خو دغه د قاموسونه پاڼي يوه امتحاني بڼه ده او په راتلونکو اونيو کي به زه ورته انشالله سيسټم تر امکان تر پولې  داسي پياوړی کړم چي په آئنده کي هېکران په آساني ونه کړای سي چي هېک يې کړي. 

د قاموسونه ټکی کام قدرمنو کتونکو،

سلام عليکم! لکه څنګه چي وينئ قاموسونه ټکی کام  د هېکرانو لخوا د رسول سوي تاوان څخه بېرته روغ او بېرته فعاله سو. خو دغه د قاموسونه پاڼي يوه امتحاني بڼه ده او په راتلونکو اونيو کي به زه ورته انشالله سيسټم تر امکان تر پولې  داسي پياوړی کړم چي په آئنده کي هېکران په آساني ونه کړای سي چي هېک يې کړي. تر کومه ځايه چي زما معلومات دي، د دې ځله هم د قاموسونو هېک کوونکي افغانان ول. خو الحمدللله زيان دومره زیات نه ؤ چي قاموسونه ورک سي. خو ښايي هيکرانو دغه قاموسونه کاپي کړي وي. دا دريم ځل دی چي قاموسونه ټکی کام هېک کيږي. په راتلونکو اونيو او مياشتو کي بايد دغې پاڼي ته نوی سيسټم جوړ سي چي نور د داسو بريدونه مخه نيول ممکنه سي. ستاسو د دعاګانو، هيلو او ټولو خواخوږي نه ډکو برېښناليکونو او پېغامونو څخه يوه نړۍ مننه.

دا چي د قاموسونه ټکی کام د هېک کېدو راهيسي مي خوب ندی کړی

نو ځم اوس بيديږم. :-)

ستاسو ورور او ستاسو خادم

احمدولي اڅکزی
د ۲۰۱۳ ميلادي کال د می مياشتي ۱۴مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ