دغه کتاب له نن څخه تقريبا ۸۳ کاله مخکې د پښتو د يو ستوري علامه حبيبي په مشارکت چاپ شوی دی

د «سپېڅلې پښتو» قاموس چې په ۱۹۴۰ عيسوي کال د لعل محمد کاکړ او استاد عبدالحی حبيبي له خوا په کندهار کې چاپ شوی و، نن د ژبو د نړيوالې ورځې په وياړ د آنلاين قاموس په بڼه خپور شو. دغه قاموس د Qamosona.com پر پاڼه تر لاندني عنوان لاندې موندلای او پکښې لټون کولای شئ:
Spesalay Pashto (Dari/Persian Dictionary) [by Lal M. Kakar & Abdul Hai Habibi]
د پښتو ژبې دغه قاموس په ۲۰۱۰ کال په کندهار کې بيا ترتيب او چاپ شوی و چې آنلاين شوې بڼه يې له همدغه نوي چاپ څخه ډيجيټل شوې ده. د کندهار د پوهنتون له استاد قدرمن او ښاغلي مطيع الله روهيال صاحب څخه يوه نړۍ مننه کوم چې د دغه قاموس ټايپ شوی متن يې د ورډ فايل په شکل و قاموسونه ټکی کام ته ډالۍ  کړ او په دې توګه د آنلاين قاموس په شکل د دغه قاموس خپرول ډېر آسانه کړل.

دا چې دغه کتاب له نن څخه تقريبا ۸۳ کاله مخکې د پښتو د يو ستوري علامه حبيبي په مشارکت چاپ شوی دی، نو د پښتو ژبې يو له زړو او مهمو قاموسونو څخه بلل کېدلای شي. د دغه کتاب په مقدمه کې استاد حبيبي په سر کې داسي ليکلي دي:

«اين کتاب که در سلسلۀ هدايای ادبی و علمی قندهار بشما تهديه می شود نخستين فرهنگ جيبی زبان ملی است، که ارزوی تعداد دارای ده هزار لغت خالص زبان پښتو است، و در مقابل لغات و کلمات مروجۀ زبان پارسی نگاشته آمده، و باصول فرهنگهای عصری ترتيب و تبويب شده است.
عصر سعادت حصر اعليحضرت محمدظاهرشاه پښتون، زمان احياء و نهضت پښتو و پښتونواله يعنی مليت ما بوده، و از مزایای اين عصر است که خدمتگاران و علاقمندان زبان ملی فرصت خوبی برای احراز خدمات زبان ملی بدست آورده اند.»

د «سپېڅلې پښتو» قاموس په آنلاين کېدو سره پر قاموسونه ټکی کام د خپرو شوو آنلاين پښتو قاموسونو شمېر ۵۱ او د لغتونو شمېر يې تقريبا ۱،۳ مليونو ته ورسېد. د دغې پروژې په چوکاټ کې د نورو زړو قاموسونو د ډيجيټل کولو او ستاسو په خدمت کې وړاندې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي. هيله ده چې ډېر ژر درته نور زېري هم ولرم.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲۰مه نېټه

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/kipkl
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ