مهمه دا ده چې د پښتو ژبې ياده اړينه ډيجيټل شوې ډېټا اوپن سورس يعني د هر چا د لاسرسي وړ او د کار اخيستنې لپاره بېله قيده او شرطه مهيا وي.

د دې لپاره چې پښتو ژبه د نوي ټيکنالوژۍ په عصر کې د نورو ژبو سياله شي، نو ورته په لوړه اندازه د ډيجيټلايزېشن په برخه کې کار کول پکار دي. د پښتو ژبې د NLP نيچرل لېنګويج پروسسنګ يا په کمپيوټر کې د طبعي ژبې د پروسس کولو د بنيادي او اړينو پروګرامونو د جوړولو او ځيرک کولو لپاره بايد زيات پښتو مواد ډيجيټل شي. په دغو موادو کې نه يوازي ليکلي او په متن کې بلکه په ږغ کې هم زياتو موادو ته اړتيا شته. د مثال په توګه د پښتو ژبې د اوتوماتيکې ژباړې، له ږغ څخه متن ته اړولو، له متن څخه ږغ ته اړولو، د چاپ شوي متن له انځور څخه ډيجيټل شوي متن او ږغ ته اړولو، د املا اوتوماتيکې اصلاح او د ځيرکو پروګرامونو سره د ږغ له لارې تماس نيولو وغيره لپاره زښتې زیاتې ډېټا يا ډيجيټل شوي معلوماتي توکو ته اړتيا شته.

مهمه دا ده چې د پښتو ژبې ياده اړينه ډيجيټل شوې ډېټا اوپن سورس يعني د هر چا د لاسرسي وړ او د کار اخيستنې لپاره بېله قيده او شرطه مهيا وي. دا به تحقيق کوونکو، پروګرامرانو او ځيرکو سيسټمونو جوړوونکو لپاره په نوې ټيکنالوژي او مصنوعي ځيرکتيا کې د پښتو ځايولو کار آسانه کړي.

دولتونه، حکومتونه، اکاډمۍ او نورې ادارې په اړينه توګه او اندازه په ياده موضوع کې ونډه نه اخلي. له دې کبله دغه کار ته بايد چې رضاکاران ملا وتړي. که په اړينه چټکۍ د زيات شمېر رضاکارانو لخوا په پراخه اندازه په دغه موضوع کې کار ونشي، نو په لوے احتمال به پښتو د ډيجيټلايزېشن له کاروان څخه پاته شي او ښايي دا يې پر تابوت اخري ميخ وي.

دمګړے د رضاکارانو لپاره يو ښه چانس دا دے چې د کامن وايس په نوم پروژه کې برخه واخلي او د پښتو ويونکو په وينا د مصنوعي ځیرکتيا سره تماس نيولو ته لاره هواره کړي.

له خداے څخه شکر ادا کوم چې ماته يې دا وياړ را په برخه کړے دے چې تقريبا ۲۴ کاله تر مخه ما د قاموسونه ټکے کام پاڼې په چوکاټ کې د پښتو ژبې د ډيجيټل کولو هڅې پېل کړې او الحمدلله تر نن پورې مې بېله له چا د مالي يا بل شانته مرستې د غوښتلو په دغه ساحه کې کار ته ادامه ورکړې ده.

د قاموسونه ټکے کام د نورو کارونو تر څنګ به زه انشالله کوښښ کوم چې له بيلو لارو د کامن وايس پروژې لپاره کار او لابي وکړم. که څه چې زه د شو، ځان ښودلو، ځان مطرح کولو، ځان صفت کولو او يا خپل کار ستايلو مخالف يم، خو اوس په دې نظر شوے يم چې موږ په دغه حياتي کار کې يو د بل سره رغنده سيالي وکړو او خپلې لاسته راوړنې او د کار نتايج اعلان ته واچوو.

نو اوس به درته زيری درکړم چې د قاموسونه ټکے کام لخوا مې د ياد مقصد لپاره نن و کامن وايس موڅيلا پښتو پروژې ته هغه 17349 پښتو لنډۍ منظمې او بيا د اپلوډ له لارې بسپنه کړې چې ما په تيرو 24 کالونو کې راغونډې کړي وې. هغه دوستان چې په دغه پروژه کې برخه اخلي، هغوے به په راتلونکو ورځو يا اونيو کې انشالله د تائيد يا رد لپاره د دغو لنډيو اروزونه وکړلے شي.

له ټولو دوستانو څخه هيله کيږي چې په کامن وايس موڅيلا آنلاين پاڼه کې ځان ثبت کړي او پکښې د پښتو ژبې جملې په متن کې اضافه کړي، شته جملې وارزوي، جملې په ږغ کې ثبت کړې او مخکې په ږغ کې ثبت شوي جملې تائيد يا ردې کړي.

که تاسو غواړئ چې په کامن وايس پروژه کې برخه وال شئ په لومړۍ تبصره کې د ښوونيزې ويډيو لينک موندلے شئ.

ما په يو ځان تر اولس زرو څخه زیاتې لنډۍ کامن وايس ته پورته کړې. اوس نو تاسو ټوله ننګوم چې راسره سيالي وکړئ!

د پښتو او نورو ټولو کم منابع ژبو د پرمختګ او ښه راتلونکي په هيله

احمدولي اڅکزے، د قاموسونه ټکے کام مسؤل چلوونکے

#CommonVoicePashto
#پښتو
___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba