د کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي له خوا ليکل سوی «د پښتنې قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي ـ جزايي ـ تعاملي)» د قاموسونه ټکی کام پر وېب پاڼه په ډيجيټل بڼه خپور سو. دغه قاموس چي ۳۳۰ مخه لري، په اول واري د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له خوا «د پښتو څېړنو پرله پسې نومره ۳» په ترڅ کي په ۱۳۵۷ ه.ش.کال (۱۹۷۸ ز. کال) په کابل کي چاپ سوی ؤ. د محمد ابراهيم عطايي د زوکړي د ۸۵ يمي کليزي په مناسبت په کندهار کي په ۲۰۱۵ ز. يو سيمينار داير سو چي په ترڅ کي يې د منتظيمنو له خوا دغه قاموس بيا چاپ ته وسپارل سو.

په دغه قاموس کي د پښتنو د قبيلوي او کلتوري ساحې سره تړلي او په همدې شان د حقوقي تعاملاتو سره تړلي پښتو لغتونه په پښتو ژبه تشريح سوي دي. په دې توګه نو دغه يو تشريحي قاموس دی. د بېلګي په توګه په دغه کتاب کي د «پرېکړه» لغت داسي تشريح سوی دی:

« پرېکړه:
پرېکړه د فيصلې مفهوم ور کوي. د دوو مدعي خواوو تر منځ چي مرکه او جرګه فيصله وکړي او دواړي خواوي په قانع سي، دې ته نو پرېکړه وايي. د پرېکړي څخه مخه اړول تاوان لري. کوم څوک چي په لويو پرېکړو کي، چي قومي رنګ ولري، دغسي کار وکړي، نو اکثراً ئې سزا د کور سوځل وي. په کوچنيو پېښو کي د پرېکړي نه قبلول يوازي د برمتې په نه ور کولو سره فيصله کيږي. د نرخ حکم دا دئ، چي هره پرېکړه پر څرګند ډول دواړو خواوو ته اعلان سي. کله کله لويي پرېکړي د قبيلې په عمومي محضر کي اعلانيږي، چي ټول د قبيلې غړي په خبر سي.»شمس الله آرين، د عطايي قاموس ډيجيټل کوونکی

شمس الله آرين پر قاموسونه ټکی کام د آنلاين کېدو له پاره دغه قاموس ډيجيټل کړی دی. آرين د ۲۰۰۲ ز. کال په جون مياشت کي په کندهار کي زېږېدلی او په همدغه ښار کي د ژبو او ادبياتو د پوهنځي محصل دی. نوموړي له دې مخکي هم د قاموسونه ټکی کام له پاره يو شمير د ژبپوهنې مطالب او مواد ډيجيټل کړي دي. قاموسونه ټکی کام او کارونکي يې له دې کبله له شمس الله آرين څخه منندوی دي.

دغه قاموس د (Pashto Terminology of Paschtun's Tribal Customary Law and Usages) تر عنوان لاندي د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه د آنلاين کېدو تر څنګ د دغې پاڼي پر ځانګړي اندرويد اېپ هم آنلاين سوی دی. تاسو کولای سئ چي پر www.Qamosona.com په دغه قاموس کي لټون وکړئ. که مو په قاموسونه ټکی کام کي د لغتونو او معناوو د لټون چل نه وي زده نو لطفا دغه طريقه په دغه ويډيو کي https://youtu.be/h5YNbAtDjLs  زده کړئ. په دې توګه په دغه پاڼه کي د قاموسونو شمير ۴۸ ته او د آنلاين لغتونو شمير تر يو اعشاريه دوه پنځه مليونو زيات سوی دی.

احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر لومړۍ نېټه، بون


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ