پښتو الفبا نه بلکه پر ابجد ولاړ د ليکلو نظام يا سکريپټ (script) لري. د موضوع د لا روښانه کولو په مقصد به د الفبا او ابجد فرق لنډ تعريف کړو:
د الفبا او ابجد تقريبي او غير مفصل تعريف:
 د ګرافيميکس (د ليکلو د نظامونو پوهه) له مخې هغه ژبې چې په داسې ګرافيمونو (تورو) ليکل کيږي چې پکښې د کارېدونکو د ټولو کانسونانټونو (b,c,d,k...) تر څنګ ټول/اکثريت ووکالونه (a, e, o, i...) هم موجود وي، نو ورته الفبا ويل کيږي.
هغه ژبې چې د ليکلو په نظام کې يې کونسونانټونه ځانته ګرافيمونه (توري) ولري خو ټول/اکثريت ووکالونه يې نه وي او بايد چې د لوست پر وخت يې لوستونکي اټکل کړي، او يا د دياکريټيکس (فتحه، کسره..) په مرسته يې ولولي، نو هغه ابجدي دي. لکه په پښتو کې چې «لور» هم lur هم lor او هم  lwar لوستل کېدلے شي. يعني «لور» په ابجدي نظام ليکل شوي يو لغت بېلګه او lur, lwar, lor په يو الفبايي سيسټم د ليکل شوو لغتونو مثالونه دي.
ايا د پښتو د ليکلو سيسټم بايد الفبا ته واړول شي؟
د پښتو ژبې په تړاو مباحثو کې يو تود او تل ژوندے بحث د پښتو د ليکلو د نظام د اړولو په تړاو دے. په دغه بحث کې د اوسني نظام ساتلو او تغير ورکولو د پلوي عالمانو ترمنځ د بحث دلايل زيات تکرار شوي هم دي او د دغې لنډې ليکنې په چوکاټ کې نه ځاييږي.
د ډيجيټلايزېشن د عصر په شروع کېدو سره زما په فکر د پير روښان د پېر راهيسې اوس تر بل هر وخت د دغې موضوع او بحث ارزښت، اهميت او استعجال زيات شوے دے. البته لکه څنګه چې يې زه په هکله مباحثې وينم، نو پکښې په زياته اندازه د علمي استدلال، د موضوع د جديت له کبله د شته حساسيتونو درک او په پام کې نيول او اړين احتياط ډېر کم دے.
افکار بايد آزاد وي، خو...
زه د دې پلوے يم چې پر افکارو، مفکورو او نظريو بايد چې هيڅ قيد او بنديز نه وي او نبايد چې و بحث ته اړ موضوعات تابو وګرځول شي. البته هيڅکله دا هم هير نکړل شي چې ژبه يو مشترک څيز، مشترک هويت او مشترک ميراث دے. په هکله يې هر شانته فيصله بايد چې پر علميت، استحقاق، شموليت، د استازيتوب په انډول او متقابل احترام او ښه نيت ولاړه وي.
په آخر کې به دا هم ووايم چې زه اوس هم د دې په حق کې يم چې اوسنی د ليکلو ابجدي نظام وساتل شي، البته پکښې د اړتيا سره سم بعضي اصلاحات او تغيرات راوستل شي. زما په فکر چې لاتيني يا فونېټيکي الفبا ته د نظام اړول د ستونزې حل نه دے.  په لومړۍ تبصره کې په دې تړاو زما يو څو دلايل اورېدلے شئ.

د پښتو او نورو ټولو کم منابع ژبو د پرمختګ او ښه راتلونکي په هيله

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۲۱مه نېټه

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba