د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه نن د قرآن پاک يو پښتو تفسير او دوې بېلي پښتو ژباړي داسي آنلاين کړل سوې چي پکښي لټون امکان لري. دا په دې معنی چي که د مثال په توګه څوک په پښتو لغت «پلار» پسي لټون وکړي، نو ورته ټول هغه آيتونه ښودل کيږي چي په پښتو ژباړه يا تفسير کي يې ياد لغت راغلی وي. آيت مبارک يو واري بېله تشکيل څخه او بيا د تشکيل يعني زير و زبر او نورو حرکاتو او اعجامو سره ښودل کيږي. د مثال په توګه د قرآن پاک لومړی آيت په لاندي بڼه ښودل کيږي:

****
(1:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
بسم الله الرحمن الرحيم
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
شروع کوم په نامه دالله چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونکى دى
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دالله په نوم چې ډير مهربان زيات رحم لرونكى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
سورة الفاتحة مكية وهى سبع آيات نزلت بعد( المدثر) عدد تلاوتها (۱) عدد نزولها(۵) وفيها ركوع واحد)
( د ((الفاتحة )) سورة مكي دى( ۷) آيتونه لري )( د (( المدثر )) له سورة نه وروسته نازل شوى دى ، په تلاوة كې (۱) اوپه نزول كې (۵) سورة دى او (۱) ركوع لري .)
««بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ »»
تفسير: «رحمٰن» او «رحيم» دواړه د مبالغې صيغې دي، مګر په «رحمٰن» کې له «رحيم» څخه مبالغه زياته ده، په دغه ترجمه کې د دغو ټولو نکتو لحاظ شوی دی.
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - الم 1 ؛ سورة - الفاتحة 1 ؛ آيت - 1 ] (1:1)
****

لکه څنګه چي ليدل کيږي د هر آيت سره د پښتو ژباړو تر څنګ د هغه پښتو تفسير او په آخره کي د آيت په هکله معلومات ښودل کيږي. د مثال په توګه چي دغه آيت په کومه سورة کي په کوم نمبر راغلی او په کوم جز يا پاره کي موجود دی.
لټون د قرآن پاک د يو لغت يا لغتونو او په همدې شان د سورې او آيت د شميرې له مخي هم کيدلای سي. د مثال په توګه که څوک غواړي چي د ۶۰مې سورې ۱۰ آيت وګوري، نو د لټون يا سرچ په خانه کي بايد په «60:10» پسي لټون وکړي.

د قرآن پاک پښتو ژباړي او تفسير پر قاموسونه ټکی کام د قاموس په شکل آنلاين کړل سوی او د Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com] تر عنوان لاندي موندل کيدلای سي.

د قرآن پاک له پښتو ژباړو او تفاسيرو څخه يو معتبره کتاب د «کابلی تفسير» په نوم ياديږي چي په دوه ټوکو کي د سعودي د پاچا له خوا پخوا چاپ سوی دی. ما له نن څخه څو کاله تر مخه د دغه کتاب د ډيجيټل کولو اراده وکړه او د دغه کار له پاره مي په پېښور کي د دارلعلوم قاسميه سره يوه پروژه پېل کړه. د ياد مرکز علماؤ د ډيجټل سوي يا په اصطلاح ټايپ سوي متن کنټرول وکړ چي ممکنه ټايپي او نورې تېروتنې اصلاح کړي. يادې ادارې د اړونده ډيجيټل سوو متونو وروسته ماته اجازه راکړه چي د قرآن پاک دغه پښتو ژباړه او تفسير په ډاډه زړه خپور کړم. همدا ؤ چي ما هغه وخت د دغه کتاب له پاره د «اسلام لکم ټکی کام» په نوم آنلاين پروژه پېل کړه چي تر نن پوري فعاله ده. پر دغه پاڼه ما د قرآن پاک د پښتو ژباړي او تفسير تر څنګ په لسونو نورو ژبو هم د دغه مقدس کتاب ژباړي خپرې کړي دي. د دې تر څنګ پر ياده پاڼه يعني «اسلام لکم ټکی کام» د ګڼ شمير مشهورو قاري صاحبانو په ښکلي ږغونو کي د قرآن پاک تلاوت او د احاديثو ۱۲ کتابونه هم آنلاين دي.

د قرآن پاک کومه يوه ژباړه او تفسير چي نن پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سو، دا د اسلام لکم پاڼې له يادي پروژې څخه اخيستل سوي دي. د قرآن پاک دويمه پښتو ژباړه چي نن پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سوه، هغه د مولوي  قيام الدين کشاف صاحب پښتو ژباړه ده.

هيله ده چي عالمان د خپل تحقيق، ښوونې او زدکړې پر وخت په دغه آنلاين سوې ډيجيټل بڼه کي مرسته ترلاسه کړي. هيله ده چي د دغې پاڼي کاروونکي ما، زما مور او پلار او زما کورنۍ ته د خير دعا وکړي.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر مياشتي دريمه نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ