا په مطلب زه ښه نه پوهېږم.
آزاد: افغان وروره! ولي خپه کېږې؟ رښتيا درته وايم چي افغان يې بايد پښتو دي زده وای اوس چي دي پښتو نه زده، زه څه خبر يم چي ته پښتون يې که نه؟ ته په خپله انصاف وکړه چي زه بد وايم!
افغان: آزاد وروره! زه خو ستا سره په دې خبره کي متفق نه يم. که د يوه افغان پښتو نه وي زده نو هغه به افغان نه وي او د افغانيت څخه به وتلی وي. ډېر پښتانه دي چي پښتو ئې نه ده زده مګر بيا هم پښتانه دي.
آزاد: افغان وروره! مه خپه کېږه، ډېر ښه وايې و ماته هم دا خبره ښه معلومه ده ډېر پښتانه دي چي خپله ملي ژبه ئې نه ده زده. ته په خپله انصاف وکړه چي په خارج کښي به و داسي پښتنو ته څنګه پښتانه ويل کيږي؟ که د يوه انګرېز يا جرمن خپله ملي ژبه نه وي زده، ته هغه ته انګرېز يا جرمن ويلای سې؟ که څه هم دی په زر واره درته ووايي چي زه انګرېز يا جرمن يم. هم دغه رنګه د يو پښتانه حال دئ چي پښتو ئې نه وي زده. په دې خبره کښي نو ته څه وايې په دونيا کي هر سړی په خپله ملي ژبه پېژندل کيږي.
افغان: وروره! زه ستا خبره نه منم. راځه چي د هغه سپين ږيري پښتانه څخه پوښتنه وکړو چي هغه په دې کي څه وايي. څه چي هغه وويل زه ئې منم.
آزاد: وروره! ډېر ښه دا دي ښه فيصله وکړه درځه چي ورسو او پوښتنه ځني وکړو.
افغان: پلاره! زما او د دې ورور په منځ کښي پر يوه خبره اختلاف دئ. دی يو څه وايي او زه بل څه. يو د بل خبره نه سره منو. اوس مو دا فيصله کړې ده چي هر څه دې سپين ږيري پلار وويل، دواړه به ئې منو. اوس تا ته راغلي يو.
سپين ږيری: زما د وطن تازه ګلانو! وواياست څه وايئ؟ تاسو خو يو د بل وروڼه او د وطن ښاغلي ځلميان ياست. وطن خو تاسو ته ډېر اميد لري ولي يو د بل سره جګړې کوئ؟ ښايي چي يو د بل سره د وروڼو په شان سلوک کوئ.
آزاد: افغان وايي زه پښتون يم مګر خپله ملي ژبه (پښتو) ئې نه زده. زه ورته وايم هو ته پښتون يې ليکن د چا چي خپله ملي ژبه نه وي زده که څه هم پښتون وي په خارج کښي و هغه ته څوک پښتون نه سي ويلای.
سپين ږيری: افغان زويه! ووايه ته څه وايې؟
افغان: پلاره! زه وايم چي پښتون يم پلار مي پښتون، مور مي پښتنه او وطن مي افغانستان دئ. که مي پښتو نه وي زده نو څه وسوه، د افغانيت خو نه سوای وتلای ليکن آزاد زما خبره نه مني. وايي که خپل ځان پښتون بولې نو بايد چي پښتو دي زده وي. اوس تا ته راغلي يو چي زموږ په مينځ کښي فيصله وکې.
سپين ږيری: زما د وطن ګرانو ځلميانو! تاسو خو زما د زړه ټوټې ياست زه دي تر تاسو جار سم د وطن راتلونکې ترقي خو په تاسو اړه لري. موږ خو اوس زاړه سوي يو. کار مو د لاسه نه کيږي ټول اميد مو پر تاسو دئ تاسو بايد چي د وطن او د خپل محبوب حکومت خدمت په ډېر صداقت، همت او جديت سره کوی او د خپل وطن ټول مايحتاج پوره کئ او د بل د احتياج څخه خپل ځان او وطن مستغني کئ. خپله ملي ژبه زده کی او په ترقي کښي ئې تل کوښښ لرئ چي بيا سر له نوې دا هم يوه علمي او ادبي ژبه سي ولي چي هر ملت په خپله ژبه سره معرفي کيږي. څرنګه چي ئې د ژبي حيثيت وي هم هغه رنګه د ده حيثيت ګڼل کيږي.
وګورئ د دنيا و قومو ته چي د خپلي ملي ژبي څرنګه خدمت کوي او په ترقي کښي ئې څرنګه بوخت دي. اوس د غفلت او بې خبرۍ زمانه نه ده. هر ملت چي غافل او بې خبره وي او د خپلي ترقۍ په لار کښي غفلت او بې پروائي کوي، هغه په دنيا کښي د آرامۍ او عزت ژوند هيڅکله نه سي کولای. تل به خوار او محتاج وي ولي چي دا دنيا د جد و جهد ځای دئ (چي په مټه دي ګټل کېده دارو دي سه) (مزد آن ګرفت جان برادر که کار کرد).
اوس چي د اعلی حضرت شهيد (نورالله مرقده) په شاهانه توجهاتو او د اعلی حضرت ځوان بخت المتوکل علی الله محمد ظاهرشاه او د ګران پلار والا حضرت صدراعظم صاحب په خاص فهم لومړنی په ملک کښي مو د هري خوا د امنيت هوساګلوي ده او د ترقۍ ټولي لاري راته خلاصي او ټول اسباب ئې راته ميسر دي. نو لازمه ده چي موږ د خپل ګران متبوعه حکومت د خيالاتو پيروي وکو او د وطن په ترقۍ کښي فوق العاده کوښښ وکو او خپلي ملي ژبي ته ترقي ورکو. او د عزيز وطن احتياجات ليري کو.
زما زامنو! دا ذمه واري اوس و تاسو ته راجع ده چي د وطن د باغ غوړېدلي ګلان ياست. موږ به دعا کوو او تاسو به د وطن خدمت په صداقت او جديت سره کوئ که زموږ د لاسه څه کېده کومک به هم درسره کوو.
آزاد او افغان: دواړه ډېر متاثير سوه او وه ئې ويل زموږ ګران پلاره! تاسو خو موږ داسي د يو عبرت په غمچني ووهلو چي سر د ننه زموږ ټينګ عطم دئ چي خپله ملي ژبه زده کو او د ترقۍ و معراج ته ئې ورسوو.
سپين ږيری: زما زامنو! خدای دي د وطن ټول صادق ځلميان په خپله پناه کښي وساتي او خدای تعالی دي و دوی ته داسي برکت ورکي چي د خپل وطن په خدمت کښي داسي فداکاري وکي چي ټوله دنيا د حيرت ګوته په غاښ ورته ونيسي. راځئ چي ټول د دعا لاس د څښتن تعالی په دربار کښي پورته کو او د زړه په صدق سره دعا وکو چي:
ژوندی دي وي زموږ ګران ټولواک المتوکل علی الله محمد ظاهرشاه! پاينده دي وي زموږ خوږ استقلال! ژوندۍ دي وي زموږ خوږه مورنۍ ژبه (پښتو)
آزاد او افغان: آمين! اې خدای!
توريالۍ پښتنه
د پوهاند حبيبي ليکنه
د ادبياتو په اقسامو کي روايي او قصصي اشعار په دې عصر کي خورا مهم دي. د دې لاندينۍ قصې په نشر کي مقصد دا دئ چي پښتانه د قصصي شعر په خوند وپوهيږي. په دې قصه کي د پښتنو ساده او د حماسيت ډک احساسات تصوير سوي دي چي د پښتنو سيکولوژي (روحيات) ښه ځني ښکاره کيږي.
(حبيبي)
۱ ـ د واده درېيمه شپه
تقريباً اتلس کاله دمخه يوه شپه چي د پسرلي د اخرينو ګلو بويونه د رېګ د تالو څخه پورته کېده او سپوږمۍ ځلېده. د کندهار د کدني په يوه کلي کي چي وېش ته نږدې وو، د ريدي خان چي يو ځلمی اڅکزی وو د واده درېيمه شپه وه.
(تورپيکۍ) يوه زيبا او مړوچه پښتنه نجلۍ چي د واده پسول په پوري او ساده کالي ئې اغوستي وه ناوې وه چي سپوږمۍ ئې په حسن شرموله. ريدي خان هم يو پښتون ګلالی شل کلنی ځلمی وو چي د کيږدۍ پر اړخ تر ځلاندي سپوږمۍ لاندي د (تورپيکۍ) سره ناست، د عشق او محبت په ويناوو بوخت وو. که چا په هغه شپه دا دوه زړه ته سره تېر مئينان ليدلي وای، تا به ويل چي لمر او سپوږمۍ د دې کيږدۍ اړخ ته سره يو ځای سوي دي. د واده درېيمه شپه او د وصال لا لومړی ټاپی وو...
ريدي خان پنځه کاله پرديسي ګلولې او اوس بيرته خپلو کيږديو ته راغلی او نوی واده ئې کړی وو. خوږې شپې او ورځي وې.
۲ ـ د استقلال د غزا کال
دا کال چي د ريدي خان د واده شپې په کښې وې هغه کال وو چي پښتنو خپل استقلال ګټني دپاره سر پر ميدان ايښی وو او په ټوله وطن کي د جهاد او غزا ډنډوره ګرځېدلې وه. د واده په درېيمه شپه چي ريدي خان د خپلي محبوبي (تورپيکۍ) سره د خپلي کېږدۍ اړخ ته په خوږو مرکو بوخت وو، ناببره د ده سپين ږيري پلار (زمری خان) پر را ږغ کړه:
ريديه!.. ريديه زويه... (په رېږدېدلي آواز) اوس کلي ته خبر راغی چي سبا سهار فرنګی پر سپين بولدک (کلای جديد) راځي او هلته هم فقط دوه درې سوه سپاهيان سته نور هيڅ نه سته...!
زويه! کلی ټوله بار سو جنګ له تيار سوه اوس به ژر ځې چي سهار کلای جديد ته د خپلو وروڼو کومک ته ورسيږې.
زويه، زويه، ريديه! دا دئ د ننګ وخت، دا دئ د توري وخت، دا دئ هغه وخت چي ما په دې اويا کاله عمر کي غوښت. غزا ده شکر خدايه
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کې پښتانه غزا له ځينه
۳ ـ د جنګ تياری
ريدي خان ځلمي چي د بابا دا وينا واورېده د پښتونوالي ويني ئې په غورځنګ سوې. راولاړ سو پلار ته ئې وويل بابا! ما پرون لا اورېدلي وه چي غليم د پښتنو سره د جنګ خيال لري سهار ما توري تېرې کړې ټوپک مي پاک کئ. ته سپين ږيری يې مور مي بوډۍ ده ته به دلې د مور او تورپيکۍ سره پاتيږې. زه، هوکې زه چي پښتون ځلمی يم ځم به... د پښتونوالي ننګ به پر ځای کوم (په ډېر افسوس) تاسي او (تورپيکۍ)... پر خدای سپارم...
په دې وخت ئې خپلي ناوي محبوبې ته داسي وکتل، لکه آخيرنی ديدن چې وي.
ځلمی ولاړ توره تر ملا ده
غزا له ځي پر خپل وطن سر ورکوينه
(تورپيکۍ) چي د ريدي خان دا وينا واورېدو بې اختياره ئې وويل
پر سپين ميدان به درسره يم
زه پښتنه د توري نه ترپلم مئينه
۴ ـ د جنګ ميدان ته کوچ
سپين ږيري بابا زمري خان چي د خپل زوی دا خبري واورېدې په خورا قهر ئې وويل: زويه! زه پښتون يم! پښتون... زما د ميوند د جنګ ارمان لا په زړه کي دئ. هوکې زه سپين ږيری يم سترګي مي ليده نه کوي... پر ملا کړوپ يم لاس مي رېږدي، مګر آيا سپين ږيرتوب نو زما څخه پښتونوالی ورک کولای سي؟ آيا زه نو پاته سم؟ نغوذ باالله...
غزا به وي، د ننګ او ناموس وخت به وي.. پر وطن به پردي حملي کوي (تر سترګو ئې روڼي اوښکي توئيږي) په داسي حال کي به کوم پښتون پاتيږي، يا، يا. زويه! يا زه کرټ نه پاتيږم په دې وخت کي د ريدي خان بوډۍ مور (زرغونه ادې) چي سپيني پيچي ئې پر مخ ښکاريږي راغله دوی ته ئې وويل:
ريدی زويه! ستا دا خيال دئ چي يوازي زه ځلمی يم، زورور يم.. های.. په ځان مغروره يم! ته به د جنګ پر ميدان توري وهې زه به پاتېږم، راتېره سوه ريدی ئې پر تندي مچ کی وې ويل: زويه ټوله به يو ځای سره ځو چي ځانونه تر وطن قربان کو.
غليم تر وېش را اوړي پښتانه به کور ناست وي؟ يا، يا... دا ممکنه نه ده.. که نور څه نه وي يو وار خو به منګولي (لاس پورته کوي) د غليم په وينو سرې کم.
ټوله به ځو د جنګ ميدان له
نه چي پېغور د کوم غليم راپاته سينه
تر دې وروسته بابا، ادې، ريدی، تورپيکۍ ټوله په ګډه مخ پر سپين بولدک (قلعه جديد) را رهي سوه ټوپک ريدي واخيست يوه توره بابا واخيسته، بله تورپيکۍ واخيسته په سپينه غاړه کي ئې امېل واچاوه، زرغونې ادې يو سوټی او د اوبو يو ژۍ راواخيست. ځي چيري؟ د استقلال.. د ناموس.. د ننګ.. د مېړاني.. د حميت.. د پښتونوالي ميدان ته...
۵ ـ د ننګياليو احساسات
د ننګياليو پښتنو کهول يوه مخه ټوله غزا ته رهي سوه. پر لاري چي ځي زمری خان بابا وايي:
دا شپېته کاله تېر سوه وخت چي زه ځلمی وم ما د ميوند ميدان په غليم زړه سوړ کړ.
خدايه! هغه څوک چي ستا رضا دپاره ژوندون کوي موږ ئې هم ستا د رضا دپاره کوو. پښتون خپل ننګ پر ځای کوي، په تلتک کي مرګ د ځان عار بولي.
دا دئ، پر ناموس ټينګ پښتون بيا راغی چي د وطن پر وېش به سربازي وکی. خاونده زه خو آرزو نه لرم چي په آخير د عمر کي ځان د جهاد پر لار قرباني کم.. زه به ژوندی يم. غليم به مي پر کور اوړي!.. ريدي خان چي د بابا وينا واورېده په خورا خواږه آواز ئې دا لنډۍ نارې کړه:
د پښتنو ځلميو وار دئ
پر خپل وطن به توريالي مړونه مرينه
تورپيکۍ چي د واده په کالي کي وه، د واده په نکريزو سور لاس ئې پورته کی او دا ناره ئې وکړه:
تر توريالي مئين به جار سم
چي د غليم په وينو سره کاندي لاسونه
(زرغونه ادې) چي دا د ننګ ويناوي واورېدې په رېږدېدلي ږغ ئې ناري کړه:
توري به نه کړي نو به څه کړي؟
چي مو شيدې د پښتنې رودلي دينه
حق به هيڅ کله در خپل نه کړم
څو د غليم په وينو رنګ نه کړې لاسونه
۶ ـ د فداکاري صحنه
د ننګياليو پښتنو کهول لا پر لاري وو چي سپېدې وچاودې، سهار سو پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه، تر لمانځه وروسته زمري خان بابا توره له تيکي راوکښله، په پښتني جوش ئې وويل:
خدايه! دا نوره ما ستا د رضا دپاره او پښتونوالي او ننګ و ناموس د ساتني دپاره راکښلې ده. زه ځان او خپل زوی د سترګو تور (تور پيکۍ) او خپله پښتنه ملګرې (زرغونه) پر تا سپارم دا ئې وويل:
د لمر لومړيو وړانګو د ده توره وبرېښوله مخ پر نوي کلا راغله هر څومره چي را نږدې کيږي ګرز او غبار د توپو دربهار د توپکو ټکهار، د طيارو غړومبهار ډېريږي او داسي ښکاري چي د سپين بولدک پر کلا د محشر ورځ ده. ننګياليو پښتنو چي دا حال وليدی ځانونه ئې چمتو کړه.
د سپين ږيري بابا د پښتونوالي احساسات مشتعل سوه ناره ئې کړه:
دا کلا، دا کلا، دا مځکه.. دا خاوره... دا وطن.. دا زموږ د پلار او نيکه هديره مګر خاوند نه لري؟ خدايه! پښتانه ژوندي دي که مړه؟ ها! د مير زمرو! څه سواست ها! د احمدشاه او اکبر غازي اولاده! چيري ياست؟
ها پښتونوالی او پښتنو! ها د بارک او اڅک زامنو! د ننګ او ناموس وخت دئ. پر سپينه ږيره ئې اوښکي بهيږي. آخير پلار خپل ګران ګلالی زوی ريدی په بغل کي نيسي پر تندي ئې مچوي وايي:
خدايه! دا زوی خو ما خاص د دغي ورځي دپاره لوی کړی وو دا دئ ستا د رضا او وطن دپاره ئې قرباني کوم!
تر دې وروسته (تورپيکۍ) هم پر سپين باړخو باندي مچوي ورته وايي: جنګۍ! د سترګو توري د پښتانه مېرمنې تل پر خپل ننګ و ناموس تر سر تېريږي له خدايه غواړم چي ته هم يوه (توريالۍ پښتنه) سې! او د وطن انتقام له غليمه واخلې.
پښتانه به خپل هوډ پرېنږدي له لاسه
که ئې سر سي د خوني زمري تر زامه
که دي نقش د توري کښېني راته غوږ کړه
کامروا به سي هاله له هره کامه
ريدي خان چي هم وخت آخير وليد، خپله ګرانه او د زړه سره محبوبه ئې په بغل کي ونيوه، آخرنۍ وداع ئې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه تا به ويل يو اهل جنت د حوري سره مينه کوي.
وروسته نو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ور مچ کړه او حق پليت ئې ځيني واخيست.
توري له تيکي څخه وبرېښېده ټوله په ګډه د فدا کارۍ ميدان ته راغله، مردک لکه ژلۍ داسي اوري، فضا له ډېره ګرزه تياره وه، که زمری وي هم بې دلته زړه ورپيږي وبه ريږدي مګر زموږ ننګيالي پښتانه يو تر بل د مخه کيږي.
تورپيکۍ خو ځان د ريدي خان مخ ته واچوی چي که مردک راتلی پر دې به مښلي او له ده څخه به چپ سي.
پوخ ښائست دئ د کلا دننه غازيان ټوله د غليم په طيارو، توپکو، توپو شهيدان سوي دي فقط څو تنه ننګيالي پښتانه پاته دي کارتوس هم نه لري.
هغو سلا (مشوره) سره وکړه چي له کلا څخه دباندي پر دښمن ور ووځي او لاس په لستوڼي جنګ ورسره وکي، ټوپکونه ئې وغورځول توري ئې واخيستې د کلا تر دروازه راووتل، لکه زمري د دښمن په لښکر چي کلا ته نږدې وه ور ګډ سوه.
زموږ د ننګياليو پښتنو کهول هم په دې وخت کي راورسېدل. سپين ږيري بابا خو د څو تنو سرونه په توره غوڅ کړه، شهيد سو او خپل هغه لوړ مقصد ته ورسېد.
پښتنې زرغونې ادې چي دا حال وليدی د هغه په توره ئې د ده قاتل وواهه پښې ئې ور پرې کړې، دا هم سخته زخمي سوله او ولوېدله!..
ها بلي خوا ته ريدی خان د زمري په څېر د دښمن سره چنګاو وو څو تنه ئې مړه کړه. د ده ګرانه محبوبه هم توري وهي، سپين مړوندونه ئې د غليم په وينو رنګ دي، پر سره ميدان باندي د وينو په سيلاب کي لکه ځوان مېړه داسي جنګيږي.
پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کړه
لکه باز منګلي سرې کاندي په ښکار
سپيني توري ئې ګلګوني کړې په وينو
په اهاړ کي شګفته سوه لاله زار
تر دې (منځ) تورپيکۍ پر خپل ګران مئين باندي ناره وکړه:
تر دې تېرې توري دي جار سم
د غليم ويني تويوه ګرانه مئينه
په وينو رنګ توره دي راوړه
راسه په سرو شونډو ئې زه درپاکومه
۷ ـ دوه مئين د وطن شهيدان
تر دې منځ له ليري يوه ګولۍ راغله د ريدي خان پر زړه وموښته په سرو وينو کې کرنګ ولويدی روح ئې جنت ته والوتی ولاړ شهيد سو. تورپيکۍ زموږ توريالۍ پښتنه يوازي پاته سوه. دې خپل ګران مئين په وينو لژند وليدی له حزين زړه ئې داسي فرياد راوخوت:
جانان مي سر پر وطن کښېښود
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه
تر دې نارې وروسته ئې توره کش کړه لکه زمری په غليم ورګډه سوه ډېر ئې سره ژوبل کړه په پای کي ئې سخت پرهار واخيست سرو وينو ئې باړخوګان رنګين کړه، تا به ويل چي له جنت څخه ملکو سره خالونه د دې د زينت دپاره راوړه، راغله ځان ئې تر خپل مئين پوري راورساوه پر ولوېدله روح ئې جنت ته والوت.
بله ورځ چي شهيدان ښخېده دا دوه دلباختګان چي د واده کالي ئې اغوستي وه يو ځای سره ښخ او په ابدي خوب بيده سوه. جنګ ختم سو د تورپيکۍ مور د خپلي توريالۍ پښتنې لور زيارت ته راغله بيرغ ئې پر قبرو را وځړاوه چي تله نو ئې وويل:
تورپيکۍ! د وطن نازنيني توريالۍ شهيدي! ما خو هم ته د دې دپاره لويولې ستا سرې او ګلګوني ويني يوازي زما نه بلکه د دې خاوري سورمخي ده تا د وطن دپاره سر بايلود نو د جنت په سرو ګلونو کي د خپل شهيد مئين ريدي خان سره لاس تر غاړه په ابدي ژوند ګرزه!..
دا دئ ما ستا مزار د پښتنو په ابدي افتخار پر دې سرحد باندي جوړومه او سور بيرغ چي ستا د واده د سرو لاسو او بيا د شهادت د سرو پرهارو نخښه ده باندي ځړوم!..
چي د پښتو آينده ځلمو دپاره... د غيرت او ننګ سرمشق وي، په جنت کي ابدۍ ژوندۍ اوسه! زما توريالۍ پښتنې لوري!...
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________