ليکونکی: احمدولي اڅکزی

ټولنې کله خپله ژبه د بلې ژبي په بدل له لاسه ورکوي؟

کله چي د يوې ژبي ويونکې ټولنه/ډله په انفرادي نه بلکه په ډليزه توګه خپله ژبه پرېږدي او هيره يې کړي او پر ځای يې په بله ژبه خبري کول پېل کړي، نو دې ته له يوې ژبي څخه و بلي ژبي ته اوښتون (language shift) ويل کيږي. د اوښتون دغه عمل يوه پروسه ده او دا چي څومره چټکه او يا څومره ورو ورو بشپړه کيږي په زياتو فاکتورونو پوري اړه لري.
عموما د يوې ژبي ويونکي و يوې داسي ژبي ته اوښتون کوي چي د برلاسې/مسلطه/حاکمه/برجسته او د اکثريت ډلي ژبه وي. دا ځکه چي دغي برلاسي (او په زياتو مواردو کي د اکثريت د) ژبي په هکله فکر کيږي چي عالي مؤقف، پرستيژ او په ټولنه کي د پرمختګ او بريا په شان مثبت صفات ورسره تړلي دي.
په دې توګه په يوه لويه ټولنه کي د بهتره ژوند لرلو په مقصد (د شاته پاته ډلې يا د شاته پاتې والي احساس لرونکي) انسانان د اکثريت يا د بريالۍ او برلاسي ډلې د ژبي په ويلو پېل کوي. په دې هيله چي په ټولنه کي به بهتر کار، بهتر اقتصادي حالت او بهتر مؤقف ته ورسيږي. خو دغه پروسه زيات وختونه د اوښتونکو د خپل خواهش يا په قصد سره د ژبي د اړولو پرته هم رامنځته کيږي.
د ژبي اوښتون په درو قِسم/ډوله ټولنو کي ممکن دی چي له اکثريتي مهاجرې ټولنې، غير مهاجرې ټولنې او اقليتي مهاجرې ټولني څخه عبارت دي.

اقليتي مهاجره ټولنه

په اقليتي مهاجرې ټولنې کي هغه وخت د ژبي اوښتون صورت نيسي کله چي په اوږد مهاله توګه مهاجر او ماشومان يې د اکثريت ژبي زدکړي ته اړ وي. يعني په ښوونځي، کار او د ژوند په نورو ساحو په خپله ژبه خبري نه سي کولای. په داسي يو صورت کي نه يوازي د کور دباندي بلکه د کور دننه هم ورو ورو دغه ډله خپله لومړۍ ژبه هېروي او نوې د اکثريت ژبه يې ځای نيسي.
د مثال په توګه زيات شمير هغه افغانان چي له افغانستان څخه لوېديځو هيوادونو ته مهاجري سوي دي، د هغوی په زياتو کورنيو کي دويم نسل پر خپله مورنۍ ژبه نه يوازي دا چی تسلط نه لري بلکه ورباندي روانې خبري کول نژدې ورته ناممکنه وي. د دې وجه دا ده چي د مهاجرو ماشومان اړ وي چي په ښوونځي کي په پردۍ ژبه زدکړې وکړي، د نورو ماشومانو سره پردۍ ژبه ووايي او دباندي په ټولنه کي هم صرف دغه پردۍ ژبه اوري او وايي يې.
د دا ډول يو اوښتون بله بېلګه په هند کي د هغو نژدې ۳۰ مليونو پښتنو ده چي مطلق اکثريت يې خپله ژبه له لاسه ورکړې ده.
په دې توګه نو پردۍ ژبه نه يوازي د درس او ټولنې ژبه ګرځي، بلکه د ماشومانو له پاره د لوبو، ساعت تېري او دوستۍ ژبه همدغه پردۍ ژبه ګرځي. دا د دې لامل کيږي چي د مهاجرو ماشومان په خپل کور کي دننه هم د خپلو وروڼو او خوېندو سره پردۍ ژبه ويل پېلوي. کله چي هغوی لوی سي نو يې په کافي اندازه خپله ژبه نه وي زده چي خپل اولاد ته يې انتقال کړي او په دې توګه دريم نسل نژدې په بشپړه توګه د خپل نيکه او انا له ژبي څخه پردی کيږي.


غير مهاجرې ټولنې

په خپل هيواد او سيمه کي اوسېدونکي ځايي ډلې هم خپله ژبه له لاسه ورکولای سي. دا عموما په هغه صورت کي چي د دغې ټولنې ژبه رسمي، د سياست، اقتصاد او کلتور او ادب ژبه نه وي. د يادو ټولو عواملو پر يوځای يا په بيلو مرکبو اشکالو کي راڅرګندېدنه د دې لامل ګرځي چي د سيمي د اوسېدونکو يوه ډله خپله ژبه پرېږدي او رسمي، د سياست او اقتصاد پردۍ ژبه خپله ژبه وګرځوي.
د مثال په توګه د افغانستان په رسمياتو، دفاترو، ښوونځيو، ښاري ژوند او سياسي ساحه کي تر زيات وخته دري ژبه حاکمه وه. دا د دې لامل سو چي د دغه هيواد د نورو ژبو ويونکي هم خپله ژبه بدله کړي او دري ژبه خپله کړي. زيات شمير داسي افغان بلوڅان، پښتانه، پشه يان او نور وګړي سته چي څو نسله ترمخه يې لا خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړې او دري يې خپله ژبه ګرځولې ده. له بل پلوه داسي افغانې کورنۍ هم سته چي له دري څخه يې ژبه پښتو ته اوښتې وي. خو د اټکل له مخي د داسي کورنيو شمير ډېر کم دی. په افغانستان کي په زياته د پښتو او دري ژبې تر منځ د سيالۍ موضوع سياسي بڼه خپله کړې ده.
يو بل مثال د ايران دننه د هغو بلوڅانو دی چي له قرنونو راهيسي په دغو سيمو کي ژوند کوي خو خپله مورنۍ ژبه يې هېره کړې او فارسي يې خپله ژبه ګرځولې ده. دا ځکه چي بلوڅي نه يوازي د نصاب، رسمياتو، تجارت او سياست ژبه نه ده بلکه له سياسي پلوه هم يو شمير پاليسې او تګلارې د دې لامل سوي دي.
په پاکستان کي په لويو ښارونو او په زياته اکثريت تعليم يافته قشرونو کي قوي تمايل تر سترګو کيږي چي اردو ژبه پر نورو ژبو هاوي ده. دا په دې معنا چي يو شمير د دغه هيواد اوسېدونکو ډلو خپله مورنۍ ژبه يا خو په بشپړه توګه او يا په جزوي توګه اردو ته اړولې ده. دا په داسي حال کي چي د پاکستان د په وجود کي راتلو او ورسره سم د يوې ملي ژبي اردو د ترويج سياست صرف ۷۴ کاله کيږي.

اکثريتي غير مهاجره ټولنه

يوه ځايي او اکثريتي ټولنه هم خپله ژبه له لاسه ورکولای سي او يوه پردۍ ژبه خپلولای سي. دا هغه وخت که ورته اړونده شرايط داسي برابر سي چي د يو اقليت ژبه په رسمياتو، اقتصاد، سياست او کلتور کي برلاسې وي. اړينه نه ده چي ياد ټول عوامل پر يو ځای د دې لامل سي چي د اقليت ژبه د اکثريت له خوا خپله کړل سي بلکه له يادو عواملو څخه بېل مرکبات هم د ژبي اوښتون رامنځته کولای سي.
دا چي اکثريت د اقليت ژبه خپله کړي د استعمار په تاريخي دوره کي يې زيات مثالونه موندل کيدلای سي. د مثال په توګه د انګريزي استعمار پر وخت په زياتو مستعمرو کي ځايي ژبي له منځه ولاړې او انګريزي ژبي يې ځای ونيوی. د مثال په توګه کله چي امريکا، نيوزيلاند، آستراليا او نورو سيمو ته انګريزان داخل سول، نو ځايي بومي اوسېدونکو د وخت په جريان کي خپلي ژبي په بشپړه توګه له لاسه ورکړې.

د اوښتون لاملونه

هغه لاملونه چي د ژبي د اوښتون لامل کيږي يا د اوښتون دغه پروسه چټک کوي، له هغوی څخه يې اقتصادي لاملونه (کار مونده، تجارت)، ټولنيز لاملونه (ټولنيز فشارونه) او په همدې شان سياسي او دموګرافيکي (د نفوس شمېر) لاملونه هغه تر ټولو فاکتورونه دي. د دې تر څنګ مفکورې، ارزښتونه او تولنيز دريځ هم د ژبي د اوښتون سبب ګرځي. د مثال په توګه که يوه ژبه عصري، د بخبه ګانو ژبه يا په بله توګه د مثبتو صفاتو سره تړلې تصور کيږي، نو دغې ژبي ته د اوښتون امکانات هم ورسره زياتيږي.

د اوښتون د مخنيوي امکانات

ښايي له يوې ژبي څخه و بلي ژبي ته اوښتون د هغو ټولنو له پاره چي ژبه يې له منځه ځي ډېره دردوونکې پروسه او حقيقت وي. خو له بل اړخه دغه پروسه د انساني تاريخ يوه له تر ټولو عامو او فطري پديدو څخه يوه ده. له يوې ژبي څخه و بلي ژبي ته د اوښتون مخنيوی يوازي په هغه صورت کي بريالی کيدلای سي چي د اړونده ژبي د هېرېدو يا بلې ته د اوښتون اصلي لاملونه معلوم کړل سي او د دغو لاملونو د له منځه وړلو هڅې په ټولنيزه، اقتصادي، سياسي او حکومتي سطحه همږغي کړل سي. که د اوښتون اصلي لاملونه څرګند نه وي او د مخنيوي له پاره يې هڅې همږغي نه وي نو ښايي هدف ته رسېدنه زياته بريالۍ نه وي. د اقداماتو د نه همږغي په صورت کي د اوښتون پروسه ښايي د سرعت له مخي ارامه کړل سي خو مخنيوی يې ښايي ممکن نه يا ډېر مشکل وي. په زیاته غير عملي سياسي شعارونه او په ټولنو کي د ژبي په نوم تشنج او فشارونه رامنځته کول ښايي د ستونزو د لاجدي کېدو لامل سي.
د تخنيک په اوسني پېر کي نوي ټيکنالوژۍ د ژبي د اوښتون د ستونزي سره مخامخو ډلو له پاره تر يوې اندازې د اوښتون د پروسې د سرعت د راټيټولو آسانتياوي زياتي کړي دي. د بېلګي په توګه د ژبي د اوښتون د ستونزي سره مخامخ ټولنې کولای سي چي بېله دې چي سياسي، اقتصادي او دولتي ملاتړ تر شا ولري، د انټرنټ له لاري د خپلي ژبي له پاره په ښوونيز او روزنيز، کلتوري او حتی تجارتي او سياسي ډګر کي عملي کار وکړي. بې برخي ټولنې کولای سي چي په دې ترڅ کي د انټرنټ او نوي ټيکنالوژۍ په مرسته په خپله ژبه زدکړه او ښوونه وکړي، د خپلي ژبي آثار او ورسره تړلي کلتور له پاره مثبت انځورونه او بېلګي خپرې کړي. يو بل مهم ګام و عصري علومو ته د خپلې ژبي داخل کول او په خپله ژبه اکاډميک او علمي آثار ليکل او عام کول هم دي.
د ژبي د اوښتون له پاره يو له تر ټولو مهمو فاکتورنو څخه کورنۍ فضا ده. که د يوې ځانګړي ژبي ويونکي له دې ګواښ سره مخامخ وي چي خپله ژبه به له لاسه ورکړي، نو په فردي توګه تر ټولو تر مخه دا اقدام کولای سي چي په خپل کور کي خپله مورنۍ ژبه د تماس نيوني يوازنۍ وسيله وګرځوي. دا د دې لاري چي نه يوازي خپلو ماشومانو ته مورنۍ ژبه وښيي او له کورني ژوند څخه نوري ژبي بهر کړي بلکه خپلو ماشومانو ته د خپلې ژبي په تړاو په عمل کي مثبت اړخونه او د ژبي قدرداني انتقال کړي. د مثال په توګه چي د ماشوم خپله مورنۍ ژبه د هغه د ساعت تېري، لوبو، ادبي او کلتوري او تر يوې اندازې د هويت د څرنګوالي تنده ماته کړلای سي.
کوم شی چي په هيڅ توګه د اوښتون مخه نه نيسي بلکه حتی نوري ستونزي زېږوي هغه د يوې ژبي ويونکو له خوا د شعار يا منفي او کرکي وړ اقدام په شکل د بلي ژبي د ويونکو تورنول او يا حتی ورڅخه کرکه کول دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۴مه نېټه

ماخذونه:
- Janet Holmes & Nick Wilson, An Introduction to Sociolinguistics, 2017 Routledge
- Peter K. Austin, The Cambridge Handbook of Endangered Languages, 2012 Cambridge University Press
- Joshua Fishman, Reversing language shift: Theoretical and empirical foundations of assistance to threatened languages, 1994 Cambridge University Press
- Peter Sander, 101 Things Everyone Should Know About Economics: From Securities And Derivatives To Interest Rates And Hedge Funds, The Basics Of Economics And What They Mean For You, 2014 Adams Media
- Safia Haleem, Pathans in India, Safiahaleem dot com, Date of visit June 13 2021


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ