ليکونکی: پروفيسر محمود ایاز
تنقید ولې او ولې نه
(۱۶)
د نوې کره کتنې تعبیر او تفسیر
د تحقیقي شواهدو او حقایقو له رویه ، نوی یعني “new’ توری غالباً اسکر وائیلډ په خپل یو ناول “ The picture of Dorain Gray “ په مقدمه کې په 1891 عیسوي کال کې په اول ځل کارولی ؤ . خو د نوي تنقید “ New Criticism “ اصطلاح سپنګارن د کولمبیا په پوهنتون کې په 1910 عیسوي کال کې په خپل یوه متنازعه لېکچر کې شاید په اول وار کارولې وه . له دې نه مخکې نه خو هورېس (Horace ) په خپله بوطیقا کې دا اصطلاح کارولې او نه کونټي لین ( Quintilian ) یا بولیئو ( Boileau ) په خپلو شعریات کې ، همدغسې د ارسطو په ( Poetics ) کې هم د “ New Criticism “ اصطلاح چا نه ده په ګوته کړې . کوم چې په نړیواله کچه د ادبي تنقید اولنی کاوش بلل کیږي . دلته د جان کروو رېنسم د هغه کاوش ( work ) یادونه از بس ضروري ده کوم چې دوئ د “ The new criticism “ تر عنوان لاندې په 1941 عیسوي کال کې خپور کړی ؤ . غالباً د نوې کره کتنې د مکتب پلویانو د خپل تحریک نوم د رېنسم د همدغه ذکر شوي کتاب نه مستعار اخستی دی . دا خبره یاد ساتل پکار ده چې د ذکر شوي مکتب یا تحریک د ودې او پرمختګ لپاره جان کروو رېنسم او آئي . اے . رچرډ ډېر اهم او بنیادي رول لوبولی دی . په ذکر شوي مکتب د بحث و مباحثې نه مخکې که دلته موږ یو څو سوالونه د دې سکول د تاویلاتو په اړه را پورته کړو نو د نوې کره کتنې د تعبیر او تفسیر یا تشریح او تصریح لپاره به لاره نوره هم په ښه شان هواره شي .
أ. آیا ادب پاره یوه خود کفیله او خود مختاره اکائي ده ؟
ب. د مصنف او قاري په مقابل کې متن ولې زیات اهم دی ؟
ج. په فارملزم کې فارم ته ، په نوې تنقید کې متن ته او په قاري اساس تنقید کې قاري ته ولې زیات اهمیت حاصل دی ؟
د. آیا د یوۀ متن د مرکوزې مطالعې. ( close reading ) په عمل کې مصنف د قاري د ذهن نه وتلی شي ؟
ه. آیا د مصنف ، قاري او متن د باهمې هم آهنګي په صورت کې د متن مطالعه ناقصه او لایعني ګڼل یوه لاحاصله مفروضه نه ده ؟
و. د آرټ جذبات غیر شخصي کېدلی شي ؟
د ذکر شویو سوالونو جوابونه به په دغه زېر بحث موضوع کې مخته را برسېره کوو . دلته اول دا ضروري ده چې اول ځینې شواهد ، حقایق او بصیرت افروز تاویلات د نوي تنقید او لږ ډېر د هیئت پسندۍ په اړه دلته د نقل کولو هڅه وکړو .
د ځینو نورو تهیوریو غوندې د نوې کره کتنې متعین اصولونه او معیارونه هم په خپل ځای د ادب لوستونکیو د زیاتي دلچسپۍ وړ ګرځېدلي دي . د دغې زېر بحث تنقیدي نظرئې اصول او معیارونه هیڅ بې هیڅه نه دي رابرسېره شوي . اولني او ابتدائي اصول او پیمانې ئې د ستر نقاد او پوهان آئي. اې. رچرډ د هغه عملي تجربې په ردعمل کې مرتب شوي کومه تجربه چې دوئ د پوهنتون د هلکانو او انجونو محاصلینو نه د عملي تنقید په کچه د یو ټېسټ په صورت کې کړې وه . په دې ټېسټ کې رچرډ د یو نظم نه د شاعر نوم حذف کړ او له دوئ نه ئې دا غوښتنه وکړه چې اوس د دې نظم د متن کوټلې مطالعه او تجزیه په خپلو تورو کې وکړئ . هغه په شعوري توګه یو داسې نظم منتخب کړی ؤ چې اقتباس ئې هم زیات مشکل او پېچلی نه ؤ . د دې ټېسټ یا امتحان په نتیجه کې دوئ ته د نظم په اړه مختلف تعبیرات او تشریحات لاس ته راغلۀ . کله چې دوئ ذکر شوي تشریحات په کوټلې نظر و کاتۀ نو د محسوس تر حده ئې دا محسوس کړ چې په دغو پلټنو او تجزیو کې طالب علمان د انتهائي مشکل سره مخامخ شوي دي . ځکه دوئ دغه تجزیاتي مطالعې نه صرف ناکافي بلکې نیمګړي ئې هم و بللې . خو حقیقت دا چې ټولو په خپل خپل انداز کې د نظم بېل بېل تشریحات کړي ؤ. مګر دې منور نقاد د نظم او قاري په باهمي ربط کې خورا ډېر کمي محسوسه کړه او غالباً په هم دې ردعمل کې دۀ د یوې فن پارې د کوټلي او مرکوزې مطالعې لپاره څلور معنائیز اصول مرتب کړل او دغه اصول ئې د متن د مطالعې لپاره د زیاتو معناوو د رابرسېره کولو څلور اهم معیارونه و ګڼل . دا څلور معنائیز اصولونه دا ؤ
۱: خیال Sense ۲: احساس Feeling
۳:لهجه Tone ۴ : منشا Intention
د رچرډ په نزد خیال معنا نه ده بلکې د معنا و لور ته د توجه کولو یو اهم اصول دی مطلب مصنف څنګه وئیلي ؟ دویم اصول ئې احساس دی او شاعري د احساساتو یوه سلسله ده د رچرډ په فکر چې د یو خیال نه مخکې زموز په ذات یا داخل کې جذبه موجوده وي او هغه په دې خیال باندې اثراندازه کېدلی شي او په ردعمل کې ئې د متن حقیقي تجزیه او مطالعه متأثره کېدی شي او دریم اصول ئې د لهجې په لور پاملرنه ده . مطلب دا چې چرته د متن لهجه د قاري د لهجې او خپل سامع تشفي کوي او کنه ؟ دلته دوئ دا یادونه کوي چې یو قاري له پکار ده چې د متن د مطالعې په وخت هغه د مصنف د خیال ، احساس ، لهجه او منشا هم په خپل پام کې وساتي . د دې څلور معنائیز معیارونو مفهوم په اسان ټکو کې داسې هم موږ روښانه کولی شو د مثال په توګه په اول اصول خیال کې قاري دا ګوري چې تخلیق کار څه او څنګه وئیلي دي ؟ په feeling کې قاري ګوري چې متن په کومه جذبه ، خواهش او دلچسپۍ رابرسېره شوی او په tone کې د متن لهجه د قاري او سامع د تشفي په صورت کې ګوري او intention کې قاري دا ګوري چې متن د کوم مقصد لپار لیکل شوی . د معنا دا څلور قسمونه ( four kinds of meaning ) د متن و کلي معنا ته د رسائي اهمه وسیله ده . رچرډ دا دعوه هم کوي چې په یوه نظم کې ذکر شوي څلو معناوي حتمي وي او دغه معناوي د مصنف د نفسیاتي او تخلیقي عمل نه زېږي . دوئ په اصل کې د متن تجزیاتي مطالعه د سائنسي طریق کار او مشاهدې په صورت کې عین ممکن و بلله خو د دوئ دا تنقیدي شعور د دوئ د نفسیاتي تناظر د ردعمل یوه اهمه شاخسانه بلل کیږي شاید ځکه دۀ وئیلي ؤ چې قاري باید د متن مطالعه داسې وکړي لکه یو سائنس دان چې د طبعي فطرت مطالعه په څومره عمیق او دقیق تناظر کې کوي . دلته د دۀ پنځه د مطالعې وړ کتابونه د نقل کولو جسارت کوم لکه
1- Principle of literary criticism 1924
2 - Practical criticism 1929
3 - philosophy of rhetoric
4 - foundation of esthetics
5 - meaning of meaning
په اول الذکر دوو کتابونو کې ئې په نوي تنقید باندې انتهائي شتمن بحثونه کړي دي او دریم کتاب ئې د ګفتګوئ او د تکلم د هنر په موضوع لیکلی . اخري دوه کتابونه ئې د بل ملګري او هم فکره لیکوال سره په ګډه لیکلي دي
همدغه رنګه موږ د نوموړي نقاد ټي . اېس . اېلیټ په تهیوري “ روایت او انفرادي صلاحیت “ کې د نوي تنقید له نظري مباحثو سره هم آهنګې یو شمېر اهمې نکتې په اسانه رابرسېره کولی شو . لکه … تخلیق یو غیر شخصي څیز دی … د ادب د مطالعې په صورت کې د ادب نه بهر نه دي وتل پکار یعنې متن ته توجه کول پکار ده …. تخلیق کار باید د تخلیق په وخت د آزاد فکر او آزاد ذهن متحمل وي …. زموږ ادبي فیصلې همېشه د خطاګانو شومه ګرځېدلي دي … د یو شاعر د لوئي امکانات خو هله ممکن وي کله چې هغه د یو اجنبي په توګه د شاعري و دنیاګانو ته ور داخل شي .
بل اهم نوم د وېلیئم اېمپسن دی دا بختور شخصیت د آئي ۔ اے ۔ رچرډ شاګرد ؤ . د دوئ د ابهام اووه قسمونه “ Seven types of imbigiuty “ په اصل کې د رچرډ د څلور قسمه معنا د تصور د مزیدې اضافې ، توسیع او تجدید هڅه بلل کیږي . دوئ په دې عقیده ؤ چې هیئت او معنا د یو بل نه بېلول په یوه صورت کې هم ممکن نه دي . ولې چې دا د شاعري باهم مربوط توکي دي نو که دلته موږ دا او وایو چې بیا مصنف او متن د یو بل نه بېلول په کوم دلیل ممکن دي ذکر شوي دواړه عناصر خو هم باهم مربوط صداقتونه دي ولې چې د متن د قرأت په وخت مصنف د قاري د ذهن بېخي وتلی نشي . د اېمپسن د ابهام تهیوري هم د دې تریخ حقیقت اثبات کوي چې هره ادب پاره یا هر متن د یوه نه زیاتې معناوې لري . دوئ ابهام د تخلیق ښائست او زېور و بالۀ او د ابهام روایتي تصور ، چې “ ابهام د یوې تخلیق پارې عیب دی “ یو مخ رد کړ او ابهام ئې د فن پارې جمال او هنر و ګرځاوۀ. د نوي تنقید پلویان ټول د رچرډ غوندې د شاعري د غلط بیاني یعني د Pseudo statements او د fake احساس په لحاظ د سائنسي صداقت د حقیقت مماثل نه بلله ولې چې د شاعري دنیا د دوئ په خیال یوه نا اشنا دنیا وه ځکه ذکر شوې اصطلاح د جعلي او باطل په معنا نه ده اخستل پکار . ولې چې شاعري دوئ تر نورو ټولو علومو د افکار او تخیلاتو په اړه عالي او اوچته بلله …. دا ډله د مېتهیو ارنالډ د تنقیدي بصیرت نه زیاته انسپائر وه او د هغه په تنقیدي فکر کې ئې نورې نوي نوي اضافي وکړې . آئي.اې. رچرډ د نفسیات او ادب په ربط کې د لېونتوب تر حده دلچسپي درلوده او د معنیات میدان یا Science of semantics د هغه د مطالعې خاص څانګه یعني field ؤ . د زیاتې یادونې وړ خبره دا چې د شلمې پېړۍ د تنقید په سلطنت دوو کسانو ته د حکمرانۍ اعزاز او شرف حاصل شوی چې یو پکې آئي . اے ۔ رچرډ ؤ او بل ټي . اېس . اېلیټ …… د متن د افهام او تفهیم لپاره چې کومه نوې لار ذکر شویو دواړو نقادانو هواره کړې او د ژبې او ادب له تخلیقي وسیلو او عناصرو نه چې کوم اوچت کار دوئ اخستی . په عالمي کچه ورته د عام قبولیت حاصل شوی دی . دا به منو چې د نظم مطالعه فقط د نظم په توګه د کولو نوی روایت هم رچرډ متعارف کړی . دوئ په ژبې او تخلیقي عمل کې د معني خېزي ترسیل او رسائي ته زیات ارزښت ورکاوۀ. بالخصوص رچرډ خو تخلیق یوه نامعلومه پراسراره دنیا ګنله . چرته چې د فهم او ادراک رسائي هم دۀ مشکل بلله . د هغه په خیال دلته صرف او صرف د نفسیاتي اپروچ له لارې رسائي ممکن ده . د دغې ډلې احساساتو کم و بېش د ورډزورتهـ له دې قول سره مماثلت درلود چې “ شاعري د تمامو علومو سائنس او عالي روح ده “
اېف . آر . لېوس د متن په اړه د تېکنیکي اصولونو او معیارونو آګاهي اهمه و بلله همدغه رنګه کلینتهـ بروکس د متن د جمالیاتي قدرونو مرکوزه مطالعه د نوي کره کتنې لپاره د یادونې وړ عمل شمېرلی . د دوئ په خیال ژبه په اصل کې د قول محال paradox ژبه ده او دغې ډلې د شعر لپاره طنزیه ، استعاراتي او رمزیه ژبه زیاته مهمه ګڼله . ولي دوئ دا فکر درلود چې په شاعري کې د متضادو عناصرو تجزیه او مطالعه خپل ارزښت او قدروقیمت لري .
د رابرټ پېن وارن دلچسپي محور په شاعري کې د طنز عمیقه او دقیقه مطالعه وه خو د دوئ په مقابل کې د اېلن ټېټ د تلاش او جستجوئ محور ټېنشن یعني بې چیني او تناؤ ؤ . د شاعر اراده یا ارادي او شعوري شاعري د دۀ په خیال یو لایعني عمل ؤ . ځکه د داسې شاعري یکسر مخالف ؤ او داسې شاعري ئې بې روحه او مرده شاعري بلله . له دوئ نه علاوه ډبلیو.کې.ومساټ نه صرف د مصنف د تناظر بلکې د قاري د تأثر نفي ئې هم په واز کومې کړې وه او داسې رویه ئې د متن د تجزئې لپاره د زیان او تاوان باعث ګڼله داسې عمل ئې د متن د جمالیاتي مرتبې د مرګ مماثل عمل ګڼلی .
د زېر بحث تهیوري په اړه د ویلیئم ایمپسن کاوشونه لکه Some versions of pastoral , The structure of complex words او Milton’s God د ایف . آر . لېوس مجله Scrutiny د کلینتھ بروکس دوہ کتابونه The well-wrought urn او Understanding poetry د اېلن ټېټ ناول او د شاعري مجموعې او د بلېک مر The double aget سره سره د ډبلیو . کے . ومساټ Verbal Icon زیار او کاوشونه د دقیقې مطالعې غوښتنه کوي .
د نوي تنقید ټولو منورینو اصل د دلچسپۍ محور متن ؤ ځکه دوئ ټولو د شاعر یا مصنف سره سره د هغه د دورې لا هم یو مخ نفي کوله . اوس سوال دا پیدا کیږي . چې ذکر شویو کره کتونکیو د متن د مرکوزې مطالعې لپاره کوم کوم ادبي وسائل او عناصر په ګوته کړي ؟ د دوئ به د متن د تجزئې لپاره د متن جوړښت ، لفظي ترتیب او تنظیم ، د ژبې استعمال او د لهجې د ادائیګي سره سره په متن کې د استعارې ، کنائې ، تشبیهـ ، علامت ، قول محال او د ابهام نه علاوه د متن د جمالیاتي قدر ، طنزیه پیرائې او په متن کې د بحر ، لی ، ردهم ، صوتي آهنګ ، لفظي تکرار سره سره به ئې صنف هم په خپل پام کې نیولی . دوئ ټولو به د پاڼې موجود توري فوکس کول هغه هم په انتهائي توجه او باریک بینۍ
په قاري اساس تنقید کې و قاري ته اولیت حاصل دی . په فارملزم کې فارم یعني هیئت ته او په نوي تنقید کې دا مرتبه صرف او صرف و متن ته حاصله ده . او په دې درې واړه تهیوریو کې مصنف یو مخ شړل شوی هغه هم هیڅ بې هیڅه …. په دې اړه دوئ هم څه نا څه فرضي دلائل لري خو حقیقت دا چې په کلي لحاظ او اساس قابل قبول او تشفي بخش نه محسوسېږي . قاري اساس تنقید خو په ابتدا کې —— مصنف ، قاري او متن درې واړه د یو بل لپاره لازم او ملزوم ګڼل خو وروسته چې نورې تهیوریانې د قاري اساس تنقید په صورت کې راغلې نو مصنف او متن ئې ترېنه بیا یو مخ حذف کړ او دا حکمراني ئې صرف او صرف قاري ته و سپارله . سوال دا پیدا کیږي چې د ذکر شویو درې واړه ( لازم او ملزوم ) تثلیث په صورت کې د متن مطالعه reading آخر ولې نشي ممکن کېدی ؟
د نوي تنقید ډله دا تصور لري چې د یوه توري چې څومره ښکاره معناوي وي هم دومره ئې پټې ، نهامې او مخفي معناوې هم وي . د اېمپسن ذکر شوی ګمان د ابهام د تصور په اړه خپل اهمیت لري . لکه دوئ چې وائي چې (۱) کله خبره په څو پیرایو کې شوې وي .(۲) کله د دوو یا دوو نه زیاتې معناوې یو ځای شوي وي. (۳) کله غیر متعلقه معناوې یو ځای شوي وي. (۴) کله متبادل معناوې یو ځای شوي وي. د کوم نه چې د مصنف ذهني حالت واضحه کېدی شي. (۵) کرله مصنف د تخلیق په وخت کې له مشکل سره مخامخ شوی وي. (۶) کله پکې داسې خبره شوې وي چې تضاد لري. (۷) کله اظهار نامکمل وي.
ذکر شوي مفروضې اېمپسن د ابهام د اوو قسمونو په صورت کې رابرسېره کړي وې او په یو متن کې د داسې یو نیم ابهام صورت د قاري مخې ته راتلی شي. مطلب دا چې ذکر شوي ټولې نکتې د متن د مطالعې لپاره په نظر کې ساتل پکار دي.
اوس راځو د راپورته کړي سوالونو و لور ته. اولنی سوال دا ؤ چې آیا ادب یو خود مختاره اکائي ده؟ فکر کوم چې دا پوښتنه په خپل ځای غور طلبه ده. په کومه معنا خود مختاره یا خود کفیله کېدی شي. دا د یو عمل نه راتېره شوې ده. یوۀ ذهني اختراع ده. د یو چا د لاشعور نه رازېږېدلې ده. په دې کې د یو چا احساسات خپل وزر رپوي. دا استعارې، علامتونه او مبهم تورې د عمل په رد عمل کې رابرسېره شوي. دا داسې مثال لري لکه د یو چا مکان خو دې ومنل شي خو د مکان مالک دې هیڅ بې هیڅه ترېنه منها شي. سوال دا پیدا کیږي چې د مصنف په سوب خو متن او قاري شتون لري که مصنف نه وي نو د قاري او متن صورت لا هم بیا امکان نه لري. نو بیا ولې متن او قاري ته د مصنف په مقابل کې اولیت حاصل دی؟
په فارملزم کې فارم، په نوي تنقید کې متن او په قاري اساس تنقید کې قاري ته اولیت شاید په دې حاصل شوی چې شاید دغه نظري مباحث د یوۀ بل د ردّ کولو حق په هر صورت کې خپل استحقاق بولي. د دې معنا دا ده چې یوه نظري تنقیدي تهیوري هم په پوره توګه د قبولیت وړ نه ده، که داسې فکري اختلاف د دوئ لپاره جائز دی نو زموږ لپاره بیا ولې حرام او ناجائز دی او بله ناشنوې خبره خو دا ده چې د متن د مرکوزې مطالعې په وخت باید مصنف د ذهن نه وایستل شي. زما په خیال خو دا یو بې ځایه غوندې فرضي احساس خو کېدی شي خو یوه جېنون فارموله بېخي نشي کېدی. په ذکر شویو تهیوریانو کې چې څومره تنقیدي مطالعې شوې دي هغه ټولې یا اهم په شاعرانو یا اهم لیکوالو شوي. د دې معنا دا ده چې د دې مکتبونو سره د تړلي نقادانو له ذهن نه هم ذکر شوي معتبر شاعران او لیکوال نه دي وتلي. بلکې د دوئ په ذهنونو باندې مسلسل سوارۀ او غالب پاته شوي دي. فکر کوم چې د مصنف، قاري او متن درې واړو په موجودګۍ کې هم د متن مرکوزه مطالعه عین ممکن ده. ژوندی مثال ئې د ټي اېس اېلیټ "وېسټ لېنډ" دی یا د جېمز جوائس "یولیسس". ولې چې د عام او معتبر تخلیق کار توپیر په هره زمانه کې شوی دی. د نشاة الثانیه د ډرامې حکمراني هیڅ بې هیڅه د شېکسپیر په برخه شوې نه ده. ولې چې د هغه په ډرامه کې به ضرور څه ؤ. په یوۀ دور کې هم جېنون ادیب او شاعر نه دی نظر انداز شوی. ټي. اېس ایلیټ خو د شاعر او نقاد دواړو په حېث د قبولیت وړ ګرځېدلی دی. د چوسر په دوره کې د چوسر نه بل لوئ شاعر ولې نشو رابرسېره؟ د نوي تنقید پلویان دې د بل کوم شاعر د شعري زیار مرکوزه متني مطالعه وکړي او بل شاعر دې د چوسر د عظمت نه لوړ ثابت کړي. فکر کوم چې نه ئې شي ثابتولی. ذکر شوي تریخ حقیقتونه لاجواب او لازوال تریخ حقیقتونه دي او د آرټ جذبات غیر شخصي نه شي ګرځېدلی. پکاسو پکاسو دی او مائیکل اېنجلو ځان له یو فن کار. خو د ذکر شوي بحث نه په پرته د تنقیدي بدلون دغه معیار ځانله خپله جداګانه لار لري. د ادبي تجزیو د کره کتنې دغه روایت بیا هم د خپلو اصولونو او معیارونو یو مخصوصه لاره نه لري. خو من حېث المجموع د متن د ظاهري ساخت او داخلي تسلسل کوټلې مطالعه ضرور کوي. ولې چې د مرکوزې مطالعې لپاره ئې اصول او معیارونه متعین نه دي. هر نقاد ئې ځان ځانله خپل معیارونه ټاکلي دي. د فکرونظر خاوندانو په هره دوره کې د تنقیدي بصیرت لپاره بېل بېل معیارونه او اصول متعین کړي او د تجزیاتي مطالعې د ودې لپاره ئې نوي دروازې پرانستلي دي. د نوي کره کتنې د پلویانو فضیلت په دې زیات دی چې د دوئ تعلق د درس او تدریس له څانګې سره ؤ. شاید ځکه نوي تنقید په نړیواله کچه یو نوی شور او هنګامه برپا کړه. خو له بد مرغه د دې شور او هنګامې ساه هم ډېره زر ووتله. په متن کې دننه د مخفي متن ګره کشائي یا سپړنه دوئ په خپل انتهائي بصیرت رابرسېره کوله او د متن د کماحقه تفهیم او تعبیر د رابرسېره کولو وظیفه دې ډلې په مها بصیرت او انتهائي دلچسپۍ اجرا کوله. ولې چې دوئ به دې ته نه کاتۀ چې فن پاره د چا ده؟ بلکې دوئ به په متن باندې خپله توجه مرکوزه ساتله چې متن څنګه دی؟ ژبه ئې څنګه ده. د متن جوړښت، ترتیب او تنظیم ئې څنګه رابرسېره شوی؟ د جملو ساخت، صرفي او نحويي صورت ئې څنګه دی؟ توري پکې څنګه خوندي شوي؟ د متن لب و لهجه او اسلوب په جمالیاتي توګه څومره رنګيني او دلکشي لري؟ تمثیلي او استعاراتي اظهار ئې څومره قوي دی؟ د متن تر حقیقي قدر و قیمت پورې رسائي څنګه ممکن ده؟ د متن تسلسل او رواني حقیقي صورت حال څنګه منظم شوی؟ او له دې ټولو سوالونو سره سره د متن تر تل پورې رسائي څنګه ممکن ده؟ مطلب دا چې د دوئ لپاره صرف او صرف متن بنیادي څیز ؤ. شاید ځکه دوئ خپله تجزیاتي مطالعه د سائنسي مطالعې مترادف بلله او خپل تجربات ئې د "ادب سائنس" وبالۀ. نوې کره کتنه و هئيتي تنقید ته د نزدېکت باوجود د یو جداګانه اهمیت وړ ګرځېدلې. د متن د نهامې صورت ګري حقایق او شواهد رابرسېره کول د دوئ اصول هدف او د دوئ تجزیات د معنوي تفهیم د فهم او ادراک په اړه د اسمان نه د ستورو راکوزولو د عمل مترادف عمل ؤ یا په ویړ سراب کې د اوبو پیدا کولو یوه ناتمامه هڅه. د فن پارې د سیاق او سباق نه ئې ډډه وکړه. متن ته ئې مرکزي حېثیت وروبخښلی. ولې په بل صورت کې د فن پارې مرکوزه او کوټلې مطالعه بېخي ممکن نه وه. د دوئ دا پوخ یقین ؤ چې معناوې د متن په مرکزي وحدت کې رابرسېره کېدی شي. دوئ د متن په مرکوزې مطالعې (Close Reading) او کوټلې توجه (Close Attention) باندې متفق ؤ. خو ځيني نقادانو د نوي تنقیدي اپروچ سره سراسر اختلاف څرګند کړ او په دوئ باندې ئې دا تور ولګاوۀ چې دا په متن کې د نهامې جمال پرستۍ لېوني دي. دا د فن برای فن ړاندۀ مقلدین دي. دوئ د ټولنیزو حالاتو، تاریخي مسائلو او د ژوند د ترخو حقایقو نه سترګې پټوي او دا ئې لا هم د نوي تنقید په اړه وئيل چې دا د تصنع نه رازېږېدلی یو لاحاصل عمل دی. یو مصنوعي عمل آخر څنګه د تنقیدي تجزئې حامل بلل کېدی شي. داسې تجزیات لاحاصله، بې اعتباره، او بې ثمره دي. دا محض د تخلیق کار د مرګ لپاره مصروفِ عمل دي. غالباً د ذکر شویو تنقیداتو په ردّعمل کې ورور ورو نوي تنقید د زوال په لور په تادي تادي خپل ګامونه واخیستل. هغه نوی تنقید چې متن ئې د فن پارې د ټولو نهامو حقیقتونو امین بللی او د تخلیق پارې د ټولو پوشیده صداقتونو ضامن هم. په عمومي اعتبار هر تنقيدي مکتب د متن سپړنې لپاره خپل اصول متعین کړي. هر تنقیدي تحريک د فن پارې د مشاهدې او مطالعې لپاره خپل معیارونه رابرسېره کړي. ځکه دومره اتفاق ازبس ضروري دی چې د کره کتنې هر سکول او هرې مدرسې د تجزیاتي مطالعو لپاره په خپل خپل ځای یو مهم رول لوبولی. خو فکري او نظري اختلاف د متن سپړنې لپاره هر وخت مؤثر ثابت شوی دی او د تنقیدي بصیرت د نور توان او شتمنی حامل ګرځېدلی. زما په شخصي فکر په دغو نظري او فکري اختلافاتو کې د ژبې او ادب د ودې زیری خپل وزر رپوي.
د ليک منبع:
د فيسبوکپاڼه «Saeed Gauhar Literary Page»، د پوست د خپرېدنې نېټه د ۲۰۲۲ کال د جون دويمه، د کاپي کېدو نېټه، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر شپږمه نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/d2a57
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________