د اوډيو شمېره:
00011
لهجه:
بلوچستان/سويلی پښتونخوا، زيارت، چوتېر، قبيله ترين وڼېڅي
د ثبت ځای: سويلی پښتونخوا
د ثبت کال: د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۴ نېټه
وينا کوونکي: نرينه (نظام الدين نظامي)،بلوچستان، زيارت، چوتېر، ترين وڼېڅي قبيله
د وينا موضوعات: شعر
د آوډيو اوږدوالی: تقريبا ۲ دقيقې
شريک کوونکی: نظام الدين نظامي
اېډيټ/خپروونکی:  احمدولي اڅکزی

شعر:

نیکۀڅېنه بړ سړا ده 
څۀ اړ توني چي بسیا ده

خپل وېل مندې دې پای او 
خپله توره یې ساتیا ده

پیني چرته رسېده ده 
موش ته پاته اومبې پلا ده 

یه وږده توره تارۀ ده
پچي هر خپل پرېدا ده 

شپون ولس ده کوڼو ګونګ ده
هرسړا ځان ته بلا ده 

سکول درګه یې ټینګ وندي ده 
یو ملک ده بي ملا ده

نۀ ډاکتر اونۀ طبیب سته 
با څانګال ده شېخ راغاده 

خپل وطن مو خوارې ورېزې 
بېل داڼځو ني پورې نا ده

داورسو ځنګل یه لغ سوه
مندې وورنسته وګا ده 

مو ش اوبۀدې سپه ته خېزین 
وریځ سته ورکه تنا ده

داوطنه مرغان ورک سو 
څۀ ښکار ده که وبا ده؟

بالمي صدۍ میر خوت ده
تا لا اغل شا شوریا ده 

لا اغینه ړوندو ګوڼ یې 
لا اغیل دې وارخطا ده 

راسه ژوېږ که زان ساماکه 
خيلک ټول سو ده څه دنیاده

داڅې قبریې هوار سو ده 
داښا غله تا ابا ده 

تۀ ترهر چا یه یې مسېر 
تاغه لوړه جګه خوا ده 

ته لا تروسه چرته ورک یې 
کم پهار ده کم ګړا ده 

راسه درنګته وته ټوپ سه 
اوس اسمان نزدې راغاده 

هله پورته سه لږ وریش سه 
بې تعلیمه کام تبا ده

ماوتا مي پرېدي سوو 
داني ورېز داده راغیا ده 

څه بې تا یه یو جټ نۀ وي 
دا ده هرجټ مې بې تا ده

با اغېنه سوړ چوتېر ده 
با اغه سړه هوا ده  

تا څه خولې یه اېله کړ 
نظامي ګونه هریا ده

نظام الدين نظامي، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۳مه نېټه، زيارت

که تاسو هم غواړئ چې په دغه پروژه کې د خپل يا بل چا د ږغ په شريک کولو سره مرسته وکړئ، نو لطفا پر لاندني لينک خپره شوې اړونده مقاله ولولئ:
https://t1p.de/5g5bk

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/vd4om
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ