ليکونکی: محمد نعيم آزاد

دا اڼلې او کره خبره ده، چي په هره پراخه ژبه کي ګړدودي توپيرونه وي. دا ګړدودي توپيرونه او ويړتيا د ژبي پر پراختيا کره لاسوند او د يو ډول ښکلاييز اړخ څرګندوی هم دي. ښکلا يې په ځانګړې توګه د داسي ژبي لپاره ده، چي اختراعي او علمي ژبه نه وي او د زمان لپاره کومي پېرزويني او لورېيني د پنځ (ايجاد) او اختراع په بڼه ونه لري؛ خو په څنګ کي يې داسي ژبي وي، چي وختني مدنيت ته پېرزويني او لورېيني لري. ځکه چي داسي ژبي پر نورو ژبو باندي خپلي اغېزې ښندي او تر لاس لاندي ژبي د لاسبري ژبي د يرغل او ژبني ښکېلاک مخه نه شي نيولای. ځکه چي ژبي د پنځ او ايجاد پر وزرونو باندي الوت کوي او په داسي ارزښت لرلو پر نورو ژبو په يرغل ور وړلو سره د هغې ټولني په اړتيا پوره کولو د هغوی په خولو کي ځای نيسي. ځان په مني. خپله لاسبرتيا او غوړېدا جوتوي. داسي ژبي د ورکېدا اندېښنه نه لري، چي د ټولنيزو اړتياوو د پوره کېدا وس ولري. نو ژبنۍ ګړدودي ويړتيا او پراختيا د داسي ژبو لپاره ځکه ګټمنه وي، چي له دا وړ ژبنيو يرغلونو څخه ځان په ساتلای شي او بله وړتيا يې دا چي د ژبي پر پښوييز يا ګرامري ارزښت خوندي ساتلو سربېره د يوه توکي لپاره د ډېرو تورو او نومونو لرونکې وي. که يې يو ګړدود يو توری له لاسه ورکړی وي؛ په بل ګړدود کي خوندي پاته وي؛ دا د ژبي شتمني بلل کېږي. ټولنيزي اړتياوي پوره کول د ژبي وړتيا ده. له داسي وړتيا نه لرونکي ژبي څخه خپله ټولنه هم پای پرېدۍ کېږي.
پښتو ژبه همداسي يوه ژبه ده، چي ټولنيزي ژوندنۍ اړتياوي نه شي پوره کولای. مانا دا چي يوه علمي ژبه نه ده او ټولنيز مدنيت ته هغه لورېيني او پېرزويني د پنځ او اختراع په بڼه نه لري. خو د ويړتيا وړتيا يې په برخه او دا وخت يې هم د ويونکو اولسونه شمېر تر پنځه کروړه پورته دی او دا شمېر له هغه شل دېرش مليونه پښتنو څخه پرته دی، چي نورو ژبو تر خپل يرغل لاندي کړي او خپلي ژبي يې ځنې هېري کړي دي. که څه هم ځان ته پښتانه وايي او په پښتونواله وياړي؛ خو خپله ژبه يې له لاسه ورکړې ده. په پښتونواله وياړل او د ځان پښتون بللو لامل يې د دې ژبنۍ ټولني هغه په زړه پوري ټولنيزه تګلاره، قانون او کلتور دی، چي ډېر وخت يې د ټولنيز ژوندانه اړتياوي د خپلو نرخونو په وړتيا په ښه توګه پوره کړي او د تاريخ په غېږ کي يې نوموړتيا په برخه شوې ده، چي اوس ځکه بشپړه پلي پاته نه دي، چي کلتوري وړتيا له مدنيت سره د تهذيب په سيالي او وږه په وږه تګ پوري تړلې وي او پښتني ټولنه د نورو کلتوري يرغلونو په وړاندي هغه وړتيا نه لري، چي د ټولنيزو اړتياوو په پوره کولو خپل قانون او تګلاره وساتلای شي او بيا دا چي له ژوند څخه رنګ اخستونکی کلتور هم د ژوند غوندي فطرت لرونکی وي، چي زوړ ارزښت يې نوي ارزښت ته ځای پرېږدي.
ټولنيزي اړتياوي پوره کوونکې ژبه علمي ژبه وي او علمي ژبه پر پوهنيزو وړتياوو سربېره تر ډېره بريده پوري په ليکدودي ډګر کي يووالی او ګړدودي افاقيت هم په برخه لري. که څه هم ګړدودي توپير يې په اولسونو کي ليدل کېږي؛ خو تر ډېره ځايه پوري يې د ليک ژبه يوه وي. دا ځکه چي پر ويلو سربېره يې د ليک، لوست او پوهنيزي وړتيا وياړ په برخه وي.
پښتو ژبه له داسي وياړونو څخه تر ډېره ځايه بې برخي ده. ځکه يې تر اوسه پوري پر ګړدودي توپيرونو سربېره ليکدودي توپيرونه هم په برخه دي او تر داسي افاقيت او لوړتابه رسېدل به يې ځکه مودې په بر کي نيسي، چي غوښتونکي او لارويان يې نهيلي ښکاري.
پر ليکدودي توپير سربېره يې ګړدودي توپير دومره کړکېچن نه دی او د هر ګړدود ويونکي يې په ډېر لږ توپير سره په يوه ژبه ګړېږي او په دې توپير کي يې لږ او ډېره برخه د تورو د ادايني بڼه ايز ډول هم لري.
پښتو ژبه پر درې سترو ګړدودونو "ختيځ" "لوېديځ" او "منځني" ګړدود سربېره ګڼ شمېر سيمه ايز ګړدودونه (لهجې) هم لري، چي د توکمونو او اولسونو په نوم يادېږي، لکه د مسودو، وزيرو، منګلو، وردګو، مروتو، يوسف زيو، خټکو، کاکړو او داسي نورو توکمونو په نوم ګړدودونه شته؛ خو يوازي "ترينو" يا وڼېڅي ګړدود داسي ګړدود دی، چي په سل کي يې نژدې په نيمه برخه نور پښتانه نه پوهېږي او سوکه سوکه د دې ګړدود ويونکي له خپل ګړدود څخه ويړ ګړدود ته لاره وهي.
د همدغه ګړدودي ډېرښت لامل او زيانمن اړخ له ليک لوست او زدکړي څخه لېريوالي او له رياستي واک څخه بې برخي کېدا ده، چي ژبه يې له پرمختګ او د ليکدود په ډګر کي له يووالي څخه په واټن کي ساتلې ده. د ليک لوست څخه لېري کېدا د هر ګړدود ويونکو ته دا لاره هم پرانستې ده، چي په ليک کي خپل ګړدودي ليکدود وپالي او په ځانګړې توګه د شعر ژبه خو يې ځکه ډېره اغېزمنه کړې ده، چي ډېره برخه شاعران يې نالوستي دي او که چېري لوستي هم دي؛ نو د هغوی د ليک لوست ژبه د خپلي مورنۍ ژبي پر ځای بله ژبه پاته شوې ده. 
د ارواښاد سلام بابا د شعري غونډ ليکدود او ګړدود ته که ځير شو؛ نو وينو، چي د نوموړي په شعري غونډ کي تر اوسه پوري پلي شوی يو ليکدود هم نه دی پالل شوی او مراعات شوی او د پام وړ خبره دا ده، چي د دوو کتابونو "سوسن چمن" او "طلب مذهب" په لومړي ځل چاپ کي که د پلي شوي ليکدود پالل نه دي تر سره شوي؛ نو په هغه وخت کي خو په دې اړه دومره پرمختګ هم نه وو شوی او نه کاتب او ليکوال دومره لاسبرتيا درلوده، چي ليکدودي او ګړدودي ستونزي يې په پام کي ساتلي وای. خو د "سوسن چمن" په دريم ځل چاپ او د "طلب مذهب" په دويم ځل چاپ کي په کار وو، چي لږ تر لږه ليکدودي ستونزي په پام کي نيول شوي او تېروتني يې لېري کړل شوي وای. ځکه چي "طلب مذهب" خو په نولس اووه نيوي کي د کاتب عبدالرحمن په کتابت ليکل شوی او د نوموړي ارواښاد جيلاني خان اشېزي په ملاتړ او مرسته چاپ شوی دی، چي د ليکدود په اړه ډېر پرمختګ شوی وو؛ خو بيا هم يوازي د "چي" بڼه په ټول کتاب کي په دې بڼه "چی" اووښتې ده. نور نو هم هغه زړه ليکدودي لاره پالل شوې ده، چي له اوسني ليکدود سره ډېر توپير او ډېري تېروتني لري. يوازي وروستی کتاب "زردانه در" چي زر بيتونه لري او د نوموړي کاتب ښاغلي راز محمد راز په لاس ليکل شوی او د نوموړي سياست پوه محمود خان اڅګزي په ملاتړ او مرسته د چاپ په ګېڼه پسولل شوی دی. په دې کتاب کي که څه هم تېروتني شته؛ خو تر ډېره ځايه اوسنی ليکدود پالل شوی او "ياګاني" يې تر ډېره ځايه پاللي او مراعات شوي دي. 
د ټول شعري غونډ په ليکدود کي "يا ګاني" نه دي پالل شوي؛ بلکې يوازي د دغه نرمي "ی" بڼه په کار اچول شوې او د ټولو "ياګانو" کار ور څخه اخستل شوی دی او د اوس پلي ليکدود نرمه، ښځينه، کړواله يا امريه، څرګنده او اوږده ياګاني يې په کار نه دي را وستلي. خو ځای ځای د ټاکلي ادايني لپاره پر "ی" باندي همزه لري او داسي بڼه "ئ" ليکل شوې وي، چي له لوستونکي سره د توري په اداينه کي مرسته کولای شي. کله کله يې د اوږدې يې دغه "ے" بڼه د اوږدې يې پر ځای او ډېر ځايه يې بېځايه هم کارولې ده او يا يې د جملې په منځني او توپير موندونکي حالت کي کله په داسي بڼه "يه" هم ليکلې ده، چي دا بڼه "ے" يوازي د خيبر پښتونخوا اولسونه کاروي؛ خو هغوی يې هم د اوږدې يې لپاره نه بلکې د يو (واحد) سړي او توکي لپاره لکه "سړے" "غمے" او داسي نورو کي کاروي. د بېلګي په توګه د خپلي خبري د پخلي لپاره د بابا له شعري غونډ څخه يو دوه درې شعره ستاسو په وړاندي ږدم، چي خبره جوته شي او لوستونکی په ښه توګه وپوهېږي. ځکه په داسي شعرونو کي د "ے" کارول جوتېږي، لکه دا چي:
چ هوسی د ختن ولاړے مشک د څه دے
پر چا مښلی د يمن د لورے باد بيا
ليونيو زولنی دنياي وکښی
هوښياران به ابدے نسی ازاد بيا
ټګان غله مه ننګوه عبدالسلامه
نه وړے څوک د زيارتو سه د زړه مراد بيا
چ درلووه پټه مينه د کعبی ما
پر له واړولی ماتی اړبی ما
بيا ملګرو څه حرفونه ځنِ وکښو
ولی ګنړ وليدی خوپ د غلبی ما

له دې وړاندي شوو شعرونو څخه د ياګانو په اړه لوستونکي پوهېدلای شي، چي د سوسن چمن کاتب "برکت علي شهباز" (چي پښتو ژبی نه وو، پنجابی وو او داسلاميه پريس سره يې کار کاوی) د پښتو پر ليکدود څومره لاسبری او په دې لاره کي څومره وړتيا په برخه لري.
د زاڼو، کاڼو، ګڼ او داسي نورو "ڼ" لرونکو تورو په لړ کي هغه زوړ ليکدود پالل شوی دی او د زانړو، کانړو، ګنړ په بڼه ليکل شوي دي. لکه په دې شعرونو کي يې تاسو بيلګه ليدلای شئ، چي:
ديارلس سوه دوپنځوس کلونه ولاړو
نوی زېری د بهار نه راوی زانړو
د منعم په حق مطلق سړی نيو کېږی
کنه دا غمی چا نه وهل په کانړو

په دي لړ کي داسي ګڼ شمېر نور شعرونه وړاندي کېدلای شي.
د "چي" درې بڼي يې په شعري ليکدود کي ليدل کېږي، چي لومړۍ بڼه يې د "چ" او دويمه بڼه يې "چه" او درېيمه بڼه يې "چی" ده او لومړۍ دوې بڼي يې زوَر او زېر نه لري، چي په اوسني ليکدود کي د دغه بڼو ځای يوازي "چي" نيولی او دا نوري اوس څوک کرټ نه ليکي او همدارنګه يې د "مي" لپاره يوازي د "م" بڼه کار کړې ده، چي ځای ځای زېر لري او ځای ځای يې نه لري. د "چ" بڼي بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي:
چ باطل د چا پر سترګو سی حجاب
لکه حوره شيطان و ويني په خواب
چ لا سترګي غوړولی نه وی ښی ما
څه بدلے بيا د زړه په وينو کښی ما
د "چه" بڼي بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي:
چه پخوا ده په خندا څښوو دننه
شربت هغه زاړه راوه لاله پام يخ
چه هغه روښانه پاتو نور را ووت
په قفس خونه کی تيری کی دربی ما
او د "چی" بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي:
چی حاتم سخی لا ستا د در ګدای دی
کم يو داسی ننګ لری اخر بيتا
داچی زموږ پر مخ کوی اوږدی دعاوی
خرڅوی صوفی بی مغزه حسنات

د خپلي خبري د پخلي لپاره يې د "م" بېلګه ايز شعرونه د لوستونکو په وړاندي ږدو، چي د شعري غونډ ليکدود يې ښه انځور شي:
که م دا ناز اروېدلی الهی وای
اوس به مړ وم لکه نابينا عبث
خو لقمان نه وو نادان ګمان م دا دی
چی د جهل مرض نه لری علاج
روحاني دعا را وښيه لبيکَ
مشرف م که په لوی اکرام د حج

د "نه" بڼه يې سمه ده؛ خو کله دا توری هم په زوَر په دې بڼه "نَ" کاږي او په دې شعر کي د "يې" داسي بڼه "يه" هم ليدلای شئ:
مری دغسی نوری څونی معصوماتی
نَ يه څوک اروی ژړا نه حکومت

د بابا د شعري غونډ په ليکدود کښي داسي ګڼ شمېر توري شته، چي کله په بېله بېله بڼه او کله کله ګډ ليکل شوي دي، چي لوستونکی کله کله تېر باسي او که څه هم د ځيرک لوستونکي لپاره چنداني ستونزه نه را منځته کوي؛ خو د ليکدود د يووالي او افاقيت په لاره کي د خنډ لامل ګرزي. د بېلګي په توګه يې دا شعرونه وړاندي کوو، چي له کبله يې لوستونکي وپوهېږي، چي په ټول شعري غونډ کي ځای ځای دغه لاره هم پالل شوې ده، لکه:
د غازی امان الله غم پرله وا ووښت
خورا لو درنه تياره وه تکتوره
يو م زوی مړ سو د ده په انقلاب کی
لکه کوټه ډکسو ملک د شروشوره
د بابا طواف د دی پر قبر ښايی
څه پداسی وير شرميږم د پيغوره
عليکم انفسکم زمانه راله
څه کولايسی په ګاو خر ناصح
موکخورو تخت و تاج ونيو په بغاتو
چيری غواړی داسلام بازګل صلاح
هميشه دايه مين ځلبيليږي
راځی ټوله اروحان مخ پر عقبی کوچ

د ګډ ليکل کېدونکي توري هغه بڼه چي ليکل يې په شعري غونډ کي په بېله توګه خال خال ليدل کېږي، يوه شعري بېلګه داسي ده:
"برال به" لور په زنا هم خرڅوی پلار بد
تو لعنت دی سی پر داسی دکاندار بد

پر ليکدودي ستونزو سربېره ګړدودي ستونزي هم د پښتو شعر او نثر په برخه شوي دي. که څه هم پښتو ژبڅېړونکي ډېر وخت ليکدودي او ګړدودي ستونزي نه ځله بېلوي او په ګډه توګه يې د ليکدودي ستونزو تر سرليک لاندي څېړي او ځيني يې په بېلوالي هم نه پوهېږي؛ خو په ليکدودي او ګړدودي ربړو او ستونزو کي توپير له ورايه څرګند دی، چي يو يې په ليک او بل يې په وينا پوري اړه لري. که څه هم يو پر بل يې اغېز جوت دی؛ خو د ليکدود يووالي او افاقيت ته لاره وهونکي غواړي، چي پر ليک باندي د ګړدودي اغېزو مخنيوی وکړي او په دې لړ کي کره خبره کوي، چي په خولو کي ژبه نه سمېږي. د ژبي يووالی او سمېدا د ليک له لاري شونې ده. په ليک کي د يووالي له لاري لوړتابه او افاقيت ته لاره پی کېدلای شي او دا هم شونې ده، چي د ليکدود په يووالي ټول پښتانه تر زدکړو وروسته يوه منل شوي ګړدود ته د هو سر وښوروي. 
د ارواښاد سلام بابا په شعري غونډ کي د ځايي ګړدود اغېزې هم بېخي جوتي او څرګندي دي، چي دغه ګړدود پالني يې شعري ارزښت ته زيان رسولی او هم يې د افاقيت مخه نيولې ده.
بله دا چي کوم لنډيزونه په ورځنۍ خبرو اترو کي په اولسونو کي ويل کېږي؛ هغه يې هم کټ مټ په شعري اوزانو کي هغسي راوړي دي، چي په پوره توګه ويلو سره يې د شعر وزن ماتېږي. لکه د "به يې" پر ځای "بې" د "ته يې" پر ځای "تې" د "نه يې" پر ځای "نې" او داسي نور دې ته ورته لنډيزونه چي د ليک او شعر پر ژبه باندي يې اغېز لوستونکی له ستونزو سره مخامخ کوي او د ليک د يووالي په لاره کي هم خنډونه را منځته کوي. د بابا په شعري غونډ کي د داسي لنډيزونو شمېر تر اند د پاسه او بېخي ډېر دی. دلته د بېلګي په توګه د لوستونکو لپاره دوه درې شعرونه وړاندي کوو، چي د "زه وايم" پر ځای يوازي د "زام" د "ما ويل" پر ځای د " ما ول" د "وايم" پر ځای د "وام" لنډيزونه کار شوي دي. بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي:
په خفت د قرات بينمانځه يسی
سته حديث زام ته به وه منی راوی دا
که وريځی د غفران پړده وه نکړه
در قارون به زام بتر سو ما و تا
پير کالی لکه رهزن د مريد کاږی
زام ګټي دواړه دنيا و اخرت
بد منجلس مسوس وباسي د ميانه
زه خو وام چي ګمرهي ده بل صلاح
ما ول موږ به را ايله بندي قران کو
يو شارع امين به نن را باندي خان کو

د "وکړی" پر ځای "وکی" د "کړی" پر ځای "کی" د کړه پر ځای "که" د "کړو" پر ځای "کو" د لوېديځ او منځني ګړدود په ورځنيو خبرو کي د "ړ" په غورځولو سره ويل کېږي؛ خو د ليک په ډګر کي اوس دا توري د "ړ" په ملتيا پوره او کره بلل کېږي. د سلام بابا د شعر پر ژبه باندي دغه ګړدودي اغېز شته، چي په ليکدود کي يې هم پاللی دی. بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي:
موتمن پر دې وطن د کفر نه وو
نو د عقله سره وکی مشورت ما
د خليل په نعره دا بيچاره ويښ کی
را پياد که پخوانی الهام د حج
د فرياد ناری يه مه اروی ملکو
دوږخيان کو په طوفان خبر ناصح

او همدارنګه د "تر" پر ځای "در" د "بوتلل پر ځای "بوت" د "راوړی" پر ځای "راوی" د "يووړی" پر ځای "يووی" د "يووړم" پر ځای "يووم" او د پاته پر ځای کله کله "پاتو" د لوېديځ ګړدودونو د ويونکو له خولې په ورځنيو خبرو کي اورېدل کېږي، چي د بابا شعر يې له اغېزې بې برخي نه دی. بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي، چي: 
در سيالانو پوري کښته سترګی ګورم
خدايه کله به په فضل طلبی ما
موسی وو چي پوريووت نيل فرعون يووی
نپاکيږی سګ په دې نادر بيتا
بهاري دريا به و وهي ملکي
د مطلوب ناوې به ده له راوي ورا
پلار امی بوده حِمارکورتو وژلی
زوی کتغ له غوړی ورژی غوښی راوی
پر ميوند ويني ايوب وبهولی
بری خول نه يووی دغه نر بيتا
خو کريابه کډه پاتو سوم بې خرڅه
وکېښ دا فکر په روځ د پانشمبې ما
بيا که دغه ناممکن وو
څوک پر دين پاتو مين وو
د خزان باد م باغ و واهی په منی
بی يارانو کاښتمن ناست يم لاس در زنی

د "دا" پر ځای "ها" د غرېو پر ځای "غرېب" د "توی او تويول" پر ځای "تو" د يوازي پر ځای "يوځي" او د "درلوده" پر ځای "درلووه" هم د لوېديځ ګړدود د ورځنيو خبرو برخه ده؛ خو دغه توري يوازي د چمن شا او خوا غرنۍ سيمي تر سپين بولدک او اڅګزۍ توبې پوري چي ځيني هواري سيمي يې هم وايي. د بابا په شعر کي يې اغېز ليدل کېږي، چي:
محمد رسول يوځی
په غزا کي شپی و ورځی
پر بيبان مخ نګهبان د اياتو سو
د کوثر صراحی خوشي راسه تو سو
چي درلووه پټه مينه د کعبې ما
پرله واړولې ماتي اربې ما

او همدا رنګه د "له" پر ځای "د" د "څخه" پر ځای "سه" او کله کله "سه" د "سره" په مانا هم کاروي او د "راسره دی" پر ځای "راسه سته" ويل کېږي. د دې تورو په کارولو کي د لوېديځ ګړدود اولسونه پام نه کوي او ډېر وخت د "له" پر ځای "د" کاروي او د داسي ويلو پر ځای چي: له پښين څخه کوټي ته راغلم. دوی داسي وايي، چي: "د پښين سه کوټي ته رالم. د "څخه" پر ځای د "سه" کارولو تېروتنه هم د لوېديځ ګړدود اولسي بڼه لري، چي د ختيځ ګړدود (خيبر پښتونخوا، ځيني قبايل، جلال اباد، کابل او شا او خوا سيمي) اولسونه همدا تېروتنه د څخه پر ځای د "نه" په کارولو کوي. لکه زموږ خلګ وايي: "د پښين سه رالم" د خيبر پښتونخوا خلګ وايي: "له پښين نه راغلم" او د منځني ګړدود اولسونه د څخه ګړدودي توپير لري، لکه د څخه پر ځای "جخه، چخه او چکه" او کاکړان يې " ځه او ځخه" وايي. خو زما په خيال او اند يې د "څخه" بڼه د ليک لپاره بشپړه او کره ده. د بابا پر شعري ژبه يې اغېز چي ليکدود ته يې هم لاره کړې ده؛ بېلګه ايز شعرونه يې داسي دي:  
ربه لاس ناولی غلی يم در شا
خدايه سم کې د سيالانو سره ما
مارغان لوړ سيل کوي زما روح يوازي
مات وزر د سيله ومښتی جلا
د دنيا ژرندِ سه مږک عبدالسلامه
وزی نه د هر چغال په سيوانی
حاذقان باطن روښان حکيمان وايي
سته د موږ سه د ړندو سترګو دوا
سره مخان د زرغونو پوښو سه وزي
پر خفه غنچې را الوزي سبا

پر وړاندي شوو ګړدودي اغېزو سربېره نوري هم ډېري اغېزې دي، چي ليکدود ته يې لاره کړې او موږ يې د سلام بابا په شعر کي جوتولای شو او هغه دا چي د "دوی" له توري څخه د "و" په غورځولو "دی" د "راغلی" پر ځای د "ل" په غورځولو "راغی" "ابادي" په "اباتي" ويل او د "وروستي" پر ځای "وستری" د "کتلای" پر ځای "کتای" او بل دا چي په "کوم" او "کم"  کي هم ډېر ځايه توپير نه کوي. کله د "کوم" پر ځای "کم" او کله "کم" د "کوم" په مانا کارېږي او په لوېديځ ګړدود کي د "دومره" ځای "دوني" او د څومره ځای "څوني" نيولی دی، چي د سلام بابا په شعر کي دغه اغېزې ښه ترا جوتېدلای شي. د "څوني" او "وستري" (وستری په لومړي پسې د دويم مانا هم ورکوي) بېلګه ايز شعرونه د سلام بابا له شعرونو څخه لوستونکو ته وړاندي کوو، چي:  
دوولس ميله خزانه درنه فانی سوه
څونی جمع مښخل يووی دغه مږکو
امت څونی طايفی سوی
روځی هم پر خلګو شپی سوی
زما ويل د نن مغل د پاره ښه دی
بل وستری د زمانی خوشال خټک يم

دا رنګه ډېر ګړدودي لنډيزونه، توپيرونه او اغېزې چي په بېلا بېلو ګړدودونو کي ځای لري او ليکدود ته يې لاره کړې وي؛ په لوست کي د بل ګړدود لوستونکي له ستونزو سره مخامخ کوي. مانا د لوېديځ ګړدود ويونکي به په ختيځ ګړدود او د ختيځ به په لوېديځ ګړدود د نه پوهېدلو ګيله کوي او همدا رنګه د منځني ګړدود ويونکي به له دواړو ګړودونو. خو د ليک په ډګر کي يووالی داسي ډېري ستونزي له منځه وړلای شي، چي دغه لاره په اولسي پوهنيزه وړتيا هغه وخت پی کېدلای شي، چي ژبه يې په خپلواکه او پوهنيزه وړتيا ټولنيزي اړتياوي پوره کړای شي.
همدا رنګه په ختيځ، لوېديځ او منځني ګړدود کي ګڼ شمېر توپيرونه د توري په اووښتلو سره شته، چي ځيني يې يو شان وايي او ځيني يې بل ډول وايي، لکه "پسرلی" او "سپرلی" "مځکه" او "ځمکه" "زمری" او "مزری" او داسي نور ګڼ شمېر چي يوازي دوه ډوله توپيرونه لکه "ورځ" او "روځ" او د "اورو" پر ځای "اروو" ويل کېږي. د بابا په شعر کي يې بېلګه ايز شعرونه داسي دي، چي: 
در امان کوچ را په دی خوا مدام اروو
مرګ بيولی فلسفی خوشال خټک دی
امت څونی طايفی سوی
روځی هم پر خلګو شپی سوی

د سلام بابا په شعري غونډ کي داسي نوري ګړدودي او ليکدودي اغېزې او تېروتني هم شته، چي هغه وخت تېروتني نه ګڼل کېدلې؛ خو اوس له داسي اغېزو او تيروتنو څخه د ليک ژغورني هڅي تر سره کېږي. کنې نو په ويلو کي اوس هم داسي ګڼ شمېر تېروتني ځای لري، لکه په ختيځ ګړدود کي يوه برخه اولسونه اوس هم "خپل" او "خپلوان" نه ځله بېلوي او يوه ته يې هم "خپلوان" وايي. لکه دا مي خپلوان دی. حال دا چي "خپل" يې يو (واحد) او "خپلوان"يې جمع دي، چي کړنه (فعل) يې خپلوي ده. همدا رنګه په لوېديځ ګړدود کي يوه وړوکې برخه اولس اوس "دريم" او "دريمان" پر خپل ځای نه وايي او د دوو تر منځ شخړه هواروونکي يوه وګړي ته هم "دريمان" وايي. لکه دی زموږ دريمان دی. کنې نو "دريم" يې يو (واحد) "دريمان" يې جمع او کړه (فعل) يې دريمت دی. که څه هم داسي تېروتني اوس هم په ويړو پښتنو کي بې شمېره شتون لري، چي په ليک کي يې د مخنيوي زړه او ذهن شته. خو له داسي تېروتنو او اغېزو څخه د ژبژغورني لپاره په کار ده، چي په هر منځي (مرکز) کي ادارې خپلي چاري په ښه توګه تر سره کړي او لږ تر لږه په ليک کي د داسي اغېزو او تېروتنو په مخنيوي کولو سره د ليک يووالي او کره توب ته لاره و وهي.
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/ahhkg
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ