ليکونکی: محمد نعيم آزاد
لومړۍ برخه:
دا سپيناوی اړين بولم، چي د ژبي د ګړدود او ليکدود په اړه به کومه کره او پخه ليکنه د ژبپوهني (لسانياتوPhilology ) په وړتيا (قابليت) لرلو سره کوم ژبپوه (Philologist) او يا لږ تر لږه د ژبي کوم استاد (Linguist/Language master) تر سره کوي او بيا په ځانګړي ډول د يوې ځانګړي ژبي "پښتو" په اړه دغه چاره په ښه توګه هغه څوک تر سره کولای شي، چي د پښتو ژبي او ادبياتو د ښې پوره او ژوري کتني يا مطالعې تومنه و لري، ولي ما ځکه دا کار ته زړه ښه کړ، چي د قامي، سياسي شخصيت " خان شهيد " د کردار په اړه په يوه ليکل شوي کتاب کي يې يوازي څه نا څه يادونه راته اړينه (ضروري) و ايسېدله/ و برېښېدله.
ژبه يوه ژوندۍ پديده او د قام مونډيز (بنيادي) ارزښت دی، چي قام پرې پېژندل کېږي، د ژبي پرمختګ د قامي پرمختګ څرګندويه وي.
د ژبي وجودي ماڼۍ پر دوو توکو لکه ګړدود او ليکدود باندي اډاڼه او بنياد لري، دا هغه مونډيزي ريښې دي، چي د ژبي ونه (درخته) د خپل وجود خړوبولو لپاره له ټولنيز ذهن څخه خپله تومنه (غذا) تر لاسه کوي، د پورتني سرليک په روڼا کي په کار ده، چي د ليکدود په اړه خبره وکړل شي، خو اړينه (ضروري) ده، چي تر ليکدود مخکي په ګړدود ځان و پوهوو او بيا د ليکدود په اړه پوهه تر لاسه کړل شي، ولي چي ګړدود د ژبي په پيدايښت کي تر ليکدود لومړی او ليکدود وروسته را منځته شوی دی، يعني انسان لومړی ګړېدلی اوخبري يې کړي دي، وروسته يې داړتيا پربنسټ ليک په کار اچولی دی.
ګړدود او ليکدود د ژبنۍ ماڼۍ دوې ستني دي، چي د "ګړ" مصدر ګړېدل، د خبرو کولو په مانا او د "دود" مصدر دودول د پلي کېدلو، ټاکلي لاري، ټاکلي چوکاټ او يا هم قانون په مانا دی، چي په يو ځای کېدلو "ګړدود" د خبرو کولو و ډَول ته ويل کېږي او همداسي ليکدود دی، چي د "ليک" مصدر ليکل او "دود" مخکي هم وړاندي شو، چي په يو ځای کېدلو "ليکدود" يې د ليکلو و ډول ته ويل کېږي.
دا باوري ده، چي هر څه د اړتيا پوره کولو لپاره تر سره کېږي، انسان له يو بل سره د پوهولو را پوهولو د اړتيا پوره کولو لپاره په ګړېدا يا خبرو پيل وکړ، چي وروسته يې په همداسي اړتيا د ليک لاره خپله کړې ده.
پوهان باوري دي، چي د انسانانو تر منځ د پوهولو او را پوهولو د ليک لومړۍ بڼه انځوريزه يا تصويري وه، مانا د مزري/ شېر، پسه/ ګډ او يا هم بل څه لپاره به يې د هغه بڼه يا شکل جوړاوه او يو بل ته به يې ښوده، چي د لرغونو مدنيتونو په پاتيشونو او آثارو کي يې نخښي نښانې موندل کېږي، خو له پرمختګ سره سم د خلکو شعور سوکه سوکه/ وروـ ورو وده وکړه او د انسانانو له خولو څخه و ايستل کېدونکو ږغونو يا مخرج ته ورته نخښي نښانې يې په ليک کي پيل کړې، لکه ږغونو ته ورته توري چي سماعي بلل کېږي، همداسي يې مخرجونو ته د ورته نخښو نښانو د ټاکنو هڅه وشوه او دې ته مېخي ليک يا مېخي خط ځکه و ويل شو، چي مېخ ته ورته وو، وروسته يې ورو/ ورو په وده کولو تر دې ځايه پوري ځان را رسولی دی، د اوسني ليکدود په لړ کي ارواښاد استاد عبدالحليم اثر د بابل در عهد قديم د ۵/۶ مخونو په حواله ليکي:
"د يونان د زوړ لاتيني خط نه د يورپ موجوده خطونه او بل خوا د زوړ رسمِ خط نه د مشرقي ملکونو لکه عرب، تيونس، مصر، سوډان، مراکش، عراق، پارس، افغانستان، پاکستان او هندوستان خطونه را وتلي دي."(۱)
تر مېخي ليک را وروسته د پښتو د ليکدود په اړه څېړونکی استاد عبدالحليم اثر يوه بله حواله داسي را اخلي:
"د پېښور د محمد يونس خان تاليف "د پښتنو تاريخ" نه يو روايت چي ماته را رسېدلی دی، وايي: چي د جاپان د شهنشاه مېکاډو په کتب خانه کښې د مهاتمابدهـ د مذهب يو کتاب دی، رسم الخط يې پالي يعني خروشتي دی او ژبه يې پښتو ده، غالباً د بلخ په شا او خوا کښې ليکل شوی دی." (۲)
خو د ارواښاد "اثر" له دې وړاندي شوي نظر سره ارواښاد استاد علامه عبدالشکور رشاد داسي اختلاف څرګندوي، چي پالي يوه ژبه ده، خو خروشتي رښتيا هم د يوه ليک نوم دی، ارواښاد علامه رشاد ليکي:
"د ښاغلي اثر په دغه ليکنه کي د ليک د يوه سسټم په توګه د پالي ذکر ماته د تامل وړ ښکاري، ځکه چي پالي (Pali) د يوې خاصي هندو آريايي ژبي نوم دی، د نوموړي "اثر" دَ را اخستل سوي وينا دا برخه چي "تر اسلام پخوا د پښتو خط خروشتي وو" څه اړخ لګوي، خروشتي رښتيا هم د يوه خط نوم دی." (۳)
استاد علامه د سدهيشور وَرما د تاليف ۵۵ مخ په يادونه سره زياتوي، چي په لغت کي "پالي" د کتاب متن ته وايي، وروسته وروسته دغه کلمه د متن د ژبي په مانا باب سوې ده.
د خروشتي ليکدود په اړه دروند استاد ارواښاد علامه رشاد د يو شمېر ماخذونو "A Hand Book of Gallery in The Peshawar Museum The Inscriptions "رہنمائےٹیکسلا" او " تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان" يوسفزی افغان"Ashoka د Smith تاليف"د پېښور د کتيبو رهنما مقدمه " د بېلا بېلو مخونو په باور دا خبره داسي ورپسې څرګندوي او ليکي، چي:
"په پښتونخوا کي د آمو له غاړي را نيولې تر سيستان، کندهار، ژوب، کورمي، پېښور، ټيکسلا، سوات، امب، باجوړ، هډه (ننګرهار) او وردګو پوري په هر ځای کي په دغه خروشتي ليک سره کښل سوي سيکې، لوښي او کتيبې پيدا سوي دي، چي د لندن په برټش ميوزيم کي د جوليان (۱۵A) لمبر ستوپې ليکني، د پېښور په ميوزيم کي ۱۱، ۲۱۲۴، ۲۸ لمبر کتيبې چي له جمال ګړي، خدوخېل او چارسدې څخه لاس ته راغلي دي، د خروشتي خط غوره نمونې شمېرلي کېږي، د پېښور په شهيباز ګړهـ او د هزارې په مانسهره کي د راجا آشوکا کتيبې هم په دغه ليک کښلي دي." (۴)
خو د اوسني ليکدود په اړه ارواښاد استاد اثر د مرآت الانساب په حواله زياتوي، چي د پښتو ژبي اوسنی ليکدود (رسمِ خط) د عربي ژبي پر نسخ ليک باندي جوړ دی او جوړوونکی يې د محمود غزنوي باچا وزير حسن ميمندي ګڼل کېږي، چي ورپسې لوی شمېر څېړونکو و دغه نظر ته د منلو ذهن او زړه لرلی دی، خو د "يوسفزي افغان" کتاب د مؤلف الله بخش يوسفي اختلاف ارواښاد علامه بابا داسي راښيي:
"د يوسفزي افغان د کتاب مولف ښاغلی الله بخش يوسفي غزنوي د خپل دغه کتاب د ۱۴۸ مخ په حاشيه کي د پښتو الفبې د مبدا په باب له احتياطه کار اخستی دی او کښلي يې دي:
"ويل کېږي، د پښتو دغه اوسنی اصلاح سوی رسم الخط د سلطان محمود غزنوي په زمانه کي شيخ ابوالفتح را ايستلی دی." (۵)
د پښتو په ليکدودي پړاوونو کي وروسته د پير روښان (بايزيد اورمړ) له خوا د څه تورو د رغوني (جوړښت) او يا هم زياتوالي خبره شوې ده او ورپسې د خوشال بابا د زنځيري ليک خبره راځي او ورپسې بيا د ارواښاد محمد ګل خان مومند او را وروسته يې د " خان شهيد " عبدالصمد خان د پښتو ژبي د ليکدود په اړه وړانديزونه دي.
څرګنده دي وي، چي له "پښتو ټولني کابل" څخه تر اوسه پوري نورو بېلا بېلو ادبي ټولنو هم په دې لړ کي د ځينو څېړنغونډو تر سره کولو هڅي او وَس کړی دی او د ژبپوهانو په ملاتړ سره يې څه پرېکړي کړي دي، چي تر لويه بريده پوري پلي شوي هم دي، خو يووالي ته اوس هم خبره نه ده رسېدلې او لا هم مزل پاتي دی...
د ليکدود په لړ کي د پورته يادو شوو وروستيو نومونو يادونه ښاغلی پوهاند عبدالغني خان غنو هم کوي او داسي ليکي:
"د پښتو د ليکدود موږ ويلای شو، چي په دې لړ کي په کړکېښ (تاريخ) کښې پنځه نومونه دي، چي پښتو ته يې خپل ليکدود ورکړی دی او يا يې په هغه کښې سمون راوړی دی، هغه پنځه ښاغلي دا دي: حسن ميوندي، بايزيد روښان، خوشحال خان بابا، محمد ګل خان مومند، بابائ پښتون خان شهيد." (۶)
هېره دي نه وي، چي ارواښاد قلندر مومند هم د پښتو ليکدود په لړ کي پر يوه ځانګړي ځای د داسي "هـ" پر کارولو ټينګار کړی دی.
د ليکدود او په ځانګړي ډول د پښتو ليکدود د زماني پړاوونو په اړه د پوهانو ليکوالانو تر وراشو او مباحثو وړاندي کولو وروسته به راشو، د خپل سرليک (د خان شهيد پښتو ليکدود ته يوه اجمالي يا سرسري کتنه) لوري ته چي نوموړي د ليکدود په اړه و ژبپوهانو ته د وړانديزونو په توګه څرګند کړي دي، خو په دې لړ کي تر اوسه پوري د کوم ژبپوه له خوا (چي د ژبي په بېلا بېلو څانګو کي لکه فونولوژي يا د ږغونو د جوړښت سريښته او نظام. مورفولوژي يا ويي پوهنه او يا هم د پښويي (ګرامر) سريښته او نظام او يا داسي کومه باوري علمي وړتيا ولري) په ليکلي ډول داسي ډاډمنوونکی ځواب ما نه دی ليدلی، چي ورکول شوی دي وي، په کار ده، د ژبپوهانو له خوا دا وراشې و څېړل شي.
د ژبي په اړه او په ځانګړي ډول د پښتو ژبي د ليکدود په اړه د خان شهيد کار او زيار زه د وړانديز په توګه ځکه يادوم او پاموم، چي دا يوه پوهنيزه او علمي رويه ده او خان شهيد يې پخپله هم يادونه کړې ده، چي ژبپوهان به په دې لړ کي نوره هم پاملرنه تر سره کړي، ولي په هره څانګه کي هيڅ کله يو پوه او عالم څوک تر هغو پوري پرېکنده خبره نه کوي، تر څو چي يې يوه کوټلې او ساينسي پايله نه وي لرلې، نو د پښتو ژبي د ليکدود په اړه د خان شهيد نظر د وړانديز په توګه دی...
وړانديز دا چي زه (آزاد) اوس د همدې ليکني له لاري د ژبپوهانو په مخ کي دا وړانديز کښېږدم، چي کوم توری د تګ، خوځښت په اړه و ويل شي او يا هم د تګ او خوځون استازيتوب کوي، نو په کار ده، چي په پښتو ژبه کي داسي توري په "ځ" و ليکل شي، نه په "ز" لکه ځانګو په زانګو. ځوږ په زوږ. ځګ په زګ. لړځېدل په لړزېدل. ګرځېدل په ګرزېدل او داسي نور... نو د داسي وړانديز په اړه په کار ده، چي د ژبپوهانو له خوا څېړنه او سپړنه تر سره شي او تر کره کېدا وروسته بيا يوه کليه و پامول شي، همداسي په کار ده، چي د ژبي په لړ کي د خان شهيد زيار او کار په ژبپوهنيزه وړتيا او علمي وس د ژبپوهانو له خوا په څېړنه او سپړنه تر سره کولو سره کره او يا هم ځواب کړل شي.
هېره دي نه وي، چي په دې لړ کي د شلمي پېړۍ د پنځوس په لسيزه کي څه نا څه وراشې (مباحث) پيل شوي وې او د خان شهيد له خوا د ليکدودي وړانديزونو په غبرګون کي په "ګلستان" مجله کوټه کي د مولوي عبدالخالق تارڼ، سلطان محمد صابر، ضياؤالدين لاجوري او محمد نواز خټک له خوا او په "اباسين" "لار" "رهبر""جمهوريت" پېښور مجلو کي د پښتو د ليکدود او ګړدود په اړه د محمد اکبر خان، طاهر بخاري، قلندر مومند او فضل حق شيدا له خوا څه نا څه غبرګون ښودل شوی وو، چي د خان شهيد له خوا يې ځوابونه هم و ويل شول او چاپ شوي هم دي، خو د څه لاملونو له کبله دغه لړۍ پرله پسې نه ده پالل شوې، کنې نو اختلافِ نظر او بيا د اختلاف پر ټکي باندي د خپلي پوهي تر بريده پوري بې له بند و باره، بې له توندوالي د لاسوندونو يا دلايلو په روڼا کي په غوړېدلي ذهن او زړه د وراشو (Discussions) تر سره کېدل د پرمختګ پوهنيزه او علمي لاره پرانيزي، که چېري دغه لړۍ همداسي د ژبپوهانو تر منځ پالل شوې وای او يا هم اوس و پالل شي، نو د ژبي د پرمختګ او ودي لاري يې څوک هم نه شي نيولای، په دې لړ کي د ځانله ژبپوهانو له لوري ډېر په زړه پوري کار شوی دی، لکه د ډاکټر پوهاند زيار، ډاکټر پالوال او نورو.
هو! د خان شهيد د ليکدود په اړه تر پورتنيو يادو شوو وراشو يا مباحثو وروسته په اولس کي يوازي څه نا څه ګنګوسې شته، چي د ځينو داسي لوستونکو له خوا (چي مورنۍ ژبه يې پښتو، د مذهب او مذهبي لوست ژبه يې عربي، پارسي او د عصري زدکړو ژبه يې اردو او انګرېزي وي) د غبرګون په توګه اورېدل کېږي او غبرګون هم داسي چي دغه ليکدود ګران او موږ يې نه شو ويلای يا لوستلای، له همداسي خلکو څخه د پښتو ژبي په اړه هم دا خبره اورېدل کېږي، چي پښتو ژبه ګرانه ده او موږ يې نه شو لوستلای، ولي په دې لړ کي په همدې يادو پښتنو کي داسي ډېر لږ شمېر کسان شته، چي و اولس ته د خپلي ژبي د ګرانښت د لاملونو او خنډونو په اړه هم فکر وکړي او په هڅو (کوښښ) تر سره کولو سره يې د هوارولو لام و تړي.
څرګنده دي وي، چي د نړۍ هيڅ يوه ژبه داسي نشته، چي ټولمنلی او يا هم په ټوليزه توګه دي د ليکدود د يووالي ارزښت په برخه و لري، البته د يووالي لوري ته يې لږ او ډېر پرمختګ کړی دی او دا هم ويل کېږي، چي د انګرېزي ژبي مخور ليکوال برنارډ شا خپله ټوله شتمني د همدې لپاره ځانګړې کړې ده، چي د ژبي دغه وړتيا پر ځای کړي.
داسي ښکاري چي ډېري پرمختللي ژبي يوه، دوې، درې به د ليکدود يووالي ته څه نا څه ور نژدې شوي وي، خو دا هغه ژبي کېدلای شي، چي قام يې تر بېلا بېلو پوهنيزو پړاوونو په وتلو يا تېرېدلو سره د علم او پوهي و داسي اوج ته رسېدلی وي او د ژبي يې دومره پوهنيزه/ علمي وړتيا او ارزښت په برخه شوی وي، چي د خپلو ټولنيزو هر اړخيزه اړتياوو پر پوره کولو سربېره د نورو ټولنو د اړتياوو د پوره کولو وړ هم وي، د پنځ/ ايجاد/ اختراع پر وزرونو باندي يې د نړۍ هري ګوښې ته ځان رسولی وي او اولسونه يې ويلو، لوستلو ته اړ او مجبور پاته وي، لکه په اوس مهال کي انګريزي او داسي نوري پرمختللي ژبي چي د طب، ساينس، ټکنالوژي او نورو علومو ژبي دي.
د داسي پرمختللو ژبو و شاته پوهنيزه وړتيا لرونکي قامونه ولاړ وي، چي ژبه يې په خپل زمان او مکان کي پر خپل وخت د قامي ژوند او پرمختګ لپاره بنسټيز ارزښت پامولې وي، د ژبي په علمي کولو او پوهنيزه وړتيا تر لاسه کولو يې د کورنيو او بهرنيو (داخلي او خارجي) ارزښتونو په پاللو سره تر داسي پړاوونو پوري لاره وهلې او د پرمختګ اوج ته رسېدلي وي او لا هم لګيا دي، چي مخ ته ولاړ شي.
د کورنيو او بهرنيو ارزښتونو په باور ويلای شو، چي په کورنيو ارزښتونو کي ژبه د قام مونډيز (بنيادي) ارزښت دی، د ژبي ودانېدل قام ودانوي. د بېلګي په توګه د يوې وني (درختي) ريښې "چي څومره پياوړي وي" هومره به ونه پياوړې وي. نو ژبه هم د قام لپاره داسي وړتيا لرونکې پديده ده، ژبه چي څومره علمي او پوهنيزه وړتيا و لري؛ هغومره به يې قام پر پښو ولاړ او پياوړی وي، خو د داسي قامونو ژبي (په ځانګړي ډول پښتانه) "چي د ژوندانه په لومړيو پړاوونو کي پاته وي" د خپل قام ژوندنۍ اړتياوي نه شي پوره کولای، ولي چي هغوی ژبي ته د مونډيز ارزښت په سترګه نه وي کتلي او نه په دې ست وي، چي د ژبي په علمي کېدا او وړتيا سره ټولنه ودانېږي، د ژبني پرمختګ هڅي يې په بېلا بېلو پلمو له ځنډ او خنډ سره مخامخ وي، اولس يې د ژبي په ارزښت ناخبره وي، د خپلي ژبي ارزښت يې په اولس کي د مذهبي ژبي په وړاندي ټيټ وي، د علمي ژبي په وړاندي يې د ارزښت لوړېدا ته لاري نه پرانستل کېږي، د قبيلوي ګړدودونو (لهجو) په دام کي ښکېل پاته وي او ګړدودونه يې د ژبي په اړتيا پوره کولو سره د غوړېدا پر ځای د کرکو او نفرتونو لامل وي، آن چي له ادب سره تړاو لرونکي داسي ليکوال هم لري، چي د ژبي ادبي شتمني "بېلا بېل ژانرونه" هم د قبيلو له نومونو سره تړل غواړي او په داسي کولو يې ذهن او زړه قرار مومي، ژبه يې د ګاونډيو او نړيوالو علمي وړتيا لرونکو ژبو د بريدونو او تهاجم تر څپو لاندي وي او پردې ټولو بې غوريو سربېره يې ټولنه د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره مقابل ژبي اړتيا هم و لري او د هغوی له خوا په ګواښلو د مرګ له اندېښنې سره مخامخ وي، مانا دا چي علمي وړتيا نه و لري، د طب ژبه نه وي، د ساينس او ټيکنالوژي ژبه نه وي، د ټولنيزو ستونزو د هوارولو لپاره د خپلو وسايلو او شتمنيو په کار اچول يې په وس کي نه وي، ذهنونه يې فلج او ګوزڼ پاته وي، د پنځ/ ايجاد يا اختراع تصور هم نه شي کولای او د پرمختګ له هر ساينسي پنځ/ ايجاد لکه ريډيو، ملفون او نورو سره لس، شل کاله بېځايه د عقيدې ساتلو په پلمه د مزاحمت کولو ذهنيت هم وي، د عصري زدکړو په لاره کي يې عقيده، غربت، زياتوب لکه غر ولاړ وي او داسي نور نور...
نو د داسي قامونو د ژبو ګړدودي او ليکدودي يووالي ته ډېر لوی مزل او پړاوونه پاته وي، چي له قبيلويت څخه په وتلو به قوميت ته لاره وهي او له ګړدودونو څخه به د ژبي لپاره په وړ کار اخستلو د امتزاج او يووالي لوري ته مزل کوي، په علمي او منطقي روزنه سره به د يادو خنډونو د هوارولو ټولنيز ذهن او زړه را منځته کېږي او وروسته به د علمي ذهن او زړه په لرلو سره د ژبي پوهنيز ارزښت تر لاسه کوي...
د کورنيو يا داخلي ارزښتونو په څنګ کي به د قام سياسي واک او پوهه د خپلي جغرافيه، شتمنيو، کانونو، اوبو او نورو وسايلو په اړه پوره خبرتيا او پوهه لري او په همدې ارزښت به د نړيوال چاپېريال په شاليد او يا تناظر کي د بهرنيو يا خارجي ارزښتونو په ساتلو د خپل تشخص، قامي ګټو په ساتنه کي بريا په برخه لري او له هغوی سره به د پوهي او غوړېدلي ذهن په توان د ګډو ګټو د ساتلو تومني د اولس په ذهنونو کي تبارز او ځای نيولی وي، جذبات به يې د قامي ودانۍ لپاره چمتو وي او دا هر څه درناوی په علم/ پوهه او سياسي واک سره تر سره کېږي، چي د همداسي ارمان په لرلو سره خان شهيد او نورو مخورو د خپلي قامي ژبي "پښتو" او قام "پښتانه" د علمي توان تر لاسه کولو او په علم او پوهه سره د ټولني د هر ډول اړتياوو پوره کولو ذهن او زړه درلودی او د همدې وړتيا تر لاسه کولو او د قامي ودانۍ د ارمان پوره کولو لپاره يې علمي او سياسي هلي ځلي تر سره کړي دي.
مخکي مو هم يادونه کړې وه، چي اړتياوي لاري پرانيزي او هر څه د اړتيا پر بنسټ تر سره کېږي، خان شهيد د خپلي ټولني او ژبي و اړتياوو ته په کتلو سره د خپل تر سره شوي کردار ذهن او زړه لرلی دی.
خبره له خپلي سکالو (موضوع) "د ژبي ليکدود" څخه پر ټولنيز فکر باندي د نيوکي او سياست ډګر ته و وتله، خو د خپل سرليک لوري ته به راشو... مخکي مو هم يادونه وکړه، چي خان شهيد د ليکدود په اړه دغه اړتيا پامولې يا احساس کړې ده، نو يې خپله هڅه او وړانديزونه را منځ ته کړي او وړاندي کړي دي.
پوښتنه را منځته کېږي، چي آيا! زموږ ابېتې/ ابېڅې (حروف تهجي) اوس هم زموږ د تلفظ د ادايني اړتياوي پوره کولای شي او که نه... ؟ څرګنده ده، چي غبرګون يا ځواب به يې په "نه" سره وي، نو ځکه له ژبي او قامي پرمختګ سره مينه لرونکي پوهان پر خپل وخت د دغه مونډيزي اړتيا د هوارولو هڅاند ذهن او زړه لري، مانا دا چي مخ نه ځنې اړوي، د ليک د ارزښت په اړه ژبپوه استاد پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار داسي ليکي:
"په نړيوال کلتوري ډګر کي يوازي هم هغه ژبي بريالۍ شوي دي، چي يا يې مخکي له مخکي يو غوره ښکارندويه ليک درلود او يا خو پکي لکه ترکي غوندي وروسته بدلون او سمون راوړل شوی دی. د يوه غوره او منطقي ليکني سسټم ځانګړتياوي دا دي، چي د اړوندي ژبي د بېلا بېلو سمبولونو "غږونو/ ږغونو" لپاره بېلا بېل سمبولونه "توري" و لري او د توپير او نه ګډون پر بنسټ او آر ولاړ وي، چي داسي يو ليکنی يا الفبايي سسټم ته فونيميک يا غږيز ليک ويل کېږي، يو په زړه پوري فونيميک ليک بيا دا دی، چي تر وسي پوري ساده او ليکل او يو له بله يو ځای کول، يادول او زده کول يې آسان وي، آن د ټايپ/ چاپ او نورو تخنيکي وسيلو په پام کي له نيولو سره..." (۷)
د ليکدود په اړه د ژبپوه پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار پورتنۍ خبري او د ليکدود په اړه د خان شهيد وړانديزونه بېخي ورته والی لري، خو دومره توپير شته، چي د پوهاند زيار وړانديز دا دی، چي دغه ستونزه او ژبنۍ ربړي په رښتينې توګه په لاتين ليکدود هوارېدلای شي او خان شهيد په همدې عربي ليکدود کي د سمون په نيامت د هڅو تر سره کولو ذهن او زړه لرلی دی، خو خان شهيد پر دې سربېره دا هم ويلي دي، چي که ټول قام لوستی شي او د ژبي په ارزښت او وړتيا وپوهېږي، نو بيا هم هر ډول بدلون تر سره کېدلای شي. همدا د هڅو هغه پرله پسېوالی او تسلسل دی، چي تر هوارېدلو پوري به له ژبي او قامي پرمختګ سره د ميني لرونکو په ذهنونو کي ځای لري. د پښتو د ودي او پرمختګ په لړ کي استاد زيار په باوري توګه وايي، چي پښتو يوازي په يوازينۍ بڼه پرمختګ کولای شي، مانا دا چي تر څو يې ليکنۍ بڼه يو ډول شوې نه وي، تر هغو پوري به يې د پرمختګ په لاره کي خنډ او ځنډ پاته وي، په دې لړ کي يو ځای ليکي:
"د پښتو د پرمختګ لپاره ټولي هلي ځلي تر هغه وخته بې ګټي او ناکامي دي، چي تر څو يې يوه ګډه (ليکنۍ) معياري بڼه په ځانخبري او تړوني ډول ټاکل شوې او را منځته شوې نه وي، تر هغې به يې نه روزنه او وده سنباله شي، نه به يې پراختيا او دودتيا کېدون و لري، نه به يې د سپېڅلي پاتېدو ډاډ تر لاسه شي، نه به يې د سپېڅلتيا (سمي او ناسمي) پوله او بريد جوت شي، نه به په منلې توګه بشپړتيا او پياوړتيا و مومي، نه به يې د الفبايي او ليکني سمون هڅه او هاند کوم ځای ته و رسي او تر ټولو وروسته نه به يې د علمي کېدني او کلتوري کېدني ستره هيله تر سره شي." (۸)
د ژبي د پوهنيزي وړتيا تر لاسه کولو او يا هم علمي کېدا په لړ کي که موږ د خان شهيد وړانديز په ژورليد سره و څارو، نو پوهېږو، چي خان شهيد همدغه پوهنيز او علمي نظر درلودی، د يوه ليکدود په ارزښت باندي خبر څوک وو او په دې اړه يې د ويړ او پراخ نظر په لرلو هيله درلوده، چي تر څه پړاوونو په ورتېرېدلو به پښتانه لاسرسی ورته و لري، خو وخت به نيسي، نوموړی داسي ليکي:
"زما په ګمان دا کار نن د سره کېدای نه سي، د تيرا يو اپريدی چي نه يې کندهار ليدلی دی او نه سوات، هغه د هغو په ژبه څنګه ږغېدای سي او څه راز څه پکښې ليکلای سي؟ دا جوړه خو هله کېدای سي، چي د پښتونستان خپل واکه ولات (صوبه) جوړ سي او پښتو سرکاري ژبه سي، د ولات (صوبې) په ټولو ښوونځو (مدارس) کي د پښتو زدکړه په تړون (لازمي) سي، نو د لوستو د پاړکو (کتب) د جوړولو پر وخت به سرکار د ټولي پښتونخوا د ژبپوهانو (اديبانو) يوه لويه جرګه را غواړي او په ټولو به د يوې تپې ژبه خوښوي، چي په ټول ولات کي لوست يو شان ته او ډېر سي، چي داسي وخت راسي او هيله ده، ژر به راسي، چي پښتون قام خپل د ژبي ولات (صوبه) او ښووني (تعليم) واک پيدا کړي، نو به د زدکړي او ليک ژبه يوه کېږي." (۹)
استاد زيار د ژبي د ودي او پرمختګ د ارمان په اړه زباتوي، چي دا هغه ژبنۍ اړتيا او غوښتنه ده، چي مونډ يې موږ د غلام محی الدين افغان په هڅتابه (ادبي پيلامه/ کوښښ) کي وينو، چي تر پېړۍ زيات وخت مخکي يې د دې اړتيا پامولې او په دې لړ کي يې د هڅو پيل کړی وو.
لومړی په کار دی؛ د ليکدود په اړه د خان شهيد وړانديزونه (تجاويز) و پاموو او وړانديزونه يې ځکه بولو، چي خان شهيد پخپله هم د علمي تګلاري (اصول) په پاللو سره وايي، چي د پښتو په اړه چي مي کومي خبري له ډېره وخته پر زړه ګرځېدې؛ هغه به ستاسي و مخ ته وړاندي کړم، ګوندي په تاسي کي ځيني داسي شاځلمي او پوهان پيدا سي، چي د ژبي د ودي تر دې نوري زياتي ګټمېره لاري پيدا کړي.
او دا هم زياتوي، چي ګوندي په دې ګټمېره کار کي د پښتون قام د سبا (مستقبل) و کار ته او د راتلونکو پېړو پښتو شاګردانو و اساني ته د ښاغلو پوهانو او غښتلو زلمو څه نور زيات پام سي... يا دا چي نوموړي د پوهانو پام دې ته را اړولی دی، چي په پښتو کي د دې بَندو (خنډونو) تاوان او ګراني و وړو او نوو شاګردانو ته پېښېږي، ښاغلي پوهان دي د هغو په سترګه ورته و ګوري، نه چي د اوسنو لوستو په سترګه چي په سلو کي يو يا دوه تنه دي او د خواريو وخت باندي تېر سوی دی، دوی دي خپل وړوکوالی او د ښوونځي شپې ور په ياد کړي، د دې خبرو و شاته د خان شهيد د زړه ارمان دا وو، چي:
"دا د يوې غونډي کار نه دی، د دې د پاره به هر پښتون ځان او په نورو اولسي ډلو کي کار کوي، زيار به کاږي، نو هله به و سر ته رسېږي، دلته موږ خالي دا کولای سو، چي خپله ژبه داسي سپېڅلې او اسانه جوړه کړو، چي هر کله چي هغه وخت راسي، نو ژبه د هري خوا د دې وړ وي، چي هغه د يو خپلواکه اولس د سرکار، اخبار، ښوونځو، (سکولز) پوهنځو (کالجز) او پوهنتون (يونيورسټي) ژبه سي." (۱۰)
خان شهيد په پښتو ليکدود کي په وړانديز کولو سره غوښتنه کړې ده، چي يوه داسي تګلاره و ټاکل شي، چي په هغه کي د پښتو لوستونکو لپاره اساني وي او په ليکلې پښتو باندي و پوهېږي، څرګنده ده، چي په ليکلې پښتو کي داسي ستونزي شته، چي د لوستونکو لپاره د خنډ او نه پوهېدا لامل کېږي، لکه موږ مخکي هم يادونه وکړه، هغه داسي چي لوی شمېر سره ورته (ملتبس) او په يوه جامه توري شته، چي موږ يې توپير نه شو کولای، آن چي په جملو کي يې هم کله نا کله توپير نه شي کېدلای، خان شهيد هم دغه ستونزو ته په پاملرنه د پښتو ليک لپاره خپل وړانديزونه داسي کړي دي، چي:
"په دې نوي خت (خط) کي نوي ټکي (حروف) دا دي:
پېښ: (ضمه) لکۍ لرونکی ـ وـ لکه د لور- تول- نور (روڼا) لپاره
اوږد واو: (واو مجهول) غړوندی لرونکی وــ د لور، ټول، نور لپاره
اوږده ے (يايې مجهول) ــ غړوندی لرونکې ے لکه دې، ځې، وې لپاره
زور: د "ز" په ساکن (فتحه) ــ ه لکه تېره، کوټه، پټه لپاره
هـ د غړوندي لرونکي ے په ګډون ليکل کېږي (ها) ــ هـ د تېرهـ ، کوټهـ، پټهـ لپاره" (۱۱)
لومړی د اوږد "و" او پېښ (ضمه) په کارېدونکو ځايونو کي چي خان شهيد د توپير کولو لپاره کومي نخښي خوښي کړي دي، چي اوږد "و" ته يې لاندي غړوندی/ وړغندی ور اچولی دی او د "کور" "لور" "زور" "مور" غوندي توري په ښه ډاډمنه توګه و لوستونکي ته څرګندوي، ورپسې د پېښ لپاره په "و" کي د "واو" په لاندي برخه کي د ښځينه "ۍ" د بېلتون لپاره د ور اچول شوي لکۍ په څېر کرښه ور اچوي، چي د لور، (دختر) سور (رنګ) چور (غلا) غوندي يو شمېر توري له اوږد "و" لرونکو تورو څخه په ښه ډول بېلوي، زه فکر کوم، چي په پښتو ليکدړه يا کي بورډ کي د دې شتون (موجودګي) بېخي اړين (ضروري) دی، چي په ليک کي به د ورته يا ملتبس تورو د بېلتانه لپاره و هر پښتو ليکونکي ته ګټمن او په زړه پوري و ايسېږي.
په پښتو ليکدود کي د "واو" پر ارزښت د خان شهيد پر وړاندي شوې وراشه/ بحث سربېره يو شمېر نورو څېړونکو او ژبپوهانو هم ياده کړې او څېړلې ده، چي په هغوی کي په ځانګړي ډول د "واوونو" او معدوله واو په لړ کي يوه څېړنه ښاغلي څېړونکي استاد حبيب الله رفيع تر سره کړې او د پوره کتاب په بڼه يې وړاندي کړې ده، نوموړی څېړونکی په پښتو کي د "واو" ډولونه څلور يادوي او داسي يې را ښيي:
"د "و" مورفيم په ژبپوهنه کي له ډېرو اړخونو څېړل کېږي، د الوفونو له مخې واو څلور ډولونه لري: ۱: بې واکه واو. ۲: مجهول واو. ۳: معروف واو. ۴: معدوله واو." (۱۲)
وروسته را ښيي، چي بې واکه واو د نورو بې واکه ږغونو/ غږونو غوندي د خپلواکو ږغونو/ غږونو په مرسته لکه په ولور، وار، لو، واوره، يو او...
د مجهول يا اوږد "واو" او معروف يا پېښ لرونکي "واو" په اړه مخکي يادونه وشوه، لکه اوږد "واو" په لور، ټول، نور کي او پېښ لرونکی "واو" په لور- تول- نور (روڼا) تورو کي څرګند دی او معدوله "واو" په خوښ، خوند، خواړه، خواږه، پښتونخوا، ځانخوښی او داسي نورو تورو کي چي نوموړي يې پوره قاموس وړاندي کړی دی، د معدوله واو په همدې څېړنه کي ښاغلی څېړونکی استاد رفيع داسي ليکي:
"دا هم د يادولو ده، چي مجهول واو ته يو وخت د ويرګول/ کامې (،) نخښه ورکول کېده، خان عبدالصمد خان (خان شهيد) د "و" (د پای په برخه کي غړوندی/ وړغندی لرونکې بڼه) ليکه او په پېښور کي يې يوه ټولنه د (ؤ) په بڼه ليکي، همدا راز معروف واو ته په پېښور کي د پاسه پېښ ورکول کېږي، چي د باړه ګلۍ په وروستيو پرېکړو کي يې هم يادونه شوې ده، چي معروف واو ته پېښ ورکړل شي."(۱۳)
د ژبپوهني په لړ کي ليکوال استاد حبيب الله رفيع د خان شهيد نوم اخلي او په اړه يې خپل نظر داسي وړاندي کړی دی، چي:
"ارواښاد خان عبدالصمد خان اڅکزي ګڼ اړخيز شخصيت درلود، دی پر يوه وخت د اولس خان، د خلکو رهبر او سياسي ليډر وو او ورسره د پښتو او اردو ژبو ليکوال، پياوړی ژباړن، د پښتو ژبي او ليکدود تيوريسن او نوښتګر وو، د دې تر څنګ ښه ژورنالست او د ملي ژورناليزم هڅوونکی او پالونکی وو."(۱۴)
تيوريسن د استادانه نظر لرونکي په مانا چي خان شهيد د پښتو ژبي او ليکدود په اړه يو نظر استادانه درلود او هم يې وړاندي کړی دی، همدې ته ورته نظر د نوموړي ليکوال ارواښاد استاد ابراهيم عطايي دی، چي د خان شهيد د پوهنيزي وړتيا (علمي قابليت) په اړه ليکي:
" خان شهيد يو د زړه ډک، بامقاومت، روک ګويه (رښتيا ويونکی) سياسي رهبر وو، دی نه يوازي د سياست په سير او پودينه آګاه وو؛ بلکې په عين زمان کي يو عالم او ژبپوه پوهاند هم وو، د ده څخه نه يوازي په سياسي صحنه کي د رښتيانۍ رهبري د لارښووني تعليمات په ميراث پاته دي؛ بلکې د علمي څېړنو آثار او علمي ترجمې يې هم په ميراث پرې ايښي دي." (۱۵)
دويم وړانديز د اوږدې "ې" دی، چي خان شهيد د مخکينۍ دود ے په وروستۍ برخه کي د غړوندي/ وړغندي زياتوالی پسې کوي او په داسي بڼه ليکل کېږي، چي قلم به روان او له چغدي يا کاغذ څخه د پورته کېدلو اړتيا نه لري، خو اوس په داسي بڼه "ې" ليکل کېږي او دا بڼه يې د خان شهيد تر وړانديز وروسته ټاکل شوې ده، له دې څخه هم جوتېږي، چي په ليک کي يې د ټاکني اړتيا مخکي هم وه، چي نوموړي يې وړانديز کړی وو، خو د اوسنۍ ټاکلي بڼي او د خان شهيد د ټاکل شوي بڼي توپير دا دی، چي په دې ټاکل شوې بڼه کي به د دوو لوړ او ځوړ ټکو ورکولو لپاره قلم پورته کېږي او د خان شهيد په ټاکلې بڼه کي دا اساني وه، چي قلم به روان پاتېدی... او په دې کي يوه بله ستونزه هم هوارېدلای شوه، لکه نن چي هم شتون لري او د بر ليکوال يې د "جمع" په دليل وړاندي کولو سره اوږده "ې" ليکي، خو د لوېديځ ليکوال يې په څرګنده يا معروفه ي سره ليکي، لکه ښځې/ ښځي او يا هم داسي نور نور... مانا دا چي په پښتو ليکدود کي د اوږدې "ې" پر دوه ځايه کارېدلو له کبله اوس هم بېلتون شته.
په ليکدود کي د خان شهيد بل وړانديز د زور (فتحه) دی، چي دا هم د تورو د ورته والي (التباس) د بېلتانه لپاره بېخي اړين (ضروري) برېښي، ولي موږ (له پښتو ليک سره آشنا خلک) پوهېږو، چي دغه ورته والی يا التباس لوستونکي تېر ايستلای شي، لکه په کوټه (د پښتنو د څلورم منځي/ مرکز – ښار کوټه) او کوټهـ (د مېلمنو د ناستي خونه/ مېلمستون) او يا تېره او تېرهـ چي موږ وايو، هغه (ښځه) تېره شوه او هغه (چاړه) تېرهـ شوه، نو که دواړي يو ډول و ليکل شي، ورته والی يا التباس يې لوستونکي تېر ايستلای شي او د واړه (کوشني/ کوچني) لوستونکي په ذهن کي خو بېخي ګډوډي را منځته کوي.
نو په دې اړه هم ژبپوهان ليکوال او په ځانګړي ډول د ژبي په ږغيزه (فونيميک) برخه کي پوهنيزه وړتيا (قابليت/ مهارت) لرونکي کولای شي، چي د ليک په ليکدړه (کي بورډ) کي يې د شتون وړانديز وکړي او کېدای شي، چي په داسي راتلونکي وخت کي يې اړتيا نوره هم زياته شي، هغه د خان شهيد د ارمان خبره "چي پښتو د پښتنو د هر اړخيزه اړتياوو پوره کولو واکمنه ژبه شي."
د ليکدود يو کولو په اړه که موږ د خان شهيد د تر سره شوو هڅو و شاته د هغه نفسيات په ژورليد سره و څارو، نو تر هغو ارمانونو پوري ځان رسولای شو، چي د دې تر سره شوو هڅو و شاته کارينده او نوموړي ته يې داسي ذهن او زړه ورکړی وو، نوموړی وايي، په کار ده، چي:
"زموږ ژبه او د ژبي ليکدود دومره وينځلی او اسانه وي، چي په هغه کي د ليک چاپ (لېتهو) ټاپې (پرنټنګ) او ټاپ (ټايپ رايټر) هغه ټولي اسانۍ وي، چي د نن ورځي د يوه اولس او سرکار د کار د پاره په کار وي او ګمان مي دی، چي د ټپې (ټايپ) او ليک چاپ (لېتهو) په هکله به دوې لاري د هيچا په زړه کي نه وي، ولي دا څرګنده خبره ده، چي د نن سبا د لوستو او ليکلو کار بې ټپې په بل څه پوره کيدلای نه سي او د پښتو خط اوس هم و ټپه ته ډېر نژدې دی، نو و موږ ته به دا څيز نابلده هم ايسي، هسي هم د کابل پښتو ټولني په تېرو څو کلو کي د پښتو يوه لويه برخه د ټپې د لوستو سره ولده کړې ده. (۱۶)
زه نه غواړم، چي په دې لړ کي خبره نوره ورپسې اوږده کړم، ولي چي پورتنۍ سکالو (موضوع) که چېري په بشپړه ډول او يا لږ تر لږه په پوره يادونه سره هم و څېړل شي، نو يو خو به زما تر وس وځي او بل د ژبي سکالو داسي اسانه او د کتابونو په را ټولولو، لوستلو او له هغوی څخه د سرچينو په موندلو د تر سره کېدلو هم نه ده، ځکه چي د ژبي سکالو او په ژبه کي د هر اړخيزه پوهنيزي وړتيا خبره ما مخکي هم کړې وه، چي ډېره پېچلې او د کتابونو په ټوکونو ټوکونو ليک ته اړتيا لري او په پښتو کي هم په دې لړ کي (په تېره سل کلنه دوره کي) په سلګونو کتابونه و دې سکالو ته ځانګړي شوي او نوموړو ژبپوهانو استادانو کار ورباندي کړی دی او تر دې مخکي هم د پښتو د پښويي يا ګرايمر په لړ کي بهرنيو/ پرديو ليکوالانو هم د کار کولو پوره وس کړی دی، چي د ټولو تر سره شوی کار او د نومونو يادونه يې د دې ليکني تر وس وتلې خبره ده، خو د پښتو ليکدود په لړ کي به دومره و وايم، چي نن که نه وي، د سبا ژبپوهان کېدای شي، د "واو" او "هـ" د نخښو په لړ کي د خان شهيد و ټاکلو نخښو ته زړه ښه کړي او په ليکدړه کي يې د ځايولو ملاتړ او توصيه وکړي.
د ليکدود په برخه کي د خان شهيد يو بل وړانديز دا وو، چي څه رنګه وايو، هغسي په کار دی و ليکو، مانا دا چي د توري اداينه (Pronunciation) څنګه کوو، هغسي يې بايد و ليکو، له خان شهيد سره تر ټولو زيات اختلاف په دې برخه کي شوی دی او په دې لړ کي لوی شمېر پښتنو ليکوالو خان شهيد ته ځواب ليکلی/ څه نا څه اختلاف يې ورسره ايښی او څرګند کړی دی، په همدې لړ کي د شلمي پېړۍ د پنځوس په لسيزه کي ښاغلي ليکوال محمد اکبر خپل نظر داسي څرګند کړی وو، چي د بېلو بېلو تپو ويناوي پرېښوول په کار دي او په دوی کي يوه وينا د لوستو او ليک د پاره غوره کول په کار ده، زما (آزاد) په خيال له وينا څخه مراد ګړدود دی او د ليکوال له دې نظر ورکولو څخه مراد دا دی، چي د يوې تپې/ څنډي يا قبيلې ګړدود دي د لوست او ليک لپاره خپل کړل شي، د داسي نظر په لوستلو سره زه له دې اندېښنې سره مخامخ شوم، چي په داسي توګه که بېلا بېلي قبيلې نه وي، نو د لوېديځ (کندهاري) او ختيځ (پېښوري) او هم منځني ګړدود تر منځ خو به هرو مرو د بېلتانه کرښي را کښل کېږي او هر ګړدود ويونکي به د خپل ګړدود د وړتيا او معياري کېدا بابولالي وايي او دا به د پښتو او پښتنو تر منځ د بېلتانه لامل ګرځي، بله اندېښنه دا چي په داسي توګه به ژبه په ګړدودونو (لهجو) پسې شي او د ګړدودونو ژبه به وي، ګړدودونه به د ژبي نه وي، نو ګړدودونه خو د اولسونو په خولو کي وي او د اولسونو په خولو کي خو ژبه نه سمېږي، نه خپل ګړدود څوک پرېښوولای شي، ټولمنلې خبره خو دا ده (چي ګړدودونه يا لهجې د ژبي شتمني (مال) وي او هره ژبه بېلا بېل ګړدودونه لري، چي هم يې د ښايست او رنګارنګۍ لامل وي او هم په بېلا بېلو ګړدودونو کي د ژبي ډېره درنه شتمني خوندي وي، چي د ژبي اړتياوي پوره کولای شي، ځکه خو مخنيو ژبپوهانو استادانو لکه استاد علامه حبيبي، استاد علامه رشاد او نورو به دا ټينګار کاوه، چي تاسو لومړی پر ګړدودونو باندي کار وکړی او را ټول يې کړی، که بيا هم ژبي اړتيا درلودله، نو يې د نوو تورو (نيولوجيزم) په وړتيا پوره کړی او يا بيا د نورو ژبو توري په کار واچوی. د هري ژبي د ليک ژبه يوه وي او يا يووالي ته لاره وهي، پښتو هم د نورو ژبو په څېر يوازي او يوازي په ليک کي يووالي ته لاره و هلای شي او دا کار کېدونی هم دی، بلکې ليک هم په ګړدود پسې نه ځي، ګړدود په ليک پسې ځي، خو خان شهيد دا خبره په هغه وخت کي داسي ځواب کړې ده، ليکي:
"زما په ګومان دا کار نن د سره کېدای نه سي، د تيراه يو اپريدی چي نه يې کندهار ليدلی دی او نه سوات، هغه د هغو په ژبه څنګه ږغېدای سي او څه راز څه پکښې ليکلای سي؟ دا جوړه خو هله کېدای سي، چي د پښتونستان خپلواکه ولات جوړ سي او پښتو سرکاري ژبه سي، د ټول ولات (صوبو) په ټولو ښوونځو (مدارس) کي د پښتو زدکړه په تړون لازمي سي، نو د لوستو د پاړکو (کتب) جوړولو پر وخت به سرکار د ټولي پښتونخوا د ژبپوهانو (اديبانو) يوه لويه جرګه را غواړي او په ټولو به د يوې تپې ژبه خوښوي، چي په ټول ولات (صوبه) کي به لوست يو شان او ډېر سي." (۱۷)
د ليکدود په اړه داسي يو شمېر نور وړانديزونه دي، چي خان شهيد په ښه ډاډه او پوړه (ډاډمن) زړه ورباندي ږغېدلی دی او تر خپله وسه او پوهي پوري يې نژدې د ابېتې يا ابېڅې پر لوی شمېر ټکو باندي په بېلا بېلو بېلګو وړاندي کولو سره د زړه خبره د ژبپوهانو په وړاندي ايښې ده، چي دغه ليکنه يې د هر اړخيزه وراشو يا مباحثو څېړلو توان نه لري، نو ځکه د پښتو ليکدود په اړه پر همدومره وړانديزونو باندي بسنه کوو او تر نورو برخو يې تېرېږو، څرګنده دي وي، چي په دې لړ کي له دې سرسري يادوني څخه مرام هم يوازي د څېړونکو پاملرنه وه، چي په سرليک کي يې هم يادونه شوې ده. خو د ليکدود په څنګ کي چي د پښتو ژبي د سوچه توب په اړه خان شهيد کوم نظر او وړانديزونه کړي دي، د هغه په غبرګون کي هم لوی شمېر ليکوالانو د خپلو نظرونو په وړاندي کولو سره غبرګون ورکړی دی او په همدې ليکنه کي يې د ځينو سرچينو يا منابعو يادونه مخکي هم شوې ده، لکه "ګلستان" مجله کوټه "لار" "رهبر" "اباسين" مجلې پېښور او داسي نوري سرچينې چي ځينو يې وړانديزونه او تګلاره ستايلې ده او ځينو ورسره اختلاف هم کړی دی، ولي چي د خان شهيد دريځ دا وو، چي هغه تازي (عربي) توري چي پښتانه يې نه سي لوستلای، د هغو پرېښوول په کار دي، يادونه به يې ځکه وکړو، چي پر ليکدود سربېره له ګړدوده سره هم اړه لري او د خان شهيد نظر په دې لړ کي داسي وو:
"تازي خلک سيګار ته سيجار وايي او ليکي يې، ځکه چي "ګ" نه سي لوستلای، بلوڅ بلوس ليکي، دا نه کوي، چي خپل په ژبه کي نور ټکي "ګ" او"چ" زيات کړي، هم دا شان که موږ "عرب" ارب او "عراق" ايراک و ليکو، يا لکه په انګرېزي کي چي ستار او صمد دواړه په يوه ايس (S) يا "س" ليکل کېږي، که موږ هم عبدالستار او عبدالصمد دواړه اودول ستار او اودل سمد و ليکو، څنګه چي يې لولو، نو زموږ د ټکو (ابېڅې) څخه به هغه تازي (عربي) ټکي کم سي، چي موږ يې نه سو لوستلای، لکه ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق، ء، دا شان به زموږ زدکړي (تعليم) لوست، ليک او ټاپهـ ، ټايپ (ټپهـ) پرنټنګ ډېر اسانه سي."(۱۸)
ورپسې خان شهيد په ليکلو کي له تازي يا عربي تورو څخه د ډډي کولو پر ټينګار سربېره غواړي، چي موږ د ژبي د سوچه توب لپاره بې ځايه د نورو ژبو توري وانخلو او د پښتنو له خوا د اخستل شوو تورو بې شمېره بېلګي وړاندي کوي، لکه د پور پر ځای "قرض" د کوتار پر ځای "قصاب" د خت، رېبون او کنده پر لرلو سربېره "قميص" د زور، زياتوب، ناورين پر ځای "ظلم" د ناروغۍ، رنځ، ناجوړۍ پر ځای "مرض" او د زغم، ګالل پر ځای "صبر" او داسي نور نور...
د خپلي ژبي د سوچه توب په اړه د خان شهيد د دې وړاندي شوي نظر او وړانديزونو په غبرګون کي چي د يو شمېر نيوکو او اختلاف يادونه شوې ده، په کار دی، د هغوی يادونه هم وکړل شي، چي لوستونکي يې په اړه خبرتيا و لري، هغه داسي دي، چي خان شهيد يې يادوي:
"تر کومه چي زه خبر يم، پر دې خبره اوسني پوهان درې نيوکي لري، يوه دا چي په دې شان ليکلو د توري هغه مراد (مانا) نه پاتېږي، کوم چي په هغه پردۍ ژبه کي وي، بل دا چي د تازي ژبي سره زموږ د دين تړون دی او د دين له کبله موږ ځيني ټکي را اخستي دي او که موږ دا توري د تازي خط او ټکو څخه چپ بل راز و ليکو، نو موږ به د دينه ووځو، دريمه دا چي ډېر پردي توري د "معرب" په شان موږ عربي کړي دي او لګيا يو، کوو يې او په دې شان زموږ ژبه وده کوي او د دې په پرېښوولو او بندولو به ژبه لنډه تنګه سي." (۱۹)
په دې لړ کي خان شهيد تر ډېره ژوره او ويړه کتنه يا مطالعه وروسته په ډېرو باوري لاسوندونو او دلايلو سره دومره ويړ او مفصل ځوابونه ويلي دي، چي دلته يې د راوړلو پر ځای يوازي دا ويلای شو، چي د پښتو ژبي او ليکدود په اړه زدکړه کوونکي دي هغه پوښتني او ځوابونه د خان شهيد په نښيرونو يا آثارو کي و لولي، چي د هر لوستونکي ذهن او زړه ته خبره په پوره ډول و رسېږي او په ست کېدلو ورته د منلو سر و ښوروي او که داسي نه وي، نو د وراشو يا مباحثو لاره به پرانستل شي، چي په داسي ډول به پښتو اسانه او د ودي لاره به يې هم و غوړول شي.
د پښتو ژبي د سوچه توب په لړ کي که خان شهيد د نورو ژبو د تورو په هم هغه بڼه د ليکلو ملاتړ کوي، چي څه رنګه يې پښتون اولس ويلای شي او يا يې وايي، خو له نورو ژبو څخه د تورو د اخستلو او په هغوی د خپلي ژبي د اړتيا پوره کولو ملاتړ هم کوي، خو په داسي بڼه، چي:
" زه هم د پرديو تورو د اخستلو د اړۍ او ګټي څخه ناګاره نه يم، زه خو بې اړۍ اخستل او ورسره د هغو د ژبو د ټکو په خط ليکل ګټمېره نه منم، تاواني کار يې ګڼم. دا منم، چي تازي، انګريزي لا د نړۍ هري ژبي د نورو ژبو څخه توري اخستي دي او هم يې اوس اخلي، خو دا شان هيڅ پخې ژبي نه دي کړي، چي بې اړي دي يې د بل توري اخستي وي."(۲۰)
له پورتنيو خبرو څخه څرګندېږي، چي د ژبو په لړ کي خان شهيد د نړيوالي تګلاري او اصولو پلوي دی، خو دغه لاسوند او دليل د هر چا لپاره د منلو وړ ښکاري، چي زه د يوې ژبي څښتن يم او د هغې ژبي د آر "اصل" تورو پر ځای نور توري کاروم، نو دا خبره به زما په خيال د هيڅ يوې ژبي د قام او ويونکو لپاره د منلو او زغم وړ نه وي، کنې نو پر داسي چارو باندي خو په اوسمهال کي هم د ځينو قامونو او ملتونو په پارلمانونو کي د پرديو ژبو پر داسي تورو باندي بنديز لګول شوی دی، چي هغوی يې پخپله ژبه کي و لري، يا يې پخپله ژبه کي بديل وي.
د ژبي د سوچه توب او يو ډول ليک لرلو په اړه د پورتنۍ وړاندي شوي وراشې يا بحث په اړه نور نظرونه هم د خان شهيد د نظر ملاتړ کوي او په دې لړ کي ژبپوه استاد پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار داسي ليکي:
"يوه پښتو مانا دا چي ګړدودي (لهجوي) او ليکدودي توپيرونه په ليکنۍ او خپرنۍ برخه کي له منځه ولاړ شي او ديوې يوازينۍ پښتو په توګه د کندهاري، ننګرهاري او غلجي دراني له خوا په يو راز و کارول شي او سوچه په دې مانا چي تر وسي وسي يې خپله پانګه په کار واچول شي، که دا پانګه له بېلا بېلو ګړدودو (لهجو) څخه وي، که له بېلا بېلو زړو ادبي متونو او يا له نويو جوړونو څخه وي او هله به بيا پکې عربي او غربي وارداتونو ته ځای ورکول کېږي، په بله وينا په سلو کي به ( ۷۵) نګه پښتو وي او (۲۵) به عربي او غربي." (۲۱)
د پوهاند استاد له پورتني نظر څخه د ژبو په لړ کي يوه ټاکلې تګلاره را څرګندېږي، چي ژبه په کار ده؛ د اړتيا پر بنسټ په سل کي (۲۵) له خپلو ګړدودونو څخه تر لاسه کړي او (۲۵) سلنه د خپلي ژبي له زړو متونو څخه او دريمه برخه (۲۵) د نوي جوړوني يا نيولوجيزم له لاري او پاته (۲۵) له نورو ژبو څخه په کار دي، چي واخستل شي، خو خان شهيد په دې لړ کي د دغه پورتنۍ تګلاري په اړه داسي نظر لري، چي پښتو يوه پخه او کره ژبه بولي او د يوې پخې/ کره او لرغوني شاليد لرونکي ژبي لپاره تر کوټلي، ويړ/ پراخ مبحث او وراشو سپړلو وروسته په خپل وړانديز باوري کېږي او وايي، چي د وړاندي کړل شوي تګلاري په خپلولو سره به موږ يوازي او يوازي پنځه سلنه اړتيا و لرو او هغه هم د نويو تورو د جوړولو يا نيولوجيزم اړتيا... خان شهيد د ژبي په همدې لړ کي د خپل وړانديز يا ټاکلي تګلاري په باور د يوه ليکوال په ځواب کي ليکي:
"زما په ګمان هغه دا کېدلای سي، چي د کوم شي د پاره پښتو توری وي، د هري تپې د نالوستو وګړو چي وي، د هغه د پاره به پردي کورټ (قطعاً) نه اخست کېږي، نه غټ، نه ووړ، نه ديني او نه دنيايي، لکه زړو پښتنو چي الصلوا نموځ او الصوم روژه کړل، د پښتو دغه زاړه دودونه هر څه چي وو، کټ مټ (هو بهو) د اسلام "الصلوا" او "الصوم" خو نه سو کېدلای، هو! و هغه ته ورته (مماثل) د لمانځني (عبادت) چل به وو، ځکه خو دا خپله زړه لار نيول په کار ده، چي موږ دا خبره سره و منو او باندي روان سو، نو ژبه به مو زما په اندازه په سلو کي پنځه نيوي (۹۵) سوچه سي، پاته سو، هغه پنځه چي موږ يې نه لرو، هغه به يا کټ مټ واخلو، که مو د تازي دا خوښ وو، که د بلي ارين ژبي دا او يا به يې نوي جوړ کړو." (۲۲)
دا وه، هغه سرسري يا اجمالي او ځغلنده کتنه چي د پښتو ژبي او پښتو ليکدود په اړه د خان شهيد د وړاندي کړل شوو وړانديزونو او تګلاري په اړه ستا سو په مخکي کښېښوول شوه، خو زه په لوی زړه دا خبره کوم، چي په دې لړ کي دي ژبپوهان د وس او واک لرونکو په ملتيا کوټلي ګامونه واخلي او د بېلا بېلو څېړنغونډو او ځانله هڅو په تر سره کولو سره دي د ژبي و داسي پېچليو او علمي ستونزو ته د هوارولو لپاره ذهن او زړه ښه کړي.
د ژبي او ليکدود په اړه به په داسي ډول د ژبپوهانو نظرونه وړاندي کړل شي، په دې لړ کي به د افکارو تبادله او غبرګون سره تر سره شي او مقابل لوري به د يو بل په مخکي خپلي علمي تګلاري او نظريات بې له کومو جذباتو او يا هم احساساتو او بنديزونو/ خنډونو پرته وړاندي کړای شي او د کره لاسوندونو/ دليلونو په روڼا کي به وراشې او مباحث تر سره شي، چي په همداسي پوهنيزه وړتيا له سيمه ايزو توپيرونو او نورو سمتي او يا هم قبيلوي بنديزونو/ خنډونو، تورونو/ تهمتونو او کرکو څخه په مينځلو ذهنونو او زړونو له بېلاري کوونکو جذباتو څخه پرته يو علمي او پوهنيز بحث (Scientific Discussion) تر سره کړل شي، نو به په دې لړ کي نوي نوي اړخونه را سربېره او ښکاره کړای شي او د ژبي د ليکدود په اړه دغه شتون لرونکي ربړي/ ستونزي به هواري کړل شي او داسي به په اولس کي له خپل قام او ژبي سره د ميني او تړون دغه فکر نور هم مزی او پياوړی شي...
د پورتنيو اندېښنو څرګندونه (کېدای شي؛ ترخه هم وي) مي ځکه وکړه، چي زه د خپلي ټولني د څه برخي په ذهنيت او کردار څارلو سره دا منم، چي زموږ د وراشو يا مباحثو هر اختلاف "هغه که سياسي وي، ادبي وي او که په کوم بل اړخ کي وي" ځاني/ ذاتي اختلافاتو ته ځان رسوي، چي همدا د يوې ناپوهه او له علمه د لېري ټولني نخښه ده.
سرچينې:
۱: اثر، عبدالحليم، پښتو ادب، خپروونکی؛ اداره اشاعت سرحد قصه خوانۍ بازار پېښور، چاپکال ۱۳۷۰هـ ق مخ ۳۸
۲: اثر، عبدالحليم، پښتو ادب، خپروونکی؛ اداره اشاعت سرحد قصه خوانۍ بازار پېښور، چاپکال ۱۳۷۰هـ ق مخ ۳۹
۳: رشاد، پوهاند عبدالشکور، د پښتو پخوانۍ الفبې، خپروونکی؛علامه رشاد اکاډمي، چاپکال ۱۳۸۷ل ۲۰۰۹ز ۸، ۱۰ مخونه
۴: رشاد، پوهاند عبدالشکور، د پښتو پخوانۍ الفبې، خپروونکی؛علامه رشاد اکاډمي، چاپکال ۱۳۸۷ل ۲۰۰۹ز مخ
۵: رشاد، پوهاند عبدالشکور، د پښتو پخوانۍ الفبې، خپروونکی؛علامه رشاد اکاډمي، چاپکال ۱۳۸۷ل ۲۰۰۹ز ۱۶، ۱۷ مخونه
۶: اڅګزی، عبدالصمد خان، زما ژوند او ژوندون، دويم ټوک، خپروونکی؛ پښتونخوا خوروني، چاپکال ۱۳۸۳ل ۲۰۰۴ز، ۹۷، ۹۸ مخونه
۷: زيار؛ پوهاند ډاکټر مجاور احمد، پښتو ليکلار، خپروونکی؛ ننګرهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی ، چاپکال ۱۳۶۰ ل مخ ۱۵
۸: همدا پورتنی اثر ۱۰ مخ
۹: اڅګزی، عبدالصمد خان، پښتو ژبه او ليکدود، خپروونکی، دوست پبلشر کوټه، چاپکال ۱۳۸۵ل ۲۰۰۶ز ۴۹، ۵۰، ۵۱ مخونه
۱۰: اڅګزی، عبدالصمد خان، د بابای پښتون ختونه،لومړی ټوک، خپروونکی، پښتونخوا خوروني، چاپکال ۱۳۸۳ل ۲۰۰۶ز مخ ۱۲
۱۱: پورته ياد شوی نښير (اثر) مخ ۷۷
۱۲: رفيع، حبيب الله، په پښتو کي معدوله واو، خپروونکې، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز، چاپکال ۱۳۸۸ل ۲۰۱۰ز مخ ۲۷، ۲۸ مخونه
۱۳: همدا پورتنی ياد اثر مخ ۲۸
۱۴: رفيع؛ حبيب الله، د ننګ او فرهنګ اتل، خپروونکی؛ د افغانستان د سيمه ييزو او مطالعاتو مرکز، چاپکال ۱۳۷۸ل ۲۰۰۸ز . ۱۳۰ مخ
۱۵: عطايي؛ محمد ابراهيم. د خان شهيد ياد، خپروونکی؛ د سرحدونو او قبايلو وزارت، مشموله، د خان شهيد لنډ ژوند ليک، چاپکال، ۱۳۷۰ل ۱۹۹۱ز، ۳۹ مخ
۱۶: اڅګزی، عبدالصمد خان، د بابای پښتون ختونه،لومړی ټوک، خپروونکی، پښتونخوا خوروني، چاپکال ۱۳۸۳ل ۲۰۰۶ز ۱۲، ۱۳ مخونه
۱۷: اڅګزی، عبدالصمد خان، پښتو ژبه او ليکدود، خپروونکی، دوست پبلشر کوټه، چاپکال ۱۳۸۵ل ۲۰۰۶ز ۴۹، ۵۰ مخونه
۱۸: اڅګزی، عبدالصمد خان، د بابای پښتون ختونه،لومړی ټوک، خپروونکی، پښتونخوا خوروني، چاپکال ۱۳۸۳ل ۲۰۰۶ز ۱۵ مخ
۱۹: اڅګزی، عبدالصمد خان، د بابای پښتون ختونه،لومړی ټوک، خپروونکی، پښتونخوا خوروني، چاپکال ۱۳۸۳ل ۲۰۰۶ز ۱۵، ۱۶ مخونه
۲۰: همدا پورتنی ياد اثر مخ ۱۸
۲۱: زيار؛ پوهاند ډاکټر مجاور احمد، پښتو ليکلار، خپروونکی؛ ننګرهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی ، چاپکال ۱۳۶۰ ل مخ ۸
۲۲: اڅګزی، عبدالصمد خان، پښتو ژبه او ليکدود، خپروونکی، دوست پبلشر کوټه، چاپکال ۱۳۸۵ل ۲۰۰۶ز ۱۰۰، ۱۰۱، ۱۰۲ مخونه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/havgd
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________