د قاموسونه ټکے کام وېبپاڼې www.Qamosona.com نوې بڼه آنلاين شوه.


د پښتو 24 آنلاين قاموسونه
د قاموسونه ټکے کام وېبپاڼې www.Qamosona.com نوې بڼه آنلاين شوه. په دغه کې تر پخوانۍ بڼې د لغتونو لټون لا دقيق او د معناوو موندنه آسانه شوې ده. که تاسو اوس د دغې پاڼې په لټون بکس کې يو لغت ټايپ او بيا په سرچ تڼۍ کليک وکړئ نو په سمدلاسه توګه درته د هغو قاموسونو د نومونو ليسټ ښودل کيږي چې دغه لغت پکښې وموندل شي. د هرې مثبتې پايلې لرونکي قاموس د نوم تر څنګ د موندل شوو پايلو شمېر هم ليکل شوے وي. کله چې تاسو بيا د دغه قاموس پر نوم کليک وکړئ نو تاسو ته معناوې په داسي پوره تفصيل سره ښودل کيږي چې تاسو يې د ماوس د سکرول اربه او په موبايلونو يا ټچ آلو کې د ګوتو په مرسته پورته او کښته يا سکرول کولے شئ.
په نوې بڼه کې دا آساني هم راوستل شوې ده چې کاروونکي د لټون لپاره د ټولو قاموسونو، يو قاموس او يا څو قاموسونو انتخاب کولے شي. تر څنګ يې صرف په لغتونو، يا صرف معناوو يا بل شانته ملټيپل انتخاب سره د لټون لپاره د قاموسونو ستنې يا کالمونه انتخابولے شي. بله آسانتيا پکښې داسې راغلې چې کاروونکے د ژبو د جوړو پر اساس هم د لټون لپاره قاموسونه انتخابولے شي. د مثال په توګه تاسو کولے شئ چې د «پښتو ـ پښتو» په انتخاب سره پر يو وخت ټول هغه قاموسونه د لټون لپاره انتخاب کړئ چې لومړۍ او دويمه دواړې ژبې يې پښتو وي. 
د ځانګړې لټون لپاره د سرچ باکس يا لټون د خانې څنګ ته پر + مثبت نخښه کليک وکړئ چې درته د انتخاب نور امکانات پرانستل شي.
دغه نوې بڼه له بده مرغه لا بشپړه شوې نه ده او لا ډېر کار ته اړتيا لري. خو دا چې پخوانے سيسټم ډېر زوړ شوے او تقريبا نور بالکل له کاره لوېدلے و، نو زه مجبور شوم چې د نوې بڼې دغه عبوري يا ازمويښتي ورژن آنلاين کړم. ښايي کوم مسلکي پروګرامر ته دا آسانه کار وي خو له بده مرغه ما دا تيرې څو مياشتې ورباندې کار وکړ چې دغه ماته ګوډه بڼه يې برابره کړم. پلان مې دا و چې د مورنيو ژبو نړيوالې ورځې ته يې دغه بڼه خلاصه شي، خو له بده مرغه وس مې نه په ورسېد. هيله ده چې د وخت په تېرېدو پاتي قاموسونه هم ورته اپلوډ او سيسټم يې لا چټک، آسان او قوي کړلے شم.
د اندرويد موبايلونو لپاره د قاموسونو يو اېپ هم جوړ دے چې بايد د يو پروګرامر تر سترګو لا تېر او بيا آنلاين شي. هيله ده چې دا کار به هم راتلونکي نژدې وخت کې وشي.
هغه دوستان چې د څو ساعتونو لپاره يې په خپلو موبايلونو کې نن دغه پاڼه نشوے کارولے ورڅخه بخښنه غواړم.


احمدولي اڅکزے، د قاموسونه ټکے کام مسؤل چلوونکے

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ