لیکوال: پوهاند محمد رحیم الهام

د مقایسوي ژبپوهني څېړني په یورپ کي هغه وخت شروع شوې، چي پوهان په اتلسمه پېړۍ کي له سانسکریت سره آشنا شول. کله چي پوهاند د سانسکریت او اروپايي ژبو، لکه: یوناني، لاتین او نورو په منځ کي خورا زیاتو لغوي او ګرامري مشابهتونو ته ځیر شول، نو دا غلط فکر ورته پیدا شو، چي ګواکي د اروپا ژبي له سانسکریت څخه زېږېدلي دي. ځینو پوهانو ښایي چي د نژادي یا هیواد پالني د احساساتو له کبله بېځایه کوښښ وکړ، چي هالنډي ژبه، حتی عبراني ژبه د ټولو ژبو د مور په حیث ثابته کړي. په دې توګه د هغو زیات شمېر ژبو د ریښو او خپلوی د موندلو له پاره هڅي شروع شوې، چي د یورپ له لوېدیزو سواحلو څخه بیا د هندوستان تر وروستیو سرحدونو پوري ویلي کېدې.
سر ویلیم جونز(۱۷۴۶-۱۷۹۴م.) د یورپ لومړنی او ستر سانسکریت پوه د لومړي ځل له پاره دا خبره وکړه، چي د یورپ ژبي له سانسکریت څخه نه دي زېږېدلي، بلکي سانسکریت، یوناني، لاتین او یو شمېر نوري ژبي له یوې واحدي قبل التاریخ ژبي څخه راوتلي دي. جونز په خپله یوه وینا کي چي په لندن کي ئې وکړه (۱۷۶۸م.) داسي وویل، چي:
"د سانسکریت د افعالو په ریښو او په ګرامري صورتونو کي له یوناني او لاتین سره دومره قوي ارتباط لري، چي تصادفي نه شي بلل کېدای. دغه رابطه په حقیقت کي دومره قوي ده، چي که هر ژبپوه دغه ژبي وڅېړي، یقین پیدا کوي چي له داسي یوې سټي څخه پیدا شوي دي، چي اوس ئې پته نشه. په همدې دلیل که څه هم ډېر قوي نه وي، دا فرض کولای شو چي ګوتیک او سلتیک دواړه سره له بېلو، بېلو اصطلاحاتو له سانسکریت سره مشترکه ریښه لري".(۱)
په دې توګه د اروپايي ژبو او سانسکریت له پاره د جونز د دغي مشترکي سټي له کشفه سره سم په مقایسوي ژبپوهنه کي د علمي څېړنو دوره شروع شوه. وار دواره د اروپا او آسیا د خپلوانو ژبو د صوتي مشخصاتو منظم مطابقتونه د دغو ژبو د ګرامري جوړښت د منظمو مقایسوي څېړونو پر اساس کشف شول. د انډوـ ژرمانیک او انډو اروپايي ژبو د کورنیو اصطلاحات وضع شول.
مؤرخانو هم د هغو وګړو د نیکونو او نژادونو د تاریخ په روښانه کولو کي لاسونه پوري کړل، چي په دغو ژبو ئې خبري کولې. په پای کي دا فرضیه ټینګه شوه، چي تقریباً (۸۰۰۰۰) کال مخکي یو انساني توکم د کسپین د بحیرې د شمالی غاړو په کومه منطقه کي هستوګنه کوله. دغه خلک آریایان او د دوی ژبه (آري) وبلله شوه. د ناڅرګندو عواملو په وجه، ښايي د اقلیمي بدلونه یا د نفوسو د زیاتوالي له کبله، د آریایانو بېلي، بېلي ډلي دې ته مجبوري شوې، چي خپل وطن پرېږدي او نورو سیمو ته ولاړي شي. له دوی څخه ځیني ډلي اروپا ته ولاړي او ځیني نوري ئې د پامیر لوړو سیمو ته ولېږدېدلې او د امو دریا او سیر دریا په سرجینو کي د (۳۰۰۰ق.م.) په حدود کي مېشته شولې.
څه موده وروسته ئې نفوس ډېر شو او دې ته مجبوره شوې، چي نوي مځکي ولټوي او ژوند پکښي وکړي، نو د باکتریا(بلخ) پراخو سمیو ته کښته شوي او د آریایانو لومړنی مدنیت ئې هلته جوړ کړ. کله به چي آریایانو یوه مځکه د خپلي هستوګني له پاره وټاکله، نو سیمه د (آریاـ وېجه) په نوم چي د آریایانو د هیوا معنی لري، یاده شوې ده. د دې سیمي موقعیت پوهانو ته په یقیني ډول نه دئ څرګند.
په ویدايي او اوستایي متنونو کي ئې حدود نه دي بیان شوي. ځیني پوهان ګومان کوي چي دا سیمه به (خوارزم) وي. په اوستا کي ویل شوي دي، چي (آریا- وېجه) ناببره زښته ډېره سړه شوه. په ویدا کي (آریا- وېجه) داسي تشریح شوې ده، چي د دوو سیندونو په منځ کي پرته وه. نو ځکه داسي ګمان هم شوی دئ، چي دغه دوه سیندونه به آمو او سیحون وي. که د ویدا او اوستا دغه دوې نکتې سره یو ځای کړو، دې نتیجې ته رسېږو چي (آریا- وېجه) د دوو سیندونو په منځ کي واقع وه او ناببره یو زښته زیاته سړه شوه، نو بیا سړی دې قیاسي نتیجې ته رسېدای شي، چي (آریاـ وېجه) به د پامیر د لوړو سیمو نوم وي، په تېره بیا هغه سیمي، چي د جیحون او سیحون د سرچینو په منځ کي واقع دي او د جیحون (آمو) پر غاړو د بلخ پراخو سیمو ته رسېږي. دغه عقیده زموږ دري حماسي آثار لکه د دقیقي ګشتاهنامه، د فردوسي شاهنامه او د اسدي ګرشاسپنامه تر ډېره حده پوري ټینګوي. د ایرانیانو او آریا-وېجه د اوسېدونکو او تورانیانو، یعني د ساکا د قبایلو چي دوی هم اریایان وو، مګر د آریاـوېجه له قلمروه څخه دباندي (ئې) په کوچیاني ژوند عمر تېراوه، د جنګونو په روایاتو کي دا خبره څوـ څو واره تکرارېږي چي کله چي د یوې ډلي اتلانو پر بلي ډلي باندي یرغلونه کول، نو د آمو له سینده څخه به تېرېدل. اسدي په بلخ کي د (کالف) د بندر نوم اخلي او وايي چي په دې ځای کي ګرشاسپ تر آمو تېر شو او پر توران ئې حمله وکړه او دغه (کالف) د دکلفت پخوانی نوم دئ. په هر حال د آریانا وېجه؟ آریایانو په یوه ژبه خبري کولې، چي لیکلی سند ئې نه دئ پاته او ګومان کېږي، چي د انډو ایراني ژبو اساس او منشاء به وي. که چیري بلخ د آریا-وېجه په حیث قبول شي یا قبول نه شي، د ځینو مشخصو قبیلو مهاجرتونه له بلخ څخه و نورو سیمو ته یو باوري حیقیقت دئ.
له مېلاده مخکي په څوارلسمه سدۍ کي د آریایانو یوه ډله، چي بهاراته؟ نومېدله بلخ پرېښوده او له خپلو رمو سره ئې د د کوبها(کابل) او ارغنداو له لاري د خیبر بولان سیمو ته ولاړه.
بیا وروسته سندهو یا د اباسین ناوې ته ولاړله او له بومي دراویدیانو څخه ئې د سند او پنجاب سیمي اشغال کړې او دغه سیمي ئې بهاراته ورشه، یعني د بهاراته وو ورشوګاني ونوملې.
په ویدا کي د آریایانو د لسو قبیلو د جګړې روایت او د دغو قبیلو نومونه راغلي دي، چي د یوې قبیلې نوم د (پکتهه) په شکل ضبط شوی دئ، چي وروسته به ئې وڅېړو(۲) په همدې دوره کي د آریایانو نوري ډلي د (پرسوه) په نامه له بلخ څخه د هریوا(هرات) پر خوا غربي سیمو ته ور تېري شوې. دغه ډلي وروسته (پارسیان) وبلل شول او د خپلي مځکي نوم ئې (پرس) کښېښود.
البته اشکانیان یا پارتیان هم د هغو نورو مهاجرو له ډلي څخه وو، چي له بلخ څخه غربي خواوو ته ولاړل او هلته ئې خپل مدنیت او لویه واکمني تشکیل کړه.
نور آریایان په خپل اصلي ټاټوبي کي پاته شول او په تدریج سره د هغي پراخي سیمي به ناوو او ورشوګانو او د هسکو غرونو په لمنو کي آباد شول، چي اوس هم همالته ژوند کوي. په دې توګه د باختر آریایان د خپلو هستوګني د ځایونو پر اساس پر درو لویو ډلو ووېشل شول. زه پیشنهاد کوم چي دغه لويي ډلي دي په دې نومونو یادي شي:
1. مرکزي یا باختري آریایان
2. شرقي یا هندي آریایان
3. غربي یا پارسیک آریایان
4. شمالي یا هغه آریایان، چي د آریا وېجه له سیمي څخه دباندي ژوند درلود، لکه: ختنیان، سغدیان، خوارزمیان، سکایان او داسي نور.
د آریایانو هره ډله په باختر او همدارنګه په شرق يعني بهارته ورشه او په غربي یعني پرس کي د خپلي اصلي ژبي، چي زه ئې (لرغونې باختري) بولم لهجې له ځانه سره یووړې او خبري ئې پرې کولې. هغه لهجه چي بهارته ورشه ته يووړله شوه او بقايا ئې لا تر اوسه پوري د نورستان په ژبو کي پاته دي، په هغه شکل واوښته، چي ويدايي ادبيات پکښي پيدا شول. لرغوني ويدايي متنونه له (۱۰۰۰-۵۰۰ ق.م.) څخه پاته دي. دغه ژبه او د هغې بېلابيلي لهجې او څانګي د هندي (اندک) ژبو په نوم ياديږي.
د لرغوني باختري هغه لهجه چي پرس ته يووړله شوه، په يو بل شکل واوښته چي ليکلي آثار ئې په ميخي ليک د هخامنشيانو له زمانې تقريباً (۵م.) پېړۍ څخه پاته دي. دغه ژبه او د هغې منځني او اوسني شکلونه د پارسي ژبو په نوم يادوم.
خو په باختر (بلخ) او ګاونډيو سيمو کي د لرغوني باختري يوې لهجې تکامل او تحول وکړ، چي په هغې کي د زردشت (ګاتاوي) وويلي شوې. دغه ژبه بيا وروسته (اوستا) وبلله شوه. ګاتاوي احتمالاً د (۶ق.م.) په شاوخوا کي ويلي شوي دي. زه اوستا او د هغې بېلا بيلي او زيات شمېر څانګي (د پارتي يا اشکاني پهلوي په شمول) د باختري ژبو په نوم يادوم.
زه هغي ژبي چي د ساکا قبايلو ويلې (ساکي ژبي) بولم.
په دې توګه د (لرغوني باختري) څخه درې اساسي ډلي را وزېږېدې او درو خاصو مرحلو کي بشپړي شوې:
اول ـ هندي ژبي:
لرغونې هندي: ويدايي (۱۲۰۰-۸۰۰ق.م.)
منځنۍ هندي: پراکريتونه (۴۰۰ق.م.-۱۰۰۰م)
اوسنۍ هندي: هندي، پنجابي، بنګالي، ګجراتي مراټهي، سنګالي، رومني؟، اسامي اوړيا، سندهي، کشميري، نيپالي او نوري.
دوهم ـ پارسي ژبي:
زړه پارسي: د هخامنشيانو په ډېر ليکونو کي پاتي شوي دي (تقريباً ۶-۱ق.م. پېړيو)
منځنۍ پارسي: ساساني پهلوي (تقريباً له ۱-۱۰ م. پېړيو)
اوسنۍ پارسي: هغه ژبي او لهجې چي له زړې پارسي يا ساساني پهلوي سره تعلق لري او په ننني ايران کي ويلي کيږي.
دريم ـ باختري ژبي:
زړه باختري: اوستايي (تقريباً له ۱۰-۶ ق.م. پېړيو)
منځنۍ باختري: پارتي تخاري، کوشاني تخاري (له ۴-۷ م. پېړيو)
اوسنۍ باختري: پښتو، دری، کردي، بلوڅي، پاميري ژبي (تقريباً له ۱۰ م. پېړۍ څخه وروسته)
څلورم ـ زړه ساکايي:
منځنۍ ساکايي: سغدي، ختني، خوارزمي (له ۴-۷ م. پېړيو)
اوسنۍ ساکايي: آسي؟(۱۸۴م.؟ پېړۍ څخه)
مخکي مو دا خبره وکړه، چي د هغو آريايي قبايلو په نومونو کي چي په ويدايي متونو کي ئې د (لسو ټبرو په جګړه) کي ګډون درلود، د (پکتهه) نوم ثبت شوی دئ، دغه کلمه چي د يوې آريايي قبيلې نوم دئ، د باختر (بلخ) يو لرغونی نوم هم دئ، چي هېرودوت په خپل (تاريخ) کي د (پکتويس) په شکل ثبت کړی دئ او احتمال لري چي د پختون-پښتون د ټبر او د پختو، پښتو د ژبي د اشتقاقاتو منبع هم وي، که څه هم موږ پوره یقين لرو، چي پښتو ژبه همدلته په افغانستان کي پيدا شوې ده، خو د هغې د تاريخي او نسبي ارتباط په باب له زړې باختري يا نورو خپلوانو ژبو سره ډول، ډول نظريات څرګند شوي دي. که دغه ټول نظريات سره را غونډ او بيا ئې خلص کړو، نو دا لاندي شپږ ډلي نظريې ور څخه را منځ ته کېدلای شي:
اول: د عبراني خور او له دې امله د سامي ژبو له کورنۍ څخه شمېرل شوې ده. دا نظریه محمد عبدالسلام (په نسبنامه افاغنه، لومړي ټوک، ۸۲ مخ کي) څرګنده کړې ده. ده خپله دغه نظريه د پښتو او عبراني د څو کلمو پر مقايسه باندي بنا کړې ده، چي تصادفي شباهتونه لري. واقعيت او ژبپوهني هيڅ جدي شاګرد دا نظريه نه مني.
دوهم: پښتو د سانسکريټ خور او ځکه د هندي کورنۍ يوه څانګه ده. "هنري والټر بيليو" او ځني نور کسان داسي ګومان کوي، چي بيا د پېښور او کابل ځينو پوهانو له ده نه پېروي کړې ده.
دريم: پښتو د (زند) لور بلله شوې ده او ځکه په پخوانۍ اصطلاح له ايراني ژبو سره تړله شوې ده. "جيمز دارمسټټر"(۳)، ميولر او ځينو نورو دا نظريه څرګنده کړې ده.
څلورم: پښتو له زند، پهلوي او سانسکريټ سره مشابهت لري."ميجر راورټي" ددې نظريې ملاتړی دئ. "و.هنري" وايي، چي پښتو له اوستا او سانسکريټ دواړو سره نژدې خپلوي لري. "ميجر لادر سير؟" وايي، چي پښتو ځانته خاص مشخصات لري، چي له هندي او نورو ژبو څخه ئې بېلوي. "برليتس" وايي، چي پښتو يوه لرغونې ژبه او د هندي او پارسي ژبو د کورنيو خور ده.
پنځم: داسي تريب شوی، چي پښتو نه له هندي ډلي او نه له ايراني ډلي سره تعلق لري، بلکيد اصلي لرغوني باختري (په اصطلاح سره: د اندو آريايي مور) څخه مستقلاً بېله شوې ده. نو ځکه پښتو ځانته يوه مستقله څانګه تشکيلوي، چي له هندي او ايراني ژبو څخه جلا د خپل تحول په لرغونو مرحلو کي ئې ځانته شکل غوره کړی. ډاکټر "ارنست ترولپ؟" په دې نظريه دئ.
پوهاند حبيبي په دقت سره دغه مختلفي نظريې د پښتو ادب په تاريخ کي(۴) سره را ټولي کړي او دا نتېجه ئې اخيستې ده، چي پښتو مستقيماً نه له هندي څانګي او نه له پارسي ګروپ سره تعلق لري، بلکي د دواړو څانګو په منځ کي د اتصال يوه کړۍ او مستقيماً له لرغوني باختري يا (آري ـ آريک) څخه بېله شوې ده، نو ځکه پښتو د سانسکريټ او اوستا خور ده.
شپږم: "پروفيسور ګيورک مارګن سترن" په خپل يو کنفرانس کي چي په کال (۱۹۶۶م.) کي ئې په کابل پوهنتون کي ور کړی(۵)،ويلي دي: موږ پوهېږو چي پښتو اصلاً د ايراني ژبو له شمال شرقي څانګي سره، چي اوس ئې د پامير ژبي نماينده‌ګي کوي، ارتباط درلود. ځيني شکلونه څرګندول چي دغه ژبه له منجي، يدغه او د سرخ کوتل د کتيبې له زړې باختري سره خاص تعلق څرګنداوه.
له ليکلو سندونو څخه معلوميږي، چي د پښتنو پخوانی ټاټوبی د سليمان غرونه ول، چي له هغه ځای څخه به بيلو بيلو خواوو، ګاونډيو سيمو او د افغانستان يوې لويي برخي ته خپاره شوي دي، خو دا چي څنګه او څه وخت د سليمان د غره سيمو ته راغلي دي، تاريخ څه نه وايي. سره له دې هم موږ پوهيږو چي د ساکا قبايل چي د ايراني څانګي په کومه لهجه ئې خبري کولې، د مېلادي دوهمي پېړۍ په شاوخوا کي سکستانا (سيستان) ته راغلل. که څه هم موږ ته څرګنده نه ده، چي بيا وروسته پر دوی څه واقع شوه، له احتماله ليري نه ده، چي ځيني ډلو ئې شرقي سيمو ته مهاجرت کړی وي او پښتو به د دوی له لهجې څخه راوتلې وي.
نو داسي ويلای شو، چي (وڼېڅي) پښتو ويونکي خلکو له نورو نه پخوا مهاجرت کړی او د خپلي لهجې مشخص خصوصيتونه ئې مخکي د نورو پښتنو له مهاجرتونو څخه چي د پېړيو، پېړيو په ترڅ کي ئې تر اوسه پوري له دوی څخه ژبني عناصر اقتباس کړي، بشپړ کړی دئ.
په دې توګه د "پروفيسور مارګن سترین" په نظریه پښتو له هغي څانګي سره ارتباط لري، چي زه ئې (ساکايي) څانګه بولم.
د پښتو د مبدا په باب ددغو مختلفو نظريو له ډېر خلص تشرېح څخه چي غالباً ددې ژبي او د هندي او پاړسي او باختري او ساکايي ژبو له دقيقو مقايسو څخه منځ ته راغلي دي، موږ دې لاندي نتېجې ته رسيږو:
څرنګه چي پښتو لرغونې باختري، حتی له ساکايي سره مشترک خصوصيتونه لري، نو مستقيماً له سانسکريټ، اوستا يا ساکي څخه راوتلې نه ده. بلکي اصلاً له هغې مشترکي مبدا څخه ئې تحول کړی دئ، چي دغو ټولو ژبو ور څخه انشعاب موندلی دئ.
د پښتو د ايتمولوجۍ راتلونکي دقيق مطالعات به دا قضيه لا هم روښانه کړي. (۶)
------------------------------------------------------------
ماخذونه:
1. د ژبي کشف، هولګر بیداسن، د ویستر سپارګو انګرېزي ژباړه د انډیانا پوهنتون مطبعه، ۱۹۶۲م.، ۱۸ مخ.
2. وګورئ: کمبریج هسټری اف انډیا، ج ۱، مخ ۸۲ او همدارنګه د پښتو ادب تاریخ، پوهاند حبیبي، لومړی چاپ، لومړی جلد، کابل: (۱۳۲۵ل.)، مخ ۲۷.
3. د دار مسټټر پښتو څېړني، د عبدالحي حبيبي او عبدالروف بېنوا د پښتو ترجمه، پښتو ټولنه، ۱۳۲۶، مخ ۵۰.
4. لومړی ټوک، لومړی چاپ، مخ ۳۸.
5. د کنفرانس د متن پښتو ترجمه د (وږمې مجلې)په يوولسم کال، لومړۍ ګڼه، (۱۳۴۶) کي چاپ شوې ده.
6. د پوهاند محمد رحیم الهام دا مقاله د (په دوو وروستیو پېړیو کي د پښتو د چاپ سوو آثارو سیمینار) د مقالو په ټولګه(پښتو څېړني) کي، په (۱۳۵۶ل.) کال چاپ سوې ده.

 ـــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د هر مطلب سره د هغه د اصلي لينک  مل کول حتمي دي.
ــــــــــــــــــ

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




قاموسونه ته لايک ورکړئ


قاموسونه کارول زده کړئ

قاموسونه موبايل اېپ اندرويد