د اوډيو شمېره: 00004
ژبه: پښتو
لهجه: خوست، موسی خېل، سيدګي کلی او پکتيا، ميرزکه، چرړوکي کلی، قبيله منګل موسی خېل
د ثبت ځای: کابل
د ثبت کال: د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱ نېټه
وينا کوونکی: نرينه (څېړنوال ډاکټر عبدالاحد منګل)، ۳۸کلن، قبيله منګل موسی خېل
د وينا موضوعات: نثري قصيده «نوی ماليار»
د آوډيو اوږدوالی: تقريبا ۶ دقيقې
اېډيټ/خپروونکی: احمدولي اڅکزی
په دغه آوډيو کې د لوستل شوي مطلب متن (لهجوي بڼه):
عبدالاحدمنګل
نوی موليور
طبيعت ښه په زړه پېرې و، د فطرت نوويې سينګور وه، يخ شمول لوګېده، چوپېريول رنګين سالو غوړولی و، شبنمي هاوو بو تله رو تله، د غرو لمنو بو کله کله سپينه پيڅه هاووره کړه، د ګلونو لېمې بو د ووښکو ډکې وې، د ښکلا وو د سيولۍ ډګر تود و، هر ګل به د بل سره په سيولۍ کې د کبر ورمېږ کوږ نولی و، فضا دارې خوږبویه وه، چې پر وتيې د هرګل په غېږ کې ړنګه بنګه پرته وه، خپله زرغونه څنګل يې تر خپل ګلولي يور توو کړې وه، شنه زرغونه ګلون يې سپړليې و، بوراګون بو ګل په ګل ګرځېده، هرې خوته بو يې انځور کړيې وزرې رپولې، د هرګل څارنه بو يې کوله، په دغه ښويسته ګلوورين چوپېریول دارې شيدا و، چې په يوه ترنګ کې بو يې د څوګلپوڼو شنډې ښکلولې، د بڼ سندرغوړې مرغۍ دارې د وږمو څپو وخيستې وې، چې د نغمو ځوېږ يې د ونو پوڼيې رپولې، هره خو د رڼو اوبو، لښتي بيده، د شپې په ټپه ټپويي کې بو نغمه ييز شړ شړي زړه د ځونه سره يووړ، د زمونې چارې دي، يوريې د يورونې جدوکی، بورا د ګل، ګل د بلبل، موليور د ټولو.
يايي چې ((بوغ پوخ شی بوغوون يې کوږ شي)) په ځوونمرګ موليور يې ګلبڼ نيمه خوو شی، دمينې سړه وږمه پو طبيعت خوره شوه، نا اشنو ليارونی موليور چې د دې مينځکې چېښتن نه و، هر څه ګډوډ کړه، د شوم نيت د مخې يې ګلون په رېژېدو شوه، بوراګونو کډې وکړې، لکه چې يايي:
بورا بو خدوی(ج) په ګلو موړ کي
باغونه يې تو نيمګړی نيت مې ژړوينه!
تورو کرغيړنو، سويو وراغونو، کرغونو د ګل بڼ طبيعت ته بدلون ورکی، د سندر بولې مرغۍ په رنګينه نوزکه ماښوکه يې دا تور ولګووه، چې يې تو په نغمه کې، سور نشته، توتي او ښارو يا مينو خو پېره ګنګيون دي، يايي:((بوز خونه بې بوزه نه وي)) د طبيعت غوښتنه داوه، چې:
که خدوی(ج) کول بارون بو وشي
ونې بو شنې شي زه بيې سېرې ته کېنمه
د پلور مېروث د زی دی، دغه زی صالح محمدهوتک دی، چې د نوي موليور دستور ور پو سر شی، ځکه چې د پښتو د بڼ ګلون ورته د پلارونو په مېروث پوتې و، خو مړژوونده؛ يو يو يې په نوزکو کلمي ګوتو د کلم په څوکه وکوره.
پو دغه شنډ شېو بوغ الله (پوک) بيا د رحمت بارون وکی، لښتي- لښتي اوبه راوونې شوې، طبيعت بيا رنګين شی، ونو پوڼيې وکړې، ګلون و غوړېده بورا ګونو د ګلو په څار شېبې تېرولې، سندرغوړو مرغيو بيا نغمې و غږولې، خو بوراګونو، بلبلو په دې بڼ کې وراغونو يا کارغونو ته د ژوند کولو اجازه ورکړه، ځکه چې د ژوند په معنا پوی شي، د دوی نا موزونې نغمې يې په موزونه بڼه بدرګه کړې، نوي موليور د نويوهيلو سره، نوی ګلبڼ، د بڼ بوراګونو او بلبلو ته دارې ور وپېژوند:
په پرديو ازغيو کې مه ګرځه پښتونه
ګلون پرې که په چمن د پښتو ژبې
د پرديو خوشه چيني څه په کور نه دو
غېږ که ډکه په خرمن د پښتو ژبې
په دغه آوډيو کې د لوستل شوي مطلب متن (معياري بڼه):
عبدالاحدمنګل
نوی مليار
طبيعت خورا په زړه پورې و، د فطرت ناوې سينګاروه، يخ شمال لګېده، چاپېريال رنګين سالو غوړولی و، شبنمي هوا به تله را تله، د غرو لمنو به کله کله سپينه پيڅه هواره کړه،د ګلانو لېمې به د اوښکو ډکې وې، د ښکلا وو د سيالۍ ډګر تود و، هر ګل به د بل سره په سيالۍ کې د کبر ورمېږ کوږ نيولی و، فضا داسې معطره وه، چې پروته د هرګل په غېږ کې ړنګه بنګه پرته وه، خپله زرغونه څنګل يې تر خپل ګلالي يار تاو کړې وه، شنه زرغونه ګلان يې سپړلې و، بوراګان به ګل په ګل ګرځېدل، هرې خواته به يې انځور کړي وزرونه رپول، د هرګل څارنه به يې کوله، پردې ښايسته ګلورين ماحول داسې شيدا و، چې په يوه شيبه کې به يې د څوګلپاڼو شونډې ښکلولې، د بڼ سندربولې مرغۍ داسې د وږمو څپو اخيستې وې، چې د نغمو ځوږيې د ونو پاڼې رېږدولې، هره خوا رڼې اوبه، لښتي بهانده، د شپې په سکون کې به نغمه ييز شړهار زړه له ځانه سره يووړ، د زمانې چارې دي، ياريې له يارانې جداکړ، بورا له ګل، ګل له بلبل، مليار له ټولو.
وايي چې ((باغ پوخ شو باغوان يې کوږ)) په ځوانيمرګ مليار يې ګل بڼ نيمه خوا شو، دمينې سړه وږمه پرطبيعت خوره شوه، نااشنا لاروی مليار چې د دې ځمکې څښتن نه و، هر څه ګډوډ کړه، د شوم نيت له مخې يې ګلان په رژېدو شوه، بوراګانو کډې وکړې، لکه چې وايي:
بورا به خدای(ج) په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه!
تورو کرغيړنو زاغانو د ګل بڼ طبيعت ته بدلون ورکړ، د سندر بولې مرغۍ په رنګينه نازکه مښوکه يې دا تور ولګاوه، چې ستا په نغمه کې، سور نشته، توتي او ښارو خو پوره ګنګيان دي، وايي:((بازخانه بې بازه نه وي )) د طبيعت غوښتنه داوه، چې:
که خدای(ج) کول باران به وشي
ونې به شنې شي زه به سيوري ته کېنمه
د پلار مېراث د زوی دی، دغه زوی صالح محمدهوتک دی، چې د نوي مليار دستار ور په سر شو ځکه چې د پښتو د بڼ ګلان ورته له پلارونو په مېراث پاتې و، خو مړژوانده، يو يو يې په نازکو قلمي ګوتو د قلم په څوکه وکاره.
پردغه شنډ شوي باغ الله(ج) بيا د رحمت باران وکړ، لښتي- لښتي اوبه روانې شوې، طبيعت بيا رنګين شو، ونو پاڼې وکړې، ګلان و غوړېدل بورا ګانو د ګلو په څار شېبې تېرولې، سندربولو مرغيو بيا نغمې و غږولې، خو بورګانو، بلبلانو په دې بڼ کې زغانو ته د ژوند کولو اجازه ورکړه، ځکه چې د ژوند په معنا پوه شي، د دوی نا موزونې نغمې يې په موزونه بڼه بدرګه کړې، نوي مليار د نويوهيلو سره، نوی ګلبڼ، د بڼ بوراګانو او بلبلانو ته داسې ور وپېژاند:
په پردو اغزوکې مه ګرځه پښتونه
ګلان پرې که په چمن د پښتو ژبې
د پردو خوشه چيني څه په کار نه ده
غېږ که ډکه په خرمن د پښتو ژبې
که تاسو هم غواړئ چې په دغه پروژه کې د خپل يا بل چا د ږغ په شريک کولو سره مرسته وکړئ، نو لطفا پر لاندني لينک خپره شوې اړونده مقاله ولولئ:
https://t1p.de/5g5bk
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/l2mwh
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________