زېری

اوس پر خپل اندرويد موبايل د پښتو يو شمېر آنلاين قاموسونه کارولای شئ. د دې لپاره له ګوګل پلې سټور څخه د قاموسونه ټکی کام پاڼې ځانګړی اېپ
Pashto multilingual dictionaries
په وړيا توګه ډاونلوډ کولای او په خپل موبايل کې انسټال کولای شئ. د دغه اېپ له لارې تاسو کولای شئ چې پر قاموسونه ټکی کام آنلاين شوو ټولو قاموسونو ته لاسرسی ولرئ او پکښې لغتونه او د هغوی معناوې ولټوئ. البته دغه اېپ صرف په هغه صورت کې کار کوي چې ستاسو موبايل د انټرنټ سره وصل وي. کله چې په موبايل کې انټرنټ ونلرئ نو بيا يې نشئ کارولای.

تازه آنلاين شوی اېپ د هغه مخکني اېپ نوی ورژن يا په اصطلاح اپډېټ دی، کوم چې د نوو موبايلونو لپاره نور کار نه ورکاوه او تقريبا له کار لوېدلی و. نوی اېپ به انشالله د اکثريت اندرويد موبايلونو لپاره کار ورکړي.

البته د اېپل موبايلونو لپاره لا تر اوسه د قاموسونه ټکی کام کوم اېپ نشته او نه يې په نژدې وخت کې د جوړولو امکانات يا اراده لرم.

د دغه اېپ د بيا جوړولو پر وخت د بعضو ستونزو سره مخامخ شوم چې له بلجيم څخه ښاغلي بشري احمد يې په حل کولو کې راسره مرسته وکړه. کور يې ودان او زوی يې لوی.

دغه اېپ پر لاندني لينک په پلې سټور کې موندلای شئ:

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.development.wdtec.quamosona

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba