ليكوال: پوهندوی نور احمد شاکر

یادونه:دا مقاله په لږ څه تغییر سره ښاغلي نور احمد شاکر د ادبیاتو پوهنځی استاد او دافغانستان د ژبپوهني د موسسې آمر، د کانفرانس په توګه په هغه سیمینار کي لوستلې وه، چي د (۱۳۴۳ل.) کال د اسد د میاشتي له دوهمي نېټې څخه تر درویشتمي نېټې پوري د پاکستان په "باړه ګلۍ" کي دائر سوی وو.
_________________________
دمخه تر دې چي د افغانستان دژبپوهني د اطلس په باره کي څه وویل سي، باید د ژبپوهني د اطلس په شا و خوا کي څه معلومات وړاندي سي.
هرکله چي دوه کسه په یوه ژبه خبري سره کوي، که سړی په ډېر غور ورته ځير سي، د دوی په خبرو کي توپیر موجود دئ او هماغه یوه موضوع یو سړی په یو ډول او بل سړی په بل ډول کلمو کي اداء کوي او ممکن یو سړی په خپلو خبرو کي داسي کلمې استعمال کړي، چي د هغه بل سړي د کلمو په ذخیره کي وجود ونه لري. په همدې توګه د یوې کورنۍ لهجه نسبت وبلي کورنۍ ته، څه نا څه توپیر لري. په یوه ټولنه کي بېل- بېل اجتماعي ګروپونه، لکه: خواران او بډایان، مریان او خپلواک وګړي، تعلیم یافته اوبې تعلیمه خلک په خپل منځ کي دلهجې اختلاف لري. حتی ځیني وخت داسي پېښیږي، چي د یوه اجتماعي ګروپ غړي، د بل اجتماعي ګروپدغړي په خبره، که څه هم دواړهدیوې ژبي ویونکي وي، خو دلهجې د اختلاف په وجه ښه نه پوهیږي. د نر او ښځي لهجه هم توپیر سره لري، خصوصاً د کوساتي (Koasati)، یانا (Yana) او چوکچي (Chukchi) په ژبو کي دا توپیر ډېر لیدل کېږي. د زلمیانو او زړو په ویناووکي هم ځیني وخت توپیر لیدل کيږي، مثلاً: دافریقا په ډېرو ژبو کي زلمیان له اکثرو هغو مذهبي اصطلاحاتو سره، چي د دوی پلرونه او مېندي په پوهېږي، اشنایي نه لري. دا توپیر په هغو ځایونو کي ډېر لیدل کیږي، چي زوړ کلچر په چټکتیا سره دبدلون په حالت کي وي. هغه خلک چي هر وخت په نزدې تماس کي وي، یا په یوه کلي یا یوه ښار کي ژوند کوي او په هماغه یوه اجتماعي یا اقتصادي ډله پوري اړهلري، ژبه تقریباً په یوه ډول سره استعمالوي. مګر هغه کسان چي په ندرت سره یا ئې بېخي موقع نه وي پیدا کړې، چي یو له بل سره په تماس کي سي او خبري سره وکړي، په خبرو کي ئې زیات توپیر لیدل کېږي، مثلاً: دبرتانیې علمي انګرېزي ژبه په لندن او مانچسټر کي ډېر ورته والي سره لري،خو د نوموړو ښارونو او د هغوی په شا و خوا کي محلي لهجې یوله بله ډېر توپیر سره لري.دجغرافیایي موقعیت په اساس ممکن د یوې ژبي ویونکي په خپلو خبرو او ویناووکي څرګند اختلافونه او توپیرونه ولري.دا توپیرونه په عموي ډول په آوازونو، شکلونو، د شکلونو په ترتیب، کلمو او معنی ګانو کي لیدل کېږي، دمثال په توګه: د کندهار دلهجې د (ږ) او (ښ) آوازونه، دننګرهار او په ځینو نورو لهجو کي په (ګ)، (خ) سره اداء کېږي. په کندهار کي(چوپان) ته (شپون) او (موتروان) ته (موټروان) وایي؛مګر په ځينو نورو لهجو کي نوموړي کلمې په (شپین) او (مېټریان) سره تلفظ کېږي.
یوه ورځ لهکندهاره کابل ته په موټر کيتلم. موټروان او کلېنر دواړه د پکتیا وو. پر لاري دموټر په ماشین کي څه خرابي پېښه سوه. کلېنر ور کښته سو، پر ماشین ئې کار شروع کړ. موټروان په سیټ کي ناست وو او کلېنر ته ئې ور ږغ کړل:"چکیش کېژده، چکي روخله". که موټروان کندهاری وای، نو به ئې ورته ویلي وای:"چکش کښېږده، چاکو را واخله".
دغه رنګه په ځينو لهجو کي وایي: (سړی دئ = saŗay dәy)او په ځينو لهجو کي وایي:(سړی دی=saŗay day). اما په ځینو لهجو کي بیا وایي:(سړی ده= (saŗay dә.په کندهار کي(ګوګِرد) ته (اورلګیت یا ولګیت) وایي او (ګُرګ) ته (شرمښ) وایي.(ډنګر) دلاغر په مانا استعمالوي.مګر په ځینو نورو لهجو کي(ګوګرد) ته (ګوګړ) او (ګرګ) ته (لېوه) وايي او (ډنګر) د (غوایي) په معنی استعمالوي.
د دې له پاره چي د یوې ژبي بېلي- بېلي لهجې او د هغوی توپيرونه په صحیح ډول سره وښولای سو،د هري لهجې په باره کي دژبپوهني لهاُصولو سره سم یو لړ تحقیقات کوو؛ او هغه مواد چي د هغوی په واسطه موږ دنوموړې ژبي بېلي- بېلي لهجې او د هغوی توپیرونه وښوولای سو، د ژبپوهني د علمي اساساتو له مخي را ټولوو. دغه مواد چي را ټول سول او د خپرولو له پاره اماده سول، موږ کولای سو چي په مختلفو طریقو سره هغه نشر کړو. یوه طریقه دا ده چي دیوه کاغذ پرمخ باندي دهر جواب ورکوونکي(informant) خبري په بېلو-بېلو عمودي ستونونو کي په داسي ډول راولو، چي د ټولو جواب ورکونکو هغه جوابونه چي دیوې موضوع په باره کي ئې ورکړي دي، څنګ پر څنګ پر یوه اُفقي لیکه باندي واقع سي، څو په دې توګه موږ وکولای سو چي نوموړي جوابونه یو له بله سره پرتله کړو. بله طریقه داده چي نوموړي جوابونه د نقشو په توګه په داسي ډول سره وښیو، چي په هغه کي د هر جواب ورکوونکي جواب، دهغه جواب ورکوونکي دهستوګني په ځای کي واقع سي. دغه دوهمه طریقه یو غوره طریقه ده. ځکه چي د دغسي نقشو یوه مجموعه موږ ته موقع راکوي، چي دیوې ژبي د بېلو- بېلو عناصرو د استعمال مشخص ځایونه په نوموړو نقشو کي دمقایسه کولو په ترڅ کي پیدا او مقایسه ئې کړو او په یوه نظر سره په اسانه توګه له نوموړو نقشو څخه خپل مطلب لاس ته راولو.
کوم سړی چي دژبي تحقیق کوي و هغه ته محقق (Field Worker) وایي.جیلیرون (Gillieron) چي د سویس یو ډېر نامتو ژبپوهاند دئ، وايي چي: محقق باید یو سړی وي. یعني دیوې ژبي ټولي لهجې باید دیوه سړي په واسطه ثبت سي.مګر جود (Jud)او جې برګ (Jabery) چي دواړه د ده شاګردان وو، د ایټالیې او سویس د ژبپوهني او نژاد پوهني (Ethnology) د اطلس په ترتیبولو کي ئې له درو تنو څخه کار اخیستی دئ.
محقق باید دلهجې په محل کي تحقیق وکړي او دجواب ورکوونکي جوابونه په خپله باید ولیکي. ډیټا(data= هغه مواد چي دژبي دلهجو د تحقیق له پاره ئې را ټولېږي) باید دخبرو دعادي سرعت له مخي ثبت سي چي طبیعي وي، نه د ورو او غیري طبیعي خبرو په موقع کي. دخبرو په ثبتولو کي به ډېر تلوار نه کوي، یعني هر کله چي محقق ډاډه سي چي آوازونه ئې په صحیح ډول سره اورېدلي دي، نو وروسته دي دهغوی په ثبتولو کي اقدام وکړي.محقق باید له جواب ورکوونکو څخه دا غوښتنه ونه کړي، چي یو توری تر درې یا څلور واره زیات تکرار کړي. بلکي اکثره محققین و لومړي تلفظ ته اهمیت ورکوي او که کومه اشتباه ورته پېښه سي، نوخپله اشتباه په نورو مشابهو خبرو کي رفع کوي.محقق باید دا کوښښ ونه کړي چي دژبي ټول مواد هرو مروتر عمومي قواعدو لاندي راولي. ځکه چي په یوه ژبه کي بې قاعده او غیرمنظم شیان د ژبي یو مهمه برخه تشکیلوي او هغومره اهمیت چي باقاعده شیان ئې لري، بې قاعده ئې هم لري. نو د دې له امله هرڅه باید کټ مټ په هغه ډول سره ثبت سي، چي په ژبه کي موجود وي او دهیڅ شي له ثبتولو څخه باید سترګي پټي نه سي. خجونه او فشارونه په اکثرو ژبو کي دکلمو او جملو ومعنی ته تغیر ورکوي، مثلاً: که د (غوټه، پرته، کښېنستم) په کلمو کي که پر لومړي سیلابونو باندي خج واقع سي، یوه معنی ورکوي اوکه دپای پرسیلابونو باندي خج راسي بله معنی ورکوي. دغه رنګه د (زه په پوهنځی کي له ده سره ګرامر وایم.) په جمله کيپر څلورو برخو باندي موږ فشار راوستلای سو او پر هره برخه چي فشار راولو، د جملې معنی توپیر پیدا کوي.یعنی که پر (زه) باندي فشار راولو دا معنی ورکوي، چي بېله ما څخه بل څوک له ده سره په پوهنځی کي ګرامر نه وایي یا ممکن دا معنی ورکړي چي بېله ماڅخه دي بل څوک له ده سره په پوهنځی کي ګرامر نه وایي. که پر (پوهنځی) باندي فشار راولو دا معنی ورکوي، چي زه له ده سره په پوهنځی کي ګرامر وایم او بل ځای ئې نه ورسره وایم. که پر (ده) باندي فشار راولو، دا معنی ورکوي چي له بل چا سره زه په پوهنځی کي ګرامر نه وایم، بلکي یوازي له (ده) سره ئې وایم.که پر (ګرامر) باندي فشار راولو بیا دا مطلب ځیني اخستل کېږي، چي بېله ګرامر څخه کوم بل مضمون له ده سره په پوهنځی کي نه وایم.نو ځکه د تحقیق په وخت کي محقق باید دژبي خجونه او فشارونه هم ثبت کړي، څو په دې برخه کي هم دیوې ژبي د لهجو توپیر او ورته والی څرګند سي.
د ژبپوهني داطلس په ترتیبولو کي باید دا لاندي شیان په نظر کي ونیول سي.
1. په هغه سیمهکي چي محقق دژبي تحقیق کوي؛ لومړی باید د نوموړی سیمي یوه جغرافیایي سروې وکړي. څو په دې توګه یو عمومي او ابتدائي معلومات د هغو بېلو- بېلو سیمو په باره کي لاس ته راولي چي په هغوی کي د ژبي د استعمال توپیرونه موجود وي.
2. وروسته تر دې محقق باید دوه کاره وکړي:
یو دا چي، دهغو جغرافیایي سیمو یولست ترتیب کړي، چي په هغوی کيد ژبي هغه عناصر چي یو له بله توپیر سره لري، وروسته په غور سره وکتل سي. بل داچي، دهغو عناصرو لست ترتیب کړي، چي په نوموړو سیمو کي باید د هغوی تحقیق وسي. دغه دوهم لست چي د یو لړ پوښتنو څخه مرکب دئ، د یوپوښتنلیک (Questionnaire)شکل غوره کوي. هغه پوښتني چي دیوه پوښتنلیک په توګه ترتیبیږي، باید یو له بله رابطه سره ولري، یعني که له جواب ورکوونکي څخه لومړی دا پوښتنه وکړو، چي:(تاسي و پلار ته څه وایاست؟). دوهمه پوښتنه مو باید دا وي چي:(تاسي و مور ته څه وایاست؟) او وروسته ئې د خور، ورور، وراره او داسي نوري پوښتني وکړو او هر ګړی باید و موضوع ته تغیر ورنکړو.
3. نوموړي لستونه چي ترتیب سول، بیا نو محققین په نوموړو سیمو کي سفر کوي او په هره هغه سیمه کي، چي ده دمخه دتحقیق کولو له پاره انتخاب کړې ده، توقف کوي. په هغه ځای کي مناسب ځواب ورکوونکي (Informants) پیدا کوي او دهر ځواب ورکوونکي څخه یو پوښتنلیک تهیه کوي.په عمومي ډول په یوه سیمه کي دوه ځواب ورکوونکي انتخابېږي او نوموړي خلک باید داسي کسان وي چي له کوچنیوالي څخه په هغه ځای کي لوی سوي وي او هغه مواد چي محقق ئې په هغه سیمه کي راټولوي، دنوموړي ټولي سیمي دخلکو نمایندګي وکړي.محقق باید دنوموړو موادو د راټولولو نېټه ولیکي.دجواب ورکوونکي په انتخابولوکي د محقق ډېر غور لازم دئ.کوم څوک چي پوښتنه ځیني کېږي، دهغه نوم، دهستوګني ځای، دهستوګني دځای بدلون، په نورو ژبو کي د ده معلومات، سن او داسي نور معلومات، چي دژبي په بدلون کي برخه لري، باید ولیکل سي. دجواب ورکوونکي عمر باید تر شپاړسو کالو زیات وي. ځکه چي بېله جزوي استثناآتو څخه هغه څوک چي عمر ئې تر شپاړسو کالو لږ وي، په ژبه کي کافي تجربه او معلومات نه لري. په عمومي ډول نر ته د جواب ورکوونکي په حیث تر ښځي ترجیح ورکوله کېږي. ځکه چي نر نسبت وښځي ته په ټولنه کي په عمومي ډول له خلکو سره ډېر تماس لري. د جواب ورکوونکي فکري ذکاوت دژبي په تحقیق کي ډېر اهمیت لري؛ او هر څومره چي په ژبه کي ډېر معلومات ولري، هغومره ګټوره نتیجه لاس ته راځي.د جواب ورکوونکي خوله او غاښونه باید نواقص ونه لري. ځکه چي که ئې غاښونه وتلي وي یائې مثلاً ژبه کوم عیب ولري، ممکن د ژبي آوازونه په صحیح ډول سره اداء نه کړای سي. که یو محقق وغواړي چي صحيح مواد او سمه ډیټا(Data) لاس ته راولي، نو باید دجواب ورکوونکي ټوله اوضاع اوخواص مطالعه کړي او د هغه په خوی او بوی ځان پوه کړي. ځکه صحیح او د ډاډ وړ جوابونه هغه وخت محقق له جواب ورکوونکي څخه اخستلای سي، چي دوی یو له بله ښه سره وپیژني او یو د بل په خوی او بوی سره بلد سي. محقق باید په دې عقیده وي، چي جواب ورکوونکی همېشه صحیح جوابونه ورکوي.نو ځکه محقق باید له جواب ورکوونکي سره مباحثه ونه کړي. که څه هم کله -کله جواب ورکوونکی ممکن غلط جواب ورکړي، خو محقق باید دلایل ورسره ونه وایي. ځکه تجربې ثابته کړې ده، چي له جواب ورکوونکي سرهدلایل ویل ګټه نه لري او محقق کولای سي، چي داسي مشکلات دخپلي ډیټا په نورو محتویاتو کي حل کړي. محقق باید دجواب ورکوونکي په مرسته او ښوونه خپل تلفظ صحیح کړي. یعني کوم آواز یاکومه کلمه یاخبره چي محقق دهغه په تلفظ کي اشتباه ولري، په جواب ورکوونکي پسي دې څو واره تکرار کړي، څو صحیح تلفظ ئې زده کړي او جواب ورکوونکی هم دهغه د صحت تصدیق وکړي.له جواب ورکوونکي څخه باید دژبي په باره کي علمي پوښتني ونسي، مثلاً: دا باید ځیني ونه پوښتل سي چي ولي د [ما احمد ولید] پر ځای (زه احمد ولید) یا د (زه احمد وینم) پرځای (ما احمد وینم) نسو ویلای.د داسي پوښتنو جوابونه باید وروسته تر هغه چي مواد راټول سول او ډیټا ترتیب سوه، له ډیټا څخه واخستل سي.
دتحقیق په وخت کي دي دجواب ورکوونکي لیاقت او ذکاوت وستایل سي. له جواب ورکوونکي سره ډېر صمیمانه او دوستانه وضعیت کول، د محقق د بریالیتوب سبب ګرځي.په یوه وخت کي باید ډېر کار ونه سي. په عمومي ډول محقق باید په یوه وخت کي تر (۴۵) دقیقو زیات کار ونه کړي. یعني وروسته تر هرو (۴۵) دقیقو باید تفریح وکړي. که محقق په ورځ کي درې واره له جواب ورکوونکي سره پنځه څلوېښت دقیقې کار وکړي او نور وخت د نوموړو موادو په مطالعه او د ځینو ریښو او پیوندونو(Affixes) په یادولو سره تېر کړي. ممکن یوه سمه او ډاډ وړ ډیټا را ټوله او ترتیب کړي.خو د محقق له پاره لازمه ده، چي د تحقیق په وخت کي د ژبي ځیني اساسي مواد، لکه: د کلمو ریښې، ځیني لاحقې، سابقې او دهغې ژبي داسي نور مهم عناصر زده کړي.
4. هرکله چي ټول مواد په نوموړي ترتیب سره راټول سول. نو وروسته نقشې ترتیبېږي، چي په هغه کي د هغو عناصرو استعمال په بېلو - بېلو سیمو کي وښوول سي، چي دمخه په یو پوښتنلیک کي ترتیب سوي دي او نوموړې نقشې دیوه اطلس په توګه ترتیبېږي، چي و هغه ته دژبپوهني اطلس وايي.
توماس او ایلن دامریکا د ژبپوهني نامتو پوهان دي، چي د ژبپوهني د اطلس د موادو د را ټولولو په برخه کي ئې نسبتاً نوي طریقې استعمال کړي دي. چارلس ک. توماس (Charles K. Thomas) د ژبي هغه عناصر چي دی ئې دلهجو د معرفي کولو له پاره ضروري بولي، په جواب ورکوونکي باندي لولي او د ټیپ ریکارډر په ذریعه ئې ټیپوي. په دې طریقه کي د ده ګټه دا ده، چي دی و یوه داسي چاته ضرورت نه لري، چي په فونیټیکس (Phonetics) کي د ډېري پوهي خاوند وي او نه ودې ته ضرورت پیدا کوي، چي مجادله وکړي چي څه ډول سېمبولونه او علامې د څه ډول آوازونو له پاره باید استعمال سي. که چیري د ټیپ څخه کار وانه خستل سي، نو د ژبي مواد د تحقیق په وخت کي په ډېر دقیق ډول سره ثبتول غواړي او دا کار هغه څوک کولای سي، چي په فونیټیکس کي کافي معلومات او پوره مهارت ولري، څو د ژبي ټول آوازونه دهغو فونیټيکي علامو او سېمبولونو سره سم ولیکي، چي ورته ټاکل سوي دي. دغه رنګه توماس په نوموړې طریقه سره د ډېرو خلکو د خبرو نمونې په لږ وخت کي ثبتولای سي. برسېره پر دې د ټیپولو په واسطه ډېر داسي فونولوجیکي خواص څرګندیږي، چي حتی یوه ډېره دقیقه فونیټیکي الفباء او سېمبولونهئې هم نه سي څرګندولای. د دې طریقې یوه بله ګټه دا ده، چي د عروضي خواصو (Supra-segmental characteristics)) یا په بل عبارت د ژبي په معنی کي دخجونو او فشارونو د رول په باره کي هم صحیح معلومات لاس ته راتلای سي.
هیرلډ ب. اېلن (Harold B. Allen) له یوې بلي طریقې څخه کار اخلي او هغه دا ده، چي لومړی د جواب ورکوونکي څخه خواهش کوي، چي داسي شیان، لکه: د هفتې د ورځو یا د میاشتو نومونه وښیي او وروسته بیا ځیني جملې ورکوي، چي خالي ځایونه ولري او هغه ډک کړي، لکه په دې جمله کي:(د دوی ..... ډېري شیدې کوي) چي جواب ورکوونکی په نوموړي خالي ځای کي هغه کلمه را وړي، چي د (غوا)له پاره ئې استعمالوي.خو دا هم ممکنه ده، چي جواب ورکوونکی د (غوا) کلمې پر ځای د (ګامیښي) کلمه راوړي. نو د دې له پاره چي د جواب ورکوونکي څخه هغه کلمه لاس ته راولي، چي د (غوا) له پاره ئې استعمالوي، داسي جملې چي د نوموړي جملې سره ورته والی ولري څو ځله تکراروي، څو چي جواب ورکوونکی و دې ته مجبور سي، چي په خالي ځای کي د (غوا) کلمه استعمال کړي، مثلاً داسي جملې، لکه: (د دوی .... لنګه سوه او ګېلګی ئې راوړ) یا لکه (غویی د یوي او .... د شیدو له پاره روزل کېږي) او داسي نور ... ټول پوښتنلیک په همدې ترتیب جواب ورکوونکی لولي او د جملو خالي ځایونه ډکوي او په همدغه وخت کي د جواب ورکوونکي جوابونه ټیپیږي. د ژبي عروضي خواص (Supra-segmental characteristics) د ځینو نورو هغو مخصوصو موادو څخه لاس ته راولي، چي له جواب ورکوونکي څخه ئې ټیپ کړي وي.
د ژبپوهني په اطلس کيد ژبپوهني علماء ځیني اصطلاحات استعمالوي، چي دلته ئې باید په لنډ ډول یادونه وسي. په دې جمله کيآیسوګلاس(Isogloss) یوه مهمه اصطلاح ده، چي ډېره استعمالېږي. د ژبپوهني د اطلس په ترتیبولو کي یوډېر مهم کار دا دئ، چي د ژبي دمختلفو عناصرو د استعمال توپیر چي په بېلو - بېلو سیمو کي موجود وي، وښوول سي او د هغوی سرحدونه تعیین سي. هغه سرحدي لیکه چي د ژبي د یوه عنصر د استعمال توپیر په مختلفو سیمو کي وښیي،آیسوګلاس بلله کېږي. ځیني آیسوګلاسونه نسبت نورو آیسوګلاسونو ته ډېر مهم بلل کېږي، مثلاً: کوم آیسوګلاس چي دوې لویي سیمي سره بیلوي، نسبت هغو آیسوګلاسونو ته ډېر مهم بلل کېږي، چي تر کلیو او وړو - وړو سیمو په غیر منظم ډول سره تېریږي. د ژبي کوم عنصر چي په یوه محدوده سیمه کياستعمالیږي او دغه سیمه د یوهآیسوګلاس په واسطه احاطه سوې وي، و هغې سیمي ته مرکزي سیمه(Focal area) وایي. د ژبي ځیني هغه عناصر چي د استعمال توپیر لري، ممکن په پراګنده ډول سره ثبت سوي وي، نو ځکه آیسوګلاسونه هم د دغسي عناصرو د استعمال د ځایونو د ښوولو په غرض یو په بل سره ننوتلي او ګډوډ سره واقع سوي وي. داسي سیمي چي دغسي آیسوګلاسونه پکښي راغلي وي، ګرېډیډ ایریا (Graded areas) ئې بولي. کله-کله یو زیات شمېر آیسوګلاسونه په یوه ځای کي سره واقع سوياو تقریباً پر یوه خوا باندي تللي وي. هغه سیمه چي د آیسوګلاسونو د دغسي بنډلونو په واسطه سره بېله سوې وي، لهجوي سیمه (Dialect area) بولي او دغسي آیسوګلاسونه چي د بېلو سیمو په منځ کي ئې یو پلن سرحد تشکیل کړی وي، نسبت و یوه آیسوګلاس یا هغو آیسوګلاسونو ته چي شمېر ئې لږ وي، د ژبي ډېر تغیرونه او بدلونونه ښیي او ممکن کله -کله د دغسي سیمي پر لهجه باندي یو بېل نوم کښېښوول سي.
لومړۍ پوښتنه چي د لهجوي جغرافیې پوهان باید و هغه ته جواب ورکړي، دا ده چي آیا دغه آیسوګلاسونه یا آیسوګلاس همېشه ځای پر ځای ولاړ وي او که په حرکت کيوي او که حرکت کوي، نو پر کومه خوا باندي روان وي؟ یو آیسوګلاس یا د آیسوګلاسونو یو بنډل، چي د کوم داسيسد (خنډ، مانع) له څنګه سره تېر سوی وي، چي د خلکو په منځ کي ئې رابطه او تګ راتګ قطع کړی وي، په عمومي ډول د توقف په حالت کي وي. د ژبي د کوم عنصر یا عناصرو استعمال له مرکز څخه، له سړی څخه تر سړی پوري او له کلي څخه تر کلي پوري خپرېږي او تر هغه وخته پوري په حرکت کي وي، څو چي دکوم مانع سره مخامخ سي او ودریږي. دا مانع ممکن طبیعي وي، لکه: دکوم غره سلسله یا کوم لوی سیند، یا ممکن سیاسي وي. که چیري دا ډول مانع وجود ونه لري، نو سړی باید اغلباً داسي نتیجه واخلي، چي د ژبي نوموړی عنصر یا عناصر تل په حرکت کي وي او و هري خواته چي لار ولري، هلته نفوذ کوي. اما دغه دوهمه نتیجه دلومړۍ نتيجې په څېر، چي و مو ویل چي مانع د ژبي د عناصرو د خپرولو مخه نیسي یقني نه ده. د ژبپوهني د اطلس په نقشو کي نه یوازي لیکي استعمالولای سو، بلکي موږ کولای سو چي مربع ګاني، مثلثونه، دائرې او داسي نوري علامې استعمال کړو. مثلاً: په پښتو کي د (ښ=ş) آوازپه ځینو ځایو کي په (ښ=ş)، په ځینو سیمو کي په (خ=x) او په ځینو مناطقوکي په (خ=) سره تلفظ کېږي. که موږ وغواړو، چي د (ښ=ş) د نوموړي درې ډوله تلفظ سیمي په یوه نقشه کي وښیو، کولای سو چي په هغو ځایو کي چي (ښ=ş) وایي د مربع او په هغو سیمو کي چي(خ=x)وايي، د مثلث او په هغو مناطقوکي چي (خ=) وایي، د دائروعلامې کښېږدو او په دې توګه د نوموړي آواز بېل ـ بېل تلفظ په مختلفوسیموکي د نقشې پر مخ وښیو.
کله-کله د ژبي کوم عنصر یا عناصر په هماغه یوه ځای کي په بېل - بیل ډول سره استعمالېږي، چي و داسي ځایونو ته انتقالي سیمه (Transition area) وایي، لکه:دکندهار په علاقه کي چي (کښي) او (کي) دواړه وايي،مګر په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کي (کښي) نه استعمالېږي. کله –کله د ژبي ځیني عناصر یوازي په هغو سیمو کي پیدا کېږي، چي ګوښه واقع سوي وي او خلک ئې له نورو سیمو سره ډېر تګ او راتګ نه لري. د دغسي سیمو له پاره د مارجنل (Marginal)یعنی کِناري یا ګوښه اصطلاح راوړله کېږي.
د ژبپوهني جغرافیې چي د ژبي د آوازونو، اشکالو او د نوموړو اشکالو د مختلفو شکلونو استعمال په بېلو - بېلو سیمو کي مطالعه کوي، په اروپا کي رشد موندلی دئ، چي په جرمني،فرانسه،بلجیم، نیدرلینډ،سویټذرلینډ،ایټالیا او ځینو نورو هیوادونو کي، په دې څانګه کي ډېر مهم ګامونه اخستل سوي دي. جولس جیلروون (Jules Gillieron) چي په (۱۸۵۴م.) کي په سویس کي زېږېدلی او په (۱۹۲۶م.) کي مړ سو، د خپل ملګري ایډمنټ (Edmont) په ملګرتیا تقریباً په ټوله فرانسه کي وګرځیدی او (۶۳۹) ځایونه ئې په څلورو کالو کي وغوښتل اوبیا ئې د (۱۹۰۲-۱۹۱۰م.) کلونو تر منځ په دیارلسو ټوکونو کي د فرانسې د ژبپوهني اولین بشپړ اطلس خپور ک. نوموړی اطلس (۱۹۲۰) نقشې لري، چي هره نقشه په (۶۳۹) سیمو کي د کلماتو تلفظ ښيي او نوموړي کلمې په جملو کي استعمال سوي دي. اوس د نوموړی اطلس دوهمه سروې کېږي، ځکه چي دغسي یوه سروې باید په هرو پنځوسو کالو کي تکرار سي.
اوس چي مو د ژبپوهني د اطلس په شاوخوا کي په عمومي ډول یو څو خبري وکړې، غواړم چي د افغانستان د ژبپوهني د اطلس په باره کي محترمو او درنو اورېدونکو ته څه معلومات وړاندي کړم:
د افغانستان د ژبپوهني موسسه د (۱۳۴۰ل.)کال د جوزا په ۲۱ نېټه د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځیکي د افغانستان د خلکو د ژبنیو او ثقافتي تحقیقاتو په غرض تاسیس سوه. دا موسسه په دې فکر کي وه، چي که چیري د افغانستان د بېلو - بېلو ژبو دتحقیق له پاره لازم تدابیر ونه ونیول سي، خصوصاً د افغانستان ځیني پخوانۍ او محلي ژبي ممکن د ځینو اجتماعي او ثقافتي عواملو په اثر له خپلو روایاتو او عنعناتو سره یو ځای له منځه ولاړي سي. نو د دې له امله ئې په (۱۳۴۱ل.) کال کي د غربي آریایي لهجه پېژندني د بین المللي کمېټې په تشویق او مرسته یوه ډېره مهمه پروژه په لاس کي ونیوله او هغه دا وه، چي د افغانستان د ټولو ژبو او د هغوی د بېلو - بېلو لهجو په باره کي یو لړ علمي تحقیقات وکړي، علمي مواد را غونډ کړي او وروسته د ژبپوهني د سترو پوهانو په مرسته هغه په علمي ډول تر تحقیق او څېړني لاندي ونیسي او په پای کي د افغانستان د ژبپوهني یو ملي اطلس جوړ کړي. ځکه چي د دې کار د سرته رسولوله پاره و لایقو او روزل سوو محققینو ته اړتیا لیدل کېده، نو د کابل پوهنتون د نړۍ د یو شمېر ژبپوهانو څخه خواهش وکئ، چي افغانستان ته راسي او په دې باره کي یو لړ کنفرانسونه او سیمینارونه دائر کړي، هغه وو، چي د نوموړی کال د مېزان په میاشت کي پروفیسر مارګنشترنې له ناروې څخه،پروفیسر ردارد او مېرمن ردارد له سویس څخه او ډاکتر مېکنزي له لندن څخه، د کابل پوهنتون ته راغلل او د افغانستان د ژبپوهني دموسسې غړي ئې تر روزني لاندي ونیول. پروفیسر مارګنشترنې د آریایي لهجو او دهغوی د فونولوجۍ، مورفولوجۍ، نحو او لغاتو عمومي خصوصیات بیان کړل. پروفیسر رادرد د لهجه پېژندني عمومي پرنسیپونه، د هغوی هدفونه او مېتودونه تشریح کړل او وروسته ئې دژبپوهني د اطلس د اهمیت، پوښتنلیک د څرنګوالی، د محقق د وظیفو او ځینو نورو مسایلو په باره کي و محققینو ته کاپي معلومات ورکړل. ډاکټر مېکنزي د پښتو د بېلو - بېلو لهجو او د تحقیق د پرنسیپونو په باره کي تشریحات ورکړل. مېرمن ردارد د فونیټيکي الفباء او د اطلس له پاره دموادو د ثبتولو سیسټم د نوموړي الفباء په ذریعه بیان کئ. وروسته تر دې د ژبپوهني د موسسې محققین د نوموړو پروفیسرانو په ګډون د مشق او تمرین له پاره د کاپیسا ولایت ته ولاړل او هلته ئې د نجراو په درو کي پشه یي او پراچي ژبي په امتحاني ډول ثبت کړې او یوه هفته ئې تطبیقات وکړل. په دې تطبیقاتو کي محققینو له جواب ورکوونکو څخه د پوښتنو طرز، د پوښتنلیک د ډکولو طریقه، د کمرې او ټیپ ریکاډرونو استعمال او د آوازونو د ثبتولو طریقه د نوموړو پروفیسرانو تر لارښووني لاندي په عملي ډول زده کړه او په دې توګه د ژبپوهني د اطلس د موادود راټولولو له پاره په اطمیناني ډول چمتو سول او د (۱۳۴۱ل.)کال په پای کي ئې د افغانستان د مختلفو ژبو او دهغوی د بېلو - بیلو لهجو په ثبتولو پیل وکړ.
د ژبپوهني د موسسې محققین دوه ډوله پوښتنلیکونه لري، چي یو عادي او بل لنډ پوښتنلیک دئ. په عادي پوښتنلیک کي تقریباً دوه زره پوښتني دي او په لنډ کي پوښتنلیک کي تقریباً اووه سوه پوښتني ترتیب سوي دي. دوی د افغانستان په بېلو - بېلو سیمو کي د ژبپوهني د موسسې له لارښووني سره سم سفر کوي او په ټاکلي ځای کي توقف کوي. د هري ژبي له پاره لومړی یو عادي پوښتنلیک ډکوي. وروسته له یوې مقدماتي سروې څخه که و محققینو ته څرګنده سي، چي هغه ژبه چي دوی ئې تحقیق کوي نوري لهجې هم لري، هغه لهجې هم په هغو سیمو کي چي موجودي وي، ثبتوي. که چیري دوی ته داسي وبرېښي چي د ژبي کومه لهجه له بلي یا نورو لهجو سره ډېر توپیرونه لري، نو هغه لهجه په عادي او که چیري دوی د مقدماتي سروې په اساس داسي فکر وکړي، چي نوموړې لهجه له نورو لهجو سره زیات توپیر نه لري، نو په لنډ پوښتنلیک کي ئې ثبتوي. دوی چي درې کسه دي په مخصوصو ټیپ ریکارډرونو او حساسو کمروسره مجهز دي. هر کله چي یوه لهجه په پوښتنلیک کي ثبته کړي، دپاره د دې چي د هغې ژبي آوازونه، کلمې، خجونه او فشارونه په ډېر دقیق ډول سره څرګند سي، له جواب ورکوونکي څخه خواهش کوي، چي کومه قصه یا یو بیان وکړي اودوی نوموړې قصه یا بیان د ټیپ ریکارډر په واسطه ثبتوي. د ځینو شیانو چي نومونه ئې په پوښتنلیک کي ثبتوي عکسونه هم اخلي او دا هغه شیان دي، چي د نامه له مخي ښه نه پېژندل کېږي، لکه: د یوي د سامان بېلي ـ بېلي برخي یا لکه: په کندهار کي(منګوټی) یا (کونجۍ) چي د اوبو د څښلو لوښي دي. ټول مواد په دووکاپیو کي ثبتېږي. یو نقل ئې د افغانستان د ژبپوهني په موسسه کي خوندي کېږي او یو نقل ئې د غربي آریایي لهجه پیژندني و بین المللي کمېټې ته، چي مرکز ئې په سویس کي دئ، لېږل کېږي او هلته ئې دوی په علمي ډول سره تر مطالعې او څېړني لاندي نیسي. هر کله چي د ژبپوهني د اطلس له پاره ټول مواد راټول سول، نو د نوموړي بین المللي کمېټې په مرسته به د افغانستان د ژبپوهني اطلس ترتیب او خپورسي.
د افغانستان د ژبپوهني موسسه دوه ډوله غړي لري، چي د ادبیاتو د پوهنځی د رئیس او د دغې موسسې د آمر په مشوره وخپلو علمي فعالیتونه ته دوام ورکوي. نوموړي غړي له اصلي او افتخاري غړو څخه مرکب دي. اصلي غړي چي په دایم ډول له موسسې سره همکاري کوي، یو تدریسي هیئت دئ او بل د تحقیق هیئت. تدریسي هیئت هغه داخلي او خارجي ژبپوهان دي، چي د ژبپوهني شاګردان روزي او هغه مواد چي د محققینو له خوا راټولېږي، تر کنټرول او غور لاندي نیسي. تدریسي هیئت زیار باسي چي د تحقیق د هیئت او نورو شاګردانو اوعلاقه مندانو د روزني او د معلوماتو د زیاتولو په غرض د ژبي له داخلي او خارجي متخصصینو څخه خواهش وکړي، چي د مربوطه موضوعاتو په باره کي خطابې او بیانیې اېراد کړي او سیمینارونه دائر کړي. په دې برخه کي د پروفیسر آرچر، ډاکټر پنزل او ډاکټر کینن امریکایي. مسټر ګوفن بلژیکی، پیغله کراپوشي فرانسوۍ، شیروهتوري جاپانی، موریسن برتانوی، دوریانکوف، یکیموف، چتیتوف او دیبتس روسي نومونه د یادولو وړ دي، چي د افغانستان د ژبپوهني له مؤسسې سره ئې علمي همکارۍ کړي او د ژبپوهني او انتروپالوجۍ په بېلو - بېلو موضوعاتو کيئېیو لړ کنفرانسونه ورکړي دي. د تحقیق هیئت هغه محقیقین دي، چي فعلاً د افعانستان په بېلو - بېلو سیمو کي په ژبنیو تحقیقاتو لګیا دي او د ژبپوهني د اطلس له پاره مواد راټولوي. وروسته چي دا موسسه انکشاف وکړي، د ژبو علمي تجزیې، د تشریحي او مقایسوي ګرامرنو لیکل، له علمي مېتودو سره سم د قاموسونو تهیه کول او داسي نور علمي فعالیتونه به د دغو اصلي غړو (تدریسي هیئت او د تحقیق هیئت) پر غاړه وي.
د موسسي افتخاري غړي هغه داخلي او خارجي متخصیصن دي، چي د تحقیق د هئیت، د ژبپوهني د شاګردانو او نور علاقمندانو د معلوماتو د زیاتولو له پاره د خطابو، ویناوو، سیمینارونو او داسي نورو علمي همکاریو په واسطه له نوموړي موسسې سره مرسته کوي. د ژبپوهني موسسه اوس یوه وړه کتابخانه لري او هڅه کوي چي نوموړې کتابخانه دومره بشپړه سي، چي په کافي ډول د ژبپوهني د علاقمندانو د علمي تتبعاتو او مطالعاتو سره مرسته وکړي. دغه رنګه مؤسسه په دې فکر کي ده، چي په آینده کي د یوې علمي مجلې په خپرولو سره چي په هغه کي به د ژبپوهني مضامین او د موسسې علمي فعالیتونه نشر سي، اقدام وکړي. برسېره پر علمي او معنوي همکاریو ځینو ښاغلو، لکه: پروفیسرمارکنشترنې ناروېژي او ډاکټر واسن امریکايي له دې موسسې سره مادي مرستي هم کړي دي. دغه رنګه د غربي آریایي لهجه پېژندني بین المللي کمېټې همېشه د خپلو مادي مرستو په واسطه د نوموړي موسسې د علمي فعالیتونو بنسټ تقویه کړی دئ.
د غربي آریایي لهجه پېژندني بین المللي کمېټه په نظر کي لري، چي د غربي آریایي ژبو د ژبپوهني یو عمومي اطلس جوړ کړي. اما دا کار هغه وخت امکان پیدا کوي، چي همدغسي تحقیقات چي نن ورځ په افغانستان کي د بېلو - بېلو ژبو او لهجو په باره کي روان دي، د اتحاد شوروي په ځینو جنوبي برخو او په ایران کي هم بشپړ سي. په هر صورت د افغانستان د ژبپوهني د اطلس په بشپړېدو سره به د نوموړي کمېټې د عمومي اطلس د کار یوه لویه برخه هم تکمیل سي.
د (۱۳۴۲ل.) کال د قوس په میاشت کي دوه تنه روسي انتروپالوجستان، ښاغلی باکیموف د مسکو د پوهنتون د انترو پالوجۍ دموسسې آمر او ښاغلی چتیتسوف د نوموړي موسسې غړی کابل ته راغلل. دوی وروسته ترهغه چي یو لړ کنفرانسونه ئې د انسان د پیدایښت او د بشر د نژادونو په باره کي، د کابل او ننګرهار په پوهنتونونو کي ورکړل، د انتروپالوجۍ یو لابراتوار ئې هم د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی ته هدیه کړ. نوموړی لابراتوار د افغانستان د ژبپوهني موسسې له څنګه نصب سو. که څه هم تر اوسه پوري د انترپالوجۍ په برخه کي په افغانستان کي مهم ګامونه نه دي اخستل سوي، خو قوي اُمید لرو چي په دې برخه کي هم په آینده کي ډېر علمي فعالیتونه وسي او د افغانستان د ژبپوهني د موسسې دا څانګه هم په حقیقي ډول سره خپله بڼه څرګنده کړي.
یو بل هدف د دې موسسې دا دئ، چي د هغو خارجي خلکو او علمي موسساتو له پاره چي غواړي د افغانستان د پښتو یا دري یا نورو ژبو په باره کي علمي تحقیقات او مطالعه وکړي، زمینه برابره کړي. په دې برخه کي د دې موسسې رابطه د امریکا دمتحده ایالاتو د یوې علمي موسسې سره، چي مرکز ئې د الینای په پوهنتون کي دئ او د ارتباطي تتبع (Institute of Communications Research) په نامه یادېږي، د یادوني وړ ده. هغه پوهان چي په نوموړې موسسه کي کار کوي، دا عقیده لري چي ژبه د هغې ژبي د ویونکو د کلتور هینداره ده او موږ کولای سو، چي د مختلفو ژبو د کلماتو د معنی ګانو د مقایسې په ترڅ کي د نوموړو ژبو د ویونکو کلتور تر ډېري اندازې پوري مقایسه او د هغوی مشابهاتونه او اختلافونه و لاس ته راولو. اوس نوموړې مؤسسه د افغانستان په شمول د (۲۲) مملکتو پر ژبو باندي کار کوي، چي په افغانستان کي د پښتو او دري په برخه کي د افغانستان د ژبپوهني موسسه مرسته ورسره کوي.
څنګه چي ژبني تحقیقات د یو ملت د تاریخ او ثقافت په پېژندلو کي مهمه برخه لري، موږ یقین لرو چي د افغانستان د ژبپوهني موسسه به په راتلونکې زمانه کي د افغانستان د کلتور او ثقافت په حصه کي ډېر مهم او قیمتي علمي موادو خلکو ته وړاندي کي او په دې لار کي به یو مهم علمي خدمت و خپل هیواد ته ترسره کړي.
څنګه چي دمخه مو اشاره وکړه، د ژبپوهني موسسې د افغانستان د ژبپوهني د اطلس له پاره د موادو د را ټولولو کار د (۱۳۴۱ل.) کال په پای کي (۱۴ / ۱۱ /۱۳۴۱ل.) شروع کړی دئ او د (۱۳۴۴ل.) کال تر پایه پوري ئې د هیواد په (۱۵۸) بېلو - بیلو سیمو کي علمي تحقیقات کړي او په نوموړو سیمو کي ئې په لاندي ډول د خلکو ژبي او لهجې ثبتي کړي دي:
1. پښتو په لاندي (۶۹) ځایونو کي ثبت سوې ده:
په ننګرهار کي:باندر، مرکی خېل، کامه، باسول، ګردی، لالپوره، نازیان، کټه پور، حصارک، چاریکار، پچیر.
په کنړ کي:دانګام، باډیل، څوکۍ، سرکاڼي، د پېچ دره،مزار دره.
په کابل کي:بګرامۍ، اکاخېل، پایتاو.
په پکتیا کي: خوست، څمکني، جاني خېل، احمد خېل، سیدکرم.
په کټواز کي: سړوبي، خیرکوټ، ور ژانه.
په غزني کي: اغوجان، اندړ، غورغورک.
په لغمان کي:عمرزائي، الینګار.
په وردګو کي:نازک خېل، شیخ اباد، ثمرخېل، عثماني خېل، امرخیل.
په چخانسور کي:دېشو.
په فراه کي: د فراه ښار، بالا بلوک، شین ډنډ، ګجګین، بکوا.
په کندهار کي: دکندهار ښار، کدنی، میوند.
په هلمند کي: نادعلي، ګرشک، کجکي.
په لوګر کي: سجاوڼ، دوران خېل، برکي برک، محمدآغه.
په پروان کي: بګرام، سرخی، شینوار.
په کندوز کي: چار دره، خان آباد.
په کاپیسا کي: نجراب.
په روزګان کي: د شالۍ ناوه،تیری.
په بادغیسات کي: مرغاب.
په سمنګان کي:د ګاړو کلی.
په بلخ کي: بوکه.
په جوزجان کي:خانقا.
په فاریاب کي:قیصار.
په هرات کي: کهسان، ګلران.
2. دري په لاندنیو (۵۳) ځایونو کي ثبت سوې ده:
په کابل کي: زنده بانان.
په غزني کي: دروازه، حکیم سنايي، قره باغ، جاغوري، مالستان، ناهور، لنګر.
په لغمان کي:ګومین.
په فراه کي: دفراه ښار، قلعه کا.
په کندهار کي: د توپخانې بازار.
په لوګر کي: محمدآغه، کلنګار،څرخ، خوشی.
په کندز کي: چاردره، سلیمان قل.
په پروان کي: خواجه سیاران، سالنګ، چاردهي، غوربند.
په سمنګان کي: پُل خمري، دره صوف.
په بلخ کي:دهدادي.
په جوزجان کي:شبرغان.
په فاریاب کي: د میمنې ښار، ګور زیوان.
په بغلان کي: دوشي، اندراب.
په هرات کي: دهرات ښار، انجیل، اوبه، زنده جان، معلومه، بادام تو، چشت شریف.
په کاپیسا کي: نجراب، بازارک، دشت ریوت.
په بامیانو کي: تګاب غار، فولادي، پای بوم، شهیدان، کهمرد، راقول، چمن، خاک دو، غرغري.
په غور کي:آهنګران، چشمه سکینه، پالیزک، چارسده.
په بادغیسات کي:قلعه نیازخان.
په چخانسور کي:ابراهیم آباد.
3. اورموړي(اورمړي؟): په لوګرکي:برکي برک.
4. تیرویا تیرائي:په ننګرهار کي: رودات.
5. سنګلیچي: په بدخشان کي:سنګلیچ، اسکتول.
6. براهوي: په چخانسور کي:عبدالاباد.
7. بلوڅي: په چخانسور کي:خواجه علي سفلی، چهار برجک، قریه الله داد خان، قریه سیخ سره.
8. مُنجي: په بدخشان کي:ښار، میان ده، تیلی.
9. مروي یا موري: په هرات کي: زنده جان.
10. مغلي: په هرات کي: اوبه.
11. روشاني: په بدخشان کي:پاجور.
12. شغني: په بدخشان کي:بهشار، شدوج، ارخت.
13. اشکاشمي: په بدخشان کي:زرخان.
14. واخي: په بدخشان کي: نزکت، پنجه، وزیت.
15. ازبکي: په کندز کي: حضرت امام، په سمنګان کي: سفید کوتل او په جوزجان کي: سرخک.
16. ترکمني: په کندز کي: قلعه ذال، په جوزجان کي: قرقین اوپه فاریاب کي: اندخوی.
17. پشه ئې: په کاپیسا کي: د پچغان درهاو په ننګرهار کي: دره نور.
18. پنجابي: په روزګان کي:تیری.
19. پراچي: په پروان کي:شتل او په کاپیسا کي: لوکاخېل، د غوت دره او د پچغان دره.
20. عربي: په بلخ کي: خوشحال آباد.
په پورتني ډول د افغانستان په (۱۵۸) بېلو - بېلو ځایونو کي د (۱۳۴۴ل.) کال تر پایه پوري د ژبنیو تحقیقاتو په لړ کي ژبي او لهجي ثبت سوي دي او دا تحقیقات دوام لري. هیله ده چي د راتلونکي کال تر پایه پوري د موادو د راټولولو کار و پای ته ورسیږي او په دې توګه د افغانستان د ژبپوهني د اطلس د خپرولو له پاره زمینه برابره سي.
* * *
ماخذونه:
1 – Allen Harold B. 1958 Applied English Linguistics, New York.
2 - Bloomfield, Leonard 1933, Language. New York.
3 - Gleason Henry A. Jr., 1955,An introduction to descriptive linguistics. New York.
4 - Hall, Robert A. Jr. 1960 Linguistics and your language. New York.
5 - Hockett Charles E. 1959, A course in modern linguistics, New York.
6- Nida, Eugene, 1949 Morphology. University of Michigan.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مصحح یادونه: د پوهندوی نور احمد شاکر دغه مقاله د وږمې مجلې، د نهم کال په (۵،۴ او۶- ۱۳۴۴کال) ګڼه کي چاپ سوې ده. بیا تر همدغه عنوان لاندي په یوه څه لنډیز د کابل مجلې د (۱۳۴۵ل.) کال په لومړۍ ګڼه کي چاپ سوې ده او وروسته بیا په یوه څه تغییر او لنډیز د (لهجوي اطلس) تر عنوان لاندي د پوهندوی نوراحمد شاکر په بل مستقل اثر (ژبنۍ څېړني) کي بیا خپره سوې ده. د مقالې هغه برخي چي په مجله کي نه لوستل کېدې او یا په چاپ کي نه وې راغلي، د مقالې د لنډیز څخه اصلاح سوې.

 

 ـــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د هر مطلب سره د هغه د اصلي لينک  مل کول حتمي دي.
ــــــــــــــــــ

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




قاموسونه ته لايک ورکړئ


قاموسونه کارول زده کړئ

قاموسونه موبايل اېپ اندرويد