د «عبدالرحيم هوتک دېوان» شعري ټولګه پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوه. دغه ديوان چي د استاد محمد معصوم هوتک صاحب له خوا يې سريزه مقابله او لغتنامه ليکل سوې ده، په ۱۳۹۳ ه.ش. کال په کراچي کي د صحاف خپروندويه ټولنې له خوا چاپ سوی دی. په ټوليزه توګه د دغه کتاب تر ۷۴۰۰ څخه زياتي مسرۍ اشعار آنلاين سول او پر قاموسونه ټکی کام د Large Database of Pashto Poetry تر عنوان لاندي موندل کيدلای سي. په دغه عنوان قاموس کي تر مخه لا تر ۱۸۰ زره څخه زياتي مسرۍ اشعار موجود ول.

د دغه شعري ټولګي د ديجيتل کولو زحمت خواريکښ او ځيرک ځوان عبدالنافع (وګورئ انځور) په غاړه اخيستی ؤ. دغه ځوان د کندهار پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي تحصيل کوي. قاموسونه ټکی کام د خپلو ټولو کاروونکو په استازيتوب له دغه تکړه ځوان څخه مننه کوي.

د اشعارو په ياده لويه آنلاين ځيرمه کي په دې توګه د آنلاين او لټون وړ مسريو شمير ۱۹۰ زرو ته نژدې سو. په دغه ځېرمه کي د لغت/لغتونو پر اساس لټون کيدلای سي او هغه اشعار په نتيجه کي ښودل کيږي چي پکښي لټول سوی لغت راغلی وي. د نورو مخکنيو شعري ټولو په څېر د دغه کتاب د ټولو بيتونو سره د ماخذ ټول معلومات ښودل کيږي چي کوم کتاب، کومه د چاپ اداره، کوم ليکوال، کوم کام او داسي نور. په دې توګه د پښتو اشعارو دغه لويه ځېرمه د څېړونو او علمي کارونو له پاره د ماخذ په توګه يوه آسانه او چټکه منبع کيدلای سي.

قاموسونه ټکی کام پاڼه په وړيا توګه د پښتو قاموسونو او پښتو اشعارو آنلاين د لټون وړ آسانتياوي وړاندي کوي. دغه پروژه هيڅ تجارتي مقاصد نه لري او نه هم د کوم سازمان، ادارې يا دولت څخه مرستي ترلاسه کوي. له دغي پاڼي څخه کار اخيستل د پښتو ژبي سره يو ډول غير مستقيمه مرسته ده، ولي چي د دغې پروژې د لا زيات کارونې په صورت کي د لټول سوو لغتونو شمير زياتيږي. دغه لغتونه د شته قاموسونو په لا دقيق کولو او بهتره کولو کي مرسته کوي. د دې تر څنګ هغه پښتو لغتونه هم مشخص کيږي چي په پښتو ژبه کي شته دي خو لا يې تر اوسه قاموسونو ته لاره نه ده موندلې.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون دويمه نېټه، آلمان


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ