د پښتو د پنځو ياګانو د زده کولو او تمرين کولو لپاره پنځوس سوالونه او دوه سوه ممکنه جوابونه

د پښتو د ياګانو د زدکړې او تمرين لوبه/کويز/پروګرام لينک دلته موندلای شئ:
https://qamosona.com/j/index.php/pashto-yaas-quiz-%D8%AF-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D9%8A%DB%90%DA%AB%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%85%D8%B1%D9%8A%D9%86

زما د کور يو نهه کلن ماشوم چې له ناز څخه موږ ورته «باران خان» وايو، د پښتو د يېګانو لپاره يو کوچنے او ساده د کويز، تمرين يا زدکړې پروګرام جوړ کړ. دا له هغه څخه يوه اونۍ وروسته چې ما يې د جوړولو لپاره دلته ستاسو سره ژمنه کړې وه او ورته هڅې مې پېل کړي وې. خو تر اندازې مې ځان ته دغه هدف زيات مغلق او ناحقه څو اړخيز کړے و. ورته پېچلے ډېټابېس مې طرحه کړ، د سوالونو او جوابونو اضافه کولو لپاره مې فورمې ورته جوړې کړې او خورا مې کيسه اوږده کړې وه او لا په مصروف وم.

باران خان راڅخه پوښتنه وکړه: «په څه شي دا دومره زياتې ورځې بوخت يې؟» ما ورته موضوع تشريح کړه. هغه ويل زه به يې درته جوړ کړم. ما هم ورته وويل «کوښښ پر وکړه» او بيا مې دا خبره هېره شوه او په خپل پروګرام مصروف پاته شوم.

شيريخ/آيسکريم

په دويمه ورځ ماشوم راته وويل: «دا وګوره، که دې خوښ شو.» هيڅ مې زړه ته نه لوېدل کله چې مې وليد چې باران خان د چېټ جي پي ټي په مرسته داسې يو ښکلے خو ساده او غير مغلق پروګرام جوړ کړے و. ما ورته وويل: «دا پروګرام دې ماته راکړه چې زه پکښې خپل سوالونه او جوابونه اضافه کړم. خلک به درته دعا وکړي او ثواب به دې شي.» باران خان ويل: «که راته ۱۵۰۰ يورو راکړې، نو به درته دغه پروګرام درکړم.» پسله زیاتو چنو او مذاکراتو مې له هغه څخه دغه پروګرام د شيريخ او څو نورو مراعاتو په بدل کې واخيست.

پنځوس سوالونه او دوه سوه جوابونه

په دغه پروګرام کې مې د پښتو د پنځو ياګانو د زده کولو او تمرين کولو لپاره پنځوس سوالونه او دوه سوه ممکنه جوابونه واچول. دا پروګرام داسې کار کوي چې کاروونکي ته يو سوال او څلور ممکنه جوابونه ښودل کيږي. هغه کولے شي چې د موږک یا د ګوتې د مسحه په مرسته پر يو يا څو صحيح جوابونو کليک وکړي. کله چې پر سم جواب کليک وکړي نو د هغه جواب رنګ زرغون کيږي او يو ډول ږغ کوي. کله چې پر غلط جواب کليک وکړي نو هغه سور کيږي او يو بل شانته ږغ کوي. د هر سم او غلط جواب لپاره مثبت يا منفي نمرې ورکول کيږي. کله چې ټول کويز پاے ته ورسيږي نو ورته پايله ښودل کيږي چې له ممکنه ټولو نمرو څخه يې څو فيصده نمرې په لاس راوړي دي.

هغه څوک چې پنځوس سره سوالونه بېله يوې واحدې غلطۍ جواب کړي، هغوے ته باران خان په آخره کې يو انعام او سرپرايز هم پټ کړے دے.

که تاسو په سوالونو يا جوابونو کې د املا يا نورې کومې غلطۍ پيدا کړئ، نو هيله ده چې ما په خبر کړئ چې د کوم نمبر سوال کومه برخه غلطه ده. په دې توګه به نو هغه غلطي اصلاح شي.

د کابل نصاب

ما کوښښ کړے دے چې په دغه پروګرام کې د پښتو ياګانو هغه اصول مراعت کړم چې د افغانستان د ښوونځيو د وروستي نصاب په رڼا کې راوړل شوي دي.

که تاسو هم د يېګانو د استعمال په هکله ډاډه نه ياست، نو هيله ده چې دغه لوبه/کويز تر هغه وخت تکرار کړئ، تر څو چې پکښې سل فيصده نمرې اخلئ.

په زياته هغه دوستان چې د کامن وايس پروژې لپاره کار کوي او پکښې جملې اضافه کوي، خو د يېګانو د کارونې په هکله ډاډه نه دي، هغوے دي لطفا خامخا دغه کورس بشپړ کړي.

دغه پروګرام د قاموسونه ټکے کام پر پاڼه په مينو کې د «د پښتو يېګانو تمرين» تر عنوان لاندې يا د فيسبوک د دغه پوست په لومړۍ تبصره کې د لينک په شکل موندلے شئ.

په آخره کې له باران خان څخه مننه کوم چې راسره دومره لويه مرسته يې وکړه.

احمد ولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د مے ۲۶ مه نېټه

يادونه: پر جواب د کليک کولو مخکې خامخا يو وارې سوال سم لولئ. بعضي وخت پوښتل شوي وي چې پر غلطو جملو کليک وکړئ او بعضې وخت پوښتل شوي وي چې پر صحيح جملو کليک وکړئ. د دې تر څنګ بعضي سوالونه تر يو څخه زيات درست جوابونه لرلے شي.

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba